د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرېکټ نړیوالې شورا د کرېکټ د څلورم ډوېژن د لوبو مهال ویش اعلان کړ

خبري - څانګه 13.09.2008 19:54

د کرېکټ نړیوالې شورا د کرېکټ د څلورم ډوېژن د لوبو مهال ویش اعلان کړ. دا سیالي د تنزانیا په پلازمېنه دار السلام کې د روان زېږدیز کال د اکتوبر د ۴ څخه تر ۱۱ پورې کېږي. افغانستان په پنځم ډوېژن کې د لومړي مقام لاس ته راوړلو په نتیجه کې دې سیالیو ته بریالی شو.

په دې سیالیو  کې شپږ لوبډلې برخه اخلي: افغانستان، جرسي، فیجي، هانګ کانګ، ايټالیه، او تنزانیا. مهال ویش په لاندې ډول دی:

اکتوبر دویم: د سیالیو رسمي پرانیستنه

اکتوبر څلورم: هانګ کانګ x ایټالیه، تنزانیا x جرسي، فیجيx افغانستان

اکتوبر پنځم: افغانستان x جرسي، ایټالیه x فیجي، هانګ کانګ x تنزانیا

اکتوبر شپږم: د ارام ورځ

اکتوبر اووم: هانګ کانګ x فیجي، تنزانیا x افغانستان، ایټالیه x جرسي

اکتوبر اتم: ایټالیه x تنزانیا، هانګ کانګ x افغانستان، فیجي x جرسي

اکتوبر نهم: د ارام ورځ

اکتوبر لسمه ورځ: فیجي x تنزانیا، هانګ کانګ x جرسي، ایټالیه x افغانستان

اکتوبر یوولسمه ورځ: پایلوبه، درېم او څلورم مقام ټاکونکي سیالي، د پنځم او شپږم مقام ټاکونکي سیالي

نور هېوادونه چې په دې سیالیو کې برخه اخلي د کرېکټ په تمرینونو لګیا دي چې ښه بېلګه يې په انګلستان کې د تنزانیا د لوبډلې دوه اونۍ تمرینونه دي، خو د افغانستان د کرېکټ مشران او فدراسیون په بل رنګ تمرین لګیا دي: د افغانستان په فدراسیون کې اختلافات دا مهال اوج ته رسېدلی او د مشرۍ د څوکۍ د خپلولو دپاره سره یو شمېر کسان لاس او ګرېوان دي. تر دې چې نن په یوه مرکه کې د لوبډلې پخواني روزونکي او د فدراسیون جنرال سکتر تاج ملوک چې څو ورځې وړاندې یې د الله داد نوري له خوا د فدراسیون د مشرۍ په ټاکنو کې ماتې خوړلې، الله داد نوري په دې تورن کړ چې د ټاکنو دپاره یې د ولایتونو په استازو پیسې ویشلي دي او د ډالرو په زور یې د فدارسیون مشري ګټلې ده.

هیله وه چې افغانستان به د کرېکټ په ډګر کې خپل بریالیتوبونه روان وساتي خو داسې ښکاري چې د خلکو هیلو ته د کرېکټ د فدراسیون مشران لبیک نه شي ویلی او په ځای یې د بې اتفاقۍ او د یو بل د پښو په وهلو بوخت دي.

د کریکټ نړیوال جام یا ورلډ کپ ته د افغانستان د لار په اړه لاندې راپور ولولئ:

د کریکټ نړیوال جام یا ورلډ کپ ته د افغانستان لار