د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لومړنۍ مینه

اسدالله بلهار جلالزي 06.09.2008 15:31

(لومړنۍ مینه) دهغه ناول نوم دی چې په دې وروستیو کې دعلم او ادب خپراوي ټولنې له خوا د۱۰۰۰ ټوکو په شمیر چاپ شو.
 دروسي مشهور لیکوال ایوان تورګنیف دغه په زړه پورې ناول لیکوال اوشاعر او په غزني ولایت کې دپسرلي دکلتوري ټولنې مسوول اسدالله بلهار جلالزي په خوږه پښتو ژباړلی دی.
  لیکوال او شاعر علم ګل سحر په نوموړي کتاب سریزه لیکلې ده ، سحر دسریزې په یوه برخه کې لیکي:
  ((… زما په باور زموږ د ټولو بدمرغيو اصلي علت زموږ د زياترو خلکو بې علمي او بې سوادي ده. شايد په دې کې به د پردو لاس وي، چې که خلک بې سواده او ناخبره پاتې وي، او هيواد کې د پوهې ډيوې مړې وي نو د افغانستان وېشل، خوړل او ختمول به ورته اسانه وي، خو د علم او ادب د خپراوي ټولنې په څېر ټولنې کولاى شي چې د پوهې او ادب ډيوې روښانه وساتي او د وطن او وطنوالو په نېکمرغه کولو کې برخه واخلي د علم او ادب ټولنه په همدې نيت جوړه شوې ده((  
دعلم او ادب خپراوي ټولنه د۱۳۸۵ په دوبي کې په اروپا کې دمیشت افغان فرهنګپال محمد امین کټوازي په نوښت جوړه شوه چې مشر یې نامتو افغان لیکوال او شاعر پیرمحمد کاروان وټاکل شو .دغه ټولنه په پام کې لري په راتلونکي کې نور ناولونه او کتابونه هم خپاره کړي ( لومړنې مینه) دعلم او ادب خپراوي ټولنې لومړنی کتاب دی چې دکاروان ټولنې له خوا چاپ شو.