د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان ولسمشر ته !

عبدالمالک همت، کندهار 01.02.2009 20:39

ښاغلي کرزي صاحب!

تر هر څه لومړى بايد تاسي ته څرګنده کړم چي زه ستاسي يو بې غرضه او داسي وطنوال يم چي له لوى څښتن (ج) پرته له بل هيچا څخه هيڅ مادي غوښتنه نه لرم، خو له يوې خوا اوسنۍ ناسمي وضعي مستقيماً ما او زما کورنۍ ته سر خوږى او اندېښنې متوجه کړي، له بله پلوه مي په خپلو خلکو خورا ډېره خوا بديږي او ان پر تا باندي چي څوک بد وايي لا مي د يوه افغان په توګه نه در باندي پېرزو کيږي او نفس مې نه اخلي.

ښاغلى کرزى صاحب!
اول خداى ته وګوره ډېري چپه او راسته خبري مه کوه. لږ خبري کوه او چي څه وايي عملي کوه يې.
هر رنګه چي وي که ته امريکايانو راوستلى يې يا تا امريکايان راوستلي يا هغوى خپل په خپله راغلي، په هر صورت ستا او ستا د دولت هر څه د امريکايانو لخوا تمويل او حمايه کيږي. نو په دې صورت کي ستا دا خبري څه معنا لري چي زه به له روسانو او يا نورو څخه مرسته وغواړم؟!
يا دا چي وايې دلته دي امريکايان نور زيات پوځيان راولېږي. يا دا چي موږ ته دې امريکايان وسلې، مهمات او طيارې راکړي؟!
ښاغلې ! دا خو تر لمر روښانه خبره ده چي روسان زموږ د ملت پېژندل سوي دښمنان دي او زموږ هيواد او نور ډېر څه دوى را وران او کنډ وکپر کړل.نو ته د ملت له دغسي دښمنانو څخه څنګه مرسته غواړې؟
بل دا چي تاسي او ستاسي ملاتړو خو دمخه ويل چي د افغانستان مسئله په جګړو او وسلو نه حل کيږي. نو ته اوس ولي جنګ ته ارڼۍ اخيستى يې او تر هرڅه زيات دي د جنګ لا تودېدو ته تلوار او تلوسه ده؟
خلک وايي چي کرزى صاحب دغه ارله بورله خبري د دې لپاره کوي چي خلک يو ځل بيا رايه ورکړي او ولسمشر سي. يعني په اصطلاح د ځان د ولسمشر کېدو لپاره کمپاين کوي؟!
خو ښاغلې ولسمشره ! څنګه چي ستا د بې واکه واکمنۍ د دورې بې شمېرو ناخوالو ته کتل کيږي ګومان نه کوم چي تا ته دي د افغانستان خلک بيا رايه درکړي. او که رايه درکړي تر هغه په نو بل ساده سړى نه وي.
که ته وايې چي ما ډېر کارونه کړي دي. موږ به يې درسره ومنو خو ته څه فکر کوې چي د دې کارونو له امله د افغانستان په امنيتي، اقتصادي، عمراني او اجتماعي او نورو برخو کي مثبت بدلون راغلى دى که منفي؟ که په دې هکله ته بيا خپلي چپه او راسته خبري را واخلې نو آيا خلک به قانع سي او وبه يې مني که څنګه؟ زه چي فکر کوم هيڅکله نه !

ښه ښاغې ولسمشره !
تر نورو خبرو به تېر سو ، لکه چي تا په وارو وارو ويلي دي چي که بهرنيانو بيا پر خلکو بمباري وکړه او يا د خلکو کورونو ته ور ننوتل زه به د ولس سپين ږيري راوغواړم ، لويه جرګه به جوړه کړم او له افغانستان څخه به د بهرنيو پوځونو د ايستلو تصميم ونيسم.
نو دادى اوس خو تا او د هيواد دننه او بهر ټولو خلکو وليدل چي پر دې خبرو سربېره په دې وروستيو کي بهرنيو ځواکونو په لغمان کي بمباري وکړه او يوويشت تنه بې ګناه افغانان يې شهيدان ګړل.
بل لکه چي تاسي پوهېږئ زموږ ډېر هيواد وال تر اوسه لا په پاکستان او نورو هيوادونو کي د مهاجرت زوروونکي او ترخې شپې تېروي. له دغو کسانو څخه ځيني کله کله د خپلو کورونو ، جايدادونو او خپلوانو او عزيزانو د ليدو کتو او نورو مشروع چارو د تر سره کېدو لپاره اړکيږي چي خپلو کلو او بانډو ته راسي.
په دې لړ کي په دې وروستيو کي زموږ دوه تنه مهاجر افغانان له پاکستان څخه راغلي وه او د روان کال د سلواغې (دلوي) پر يوولسمه شپه د کندهار د خواجه ملک په سوخچالا کلي کي د يوه افغان په کور کي مېلمانه وه. له بده مرغه د دغه افغان پر کور د کوم ناسم راپور پر بنسټ د بهرنيانو مځکنيو او هوايي ځواکونو ناڅاپي بريد وکړ . د بمونو او راکټونو د وارولو او ډزو سره سم يې د افغانانو د دودونو خلاف دغه کور تلاښي کړ او د وحشت او لګي درګي رامنځ ته کولو په ترځ کي يې څلور تنه شهيدان کړل او اته تنه يې ور سره بوتله. چي په هغو کي يو مېلمه شهيد سوى او يو يې ژوندى بېولى دى.
په دې سهار يې د کلي خلکو مړي د ارغنداب ولسوالۍ ته راوړه او د دې ناوړه او ځناورانه عمل پر ضد يې مظاهره وکړه او له دولت او بهرنيانو څخه يې د کرکي څرګندونه کول.

نو کرزى صاحب!
دادى بهرنيانو ته ستاسي تر اخطار وروسته د هغو پوځي ځواکونو بيا هم په بمباريو کي زموږ بې ګناه وګړي په خپلو وينو لمبولي او هم يې زموږ د يوه بې ګناه وطنوال کور د نړۍ د ټولو قوانينو په خلاف تلاښي کړى او په چنګېزي کړنو سره يې هم خلک وژلي او هم تښتولي دي.
نو د دې وضعي په ليدو او ستاسي د ژمني په اورېدو سره اوس ټول اولس ستاسي څخه په دې هيله دى چي ته خپله خبره پر ځاى کړې، د ولس د رشتيانيو استازو لويه جرګه راوغواړې او د هغو په مشوره او پرېکړه له هيواد څخه د دغو ځناورصفتو کفري، صليبي ځواکونو د ايستلو تصميم ونيسې . البته په عوض يې د يوه بالکل بې طرفه مسلمان هيواد لږ شمېر سوله ساتي ځواکونه راوبوله څو د هغو په شتون کي د ټولو مخالفو ډلو ترمنځ عام او منصفانه ټول ټاکني په لاره واچول سي او دې اوږدې غميزي ته د لوى څښتن (ج) په فضل او مرسته د پاى ټکى کښېښوول سي.

 والسلام.