د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مڼه په تاريخ، انګېرنو، متلونو، لنډيو اوطب کې

عبدالودود پښتونځار 13.07.2008 12:38

دمڼې ونه دنړۍ په ډېروسيموكې پيداكيږي.يانې مڼه هغه مشهوره مېوه ده،چې دنړۍ په هرګوټ كې شته اودنړۍ ټول وګړي يې پېژني.
دمڼې ونه په سپرلي کې ګلان کوي چې ښايسته سپين اوګلابي رنګ لري او ورپسې پاڼې نيسي.دمڼې ونه په دوه ډوله رامنځته کيږي. يود تخم يا بزغلي او بل دپيوند له لارې. مڼه دګلاب د بوټو په کورنۍ پورې اړه لري د څلورو يا پنځو کلونو تر منځ مېوه نيسي. خود عصري کرنې په برکت، د مڼو داسې تخمونه هم شته،چې له دوو کلونو وروسته مېوه نيسي او کوچنۍ ونې لري. بايد وويل شي چې دغه ډول ونې تازه، تازه په افغانستان کې کېنول کيږي.
د مڼې ونه په هغو لوړو او سړوځايونو كې هم كېږي چې هلته زردالو، ګيلاس او دانګورو بوټي يخني وهي او حاصل نه وركوي. په لوړو اوسړو ځايونو كې ډېرى ونې يو كال مېوه نيسي او بل كال يې نه نيسي،خو د مڼې ونه هر كال مېوه کوي. ځكه نوموړې ونه داسې مهال ګل کوي چې ساړه تېر شوې وي او يا هم دتېرېدو په حال کې وي.
دمڼې ونه دخپلو هرو پنځوسوپاڼود انرژۍ په مرسته يوه مڼه جوړولاى شي.هره مڼه په منځ كې پنځه چوغالي (غوچوړي =carpals) لري،چې په هر چوغالي کې له دوو څخه نيولې تر درېيو پورې زړي(دانې) موجودې وي. دزړيو ډېرښت اوکمښت دمڼې دونې په صحت پورې اړه لري مانا دا چې څومره يوه ونه صحتمنده وي هغومره يې زړي ډېر وي.
دنوعيت له پلوه په ټوله نړۍ كې (۷۵۰۰) ډوله مڼې موجودې دي خوپه ورلډ بوک اف انسايکلوپيډيا کې وايي،چې په نړۍ کې لس زره ډوله مڼې شته دي.
په درسته نړۍ کې د رنګ له پلوه درې رنګه: ژېړې(سپينې)، شنې اوسرې اود خوند(ذايقې) له پلوه دوه: تروشې(تروې) اوخوږې مڼې شته دي.
د نړۍ د هر ګوټ مڼې دنورو مېوو، حيواناتو او بوټو په څېر
ځانته يو علمي نوم لري، خوهره سيمه بيا دخپلو مڼو لپاره ځانګړي سيمه ايز نومونه هم لري. په افغانستان کې تيرماهي، نازک بد نې، بېروتۍ،مارلنګ،جنتي، جورسې، شاهي،کندي، تورشکې،خرمڼې، خال مڼې، ترخکې، ناکي،قندي، بوڅۍ،کدوسېوې،کلچه سېوې، نرمکې،خوږکې او داسې نورې ډېرې مشهورې دي.
د افغانستان په زياترو سيمو کې دمڼونيالګي يا کوريه رواج لري،خو بيا هم په مرکزي او شمالي ولايتونو کې ډېر خلک د مڼو په کرونده بوخت وي. په مرکزي حوزه کې د کابل، ميدان او وردګود سيمو مڼې ښې مشهورې دي. همدغسې په غزني، لوګر،پروان، پکتيا(ګردېز) اونورو ولايتونو کې هم پرېمانه مڼې کيږي.
دميدان وردګ ولايت چک، ميدان،نرخ ، دايميرداد، جغتو جلرېزاو سيد اباد سيمې دمڼو ښکلي او لوى باغونه لري. خو دکابل دپغمان اودميدان وردګ دنرخ مڼې ځانګړى نوم لري.
له بده مرغه د(2001 ز) کال نه رادې پلو وچکالۍ دهېواد دځينو نورو سيمو په شان ميدان وردګ ولايت په تېره د نرخ ولسوالۍ ډېره ځپلې او ډېر باغونه يې له منځه وړي دي.
مڼه دتاريخ په بېلابېلو دورو کې انسانانو په بېلابېل ډول تعبير کړې. په مينه يې پاللې،دخوراک او درملنې لپاره يې ترې ګټه اخستې ده. په فوکلوري لحاظ يې فالونه پرې نيولي او پېغلو او ځوانانو يې دفالونو پربنسټ ځانو ته د ژوند لاروي ټاکلي دي.لرغونپوهان وايي، چې انسان له 6500 کلونو راهسې مڼه پېژني او خوري يې.
همدا راز دنړۍ دبېلا بېلو سيمو شاعرانو، ليکوالانو او نکلچيانو مڼه ستايلې او ښه يې ګڼلې ده.
د خپلې ليکنې په راتلونکيوليکو کې مې هڅه کړې،چې دمڼې پر بېلابېلو تاريخي، فوکلوري، روغتيائي او نورو اړخونو رڼا واچوم او دخپل وس پر اندازه مالومات مو حضور ته وړاندې وړاندې کړم.

