د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نوي وېب پاڼې زېرى

جمال الدين جلال 14.09.2008 15:19

  درنو لوستونکو،

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته،

روژه مو بختوره!

 

دا دى د روژې په درشل کې او د رمضان د پيل په مناسبت يوه نوې وېبپاڼه ستاسې په خدمت کې درکړل شوه.

 

 اصلاح.انلاين.نټ په افغانستان کې د سپېڅلو ارزښتونو او باورونو چوپړ کوي.

 

 دا ويب سايټ د ځوان انټرنټي کول (نسل) د روزنې او جوړونې په موخه پرانيستل شوې.

 

د يو لوړ هدف او څرګندې تګلارې په لرلو سره، اصلاح انلاين. نټ د افغاني انټرنټ پاڼو په کتار کې د پرمختګ د هيلو يوه نوې کړکۍ ده.

 

که ستاسې په باور هغه څه چې اصلاح انلاين.نټ يې خپروي د دې هېواد په ودانۍ او خلکو ته په سالم فکر ورکولو کې ګټوره ده، نو راځئ چې په ګډه پر دغې لار ولاړ شو.

 

 وګورئ: اصلاح انلاين. نټ  www.EslahOnline.Net