د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رنځورو هيلو ته يوه ځغلنده کتنه

ایمل پسرلی 18.07.2008 14:21

د لندن په دې بوخت او ستړي ژوند کې چی څوک بانډار ته سره کښيني ، په دې هم خبر وي چې د رباب تارونه تړنګيدونکي دي ، سبا يې د کار يوه بله ستړې کوونکې ورځ هم په مخ کې ده او يا زما غوندې چې همدا اوس بايد په کار کې واى نو که رښتيا راباندې واياست په داسې شرايطو کې پر لنډو کيسو څه ويل نه له ليکوال سره انصاف دی ، نه له تاسو سره او نه هم له ځان سره . په همدې دليل واردمخه له ښاغلي ليکوال ، ګران دوست او د رنځورو هيلو له پنځوونکي وکيل سوله مل شينواري څخه بخښنه غواړم چې د دوی د نوې ټولګې ټولو اړخونو ته نه شم تميدلی . همدې لنډ تنګ وخت ته په پام سره يوه ځغلنده کتنه کوم ، د دې کيسو تيم
Theme
يا پيغام ګورم ، داستاني منطق يې يادوم او داستاني نثر به يې زما د خبرو وروستۍ برخه وي .

رنځورې هيلې لکه د ټولګې په دوتنه چې راغلي د افغاني ښځو د ژوند تت انځور دی . په دې کيسو کې قربانيانې ښځې دي ، سړي تورن او ځپوونکي .

رنځورې هيلې دوه لوی تيمونه يا پيغامونه لري . اول يې د پښتو په دې متل کې سم ځاييږي : چې څه کرې هغه به ريبې . د (( تورې )) په نامه کيسه کې ليکوال د يو احساساتي ځوان نکل کوي . اوريدلي يې دي چې خور يې له يو چا سره د ليکوال په وينا ګواکې توره شوې ده . ځوان پيغور اوريدلی دی . کور ته له ډک زړۀ او ډک ټوپک سره راځي ، خپله خور بې پوښتنې ګروېږنې وژني خو چی په تورن شوي هلک پسې ځي خپل ورور ويني چې له يوی بلې ښځې سره په بې پتۍ اخته دی .
په ، پردي پېټي ، کيسه کې بيا يوۀ سړي د چا ميرمن ته لاس اچولی ، جرګې همدا چم قرباني شوي کس ته ښوولی او هغه هم په رڼا ورځ د دۀ له ميرمنې کټ مټ غچ اخيستی دی . دا دواړه کيسې همدا پيام لري چی څه کرې هغه به ريبې . خو ښاغلي ليکوال دلته کر د سړي په لاس کړی او ريبل يې د هغوی په ميرمنو کړي دي . دا کار په لوی لاس شوی . ښايي تر ډيره بريالی هم واېسي . چی څه کرې هغه به ريبې پيغام زموږ په داستاني اثارو کې نوی نه دی . سولېدلی ، کاريدلی او زوړ شوی دی . خو ښاغلي شينواري تر ډيره ښه کارولی . ګومان کوم همدې کيسو ته به په همدې بڼه همدا غوره لار وه .