مڼه په تاريخ... کې:
1. يونانيانواو روميانو مڼه په ټولو مېوو کې ډېره خوښوله.
2. دمڼې اصلي وطن دقزاقستان (الماتا) سيمه ګڼل کيږي.
3. په نړۍ كې په وار سره په چين ،متحده ايالاتو،تركيې، پولنډ او ايټاليې كې ډېرې مڼې کرل كيږي.
4. دمڼو لومړنى روزنتون (نرسري) دامريکا دمتحدو ايالاتو د نيويارك، په (فلشنګ) سيمه کې په (1730) ز كال كې پرانستل شوى.
5. د نړۍ ډېر پخوانى ډول مڼه (ابۍمڼه dady or api apple ) نوميږي، چې اوس هم کرل کيږي او ژوندۍ ده.
6. په غالب ګومان امريکا ته په ١٦٢٩ز کال کې د انګرېزانو لخوا دمڼې ونه او تخم وړل شويدى. په امريکا کې دمڼې په خپراوي کې يو سپين پوستي( جان چپمن ١٧٧٥(؟)-١٨٤٧ز) ډېرې هلې ځلې کړي.دۀ به هرځای ته د تګ پر مهال له ځان سره د مڼو زړي وړل اوخلک به يې هڅول چې مڼې وکري. له همدې کبله دى په امريکا کې د مڼو دخپراوي په تاريخ کې ښۀ نوم لري او امريکايان ورته (جاني اپل سيډ) يانې ( دمڼې زړى جاني) وايي. سړى،چې ددې امريکائي کارونو ته دمڼې د خپراوي په برخه کې ګوري نو په افغانستان کې دکرنې دپلار ښاغلي ډاکټرعبدالوکيل ځينې خدمتونه ورپه يادوي. ځکه ارواښاد ډاکتر صاحب هم خلک بڼوالۍ او د مڼو کرنې ته هڅولي دي. کېداى شي ، ښاغلي ډاکټر عبدالوکيل هم له (جاني اپل سيډ)څخه ددغه وړخدمت الهام اخستى وي.

دمڼې په اړه بېلا بېل مالومات:
1. دامريكا متحد ايالات په هرو څلورو مڼو کې يوه مڼه بهر ته لېږدوي.
2. دامريكاپه متحده ايالاتوكې (۲۵۰۰) ډوله مڼې کرل كيږي.خو ورلډبوک اف انسايکلوپيډيا(پوهنغوڼد)وايي، چې په متحده ايالاتو کې ٧٠٠٠ ډوله مڼې کيږي.
3. په متحده ايالاتوكې يواځې (۱۰۰) ډوله مڼې دسوداګرۍ په موخه پالل كيږي.
4. دامريکا په ٣٦ ولايتونوکې مڼې يواځې دسوداګرۍ لپاره پالل کيږي.
5. دامريكا دمتحده ايالاتوپه (۵١) واړو ولايتونو كې مڼې كيږي.
6. دامريکا دلومړني هېواد مشر (جورج واشنګټن) يوه مهمه مشغولا د ونو ساتنه او پالنه وه.
7. د امريکا دمتحده ايالاتو 61 سلمه مڼې تازه خوړل کيږي او له 39 سلمې څخه يې خوراکي توکي جوړيږي، چې په دې کې 21 سلمې نه (جوس اوسايډر) وېستل کيږي.
8. هر امريکائي وګړى دکال 19.6 پونډه يا په بله مانا 65 دانې تازه مڼې خوري.
9. هر اروپائي وګړى هر کال 46 پونډه مڼې خوري.
10. دمڼې او نورو مېوو دكرلواوپاللوپوهنې ته (Pomology) وايي.
11. په امريكاكې په منځنۍ توګه د مڼې يوه ونه شل كارتنه مڼې نيسي،چې هركارتن (۴۲) پونډه وزن لري.
12. دهرې مڼې دحجم (۲۵)مه سلمه له هوا څخه جوړه شوې نو له همدې کبله داوبوپر سر روانه وي.
13. دامريكاپه متحدو ايالاتوكې له مالټې څخه وروسته دوهم لوی اوباارزښته حاصل دمڼودى.

