د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ٰسل زرم' ته جايزه ورکول کېږي

جمال الدين جلال 05.12.2008 17:42
د اصلاح انلاين لوستونکي په تېرو څو اوونيو کې په چټکۍ سره مخ پر لوړه روان دي. په داسې حال کې چې د دغه سايټ د فعاليت يوازې درې مياشتې پوره شوې او لاهم په ازمايښتي بڼه کې دی، د لوستونکو شمېره يې د نورو افغاني سايټونو په پرتله بې سارې وده ښيي. د سايټ د لوستونکو او د پاڼو د لوستنو شمېره اوس تر نوي زرو (90000) اوښتې ده. په همدې مناسبت، اصلاح انلاين غواړي هغه لوستونکي ته چې سل زرم ليدونکی وي، يا سل زرم پاڼه يې خلاصه کړه جايزه ورکړي. د اصلاح انلاين تخنيکي ټيم به هغه څوک څاري چې سل زرم کليک وکړي.‌ د هغه IP ادرس او ځايګی به معلوموي او بيا همدا ګټونکی کولی شي د سايټ له چلوونکو سره تماس ونيسي او جايزه ورکړل شي. د جايزې په اړه نور جزئيات به ډېر ژر ورکړل شي. د سايټ ادرس: www.eslahonline.net