د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوابدی ملګری

ميرويس 23.06.2008 00:16
د دې راز را ته ندی مالوم چې ولې ملګری تر خپل ورور هم خوږ، ګران او شرین وي د ملګرو تر منځ هره خبره برالا وي ، بې تکلیفه وي، په زړه پورې وي، له خندا او خوښيو ډکه وي؛ تشریفات پکې نه وي مننې او کور ودانۍ پکې نه وي ... زما ملګری هم را ته له خپل ځان نه هم ګران دی که لږ وخت یې هم و نه وینم نو خدای شته سخت مې فکر خراب وي دا نو زما ځانګړی ملګری دی په خبرو او ګپ کې نو دواړه تر کوڅه ډبو هم ور اوښتي و خو دی داسې ملګری نه دی چې ګواکې د چا د ژوند د لارو تیا ره شی یانې ګپ شپ ته کار و وایي او نور له کاره و باسي، ده زما په تحصیل او زده کړه کې ډېره لویه ونډه لرلې ډېر وخت داسې پېښ شوي چې زما له ګوتو يې قلم اخیستی، زما له لارسه یې کيبورډ ليرې کړی او په جادویی ګوتو یې زما کارونه تر سره کړي: (ځه ورک شه! سبک دې وویه بیه به دې زیړې سترګې نیولې وي او د استاد د پوښتنې ځواب به نشې ویلی).
موږ په یو پر بل دومره ښه لګېږو چې یوه ورځ خو یې په دفتر کې ماته د یوې جوړې شوې لانجې پر سر استعفی هم ورکړه خو دفتر ځکه و نه منله چې ډېر او د ورځو ورځو کارونه په یو ټس کې په ډېر ښه ډول ترسره کولی شي ځکه خو لا تر اوسه یو ځای د یوه دفتر روزي خورو. زه نه پوهېږم چې ولې مو اخلاص تر خپلو منځو دومره ډېر دی او ولې پکې یوازې اخلاص ، مینه او ښه نیت شتون لري.
څو ورځې مې همدغه ملګری یو هېواد ته سفر درولود مایې په دفتر کې نه شتون نه شو زغملای ځکه خو مې له دفتر څخه رخصت وکړ.
دی عجیبه سړی دی زه کله نا کله ورور هم ورته وایم له مانه کشر دی خو زه ورته مشر ورور ځکه وایم چې له مانه څو څو وارې کلان کار دی بس چې یوا رې په خندا شي خندایې نه درېږي، چې يو ځل سر په کار شي نو له کاره یې مخ نه اوړي، يو ځل که په ګپ راشي نو بیا د ګپ بېخ او بنیاد باسي ، خو له دې ټولو سره سره که يو ځل په غوسه شو نو بیا له خوروړي سپي هم ور اوړي چې تر منځ مو څو څو ځله غصه او قهر هم تر منځ راغلی خو په یو رپ کې بیا په خندا بدل شوی ...
دا ځل یې غوصه اوږده شوه هر څه مې وکړل خو نه یې تروه ټنډه سمه شوه او نه یې هم رویه اونه هم د زړه بدوالی سبب مالوم دی بس ګیله من، په قهر، تریو دی خو زه یې ښېګڼې هېڅ نشم هیرولی او نه پوهېږم څنګه یې پخلاکړم.