د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ژباړې فن ته یوه لنډه کتنه

محمد حامد حلیمی 11.08.2008 13:59

د لیکوالۍ ویوکې په عمومي توګه په دوو معناوو باندې کارول کیږي:په عامه معنی لیکوال هغه څوک دی چې څه لیکلی شي. لکه چاته یو لیک او یا هم کوم بل څه. خو په خاصه معنی لیکوال هغه څوک دی چې د لیکوالۍ په هنر باندې سمبال وی او په ډیره ښکلی او زړه راښکوونکی بڼه د بیلابیلو مطالبو او معاني ځواک لری او په دې توګه لیکوال دغه معنې ته په کتو سره د نورو هنرمندانو په کتار کې لکه انځور ګر، شاعر، سندرې جوړونکی او نور ځای خپلوی(۱)
د ژباړې ویه د پښتو – دری لنډ قاموس د ښځینه مفرد نوم په توګه د ترجمې په معنی راوړی ده.
ترجمه د عربي ژبې مصدر کلمه ده، چې د تفسیر، له یوې ژبي څخه بلې ژبې ته د یو مطلب د انتقالولو، د چا سیرت، اخلاقو او نسب د ذکر کولو په معنی او جمع یې تراجم ده(۲).
هغه څوک چې ژباړه کوی د ژباړن او یا هم ژباړونکی په نامه یادیږي.
له دې لنډې یادونې څخه مې موخه دا وه تر څو د هیواد د پیاوړی او ځوان لیکوال قدرمن رفیع الله ستانکزی د ژباړې فن اثر ته چې په دې وروستیو کې د چاپ په ګاڼه سمبالۍ شوی دی، څو شیبې د یوه لوستونکې په توګه تم شم.
څه موده د مخه مې کله چې غوښتل د صمیم ادبي ټولنې له کتاب پلورنځی څخه د خپل شخصي کتابتون له پاره ځینې کتابونه وپیرم، نو د پلورنځي په المارۍ کې مې یو شمیر کتابونو چې نوی بازار ته راوړل شوي وو، پام ځانته ورواړولو. د کتاب پر پوښ لیکل شوی و (د ژباړې فن) او لاندې ترینه د پښتو ژبي د ځوان لیکوال او قلم خاوند ښاغلی رفیع الله ستانکزی نوم مې تر سترګو شو. د دې کتاب په هکله مې تر مخه اوریدلی و، خو کله مې چې په چاپي بڼه تر سترګو شو، نو سترګې مې پرې رڼې شوې او د خپلې مطالعې د تندې د خړوبولو په تمه مې یو جلد راسره واخیست او په کور کې مې تر پایه پوره په مینه ولوست او تر نظر تیر کړ. دا کتاب د پښتو او د ژباړې اړتیا سیمینار په ویاړ د صمیم ادبي ټولنې لخوا د زرو ټوکونو په شمیر په ښکلې کچه او صحافت پرته له سریزې او د لیکوال له مخکینۍ خبرو څخه په ۱۰۲ مخونو کې خپور شوی دی.
دا کتاب د لیکوال لخوا خپل پلار او مور ته ډالۍ شوی او د ادبی ټولنې یادښت هم ورباندې لیکل شوی دی. د دې تر څنګ ښاغلی ډاکتر خوشحال روهی ورباندې یوه په زړه پورې سریزه هم کښلې ده.
د دې کتاب په هکله مې غوښتل یو څه ولیکم خو د بوختیا له امله مې ونشوای کولی تر څو لیکنه بشپړه کړم، خو کله چې ستانکزی صاحب راڅخه هیله وکړه چې غواړی کتاب د دوهم ځل له پاره چاپ کاندی نو باید یو څه ورباندې ولیکم نو یو ځل بیا اړ شوم تر څو هغه نیمګړې لیکنه راواخلم او په خپله نیمګړې پوهه یې بشپړه کړم.
په دې کتاب کې لیکوال د ژباړې تر پیژندنې او شالید وروسته د ژباړې ډولونه، د ژباړې جوړښت، د ژباړې له پاره لارښوونې، دوبله، په بیلابیلو ډګرونو کې د ژباړې اړتیا ته ځای ورکړی او د کتاب په پای کې اخځلیکونو ځای په ځای شوي دي.
