د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تنزانیا کرېکټ لوبډله د څلورم ډویژن لوبو ته د تیاري دپاره لندن ته ځي

خبري - څانګه 11.08.2008 20:45

ډیلي نیوز - تنزانیا، ټول افغان:

د تنزانیا د کرېکټ د ملي لوبډلې کپتان همیسي عبدالله رسنیو ته ویلي دي چې لوبغاړي یې د راروانې پنجشنبې (د اګست په ۱۴ نېټه) د څلورم ډویژن لوبو ته د تیاري په موخه لندن ته ځي او د ایم سي سي یا ملبورن کریکټ کلب له خوا ورته دوه اونۍ تمرین ورکول کېږي.

د څلورم ډويژن کرېکټ لوبې به د تنزانیا په پلازمېنه دارالسلام کې د اکتوبر د څلورم څخه د اکتوبر تر ۱۱ نېټې پورې کېږي چې د افغانستان او تنزانیا برسېره په کې جرسي، هانګ کانګ، فیجي، او ايټالیا برخه اخلي. د لوبې دوه غوره لوبډلې به درېم ډويژن ته بریالۍ کېږي.

په دې برسېره د تنزانیا لوبډله په پلازمېنه دارالسلام کې د تېرو دوه میاشتو راهیسې په تمرین بوخته ده او د څلورم ډوېژن لوبو ته تیاری نیسي.

افغان لوبډله چې اوس اوس د مالیزیا څخه راستنه شوې ده، خپل تمرینونه شاوخوا یو میاشت وروسته د پاکستان په کراچۍ او د هند په بنګالور ښارونو کې د نوي رزونکي د سرپرستۍ لاندې پیلوي.

د افغان لوبډلې روزونکي تاج ملوک له هغې وروسته استعفا ورکړه چې لوبډلې د اسیا د غوراوۍ په سیالیو کې درېم مقام لاس ته راوړ، د هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو سیالي یې ونشوه کړای، او توپ وهونکو یا بیټسمینانو کمزوري لوبه وکړه.

د افغانستان لوبډله باید د اوس څخه په تمرین پیل وکړي تر څو وکړای شي د هانګ کانګ او د څلورم ډويژن د نورو لوبډلو سره سیالي وکړای شي. هانګ کانګ افغانستان ته څو ځلې مخکې ماتې ورکړې ده او که افغان لوبډله خپله سویه ښه نه کړي نو په هانګ کانګ بریالیتوب یې سخت برېښي.

افغان لوبډله په ډېرو سیالیو کې ځلېدلې ده او په هېواد کې یې د کریکټ مینه وال هیله مند کړي دي چې د ۲۰۱۱ ز کال په ورلډ کپ کې به ولوبېږي. خو په مالیزیا کې د ملي لوبډلې اوسنیو ماتو خلک یو څه اندېښمن کړي دي چې ایا دا خوب به یې په حقیقت واوړي او که نه.

 د کریکټ نړیوال جام یا ورلډ کپ ته لار

۱. څلورم ډویژن: په اکتوبر کې په تنزانیا کې د څلورم ډويژن په لوبو کې به د لاندې هېوادونو لوبډلې لوبېږي:

- افغانستان
- جرسي
- فیجي
- هانګ کانګ
- ايټالیه
- تنزانیا

د څلورم ډویژن دوه لوبډلې چې پایلوبې ته بریالۍ شي، په درېم ډویژن  کې به د لاندې لوبډلو سره په ۲۰۰۹ ز کال کې لوبه کوي:

۲. درېم ډویژن:

- یوګانډا
- ارجنټين
- د کایمن ټاپوګان
- پاپوا نیو ګیني یا (PNG)

د درېم ډویژن دوه لوبډلې چې پایلوبې ته بریالۍ شي نو د لاندې "غوره" لوبډلو سره به په ۲۰۱۰ ز کال کې لوبه کوي:

۳. غوره لوبډلې یا (ICC Worldcup Qualifier):

- کینیا
- ایرلینډ
- سکاټلینډ
- کاناډا
- برموډا
- هالینډ
- متحده عربي امارات
- عمان
- نامیبیا
- ډنمارک

د پورتنیو لوبو څلور بریالۍ لوبډلې به په نړیوالو سیالیو یا ورلډ کپ کې لوبه کوي.