د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

((د پښتنو اصل نسل)) کتاب چاپ شو

سعد الله جان برق 10.11.2008 11:26

د نامتو پښتون ليکوال سعد الله جان برق د تحقيقي کتاب "د پښتنو اصل نسل" لومړنۍ برخه تازه په پېښور کې له چاپه راوتلې چې له هر غټ کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کېداى شي.

د کتاب له لوست څخه معلومېږي چې ليکوال د پښتنو د اصل نسل د معلومولو په کوښښ کې د گردې نړۍ او د ټول بشر د تاريخ د معلومولو هڅه کړې ده او د پښتنو د تاريخ په اړه ټولې روايتي کيسې يې په ډېرو معقولو دلايلو رد کړې دي.

په ٣١٤ مخونو خور دې کتاب تړون د ستر پښتون رهبر باچا خان په نوم په دې تورو شوى دى چې "داسې خلق ډېر کله کله پېدا کېږي." د کتاب په سر کې ليکل شوي چې "د دې کتاب د چاپ کولو حق هر پښتون ته حاصل دى" او په پاى کې راغلي چې: "دا صرف ابتداييه وه، وروڼو ته خواست دى چې دا کتاب واخلي څو نورې برخې پرې چاپ کړاى شي. او که څوک اداره د مکمل کتاب چاپ کولو ته غاړه ږدي نو زما له خوا به هيڅ بندېز يا غوښتنه نه وي."

ښاغلي سعدالله جان برق ټول افغان ته وويل چې ټول کتاب شاوخوا دولس سوه مخونه دى او بله برخه به يې په نژدې راتلونکي کې خپره شي.

سعدالله جان برق د پښتو ژبې يو تکړه ډرامه، طنز او کالم ليکونکى گڼل کېږي او گڼ شمېر کتابونه يې خپاره شوي دي. په اردو ژبه کې هم هغه ډېر کار کړى دى او دا مهال د ايکسپريس په نامه ورځپاڼه کې کالم ليکي چې په لوستونکو کې ډېر مقبوليت لري.