د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زما روحاني نه د دوی

أصف بهاند 16.07.2008 01:51
خبرونه ،  ژور نا ليزم ، ښه او بد ، نه ټول ښه ، نه ټول بد ، ځکه ژور نا ليزم ، ژور نا ليزم دي ، خبر ، خبر دی ، که د چا په خوښه وی که نه وي .
شپا ړلس کلن مها جرت کې مې خواږه دی حرام وي خو ډ ير ترخه، ساړه او تاوده مې و أ زميل ، ډير ځل مې د مرګ ، ډير ځل مې د مها جرت او ډير ځل مې .......... خبرونه واوريدل او ولوستل .
د استاد روهی خبر مې په ما سکو کې دومره حيران کړم ، چې په هغې شيبه کې مې مطبو عاتو ته څه نه شو ويلای ، څو ورځې ورسته د روزګار له مجبورتيا له مخې مې چې غم يو څه سپک شو ، د (( نا لوستې پاڼه )) تر سر ليک ﻻندی مې يو څه د استاد پر مرګ او ژوند وليکل ، خو د صمد روحانی د مرګ خبر بيا هم مها جرت او بيا هم پردې چاپريال خو أشنا غم .
د 2008 کال د جون 8 نيټه وه . ماته يو نظامی دوست کورته راغلی وه ده هم هر کله د خبرونو او ژور ناليزم لړۍ څارله . زما دوست هر کله چې راشي زما په څنک کې د کمپيوتر تر مخې کينی او په ګډه اخبار لولو ښځګلې لږ لری د زړه خواله کوی او کله کله وايې چې : ستاسې پر خبرونو دی اور بل شي چې نه خلا صيږي . ډوډۍ راغله ښه په مزه مو وخوړله . ورسته د ډوډۍ زما او زما د دوست خبری بيا هم پر ژورناليزم را پيل شوی . ده وپوښتل ژور ناليزم يعنی څه ؟   دوی څه کوي ؟  غلتی کوی او سياست کوی او کله کله درواغ هم وايې او ....... 
بيا يې د خپلو پوښتنو لړۍ اوږده کړه ويې پو ښتل . څنکه کيدای شی چې سړی هره شيبه له يو خبر نه خبر شي ؟
ما ورته و ويل ګوره :  جنرال صا حب ! ژور ناليزم عجيب مسلک دی ده و ويل څنګه ؟ ما وويل : ګوره //   ژور ناليزم دنيا کې هره شيبه د نوی خبر امکانات شته . که د چا په خوښه وی او که نه وي . ژورناليزم په نړی کې د سترګو په رپ کې نوی اخبار راځې او د هر څه د پښيدو امکان شته . ده وويل پوه نشوم څنګه ؟ ما وويل ګوره تقريبا 45 دقيقی مخکې کمپيوتر ځان غلی کړی دی اوس يې وتخنوه ،وبه ګورو چی څه راته وايې . مخکې تر دې ما تصادفا ورته ويلی وه چې کيدای شيی کومه زلزله شوی وی او يا کومه وژنه شوی وي . کمپيوتر مې ولګاوه ، په لومړی مخ کې مې يوې ښکلی او معصومی څيرې باندی سترګې ولګيدې . په بيړه مې سر ليک ولوست . ليکلې وو : عاجل خبر : عبدالصمد روحانی په شهادت ورسيد . بل خبر مې ولوست : په يونان کې زلزله شوي وه او .....
زه يو څه ﻻس پښی شوم .زما دوست وپوښتل ولی ؟ ما وويل هسی . خو به بل خوا مې چې مخ واړوه ، ميرمن مې وپوښتل : أصفه ولې ؟
يو څوک مو د ﻻسه ووت .
زما يواځی د صالح محمد صا لح سره دهغه د ليک دﻻرې سترګې خوږې شوی وي ، خو د نورو ځوانانو ، تاندو څانګو د غوړيدلو هيله مې پر زړه غوټه وه ... خو روحانی ؟  زما دوست وپوښتل څوک دي ؟ ما وويل ښايې کوم .... خو په بل لورې مې ميرمنې زما دسترګو مرغلرې شميرلې بيا زما دوست وپوښتل پيژنیي يې ؟ ما وويل هو او نه ده وويل څنګه ؟ ما وويل دی ډير زلمی وه ، زه يې يوازی دراديو او انترنت له ﻻرې پيژنم . ما چې په لمړی ځل د روحانی    دراديو څخه واوريده خپلې ميرمنی ته مې وويل : دا سړی نه غواړی چیBBC  ژوندی پاتی شي .ورسته مې دده څو ګزارشونه او خبری رپوټونه ته په پام سره بيا هم خپلی ميرمنی ته وويل : افسوس چې دی ضا يع شي . د روحانې د مرګ د خبر په اورېدو مې داسی و ژړل چې څو ساعته مې چا سره خبری هم نه شوی کوﻻی .
د دې ورځېپه سبا چې له کاره راغلم په بيړه مې کمپيوتر ولګاوه او مخامخ د روحانی د مرګ ژوند او خاورته سپارولو صفحی ته ﻻړم . په پټه او براﻻمې و ژړل . زما په کوټه کې بچيان نه وه څو شيبی ورسته مې ميرمن راغله ،زما د ژړا دليل يې و غوښت ما ورته وويل : نور مې طا قت نه درلود . له کوره ووتم غوښتل مې د لويو اوبو څنډې ته ﻻړ شم .سوچ مې وکړ چې د روحانې دروند غم به د لوې سيند د څپو سره شريک کړم ، خو د لوې سيند څپو راته وويل : دا د ستا سو کيسه ده ، ستاسو کيسه نه تما ميدونکې خوا شينې ده . دا زه نه شم زغملای او .....
بيا کور ته را روان شوم . په ﻻره کې يو دنمارکی دوست را راون وه . زه د روحانی په هديره کې ګر ځيدم او په لژند روحانی مې په غيږ کې وه ، ډنمارکی راته وويل : های ! ما نه شوای کوﻻی چی دده ځواب ورکړم .
انګازه راغله چی دا څومره بی احساسه خلک دي .ما سوچ وکړ او ومی وويل ، دا خو زما روحانی مړ دي.نه د دوی په پای کې به زه د خپل زړه غم د ګران ايمل پسرلی پدی جمله لږ سپک کړم .
په اوږدو بادامی سترګو کې مسک شو ، چی شونډې يې ور پرانستې ، دی وويل :
(( زه مچ نه شړم پر ما څوک څه کوي ؟ ))
ورته ټنيګ به شوم ، اوږې پښې به يې پر يوې بلې واړولې ، دښی ﻻس نرۍ ګوته به يېخولۍ ته ونيولی – لکه شر ميږي چې – څه به يې ونه ويل خو پوه به شوم چې خبره مې د روحانی زړه ته نه لو يږي ..