د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دژباړې فن

خوشال روهي 06.08.2008 01:12

که تاريخ ته وکتل شي نو مهاجرتونو ،لويو سوبو او ورسره ژباړو د مدنيتونو په وده کې ډېر لوی لاس لرلی او دليل يې هم له دې لارو د مدنيتونو تر منځ د تجربو ، افکارو او پوهنو راکړه ورکړه ده . د نړۍ ډېر لوی مدنيتونه د مهاجرتونو يا لويو سوبو په پايله کې رامنځته شوي . له جبل الطارق څخه تر اندونيزيا پور ې د مسلمانانو دسوبو په پايله کې د عباسيانو د لوی اسلامي مدنيت زېږېدل او يا د امريکې د لويې وچې موندل او تر پراخو مهاجرتونو وروسته هلته د يوپرمختللي مدنيت پنځېدل د غوره بېلګو په توګه وړاندې کولای شو . د مهاجرتونواو سوبو تر څنګ ژباړې هم د مدنيتونو ، پوهنو او ژبو په وده کې ډېره ونډه درلودلې ده او په واقعيت کې همدې مهاجرتونو او سوبو د ژباړو لپاره لار اواره کړې ده .

ژباړه ډېر زوړ تاريخ لري او تر څلور زرو کلوپورې يې څرک موندلای شو . په پيل کې به زياتره ديني متنونه او اداري احکام ژباړل کېدل ، خو وروسته ژباړونکو فلسفې ، طب ، نجوم ، رياضي او نوروپوهنو ته هم مخه کړه . زردشتيانو عقيده درلوده ، چې ټولو پوهنو له اهورامزدا يا د پوهې له خدای څخه منشأ اخېستې ، د دوی په اند کله چې يوناني سکندر آريانادړې وړې کړه نو دغه پوهنې په ټوله نړۍ کې خورې شوې . وروستيو زردشتي امپراتورانو خپل ديني مسووليت ګاڼه ، چې له لاسه وتلې پوهنې بېرته راټولې کړي او خپلې ژبې ته يې وژباړي . د ساساني مدنيت په وده کې همدغو ژباړو ځانګړی ځای درلود

د عباسيانو د واکمنۍ په پېر کې هم ډېر يوناني ، رومي ، هندي او چيني آثار عربي ژبې ته وژباړل شول او د اسلامي مدنيت په وده کې ډېره ګټه ترې واخېستل شوه . يوه مشهوره بېلګه دا ده ، چې کله د عربانو پښه هندوستان ته ورسېده ، نو هلته يې ( صفر) بياموند اود صفر په ورزياتولو سره په شمېر پوهنه کې لوی پرمختګ رامنځته شو . وروسته اروپايانو له صفر سره يوځای د شمېرنې بشپړ سېسټم له عربو څخه اروپا ته يووړ .
د صليبي جګړو پر مهال ، چې کابو دوه سوه کاله يې دوام وموند اروپايان له پخوانيو يوناني آثارو سره د عربي ژبې له لارې بلد شول ، هغوی همدا آثار او ورسره ډېر نوي عربي آثار لاتين او بيااروپايي ژبو ته وژباړل ، چې د منځنيو پېړيو له خوب څخه د اروپا په ويښولو کې همدغه ژباړې يو مهم لامل ګڼلی شو

ژباړې د نړۍ د پرمختللېو ژبو لکه انګريزی ، فرانسوي او جرمني په پرمختګ کې ډېره ونډه لرلې ده ، او همدادليل دی ، چې نن په دغو ژبو کې د لاتين ډېر ويي ليدل کيږي .
که له اروپا څخه خپل ګاونډ ايران ته راشو ، د شلمې پېړۍ له پيل سره که په فارسي کې د ژباړې غورځنګ نه وای پيل شوی ، نو يوازې له کلاسيکو آثارو او دسعدي او فردوسي له شهکارونو سره دوی نه شول کولای د اوسمهالو پوهنو د افادې وړتيا پيدا کړي . نن ورځ ګورو ، چې د کال نوی اثر په فارسي کې ژباړل شوی وي او کله کله خو له اصلي تاليف سره ژباړه هم په يو وخت کې راوځي

عربان هم هڅه کوي بېرته د ژباړې غورځنګ راژوندی کړي . په مصر کې د ژباړې يوه ټولنه ، چې تر اوسه يې کابود زرو په شمېر آثار ژباړلي او چاپ کړي ، په پام کې لري تر 2011 پورې درې زره نوي آثار وژباړي . مانا دا چې ، که څه هم عربي په خپله يوه نړيواله ژبه ده ، بيا هم ژباړې ته د جدي اړتيا په سترګه ګوري

