د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوې راډيو خبريالي

عبدالمالک عاصم 04.01.2009 16:19

نوې راډيو خبريالي د ځوان خبريال عبدالمالک عاصم په لاس ليکل شوی اثر دی چې د راډيو-ژورنالېزم په ډګر کې کمساری ګڼل کېږي.
په دغه کتاب کې د راډيو لپاره پر خبر ليکلو، راپورونو، راپورتاژونو، فيچري راپورونو يا پکېجونو، د خبر کيو، ژوندۍ خپرونو او نورو راډيو تړليو موضوعاتو باندې بحث شوی، بېلګې يې وړاندې شوي او لارښوونې او تجربې پکې راغلې.
دا کتاب د سالنګ کتاب خپروونکي‌ په هڅه او د هېندارې مطبوعاتي او فرهنګي بنسټ په حقوقي ملاتړ په۷۶ مخونو كې چاپ شوى دى.
دا کتاب د راډيو خبريالۍ د برخې د زده کوونکو او هر چا لپاره چې د راډيويي ژورناليزم مينه وال دي يو ښه اثر دی.
عبد المالک عاصم له کابو دريو کلونو راهيسې په کابل کې د بي بي سي نړيوال سرويس له پښتو څانګې سره کار کوي چې دمګړۍ د مشر پروډيوسر دنده لري.


دغه كتاب په لاندې پتو تر لاسه کولای شئ:
کابل:
شاه محمد کتاب پلورنځی، صدارت څلور لاره مصطفی هوټل ته څېرمه
صميم کتاب پلورنځی پښتونستان هوټل يوسفي مارکېټ.

کندهار: افغان قرطاسيه او کتاب پلورنځی ارګ بازار.

ننګرهار: مومند کتاب پلورنځی پښونستان واټ جلال اباد.