د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمتلونو کیسې

علم ګل سحر 16.09.2008 06:15
دمتلونو کیسې او نور معلومات کتاب چاپ شو
فریدون الهام : دمتلونو کیسې په نوم کتاب چې علم ګل سحر لیکلی او را ټول کړی دی په دې وروستیو کې دخوستدفرهنګیانو دخپلواکې ټولنې له خوا ددغې ټولنې دمشر  څیړونکي بسم الله حقمل په شخصي لګښت  د پوهنې په مطبعه کې چاپ شو.
علم ګل سحر په دغه کتاب کې د ۵۳ متلونو کیسې را ټولې کړې او دیوشمیر پښتو متلونو په اړه یې په زړه پورې معلومات وړاندې کړي دي.
په دغه کتاب دعلومو اکاډمي علمي غړو څیړنوال بسم الله حقمل او څیړونکي محمد نبي صلاحي سریزې کښلي دي
.تر اوسه پورې دښاغلي علم ګل سحر ۸ کتابونه چاپ شوي دي چې ناول دلنډو کیسو ټولګه دطنزونو ټولګه ، دشعرونو ټولګې او یوه د ماشومانو لپاره دشعرونو ټولګه ده .