پښتو ژبه د درېيمې نړۍ د ډېرو نورو ژبو په څېر يوه وروسته پاتې ژبه ده او له بده مرغه بايد ووايو ، چې په ډېرو برخو کې لا اوس هم بکره پرته ده . ساينس او ټکنالوجي ، خو پرېږده حتی په ادبياتو کې هم ډېر څه نه لري . همدااوس د نړۍ ډېر مشهور ادبي شهکارونه لکه د تولستوی ، وېکتور هوګو او شکسپير آثار ، چې د نړۍ په اکثريت ژبو ژباړل شوي ، له بده مرغه په پښتو کې نه موندل کيږي . دادبي تيورۍ ، کره کتنې او د ادبياتو د يو شمېر نورو ژانرونو په برخه کې تر سره شوي کارونه په نشت حساب دي . خو تر ټولو زيات د ساينسي پوهنو برخه ډېره د اندېښنې وړ ده . همدااوس ، چې د انفارماتيک او جنېټيک انقلاب پېر دی ، پوهنې په ډېرې چټکۍ وده کوي او هره ورځ په لسګونو نوي اصطلاحات او حتی نوې پوهنيزې څانګې زېږي . له بده مرغه افغانستان د ساينس ، ټکنالوجۍ او يو زيات شمېر نورو پوهنو په برخه کې هغه سويې ته نه دی رسېدلی ، چې له اړتيا سره سم په تول پوره او کره تاليفات تر سره کړي . نورو ولسونو تر موږ دمخه ډېر کار کړی او موږ اړ نه يو او نه شو کولای دغه ټول پړاوونه له سره ووهو ، بلکې لومړی بايد د نورو تجربې خپلې کړو او بيا خپل څه پرې ورزيات کړو .
اوس د دې وخت راغلی ، چې د افغانستان د ټوليز پرمختګ ، د معاصرو پوهنو د دودولو او پښتو ژبې د ودې په موخه د ژباړې يو منظم غورځنګ پيل شي . وروستۍ غميزې که موږ ته په مادي او معنوي برخو کې ډېر زيانونه اړولي ، ورسره يې د مهاجرتونو له لارې ډېرافغانان له نورو مدنيتونو او بهرنيو ژبو سره هم آشنا کړې دي . افغانان اوس له بهرنۍ نړۍ سره پراخې اړيکې لري ، د هغوی له تجربو او لاسته راوړنو څخه په ښه شان خبرېدای شي اوکولای شي همدا تجربې له خپلو هېوادوالو سره په پښتو ژبه شريک کړي . که تر پرونه پورې ژباړه د مدنيتونو تر منځ د پوهاوي او د تجربو د لېږد رالېږد وسيله وه ، نو اوسمهال ، چې د نړيوالتوب د پېر په نامه ياديږي ، ژباړې ته د نړيوال کلي د کېلي په سترګه کتل کيږي

زما په اند که موږ ژباړې ته مخه نه کړو او پښتو ژبه په همدې اوسنيو ګامونو خپل يون ته پرېږدو ، زه وېرېږم چې يوه ورځ به اړيو پښتو ژبه يوازې د شعر او شاعرۍ لپاره وکاروو او د ساينس ، ټکنالوجۍ او نورو پوهنو لپاره انګريزي او يانوروبهرنيو ژبو ته مخه کړو

د ( دژباړې فن ) همدغه اثر ، چې ښاغلي رفيع الله ستانکزي ليکلی ، په دغه وخت کې د هغه خپرېدل په خپله دا خبره په ګوته کوي ، چې موږ بايد له يوې دقيقې ستراتېژۍ او د لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره د ژباړې يو پراخ غورځنګ پيل کړو .
ښاغلی ستانکزی په دقيقه توګه د ژباړې اهميت ته متوجه شوی او له همدې امله يې هڅه کړې لوستونکي د ژباړې ارزښت ته متوجه کړي ، هغوی ژباړو ته وهڅوي او د ژباړې سمې لارې چارې ورپه ګوته کړي

( دژباړې فن ) په اثر کې په موجزه توګه ، خو په ډېر ښه شان د ژباړې پر تاريخي شاليد ، ارزښت او اړتيا خبرې شوي . د دغه اثر لوستل د دې تر څنګ ، چې موږد ژباړې له تعريف او ډولونو سره آشنا کوي د ښې ژباړې اصول او معيارونه را په ګوته کوي ، پر لومړيتوبونو ټينګار کوي او هڅوي مو ، چې د ژباړې لپاره په انتخاب کې له ډېر دقت څخه کار واخلو . زما په اند د هغه چا لپاره چې غواړي د ژباړې له لارې خپلې ژبې ته خدمت وکړي ، د ( دژباړې فن اثر ) لوستل ډېر ګټور او ضرور دي .

زه قدرمن رفيع الله ستانکزي ته د دغه مهم او ګټور اثر د ليکلو له امله د زړه له کومې مبارکي وايم او هيله لرم ، چې په دغه مهمه برخه کې خپلې ليکنې او څېړنې نور هم پسې وغځوي .