افغانستان لويه بريا لاس ته راوړه
11.10.2008 20:02افغانستان لويه بريا لاس ته راوړه .هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو د افغانستان لوبډلې و ښودله چې تردې ګړۍ دوى نه ماتيدونکي دي .د ٢٠١١ کال د کرکټ نړيوال جام ته د نږدې کېدوپه څلورم پړاو کې افغانستان د سياليو ټوې لوبې وګټلې . د هانګ کانګ سره په لوبه کې د افغانستان د ملي لوبډلې توپ ويشتونکي رئيس احمدزي ٤٩ اودلوبډلې مشر نوروز منگل ٤٠ منډې جوړې کړې .دنن ورځې په لوبه کې د افغانستان توپ غورزوونکي محمد نبي څلور لوبغاړي وسوځول .
په افغانستان ، پاکستان او ګرده نړۍ کې د افغانستان د لوبډلې د گټلو په وياړ خوښۍ مانځل کيږي .
افغان لوبغاړي په داسې حال کې دا بريا لاس ته راوړي چې په کمو امکاناتو سره لوبه کوي او د افغانستان د حکومت له خوا ورته کم امتيازات ورکول کيږي .
د هانگ کانګ په لوبډله کې ډيري پاکستاني لوبغاړي لوبيدل . پخله پاکستان د کرکټ په نړۍ کې د غوره لوبغاړو درلودونکى هيواد ګڼل کيږي .دافغانستان د کرکټ د لوبډلې روزونکى کبير خان هم دپاکستان دى .