مڼه په انګېرنو...کې:
7. له ميلاد نه وړاندې اروپائي اساطيرو(کلټيک اساطيرو) کې مڼه د تل پاتې ژوند نخښه ګڼل شوېده.
8. دزردشتيانو(اورپرستانو) ترمنځ سره مڼه دروغتيا نخښه بلل کېده په پښتنو کې هم سره مڼه ښه بلل کيږي.
9. پخوانيو آريائي نکلونو کې مڼه د زېږندې او پيدايښت لپاره ښه ګڼل کېده. ډېرځله په نکلونو کې راغلي، چې دچا اولاد نه کيږي نو دملنګانويا دروېشانو لخواورته د مڼودخوړلو وړانديز کيږي،چې ګواکي د مڼې په خوړلو سره به يې اولاد پيدا او له شنډتوبه خلاصيږي. په پښتو نکلونو کې هم ورته کيسه ليدل کيږي.
10. په سکانډينياوي(Norse) اساطيرو کې وايي چې (آيډوانا Idunna) خدايګوټې به نورو خدايګوټو ته دتل پاتې ځوانۍ لپاره زرينې مڼې ورکولې او پاللې.
11. که څوک غواړي،چې پوه شي چې څو بچي به راوړي؟نوکله چې يې مڼه پرېکړه د مڼې دانې(زړي) دې وشمېري. په مڼه کې چې يې څو زړي وليدل نو هغومره بچي به يې کيږي.(اروپائي انګېرنه)
12. که يوه پېغله يا ځوان دچا مينه مالومول غواړي نوکله چې مڼه دوه ځايه کوي، په زړه کې دې د هغه کس نوم ونيسي.که چېرې مڼه په سمه توګه دوه ځايه شوه نو هغه کس ورسره ډېره مينه کوي.(اروپائي انګېرنه)
13. که خامه مڼه وخوړل شي،نودګېډې درد پيداکوي.( اروپائي او پښتو انګېرنه)
14. که کومه پېغله غواړي ځانته مالومه کړي چې کوم هلک ورسره ډېره مينه کوي؟ نوديوې مڼې زړي دې واخلي او هر يوۀ ته دې ديوۀ هلک نوم ورکړي او بيا دې پر تبۍ(stove) باندې کيږدي. نو هر يوۀ نومول شوي زړي چې ژر اور واخست نو هماغه کس ورسره ډېره مينه کوي او پرې ډېر مين دى.(اروپائي انګېرنه)
15. که چېرې دکرسمس يا نصاراوو د اختر پر مهال دمڼو پر ونې باندې ښه لمر ولګيږي نو راتلونکي کال کې به يې دمڼوښه فصلونه کيږي.(دنصاراووانګېرنه)
16. پخوانيو وختوکې مڼه د خدايګوټو(ديوتاګانو) خوراک ګڼل کېدۀ.
17. ډېرى نصارا له جنت څخه دحضرت ادم عليه السلام او بي بي هوا د راوېستلو سبب مڼه ګڼي.
18. په يوناني اساطيرو کې راځي، چې يو مهال ديوناني خدايګوټيو تر منځ پر(زرينې\\طلائي مڼې) شخړه راپورته شوې وه.

