د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو - انګليسي سيند

سپين سهار 29.06.2008 19:02

د کتاب نوم: پښتو- انګليسي قاموس
ليکونکې ډله: محمد هاشم رحيم د آ – ى پورې، څېړندوى محمد صديق روهي د آ- ى پورې، څېړنوال دوکتور عبدالحکيم هلالي د آ- ګ پورې، عتيق الله نيازى د آ- س پورې، سيد کمال باختري د آ- س پورې، څېړنوال دوکتور سيدالشاه پولاد د ت- ډ پورې، نفيسه محمود غوروال د م – ى پورې.
چاپ زيار: دوکتور عبدالحميد بهيج.
خپرندوى: دانش خپرندويه ټولنه.
لومړى چاپکال: ١٣٥٨ل
دويم چاپکال: ١٣٨٧ل/ ٢٠٠٨ز
مخونه: ٣٨٣
دغه پښتو- انګليسي قاموس له نن څخه نژدې ٢٩ کاله وړاندې د پورته يادې شوې ليکوالې ډلې له خوا  ليکل شوى او د افغانستان د علومو اکاډيمۍ له خوا د چاپ په پساله پسولل شوى.
ددې کتاب د دويم چاپ زيار تکړه سيند کښونکي دوکتور عبدالحميد بهيج کښلى، چې دده په وينا دې درانه کار ته يې د دانش خپرندويې ټولنې د مشر اسدالله دانش ساپي په سپارښتنه اوږه ورکړې.
دوکتور بهيج پخپلو خبرو کې ددغه اثر چاپ ته د چمتو کولو په اړه ليکي:
"د مېړانې په دې سيالۍ کې د ګز او ډګر کانه راوشوه. يو خوا د پاڼونو په شان دنګ دنګ او اسمانڅک ليکوالان او بل خوا پړانګ وزمه اسد جان...
که په دې سيند کې زياتونې وکړم، په نيمه ژوول شويو خوړو به مې ژامې ستړې کړې وي؛ ښه به دا وي، چې دا سيند پخپله آر بڼه له تېروتنو او چاپي ناسميو پاک او سوتره چاپ شي او له اوسمهالو آرونو سره سره يو نوى پښتو- انګليسي سيند وکښل شي..".
رښتيا هم ښاغلي بهيج ددې قاموس په سمونه کې پوره زيار ګاللى او تر کومه، چې ما وکوت تېروتنې يې هم بېخي له پخواني هغه د نشت برابرې دي.
په دې قاموس کې د خپرندويې ټولنې د يادښت پر ځاى د ښاغلي بهيج "زما کيسه"، بيا د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د انسټيټيوت د رئيس څېړنوال دوکتور سيدالشاه پولاد هماغه د ١٣٥٨ کال د وري د دوه ويشتمې سريزه، ورپسې د پښتو ژبې بشپړه فونيميکه الفبې او ددې برخې په پاى کې لنډون او توضېح راغلي او ورپسې له (آ) نه قاموس پيل شوى.
په دې قاموس کې د پښتو له هر ويي سره فونيميک تلفظ او د هر مخ په سر کې د هماغه مخ لومړى او وروستى ويى راغلى.
کتاب په منځنۍ کچه له کلکې پښتۍ سره په ښه کاغذ روښانه چاپ شوى، هيله ده د پښتو ژبې سيند مَېنان يې په چاپ خوښ او په لوستلو يې خپله لوستنۍ مينه خړوبه کړي.
د تر لاسه کېدو پتې:
پېښور: دانش کتابپلورنځى، ډهکي نعلبندي، قصه خوانۍ بازار پېښور.
ټليفون: ٢٥٦٤٥١٣ -٩١-٩٢ +
کابل: پخته فروشۍ کوڅه، سرچوک، دانش کتابخانه.
کندهار: افغان کتابپلورنځى، ارګ بازار، کندهار.
جلال آباد: ګودر کتابپلورنځى، اسحاقزى مارکيټ، ځمکتل.