د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مرهون که کندهارى شازلمى

عبدالقديم پتيال 03.08.2008 17:39
واکمن څښتن د استعدادونو او ذهنونو روڼونکى او تخليقوونکى دئ.په دې نړۍ کې په بېلابيلو مراحلو او زمانو کي داسى استعدادونه هست کړي او زهنونه روڼ کـــړي چي په ځلا سره يې ښايسته جلوه ګري پايلي رامځته سوي.
د لوی خالق د عطاوو او هديو په لــړ کي يو هم د ګــران محمود مرهون ذهن او استعداد دئ. دا تمه کېده چي ګران مرهون به کلونه کلونه وروسته څه ناڅه وغوړېږي او د ټولني په ويښتيا او روڼتيا کي به له خپلو نورو همسفرو سره برخه واخلي خو د تمي خلاف ګــران مرهون په ډېرکم عمرکي د خپل استعداد ازموينه ورکړه او ټولني ته يې دا په زبات ورسوله چي په جوال کي يې څونه اوړه پراته دي.
ښاغلى مرهون د کندهار په منورو ځوانانو کي يوه ځلانده او څرګنده څېره ګڼل کېږي په ډېر کم عمر کي يې هغه کارونه کړي، چي ډېر نور يې په پنځوس کلنۍ کي د کولو تر عهده نه سي وتلای. زلمي مرهون د خبرو ځوان دئ، د ژباړلــو زلمى دئ او د اوريدلو نامي دئ.په کندهار کي ګران مرهون د خپلو منـورينو زلميانو په منځ کي بلا شهرت لري تل مجلسونه او بانډارونه په تاوده وي، خپروني يې په ژباړو او ليکونو ګرمي وي او دريځونه يې په ويناوو ښکلي وي.
ښاغلي مرهون تر دې ګړيه ډېري ژباړي کړي، له اردو، ترکي، انګليسي او فارسي ژبو څخه يې ډير شعرونه په ښه انداز ســـره پښتو ژبي ته را ترجمه کړي، ډيري لنډي کيسي يې پر خوارکــــۍ پښتو لورولـــي دي او ډيرڅه يې د مفلسي پښتو انګړ ته راوړي دي.
ګران مرهون په ډېر کم عمر کــي د لويانو کارونه کړي او د دې کارونو نتايج يې خپلو ځــوانانو او ټولني ته وړاندي کړي دي.
اوس اوس د دوی ځيني ژباړي د لوستونکو توجه په ښه توګه ځانته جلبوي او څــوک ويلاي سي چي ګران مرهون به ډېره ښه او څــــــرګنده راتلونکې و لري.
خدای  دي يې همدغسي بريالى لري !
امين ثم امين
د مرهون نوي ژباړل سوي اثار:
انځور
تورکالي لوچکان
د ويني رنګ
سپين کالي
فاحشه
بايلونکى به څوک وي؟
سپيڅلي قسم
او نور