د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان جرسي ته ماته ورکړه

بشير ګواښ 06.10.2008 04:43

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې  د نړيوال کرکټ په څلورمه مرحله کې د جرسي لوبډلې ته په ۱۲۴ منډو ماتې ورکړه.

افغانستان پچه وګټله او لومړی يې بيټنګ )توپ وهنه( وکړه. په  ۵۰ اوورونو(Overs)   کې يې  د نهو لوبغاړو په سوځيدو ۲۰۳ منډې جوړي کړي خو د جرسي ډلې ټول لوبغاړي د ۸۲ منډو په جوړولو سره وسوځيدل.

د افغانستان کريم خان  له ټولو زياتې  ۶۰ منډې جوړې کړي. رييس احمدزي ۲۷  او شفيق الله ۲۲ منډې جوړې کړي.

د افغانستان لوبډلې پېل بد نه و خو د کريم خان پرته نور لوبغاړي تر ډيره پاتې نه شول. د جرسي بالرانو )توپ غورځوونکو( ډيره ښه لوبه وکړه او د افغانستان لوبغاړي يې ډيرو منډو جوړولو ته پرينښودل او يوازې په ۲۰۳ منډو ته يې محدود کړل خو د جرسي لوبډلې دا )په پرتله ييز ډول( کوچنی هدف هم لاس ته رانه وړی شو.

افغانستان د لومړۍ لوبې په شان دا ځل هم د بيټنګ په پرتله ښه بالنګ )توپ اچونه( وکړه او د جرسي لوبډله يې يوازې په ۸۱ منډو وسوځوله. د جرسي لپاره کارليون  له ټولو ډيرې ۱۷ او ډيورسټ ۱۲ منډې جوړي کړي. د افغانستان احمد شاه او حامد حسن ۲، ۲ تنه آوټ کړل )وسوځول(.

د جرسي کوچ پيټرسن له لوبې وروسته خبريالانو ته وويل چې د لوبډلې د بيټنګ په باب ډيرې اندېښنې لري. له بلې خوا د کرکټ د نړيوال کونسل د ويب پاڼې له مخې د افغانستان کوچ کبير خان خوښ دی چې لوبډله يې په يوه نه يوه توګه لوبه ګټي خو د بيټنګ په برخه کې نور محنت ته اړتيا ده.

افغانستان خپله لومړی لوبه د فجي د لوبډلې څخه په ۸۱ منډو وګټله او دا مهال د خپلو دواړه سياليوو په ګټلوسره په ټورنمنټ کې په لومړي درجه دی. دوی به خپله دريمه لوبه د اکتوبر په ۷ د تنزانيه ، څلورمه لوبه د اکتوبر په اتمه د ټورنمنټ له ټولو سختې لوبډلې هانګ کانګ او پنځمه لوبه د اکتوبر په لسمه د ايټاليا سره کوي.

 د ټورنمنټ فاينل به په يوولسم اکتوبر  کيږي.

د افغانستان لوبغاړي هيله لري چې دوی به د تېر په شان دا ځل هم بريالي اوسي. افغان لوبغاړي حامد حسن د پنځمې مرحلې د لوبو پر مهال خبريالانو ته ويلي وو. ))مونږ به  په سخت محنت، د هيوادوالوپه دعاګانواو د الله په فضل د پنځمې مرحلې نه وروسته څلورمه، دريمه، دوهمه او اوله مرحله هم وګټو او په دې ډول به ګام په ګام د  ۲۰۱۱ کال د کرکټ نړيوال جام ته ځان ورسوو.((