د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فضليار خو غزلبوله شاعري خوښيږي

سيد شاه سعود 18.07.2008 03:01

مخامخ راته د فضليار صاحب ( په سترګو كې خبرې ) نومې غزلټولګه پرته ده، او زه يې د فکر وزرونه لاندې الوت داسې احساسوم، لکه د بوډۍ په ټال چې د ماچين ښاپېرۍ جوټې وهي.

دا څو بيته به په خلکو کې ژوندي وي
فضليار به له يارانو څخه هېر شي

فضليار د غزل شاعر دی او زه يې تش په فکر څو خبرې کول غواړم، تر اوسه به د فضليار په ملګرو کې چا ضرور دا خبره کړي وي، چې دا انجنير شاعر هم دی، خو زه هم دغه خبره نن په دا ډول کوم چې دا شاعر انجنير هم دی. زما او د فضليار د ملګرو د خبرې معنا يوه ده، خو فرق پکې دادی چې هغوى يې د انجنيرۍ له خوا شاعرۍ ته ګوري او زه يې د شاعرۍ له خوا انجنيرۍ ته ګورم. له بده مرغه شاعري او انجنيري خلکو ته شرق او غرب ښکاري، خو زه په دې عقيده يمه چې د ساينس د هرې څانګې لوستونکى ژوند ته ډېر نزدې وي او په خورد بيني نظر او باريك خيال سره د عناصرو مشاهده او د ژوند ننداره کوي
يو انجنير د خپل وران وطن په درد تر نورو ډېر خوږيږي او دا خبره د فضليار د کتاب د څلورم غزل په وړومبي شعر کې راڅرګنديږي.

فضل د خداى دی د ټوپک پر ځاى ګلاب غواړي اوس
چا چې به کلي ورانول هغوى کتاب غواړي اوس

هم ددی غزل په دويم شعر کې وايي:

وايي زما مينه به خپل زړګي کې پټه ساتې
دا ساده ګله رانه لپه کې درياب غواړي اوس

او وړاندې د يو بل غزل مقطع ده چې:

ته بېوفا د فضليار له زړه چې لاړې نو څه
هغه ده هلته په هماغه ځای اوس بله اوسي

دغه درې واړه شعرونه د يو بدلون اعلان کوي، چې په وړومبي شعر کې يې ارمان دويم شعر کې يې علامت او درېيم شعر کې يې زېرې دی.
د دې کتاب هر شعر د فضليار د فکري سفر وړومبی قدم ښکاري، د تخليقي شيبو په رواني قافله کې يې د حماسي اوښانو سره د حسن ښاپېرۍ هم روانې دي او مينې يې د قطب ستوري ته مهار په لاس کې ورکړای دی خو کله کله يې د فکر په اسمان تورې ورېځې خورې شي او زما غوندې نا بلده لوستونکي نه پکې لاره غلطه شي.

انجنيري غوندې خو وخت د فضليار نه نيسي
غزل ليکل خو د يوې شيبې خبره ده يار

د فضليار غوندې بل انجنير چې د شاعرۍ په تاريخ کې لرو نو هغه غني خان دی، غني خان د نظم شاعر دی، نظم يې پښتون کړاى او تر هغه ځايه يې رسولاى دی چې بل څوک ورپسې نشي رسېدلاى.
فضليار غزل خوښوي او په يو شعر کې وايي چې:

نظم چټيات ګڼي ازاد شعر ته اور اچوي
د فضليار خو غزلبوله شاعري خوښيږي

وايي چې څوک په قوالۍ پوهېږي، هغه موسيقۍ کې پر هر څه پوهيږي، هم دغه راز چې څوک په غزل پوهېږي، هغه شاعرۍ کې پر هر څه پوهېږي. خو قوالي او غزل دواړه ډېر نازک اصناف دي، د غزل سينه ډېره پراخه ده، هر رنګه خبره پکې کولاى شي خو د فکر او خيال نزاکت سره سره د اصطلاحاتو داسې چاڼ غواړي چې يو ټکی هم غېر شاعرانه راشي نو ټول غزل سر وخوري.
په دی مې فضليار ډېر خوښ دی چې هغه ځان ته غزل يار وايي او غزل بوله شاعري يې كړې ده، خو په دې خبره ورسره اتفاق نه کوم چې نظم چټيات ګڼي او ازاد شعر اور ته اچوي.

په آخر کې ورته دعا کوم چې تر کومه غني خان نظم رسولاى دی، الله دې وکړي چې تر هغې زيات فضليار غزل ورسوي.

آمين