د رنځورو هيلو دويم پيغام يا تيم د انګريزي ژبې په يوۀ لغت کې ښه ځاييږي . هيپاکرسي ،
Hypocrisy
يا ځان ته يو څه غواړم بل ته بل څه . نا اشنا سندر غاړې هغه نجلۍ ده چې ګواکې خوږ غږ لري . د کلي په يوۀ وادۀ کې بدلې وايي . غږ يې د زلمو په زړونو لوبې کوي . پاريدلي ، مين شوي او بې صبره زلمي د دې د حسن د يوۀ څرک په هيله ملګری ليږي . دوی ټول په دې باور دي چې دغه زرکه د بل کلي او د بل چا پيغله ده . خو دا د همدغو زلمو له ډلې د چا خور ده . چی ورور خبريږي ، مينې ته پاريدلی زړۀ يې په قهر و غصې ايشي او غواړي پښې يې ور ماتې کړي .
عصري ښځه بيا د طالبانو خبره د شر و فساد د زمانې نکل دی . نوی ږيرور ريس په سينګار پسوللې ماموره په کفر نيسي چې ښکلا يې پارونکې ده . دغه کفر هاله روا شوی چې زرلښته د دۀ د دريمې ميرمنې په توګه ژوند ته غاړه ږدي .
وېريدلې نانځکه د هغه اروپا مېشت افغان انځور کاږي چې د يوې لويديځوالې په غيږ تود شوی زړۀ سړوي خو د خپلې ليرې ناستې ميرمنې د کړي يا نا کړي عمل لپاره مرګونې سزا وياړ بولي .
د لور کيسه له پيړيو راهيسې اورو. ښځه ميندواره ده ، سړي د هلک په اميد دي خو چې غږ د نجلۍ کيږي نو غويو ته تيرې شوې چاړې نه کاريږي، ډول او اتڼ ته چمتو کسان پر ځای کښيني.
پارونکې ګولۍ په سپينه ږيره د دريم وادۀ خاوند را پېژني . هغه چې د نوې ناوې ميندواري ځانته د دوزخ له اوره امان ګڼي .
په رنځورو هيلو کې د هيپاکرسي وروستۍ بېلګه په نارينه قاضيانو کې وينو . د دې کيسې اتلان هم اروپا مېشتي افغانان دي . خپله د هرې لويديځوالې نجلۍ غيږ غواړي . خو چې يوې افغانې بيا د پردي زړۀ ته لار کړې ، اور پرې بل شوی . پر دغه اور هالۀ اوبه توې شوي چې دغه پردي دوی ته په يوۀ فلم کې د کار بلنه ورکړې ده .
د ځانته يو څه بل ته بل څه غوښتلو تيم هغه وخت ډير پياوړی ښکاري چې لوستونکي ته دغه پيغام لکه د هندي فلمونو ډير روښانه نه وي . په رنځورو هيلو کې ځينې ځايونه داسې راښکاري چې خبره سپينه مامدينه شوې ده .
ځينې ليکوال د خپل لوستونکي د قانع کولو په هيله سپينه خبره کوي . دوی غواړي هره خبره يې بايد منطقي وي ، دليل ولري او لوستونکي ته پوښتنه پيدا نه کړي . دا چې دغه کار څومره پر ځای يا بې ځايه دی ، له نننۍ موضوع سره مې سر نه خوري . خو د خپلو خبرو دويمې برخې ته مې بيايي چې د رنځورو هيلو داستاني منطق دى .
د داسې کيسو داستاني منطق ساتل شايد ګران وي چې لوستونکی يې وار دمخه د ليکوال له نيته خبر وي . د رنځورو هيلو په دوتنې لا لولو چې د افغاني ميرمنو تت انځور راکوي . پوهيږو چې مظلوم څوک دی . خو په همدې حالت کې چې هم ليکوال تر ډيره داستاني منطق ساتلی د دوی برياليتوب يې بللی شو . خو ځينې ځايونه ګومان کوم د دوی له هڅو سره هم دا کار ښه نه دی شوی .
د شنډې په کيسه کې بې اولاده ښځه خپل خاوند ته بله ميرمن غواړي . دا هيله له هغې ډاکټرې سره شريکوي چې د دې درملنه کوي . نکلچي راښيي چې همدا ډاکټره د خپلې ناروغې ميړۀ ته زړۀ ښه کوي . دا کار په رښتيني ژوند کې شونی دی . خو د داستان منطق راته وايي چې ګڼ دلايل بايد واورو ، بيلا بيلې پيښې مو بايد قانع کړي چې زموږ د ټولنې يوه ډاکټره داسې يوۀ سړي ته تن ورکوي چې هم بله ميرمن لري او هم يې له کرکټره ډيره نه ده خبره . داسې سړی چې ښځه يې لا د بې اولادۍ ستونزه د دې وړ بولي چی بن پرې راشي خپله به د کوم خيال او فکر خاوند وي ؟ ايا ډاکټره به يې وزغمي ؟
چاره چې د يوۀ کيڼ لاسي سياستوال انځور کاږي بيا داسې سړی په لوستونکو مني چې د يوې مامورې بې پتي کولی شي خو وادۀ ته يې د قناعت لپاره د درواغو لارې چارې پسې غواړي .
د جوارګر په کيسه کې دا منطق شته چې يو سړی دې په قمار کې خپله لور وبايلي . خو نکلچي په دې نه يم قانع کړی چې څرنګه همدا جوارګر يوه شېبه وروسته پر خپل ځان بد وايي .
د وادۀ په لومړۍ شپه نومې کيسه کې د زبون وهلې ناوې له خولې په درنګ شېبه کې داسې څه اوريدل چې د کلونو ميرمن يې ښايي خپل خاوند ته ونه کړي شايد د تامل وړ وي .
په شرعي درواغو کې د شر و فساد د زمانې سياستوال ښايي د ريښتيني ژوند ريښتيانۍ څيره وي خو داستاني منطق له ليکواله نوره خواري غواړي چې خپل لوستونکی د هغه په اعمالو قانع کړي .

د ښاغلي شينواري داستاني نثر تر رنځورو هيلو د دوی په نورو ټولګو کې ډير داستاني راته ښکاره شوی و . دلته داسې راته اېسي چې ليکوال بيړه کړې ده . يو ځای لولو :
(( چنار ګل مخامخ سړي ته موسک شو او په موسکا يې ورته وويل . ))
کله چې څوک موسک شي طبعآ په ژړا خبره نه کوي . بل ځای يوۀ کس خپله لور په جوارۍ کې بايللې ، راوي وايي : (( چنارګل په دې خبره په بيړه د جوارۍ له پېنډې پاڅيد او خواشينی د کور په لور ولټېد . ))
لور پرېږدئ که جوارګر هسې هم جواري وبايلي بايد خواشينی وي.
يو بل ځای لولو : (( غمير په داسې حال کې چې له غوسې رپيدۀ په قهر ځواب ورکړ )) په داسې حال کې ډير ځايه نور هم په رنځورو هيلو کې وينو . دا تر ډيره ژورناليستيکه وينا ده . داستاني بڼه يې ښايي داسې غوره وي : غمير له غوسې رپيدۀ . په قهر يې ځواب ورکړ .
د پردي پېټي کيسه داسې پيليږي :
(( زرمينه چې ډک منګی يې پر سر يوازې له ګودره د کور پر لور روانه وه ، ناببره يې يو څو کسان مخې ته ودريدل . ))
دا جمله هم په غوږو داسې لګيږي لکه د ژورناليست نۀ د داستان ليکونکى چې يې راته وايي. ښايي داستاني بڼه به يې داسې غوره وای :
( زرمينې منګی له اوبو ډک کړ . له ګودره د کور په خوا يوازې رهي شوه . ناڅاپه يې څو کسان مخې ته ودريدل . )

له لويه سره د يوې موضوع پر بيلا بيلو اړخونو ګڼې کيسې ليکل اسانه کار نه دی . ستاينه او نيوکه هم پرې ځکه ګرانه ده چې که لږ کار پرې څوک کوي ټولې برخې او استدلالونه نه رانغاړي او که ډير څه کوي بوخت ژوند دې نه ورته پريږدي . د ښاغلي شينواري د نورو ټولګو د لوستلو په هيله ، رنځورې هيلې دې مبارک وي .