د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فاتح تر درشله (دترکیې يونليک)

محمد زبير شفيقي 28.01.2009 23:08

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دکتاب نوم : دفاتح تر درشله ) دترکيې يونليک(

ليکوال  : محمد زبير شفيقي
دمخونو شمېر : 135/په پای کې ۲۰ رنګه مخونه تاريخي انخورونه/
خپرندوی : ميوند خپرندويه ټولنه – سبا کتابخانه
ژوند ټول يو روان سفر دی؛ خو کله کله داسې سفرونه پکې پېښ شي چې ډېر اوږده وي او هيوادونه سره وګنډي، داسفر هغه وخت ګټور او خوندور شي چې يو قلموال په سفر روان شي او کله يې چې دپښتو تڼاکې وچوي او له سفره په کور شي نو بيا قلم را واخلي او خپل ټول ايښودي ګامونه پکې انځور کړي.
 (( يونليکونه)) يا سفر نامې ليکل له ډېر پخوا څخه پيل شوي او دنړۍ په ګڼو ژبو کې په زرهاوو سفرنامې ليکل شوې او دليکوالو سفرونه دقلم په تورو ادبي شوي او ورسره ابدي شوي دي.
يوو نيم زر کاله وړاندې افغانستان ته دچينايي بودايانو د بودايي ستوپو او معبدونو د زیارت په خاطر سفرونه کړي او کله چې بېرته ستانه شوي نو بيا يې دخپل سفر ټول حالات ليکلي او دمذهبي خاطرو تر څنګ يې زموږ دهيواد د ليدل شويو سيمو په باب په زړه پورې او ګټور جغرافيايي،تاريخي،فرهنګي او عمومي معلومات هم راغونډ کړي چې اوس دمستندو سندونو په توګه کار ترې اخلو، د ابن بطوطه، حاتم طايي،ناصر خسرو، قبادياني سفر نامې دختيځ ډېرې مشهورې سفرنامې دي.
    خوشال بابا څلور نيم سره کاله وړاندې په پښتو کې سفرنامه پيل کړه،په نثريې (( هندو کوهنامه)) وليکله او په نظم يې سواتنامه چې ترې را وروسته  ګڼې سفر نامې وليکل شوې او په پښتو ادب کې يې ښه او دقدر وړ ځای بيا موند.
دا هم ديادولو وړده چې له دې سره سره چې سفرنامه د ادب يوه خوږه،بوختوونکې او په زړه پورې برخه ده خو يو ځانګړی ادبي ژانر يا صنف دی بلکې يوه موضوع ده چې په نثر هم کښله کېږي او په نثر هم، مثلاُ په لرغونو زمانو کې دخوشال بابا دنثر او نظم سفرنامې دي او په اوسني وخت کې د ارواښاد حمزه بابا منظومې او منثورې سفرنامې.
په معاصر وخت کې ډېرې سفرنامې ليکل شوې او ډېر يونليکونکي لرو چې له دې ډلې څخه يو هم هڅاند او تپاند اوهر څه ته ځير يونليکونکی ښاغلی محمد زبير شفيقي دی،ده  دافغانستان په تېر دېرش کلن سرګردان ژوند کې،ډېرې سرګردانۍ وليدې اوډېر ستړي سفرونه يې وکړل او له هماغه دجهاد له دورې نه يې دخپلو سفرونو خاطرې او يونليکونه ليکل پيل کړل او له دې سرګردانه سفرونو نه وروسته يې چې اوس اوږده نا سرګردانه سفرونه په برخه شول او دستړي کوونکيو غرونو پر ځای په ارامو الوتکو کې بهرنيو هيوادونو ته ولاړ،خپل دسفرنامې عادت يې پرېنښود او دسفر نامې ليکل يې لا خواږه او پاخه شول، دده پخوانۍ سفرنامې له ترخو خاطرو ډکې وې خو اوسنۍ سفر نامې يې سره له دې چې له خوږو خاطرو ډکې دي مهمه ځانګړنه يې داده چې هېچرې هم خپل غمځپلی او وير ژلی وطن نه هيروي، چېرته يې چې خوله یاسترګې په کوم څه خوږې شوې دستي يې د روان اودردېدلي وطن د رايادېدلو هغه خاطرې ور ترخې کړې اودهيواد بده ورځ يې سترګوته درېدلې ده چې داد ده اصلي ملي احساس او اثبات ښکارندويي او څرګندويي کوي او همدا پاک او سپېڅلی احساس دی چې سړی له هيواد نه په لرې توب کې هم له هيواد سره نژدې ساتي.
سفرنامه هغه وخت نوره هم ګټوره شي چې يون ليکونکی يواځې په ځان کې ورک نه وي يواځې خپل تګ  را تګ او خوړل څښل پکې ونه لیکي؛بلکې بايد دخپلو ليدنو کتنو دومره ژوره عکاسي اوانځور ګري وکړي چې دخپل يونليک لوستونکی دخپل سفر ملګری کړي او خپل ليدلي پرې وويني،له ورغلي هيواد سره يې اشنا کړي ددې هيواد له ماضي نه يې تر يوه حده خبر کړي او د ټولنې فرهنګي څېره يې ورته روښانه کړي، دا د ښو يونليکونو ښه ځانګړنه ده خو دا هم با وچ تحقيق او دڅېړنې په ژبه نه وي؛ بلکې په چل-چل کې او د ادب په ژبه معلومات وکړي او دخپل سفر په ثمر يې خبر کړي.
