د کرېکټ ملي لوبډلې په پېښور کې درېمه تجربوي لوبه هم وګټله
19.09.2008 17:17د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله چې دا مهال د نوي روزونکي کبيرخان له خوا په پېښور کې روزل کېږي، په تجربوي لوبو کې خپله درېمه لوبه د اسلامیه کريکټ اکيډمي څخه د ارباب نیاز په لوبغالي کې ګټله.
ملي لوبډلې دا لوبه په درې منډو وګټله. د اسلامیه کرېکټ اکیډمي سره ځیني ډېر تکړه لوبغاړي لکه په ټیسټ لوبو کې لوبېدونکی یاسر حمید او په نړیوال جام کې پیلونکی (اوپنر ) وجاهت الله واسطي لوبه کوي.
ملي لوبډله به خپله اخري تجربوي لوبه د چارسده یوت د لوبډلې سره د ارباب نیاز په لوبغالي کې کوي.
ملي لوبډله په پېښور کې په تنزانیا کې د اکتوبر په میاشت کې د څلورم پړاو د سیالۍ دپاره تیاری نیسي.
د تنزانیا د لوبو دپاره د ملي لوبډلې د پلان او د نوي روزونکي کبیر خان په اړه دلته معلومات ولولئ.
اړوند خبرونه:
د څلورم پړاو د لوبو د مهال ویش د کتلو دپاره دلته کېکاږئ.
د کریکټ د فدراسیون مشر شهزاد مسعود سره مرکه