په پښتو ژبه کې د ژباړې لومړنۍ څرک کولۍ شو هغه مهال ولګو کوم چې ابو محمد هاشم د زید سروانی البستی زوی د خپل استاد یو عربي شعر په پښتو نظم وژباړه او دا نظم د پټې خزانې مولف محمد هوتک د شیخ کټه له لرغوني پښتانه څخه رانقل کړی دی. بې ځایه به نه وی تر څو په پښتو ژباړل شوي دغه بیتونه دلته له نظره تیرو کړو:
ژبه هم ښه وینا کاندی چې وینه – د خاوند په لاس کې زر او درهمونه
ژبور ورله ورځی وینا یې اوری = د درهم خاوندان تل وی په ویاړونه
که درهم یې ځینې ورک شو پسې نتلی = پر نړۍ یې وي په خړو پیژندونه
که بډای سوڼی وبولی خلق وایي – دا وینا ده ریښتیا ینه له ریښتونه
که بی وزلۍ ووایی ریښتیا خبره – نورو وایی دا خو سوڼی دی تیرونه
هو درهم ښندی هر چا له لویه برخه – د درهم د خاوند هر ځای پرتمونه
درهم ژبه ده که څوک ژبور کیږي – ده وسله که څوک پرې کاندی قتالونه
له همدغه نظم نه موږ د پښتو په لیکلو ادبیاتو کې د ژباړې تاریخ پیل کولی شو او د معلومو اسنادو له مخې په پښتو کې لومړنۍ ترجمه شوی نظم دی(۳).
ابومحمد هاشم چې د پښتو د نثر لومړنۍ کتاب د سالو وږمه هم ده ته منسوب ده، په ۲۳ هجری کال کې زیږیدلی او په ۲۹۴ هجری کې له عراق څخه هیواد ته راغلی او دری کاله ورووسته په بست کې وفات شوی دی(۴).
په نن سبا کې چې نه یواځې زموږ په هیواد بلکې په نړیواله کچه د ژباړې فن ډیره وده موندلې او هغې ته کلکه اړتیا لیدل کیږي د ژباړې مینه وال هم ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو دي. ځکه ننۍ نړۍ سره له دې چې د یوه کلې بڼه یې ځانته خپله کړی ده، خو بیا هم د ژبو له بیلابیلو کورنیو سره مخ ده او په نړۍ کې په سل ګونو داسې ژبې شته دي چې ویوونکې یې دې ته اړ دي تر څو د نورو ژبو د ویوونکو له آثارو، لاسته راوړنو او لنډه دا چې له فرهنګ سره ځان آشنا کړی چې ډیره ساده لاره یې د همغه ژبې د آثارو ژباړل دي.
نن سبا کومې څیړنې او علمي پرمختګونه چې په نړۍ کې ترسره کیږي تر ډیره په بهرنیو ژبو چاپ او خپریږي چې له بدمرغه پښتو ژبه په کلکه د هغې له کمښت سره مخ ده. پښتو ژبې ته د علمي او څیړنیزه آثارو ژباړل نه یواځې دا چې په علمي ډګر کې د پام وړ لاسته راوړنه شمیرل کیږي، پښتو په یوه علمي ژبه باندې بدلوي او د نړیوالو ژبو په کتار کې د هغې ځای نور هم پیاوړی او ځواکمن کوي.
کوم څه چې ستانکزی صاحب (د ژباړې د فن) تر سرلیک لاندې راټول کړي دي، هغه څه دي چې نه یواځې د ژباړې په برخه کې د لارښوود آثارو د نیمګړتیا په پوره کولو کې له ژباړونکو او د ځوان کهول له لیکوالو سره پوره مرسته کولۍ شی، د پښتو ژبي د بډایه ځولۍ په لا زیاته بډاینه کې یو بل له ارزښت څخه ډک ګام بلل کیږي.
ژباړه او په پښتو ژبه په ځانګړې توګه په علمي ډګر کې او پښتو ژبې ته د علمي آثارو راژباړل هغه ستره نیمګړتیا ده، چې پوره کول یې د قلم د خاوندانو او پوهانو هر اړخیز زیار او کوښښ ته ډیره اړتیا لری. کیدای شی همدغه نیمګړتیا به وه، چې قدرمن ستانکزی یې دې ته اړ ایستلی دی تر څو په دغه لار کې د یوې نیمګړې هڅې په توګه د ژباړې فن اثر راټول او خپلو هیوادوالو او د علم مینه والو ته وړاندې کړي.
د دې له پاره چې د قدرمن ستانکزی صاحب د کتاب د ارزونې چاره مو په ښه توګه ترسره کړی وي، نو ښه به دا وي چې د ښه لیکوال د ځانګړتیاوو په هنداره کې د ژباړې فن ته څو شیبې تم شو.