مڼه په لنډيو\\ټپوکې:
په ټوليز ډول په پښتو ټپو کې سره مڼه دښکلا نخښه ګڼل شوې او دښکليونجونواننګي له سرو مڼو سر تشبيه شويدي.د نجونو زنې هم مڼې بلل شوي او مينانويې تل دخوراک ارمان کړيدى.
کله نا کله په پښتو شعرونوکې ښکلې نجلۍ ته مڼه ويل شوې. په همدې توګه دسيمې له مخې په پښتو ټپوکې دکابل دمڼې ډېره ستاينه شوې او مڼې يې سرې اوخوږې بلل شويدي. کوښښ شوى د مڼې اړوندې ټپې ټولې دې ليکنه کې راونغاړم، خو بريالى شوى نه يم. په هر صورت چې څه مې پيداکړي دادى تاسو ته وړاندې کيږي.

بدن يې باغ زنه مڼه ده
نجلۍ وړه ده دخوراک بۀ کله شينه؟
×××××
نجلۍ په باغ کې سره مڼه شوه
نه ورختى شم نه يې باد راغورځوينه
×××××
بڼ له راځه زۀ مخ کې لاړم
ما سرې مڼې داننګو کرلې دينه
×××××
نجلۍ پۀ باغ کې سره مڼه شوه
نادان باغوان يې پۀ وربشوخرڅوينه
×××××
نجلۍ پۀ باغ کې سره مڼه شوه
دباغ مالياريې پۀ چينجنوغاښوخورينه
×××××
زنه مڼه مې دکابل ده
‎چې يارمې نۀ شته مړغونې يې ګڼمه
×××××
زماديارکوکۍ مڼې دي
رڼې رڼې دي دچالاس پۀ نۀ پرېږدمه
×××××
ما درته ويل کابل ته مه ځه
مڼې خوږې دي ما به هېره کړې مينه
×××××
مورې کوچيانو ته مې ورکړه
چې دکابل مڼې په خلاصه خولګۍ خورمه
×××××
ما د مڼې له رنګه جار کړې
چې ورته ګورمه ليلا رايادوینه
×××××
مڼه له پاسه اوبو راوړه
نصيب د چا ده ډوبه ډوبه ځي مينه

مڼه په پرديو متلونوکې:
مڼه په اروپائي متلونو کې دروغتيا لپاره ښۀ ګڼل شوې.
An apple a day, keeps the doctor away.
ژباړه: د ورځې يوه مڼه خوړل له ډاکټر سره واټن پيداکوي.( انګرېزي؟)
1. To eat an apple before going to bed, will make the doctor beg his bread.
ژباړه:خوب ته له تګ نه وړاندې يوه مڼه خوړل، ډاکټر دې ته اړباسي چې خير وغواړي.(انګرېزي؟)
2. One rotten (or bad) apple spoils the barrel.
ژباړه:يوه خوسا\\سخا مڼه ټوله ګونۍ خوساکوي. (انګرېزي؟)
3. بوډاګان\\زاړه د مڼې رنګ اوځلميان يې خوند ستايي. (يوناني متل(