دشفيقي دا سفرنامه له دې ټولو خوبيو نه برخمنه ده، لوستونکي ته دافغان – ترک د دوستۍ زاړه او روڼه ادبي،فکري او عقيدوي مرغلين او زرين مزي هم راسپړي،د ترکيې په اروپايي او اسيايي ترکيب هم چې جالب ترکيب دی او يو هيواد يې په دوو قارو کې مېشت کړی،رڼا اچوي،په قونيه کې دمولانا جلال الدين بلخي ادبي او فکري سفارت چې لا تراوسه يې هم جنډه ولاړه ده راڅېړي او دترکيې په هره ننداره کې پاڼه اړوي او دخپل هيواد هسکېرلې څېره هم راسپړي،راتلونکې هيلې او امېدونه هم له لاسه نه وکوي او په ترکيه کې د ازادۍ حقيقي او واقعي هينداره هم خپلو خلکو ته دنمونې په توګه مخې ته ږدي.
په سفر نامه کې ادبي ژبه کارول دسفرنامې د ابدي کېدلو يوازينۍ وسیله ده؛ځکه ګڼ ادبي اثار تخيلي او حقيقت پېښې وي،پېښ شوي نه وي خو د پېښېدو امکان يې وي خو سفرنامه پېښې شوې پېښې وي نو چې ژبه يې ادبي شي ادبي فنپاره ترې جوړه شي او که ژبه يې ادبي نه وي نو بيا عادي ليکنه ده او د ادب په کورنۍ کې ځای نه لري. شفيقي صیب له دې اړخه هم خپلې ليکنې ته متوجه دی،په ادبي اصطلاحاتو، کله کله د طنز په مالګه او کله يې د رواياتو په راوړلو سينګاروي او د ادب په ژبه يې ابدي کوي.
په ادبي ليکنو کې دځينو خبرو تکرار کله دحسن تکرار يا قند مکرر وي،خو کله کله بيا ستړي کوونکي وي زه يو دوه ځايه په همداسې ستړي کوونکي تکرار پېښ شوم،مثلاُ اتا ترک درې څلور ځايه غندل شوی خو په مکررو الفاظو او دا خبره څو څو ځل تکرار شوې چې اذان يې هم له عربي نه اړولی و،دا خبر که يوځل ليکل شوی وای عادي وه خو درې څلور ځل ليکل کېدا يې له اتاترک سره دليکوال د خاصې جبهې نيونې ښکارندویي کوي يا يې ((دولمه باغچه قصر)) په باب دوه ځله د 16 ټنه طلاو يادونه کړې او بحث يې پرې کړی چې دا بحث يوځای کافي و او دوه ځلې ستړی کوونکی دی. په هر حال دا وړې خبرې دي.
په سفرنامه کې يوځای دمزمل صيب د وړانديز يادونه راغلې :
(( يوه ورځ د طالبانو د امارت پر مهال چې جنګونه ښه په زور کې ول،د پېښور په بورډ کې سره ټول شوو، مزمل صیب ویل له ما سره طرحه شته،والله چې دغه دجهادي ډلو لږ بې دينه او په غربیانو کې دينداران سره راټول نشي او د افغانستان په باب پر يوه نظام سره توافق ونه کړي نور خبره ډېره ګرانه ده،هر لوری په يوه انتها کې ولاړ دی.))
دی ليکي چې ((ما دا خبره د ترکيې دسفر ملګرو ته وکړه دلته هم ټولو وخندل او ټولو يې خبره تائيدهم کړه)).
زښتيا مزمل صیب ښه خبره کړې او ده دخپل ايمان په رڼا کې کړې خو حقيقت دادی چې د شوروي تر مړينې دکمونيزم تر ماتې او دنجيب د حکومت تر نسکورېدا وروسته، ايډيا لوژيکي(انتها) له منځه ولاړه د څوکۍ او اقتدار جګړه توده شوه او هماغه ول چې دبن تر پرېکړې وروسته دوه اتشه کمونستان او دوه اتشه اخوانیان د دولت  د شوری او حکومت په څوکيو کې څنګ پر څنګ سره کښېناستل اودسياف، رباني،ګلاب زوی  او علومي چېغه يوه ده،بيا هم معتدلين پر ځپل ځای پاتې شول.
په هر حال دشفيقي صیب نوی يونليک زموږ د پرون،نن او سبا دردونه او ټکورونه هم لري،د انتقاد تېره توره هم پکې ځلېږي او د (( لا تقنطوا من رحمهّّ الله)) دمبارک آيت هم کلک ګروهمن دی او ورسره دا سفرنامه په پښتو ادب کې نوې اضافه د پښتو يونليکونو په لړۍ کې يوه نوې ځلنده کړۍ ده،چې زه يې په خپل وار دليکلو مبارکي ورکوم او مينه وال يې په غور لوستلو ته رابولم چې خوند هم ترې واخلي او پند هم.