که څه هم ګرانه ده تر څو ټولو لیکوالو ته یو ډول ځانګړتیاوې په ګوته کړو، خو سره له دې هم ویلی شو چې یو ښه لیکوال، ایمان لرونکی او مسؤول لیکوال تل د لیکولو له پاره یو انګیزه لری او په خپله لیکنه کې لوړې اسلامي، انساني او ملي موخې په پام کې نیسی او هیڅ کله هم له حق او حقیقت څخه د نه لری تللو تر څنګ، خپل قلم د پیسو او مقام له پاره نه پلوری(۴) او د هغې د رسولو له پاره یې نه چلوی. خپل قلم په کینه او حسد نه ککړوی او تل عمومی او هیوادنیو ګتو ته پر خپلو شخصی ګټو باندې لومړیتوب ورکوی. چې د ژباړې فن لیکوال هم په پوره غور او د ټولنې اړتیا ته په کتو سره دغه اثر لیکلی او ټولنې ته وړاندې کړی دی.
د ژباړې فن د ښه لیکوال د ځانګړتیاوو په هنداره کې:
1. لوړ لید لوری:
لیکوال ته ښایی تر څو له لوړ علمي او فکري لید لور څخه برخمن وی. داسې چې هیڅ سوال هم په هغه موضوع کې چې یې لیکي بې ځوابه پرې نږدی. د موضوع پراخ والی مهم نه دی، بلکې د موضوع ژور والی او کره توب ډیره د پام وړ دی. ښاغلی ستانکزی صاحب په خپل اثر کې په ډیره ښه توګه دغه چاره ترسره کړی او د ژباړې موضوع یې په ډیره ښه او علمي توګه په ډیره لنډه خو له مفهوم څخه ډکه بڼه لیکلی او راټوله کړې ده.
2. نوښت او خلاقیت:
نوښت او ابتکار د یوه ښه لیکوال له مهمو ځانګړونو څخه شمیرل کیږي. له نورو څخه تقلید که څومره هم ښایسته وی بیا هم تقلید دی. تقلید په انسان کې د ابتکار او نوښت قوه کمزوری کوی او له مینځه یې وړی. د ژباړې د فن لیکوال په دې برخه کې له پوره نوښت څخه کار اخیستی او د ژباړې په هکله یې یو ډیره نوی، د اوسنی عصر له غوښتنو سره برابره، هر اړخیزه او د ژباړې په برخه کې د نویو اړتیاوو په پام کې نیولو سره څیړنه ترسره کړی ده.
3. دقت او موشګافی:
ښه لیکوال پوهیږی چې کومو ټکو ته باید په لیکنه کې ګوته ونیول شي او کوم ټکي مخاطب ته څرګند او روښانه کړل شي. ستانکزی صاحب په خپله لیکنه کې له پوره غور څخه کار اخیستی او د کتاب په لړ کې یې ژباړې ته اړوند اړین موضوعات راټول کړي او د یوه تحلیلي څیړنې په ترڅ کې یې کره او باورې اسناد وړاندې کړي دي.
4. د تخیل ځواک:
کله چې د لیکوال لیکنه د تخیل په ګاڼه سمبال وي، نو په دیرو مواردو کې ډیر ستونزمن مفاهیم هم کیدای شي د ډیرو ساده او آسانه الفاظو په قالب کې راونغښتل شي او مخاطب ته وړاندې کړل شي. ستانکزی صاحب د کتاب په ترڅ کې ډیر ستونزمن متنونه هم په ډیره ساده او روانه ژبه راوړي او په ټولییز ډول د کتاب ژبه ډیره روانه، ساده او ستونزمن مفاهیم په ساده ژبه راوړل شوي دي. چې دا په خپل وار د لیکوال د تخیل د لوړ ځواک ښوودنه کوی.
5. په موضوع باندې برلاسی:
کله چې لیکوال په موضوع باندې په بشپړه توګه برلاسی وی، په ښه توګه کولی شي موضوع نورو ته ورولیږدوی او که چیرې لیکوال په موضوع باندې پوره برلاسی ونه لری، نو کیدای شي ناسم معلومات مخاطب ته ورولیږدول شي او لیکوال هم له تیروتنې سره مخ شي.(۵).
چې له نیکه مرغه ستانکزی صاحب لومړۍ موضوع د یوه کتابتون په کچه څیړنه کې په بشپړه او ژوره توګه مطالعه کړي، پر موضوع باندې یې خپل بشپړ لاس بری تر لاسه کړی او وروسته یې د موضوع په اړوند اړین معلومات راټول کړي دي.
6. فکری تمرکز:
کله چې لیکوال له فکری تمرکز څخه برخمن وی په لیکنه کې له بې ځایه اضافی او ناضروری لیکنې څخه مخنیوی کیږي.
لیکوال که څه هم ژباړه له دوبله سره پرتله کړي، د ژباړې ډولونه یې په ګوته کړي دي، د ژباړې اړتیا ته هم تم شوی دی خو له دې سره سره له موضوع څخه بهر شوی نه دی او د موضوع محور بیا هم هماغه ژباړه ده او د ژباړې فن.
