د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان په څلورو ویکټو له هانګ کانګ څخه لوبه وګټله. اوس درېم ډوېژن ته یواځي افغانستان، هانګ کانګ او ايټالیه د بریالیتوب چانس لري

خبري - څانګه 08.10.2008 18:03

 د لوبې حال:

                      منډې       اورونه        سوزېدلي لوبغاړي       هدف

افغانستان:      ۲۰۹          ۴۹،۴                  ۶                 ۲۰۷

هانګ کانګ :     ۲۰۶           ۵۰                   ۹                      . 

 

افغانستان د دې لوبې په ګټلو د تانزانیا په دارالسلام کې د څلورم ډوېژن په سیالیو کې تر اوسه تر ټولو مخکې هېواد دی. افغانستان ۸، هانګ کانګ ۶، ایټالیه ۴، تانزانیا ۲، جرسي ۲، او فیجي ۰ نقطې لري.

 درېم ډوېژن ته یواځي افغانستان هانګ کانګ او ايټالیه د بریالیتوب چانس لري. پایلوبې ته د افغانستان د بریالیتوب ډېر امکان شته دی.


افغان لوبډله خوښي کوي

 د یورپ کرېکټ ګورتپاڼه شېبه په شېبه د ټولو لوبو جریان خپروي. لوستونکي کولای شي په نېغه توګه له هغې ګورتپاڼې څخه هم د راتلونکو لوبو په اړه ګټه واخلي. افغانستان به بله لوبه سبا نه بل سبا د اکتوبر په ۱۰ نېټه د ایټالیه سره کوي.

 افغان ملي لوبډله له ډېرې مودې وروسته په دې وتوانېده چې هانګ کانګ ته ماتې ورکړي.

سمیع الله شینواري په لومړي توپ څلور منډې یا فوره ووهله او لوبه یې وګټله.

شفیق الله شفق وسوزېدلو. سمیع الله شینواری لوبې ته راووت.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شفیق الله تر اوسه په دوه پنډوسو، دوه منډې جوړي کړي دي. پخوا د تاج ملوک د مشرۍ په وخت کې به نوموړي هستي ګل لوبې ته راویسته. کېدای شي نوي روزونکي کبیر خان ته به شفیق الله د دې وړ ښکاره شوی وي.

د محمد نبي څخه وروسته، شفیق الله شفق پنډوسي وهلو ته راووت.

محمد نبي وسوزېده. د هانګ کانګ یو لوبغاړي یې توپ په هوا کې ونیوه.

پنځلس پنډوسې او څوارلس منډې پاتې دي.

 رییس احمدزي درې نور توپونه ضایع کړل. اوس ۲۱ توپه او ۱۹ منډې پاتې دي.

۲۴ توپه او ۱۹ منډې پاتې دي.

محمد نبي شپږیزه ووهله.

رییس احمدزي لوبه په کراره کړېده. په ۲۴ توپونو یې تر اوسه ایله په بیله ۶ منډې جوړې کړي دي. په کار ده چې تېزه لوبه وکړي.

دا مهال ۵ اورونه او ۳۶ مڼدې جوړول پاتې دي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لوبه په ډېر سخت پړاو کې ده او نوره هم تونده شوه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نوروز منګل وسوزېدو. ریس احمدزی رامیدان ته شو.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

افغانانو لوبه تېزه کړه. اوس مهال لس اورونه پاتې دي. په دې لس اورونو کې باید افغان پنډوسه وهونکي ۵۴ منډې جوړې کړي تر څو لوبه وګټلی شي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دا مهال په لوبه کې په افغان لوبډلې ډېر فشار پروت دی. افغان لوبډله کوښښ کوي چې د ۲۰۷ منډې هدف پوره کړي خو داسې ښکاري چې د دې دپاره ورته تونده لوبه په کار ده.

د افغان لوبډلې درې لوبغاړي سوزېدلي او اوه لوبغاړي پاتي دي. که تېزه لوبه وکړي، شونې ده چې افغانان لوبه وکټي.

 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نن افغانستان د هانګ کانګ سره لوبېږي. دا د تنزانیا د کرېکټ په سیالیو کې د افغانستان څلورمه لوبه ده چې کوي یې. ننۍ لوبه یې د هانګ کانګ سره ده. هانګ کانګ یوه پیاوړې لوبډله ده چې افغان لوبډلې ته یې څو ځلې ماته ورکړې ده.

هانګ کانګ بیټنګ یا پنډوسه وهل پوره کړي دي. اوس افغانستان پنډوسه وهي.

لوبه روانه ده، هانګ کانګ ۲۰۶ منډې جوړې کړي.