د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرېکټ ملي لوبډله د سې شنبې په ورځ هېواد ته رارسېږي

خبري - څانګه 12.10.2008 16:13

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به د سې شنبې په ورځ د کابل هوایي ډګر ته رارسېږي.

دا خبره ټول افغان ته د کرېکټ د فدراسیون ویاند جاوید احمد همیم وکړه. همیم وایي چې ملي لوبډله به د اکتوبر په ۱۴ د سې شنبې په ورځ د کابل په وخت د سهار په ۱۱ بجو د هېواد پلازمېنې ته رارسي.

د افغانستان د کرېکټ فدراسیون په پام کې لري چې په تانزانیا کې د څلورم پړاو د اتلولۍ د خپلولو او په ۲۰۰۹ ز کال کې په ارجنټاین کې د درېم پړاو سیالۍ ته د بري په مناسبت، ملې لوبډله د رارسېدو په مهال په ځانګړې مراسمو ونمانځي.

د کرېکټ د فدراسیون مشر الله داد نوري رسنیو ته ویلي دي چې د مراسمو دپاره یې تیاری نیولی دی.


نصرت الله نصرت چې د بدخشان د ولایت څخه د ملي لوبډلې لوبغاړی دی، د ګټلي پیالې سره.