مڼه په پښتو متلو نوکې:
له پښتو متلونوڅخه ښکاري، چې مڼې به پخوا دسوغات په ډول يوبل ته ورکول کېدې.داسې ايشي چې په ځينو سيموکې پښتنو مڼې پاللي او هان لکه د غلې دانې په شان يې دژوندانه دتېرولو وسيله پاته شوېده. په پښتو متلونو کې مڼه دروغتيا لپاره ښه بلل شوې او په ځانګړې توګه د زړه دناروغۍ لپاره. په لاندې متلونو کې ځينې متلونه د عصري طب په تول پوره خيږي او د پښتنو مشرانو د تجربې پوخوالى په ډاګه کوي.
دا يې يو څو پښتو متلونه:
1. كه شپه تياره ده خومڼې په شماردي.(پښتو متل) له دې متله داسې ښکاري چې کله په پښتنو کې داندازه ګيرۍ واحد(چارک،کيلو، نيمکيلو...) دود نه ول، نو پر هغۀ مهال به يې مڼې په شمېر پېرلې او پلورلې. همداشان دا متل په پشه ئي ژبه کې هم په ورته بڼه او مانا شته دى.
2. يوه مڼه چې پورته غورځوې،څو رالويږي بيا خداى!
3. که څوک ديوې مڼې په قدر پوه نشي نو دټول باغ په قدر هم نه پوهيږي.
4. مڼه زړه ته اوبه ورکوي.( طب ثابته کړېده)
5. مڼه زړه تازه کوي. ( طب ثابته کړېده)
6. مڼه په پردي لاس کې ښه ښکاري.
7. چې هره مېوه وخورې زړه ته سلام کوي خو چې مڼه وخورې زړه ورته سلام کوي.( طب ثابته کړېده چې مڼه د زړه د ناروغۍ لپاره ډېرښه درمل دي)
8. د بل په لاس کې مڼه سره ښکاري.
مڼه د روغتيا له پلوه:
• نوې څېړنې ښيي چې دمڼې له خوراك سره دسرطان (كينسر) دناروغۍ شونتياکمېدلاى شي.
• مڼه له بدن نه تودوخه وباسي او د بدن دتودوخې درجه ټيټوي.
• تروه (تروشه) مڼه دګرم مزاج لرونكيولپاره ګټوره وي او ددې پرخلاف دساړه مزاج لرونكي بايد خوږې مڼې وخوري.
• په پخوانيو وختونوكې مڼه دعصبي ناروغيود درملنې لپاره كارول كېده.
• مڼه دستوني او سينې د دردونو لپاره هم ګټه رسوي.
• مڼه كه وټکول شي،په يوۀ ټوکرکې وتړل شي اوپرسترګه كښېښودل شي نودسترګې درد غلى كوي.
• دمڼې خوراک دشکرې ناروغانوته هم ښه دى،ځكه مڼه دوينې شکر نه پورته كوي.
• مڼه د ټپونو د رغونې لپاره درمل دي.
• كله چې له مڼې اوبه ووېستل شي نوژر، ژر دې وڅښل شي ځكه په ځنډېدوسره ځينې ګټور انزايمونه له لاسه وركوي.
• مڼوبى (دمڼې اوبه) د انسان پوستكى ښكلى كوي كه چېرې هرګهيځ اوبيګا پر مخ،غاړې او د بدن پر نورو برخو مڼوبى وموښل (ومږل) شي نوپوستكى ورسره ښكلى کيږي.
• تروې (تروشې) مڼې كه پخې كړاى شي او وخوړل شي نو د (خوني اسهال) لپاره ګټورې دي.
• مڼه دزړه دناروغۍ لپاره درمل دي.
• مڼه دغاښونوپه ساتنه كې لوى لاس لري.
• مڼه دوينې فشار ټيټوي اودوينې غوړ كموي.
• د لندن د سان جورج روغتون ډاکټران دپنځو کالو له څېړنې وروسته پر دې پوهېدلي چې د هغو کسانو سږي چې هره اوونۍ پنځه دانې مڼې خوري،د هغو کسانو پرتله چې بيخي مڼه نه خوري يو سل او اته دېرش ميلي مټره لوى دي. د دوى په نظر په مڼه کې يو ډول ماده پيدا کيږي چې د هوا له ککړتيا څخه سږي ژغوي. ويل کيږي چې له مڼې پرته دغه ماده په پياز، چاى او ځينو نورو خوراکي توکيوکې هم موندل کيږي.
• اېشېدلې مڼې روماټيزم،نقرس اودهډوکو درد ته گټورې دي.
• هغه کسان چې مڼې خامې نشي خوړلاى ښه به وي چې له مربا او شربت څخه يې ګټه واخلي.
• دمڼې خوړل دپوستکي د ډېرو ناروغيو اوپه تېره (اګرزيما) ته ډېره ګټه لري.
• هغه کسان چې له چاغښت څخه ګيله لري، نو له پوټکي سره مڼې خوړل يې ډنګرولاى شي. همداشان مڼه دډېر مزيتوب (چاغښت) مخه نيسي.
• مڼه هاضمه راولي.
• مڼې دهډوکودبندونودردته ګټه رسوي.
• مڼه دانسان بدن روغ ساتي اوحجرې يې له سره فعالوي.
• مڼه دتيخور ماشوم نسناستى دروي، په ځانګړې توګه په دوبي کې.
• مڼه زړه ته شيمه ( طاقت) ورکوي، تنده ماتوي اوستړيا لرې کوي.
• مڼه پوښتورګي اومثانه په کار اچوي او له پوښتورګي څخه ډبره وباسي.
• مڼه بلغم خارجوي او ټوخى اراموي.

