زیـــرک
30.06.2008 19:46سراسره شنه جلګه وه. یو لویشت ځمکه هم وچه نه معلومیده. اوږده د سل هاوو جریبو ځمکه چی د لاله او رنګارنګ نور ګلانو سره پوښوول شوی وه. هرډول بویونه آما پاکه او سُتره هوا د دی دښتی ښکارندویه وه.
زیرک چی هره ورځ به یی خپل شپږ اوه پسونه مخکی کړی او مړیدو لپاره د شنی جلګی لور ته روان کړی وو، ډیر خوشحاله معلومیده. دده د خوښی سبب یو خو شنه کبله او رڼی اوبه د ده د پسونو لپاره وو او بل سبب یی د نوی ښوونځی د جوړیدو خبر وو چی دی یی خوشحاله کړی وو.
زیرک چی بعد له کلونو مکتب ته ته، د خپلو همزولو سره یو ځای ښوونځی ته تګ، درس ویل او لوبی کولو لپاره ډيره تلوسه درلوده او همیشه به یی له خپل پلار او خویندو ورونو سره د معلمینو او هم صنفیانو په باره کښی خبری اتری کولی.
***
زیرک چی هره ورځ به دا دښتی ته تلو، نن یی زړه وغوښت چی پسونه کور کی پریږدی او خپل کوچنی سپی سره هغی چینی ته لاړ شی چی د غره په بیخ کښی وه. که څه هم چی لاره ډیره اوږده وه آما د هغه تلوسه د چینی د لیدو لپاره هره ورځ زیاتیده او کوښښ یی کاوه چي وخت پیدا کړی او چینی ته لاړ شی.
د زیرک کوچنی پاپی ډوله سپی چی سپین او تور رنګ یی درلوده د دوو کالونو وو او زیرک له هغه سره دیره مینه درلوده. او هیڅ وخت یی له ځانه نه جدا کاوو. یو د ښوونځی وخت کی چی سپی به کور کی پاتی کیده نور به همیش له زیرک سره وو.
پدا ورځ کوچنی سپی چی ډیر یی هم خوښیده له هغه سره د غره لور ته روان شو. هغی خوا او دیخوا به یی منډی وهلی او لوبی به یی کولی. خو کله به چی زیرک پری په قاریده او هغه به یی ځان ته نږدی کیدو ته اړ ایست، نو په منډه به هغه ته نږدی شو. اما هر وخت خو به یی د هفه خبره نه منله.
څوک څه پوهیده شاید د خپل د خاوند پهره داری یی کوله او ها خوا دیخوا یی منډی وهلی چی هغه له خطرونو بچ کړی او یا هغه خبر وو چی پدا دښته کښی له کلونو راهیسی، په سل هاوو ماینونه هم ښخ شوی دي.
د کلونو په تیریدو په سل هاوو مظلوم او نا خبره مسلمانان پدی لاره د ماین له امله ژوند او یا د وجود اعضاوی له لاسه ورکړی وو.