7. د لیکنې د مخاطب پیژندل:
لیکوال ته باید په ډاګه وی چې د لیکنې مخاطب یې ځوک دی. آیا دا لیکنه د عمومی وګړو له پاره لیکي او یا هم دا یوه مسلکي لیکنه ده.
د ژباړې د فن لیکوال دا اثر په داسې توګه لیکلی دی، چې نه یواځې مسلکې کسان ورځینې پوره ګټه پورته کولی شی، بلکې نور هغه کسان چې غواړي د ژباړې په هکله اړین معلومات تر لاسه کړي، جامع معلومات وړاندې او برابرولی شي.
8. ښه لیکوال ته ښایی تر څو د ټولنې واقعیتونه څرګند کړی او هغه څه ولیکي چې حقیقت ولری. ښه لیکوال د نظر وسعت لری او هیڅ کله یوه موضوع یواځې له خپل نظره نه څیړې. بلکې یوه موضوع له بیلابیلو لورو څخه څیړې او یواځې خپل شخصی نظر په نورو نه تپی.
ستانکزی صاحب د ټولنې اړتیا ته په کتو سره چې د ژباړې د فن په هکله کوم ځآنکړی اثر نشته او که وي هم نو په دې پراخ توب او شتمن توب به نه وي، نو ځکه یې د دغه شان یو علمي اثر لیکولو ته مټې رانغښتې او ټولنې ته یې وړاندې کړی دی.

9. د لیکوالۍ په لارو چارو او د لیکنې په دود باندې پوهیدل:
ښه لیکوال ته لازمه ده تر څو په هره ژبه باندې چې لیکنه کوی پوره برلاسی وی او د هغې په املایي او انشایي قواعدو باندې پوه شي. د توان تر بریده دې کوښښ وکړی تر څو د ناپیژندل شویو ویوکو له بې ځایه استعمال او د پردیو ژبو له ویوکو څخه په خپله لیکنه کې کار وانه خلی تر څو لوستوږنکې له ستونزو سره مخ نه کړی. که چیرې د لومړی ځل له پاره په خپله لیکنه کې داسې یوه کلمه یا ویوکې استعمالوی چې معنی یې لوستوونکې ته نوی او یا ستونزمنه وی، نو د هغې معنی او یا معادله کلمه دې په لیندۍ کې ورسره ولیکي.
ستانکزی صاحب د پښتو ډیر ښایسته کلمې په خپله لیکنه کې راوړي او د اثر لیکلې غونډلې یې په داسې ماهرانه توګه سره یوځای او اوبدلې دي چې په پښتو ژبه باندې د لیکوال پوره برلاسۍ او حاکمیت راپه ګوته کوی. کومې کلمې چې کیدای شی لوستوونکې ته نوی وي نو په لیندۍ کې یې مانا وسره یو ځای لیکلی ده.
د ژباړې فن په ډیره روانه او خوږه پښتو باندې لیکل شوی او لیکوال زیار ایستلی دی تر څو د عملي بیلګو په وړاندې کولو سره موضوعات نور هم په زړه پورې او مدلل کاندی. په لیکنه کې د نورو لیکوالو او څیړونکو له آثارو څخه پوره ګټه اخیستل شوی، خو په اثر کې که څه هم اخځلیکونه په ګوته شوي دي، خو د کتاب په منځ پانګه کې له اخځلیکونو څخه نقل قول کیدو ته ګوته نیول شوی نه ده او په روښانه توګه او ځای په ځای د کتاب د متن اخځلیک په ګوته شوی نه دی.
دا نیمګړتیا کیدای شی له دې څخه وی، چې ستانکزی صاحب یواځې یو علمي اثر لیکلی او د علمي څیړنیزو آثارو د لیکلو په برخه کې خپله لومړنی تجربه آزمویی، چې کیدای شی په راتلونکې کې هغه اصلاح او خوږې پښتو ژبې ته له دې څخه هم نور ارزښتمن آثار وړاندې کړي.
زه برسیره پر دې چې ګران ورور رفیع الله ستانکزی ته د دغه شان آثارو د لیکلو په لاره کې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله کوم، د دغه ارزښتمن اثر بیا چاپ هم ډیر ګټور او ارزښتمن بولم.
په مینه
محمد حامد حلیمی
کابل – 08.05.1387
اخځلیکونه :
1. سید رضا زاهد، آیین نګارش و نویسندګی، انتشارات دارالعلم ایران قم، ۱۳۷۳ لمریز کال ، 13 مخ .
2. پښتو - دری لنډ قاموس، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز.
3. د پښتو ادبیاتو تاریخ، ص 43 مخ.
4. د پښتو ادبیاتو تاریخ، علامه عبدالحی حبیبی 27مخ.
5. محمود جعفری، رهنمایی نویسندګی، بنګاه انتشارات میوند. کابل 1385 لمریز کال 70.71 مخونه.