د مڼې ترکيب:
له پوټکي سره سل ګرامه دخوراک وړ مڼه کې
لاندې غذائي مواد شته وي.
گڼه دموادو نوم دموادو کچه\\مقدار
1. کاربو هايدريټ 13.81 ګرامه
2. - قندونه 10.39 ګرامه
3. - فايبر لرونکي خوراکي مواد Dietary fiber 2.4 ګرامه

4. غوړ 0.17 ګرامه
5. پروټين 0.26 ګرامه
6. ويټامين اې . 3 μg 0 سلمه
7. ويټامين بي يو 0.017 mg 1%
8. ويټامين بي دوه 0.026 mg 2%
9. ويټامين بي درې 0.091 mg 1%
10. ويټامين بي پنځه 0.061 mg 1%
11. ويټامين بي شپږ0.041 mg 3%
12. ويټامين بي نهه 3 μg 1%
13. ويټامين سي 4.6 mg 8%
14. کلشيم 6 mg 1%
15. اوسپنه 0.12 mg 1%
16. ميګنيزيم 5 mg 1%
17. فاسفورس 11 mg 2%
18. پوتاشيم 107 mg 2%
19. جست\\زينک0.04 mg 0%

څېړنې ښودلې،چې ډېر ويټامينونونه دمڼې په پوټكي اوياهم له پوټكي لاندې وي.پرهمدې بنسټ كه څوك دمڼې پوټكى هضمولاى شي نو ښه ده، چې ويې خوري اوكه نه نودمڼې پوټكى دې نرى واخلي، چې ويټامينونه يې له پوټكي سره ولاړ نشي.

اخځونه:
http://www.irteb.com/herbal/plantbank-apple.htm
http://www.iranmanic.com/nutrition/foodstaff
http://alkozay.blogspot.com
http://www.wranga.com/nuke/modules.php?name=News&file=article&sid=152
http://www.worbal.com/index.php?option=content&task=view&id=208&Itemid=26
http://www.gorbat.org/grobatma/1/wkil.html
http://pushtu.cri.cn/1/2005/09/24/1@24599.htm
http://www.tebyan.net/Index.aspx?pid=647
http://www.irteb.com/herbal/plantbank-Apple.htm#
http://www.iranmania.com/norooz/day0.asp
http://members.tripod.com/TarotCanada/AppleDivination.html
http://www.associatedcontent.com/article/410342/apple_superstitions_to_tell_your_future.html
http://www.remmick.org/Borodino.Bess.History/PageLindenTree.html
http://www.dietbites.com/Diet-Foods/apples.html
http://www.highbeam.com/doc/1O72-APPLEPEELdivination.html
http://www.bowmanappleproducts.com/applefacts.htm
http://www.urbanext.uiuc.edu/apples/facts.html
يوه يادګېرنه:
دا ليکنه د (اتمې مڼې ګل) په ټولګه کې هم راوړل شوې، خو لکه څرنګه چې زه خپلې ليکنې دوخت په تېرېدو سره سموم او د وروستۍ سمونې نېټه د ليکنې په پاى کې راوړم نو له دې ليکنې سره مې هم ورته چم کړىدى. ديادونې وړ ده، چې داتمې مڼې ګل د کتاب په پروف لوستنه کې ښاغلي نبي ساحل له ماسره ډېره مرسته کړېده او ما ورته ويلي وو، چې صيبه زه خو ډېر بوخت يم، نو چې پروف دې ولوست نېغ يې چاپ ته ورکړه او زما دسر په خبرو کې له ځان نه مننه هم وکړه. خو هغه دخپل پښتني عادت له مخې يواځې پروف لوستى او زما د غوښتنې برخلاف يې له ځان نه مننه نده کړې. زه دادى اوس له ښاغلي نبي ساحل نه ډېره مننه کوم، چې داتمې مڼې ګل پروف يې لوستى او چاپ ته يې چمتو کړيدى کور يې ودان او زوى يې لوى! Abdul_wadood68@yahoo.com
وروستۍ سمونې: 17/4/1387