د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څڼیور لوټونه

ب.بهیر 20.06.2008 21:24

که غواړې څڼیور لوټونه پیدا کړې او په مؤسسه کې شامل شې نو:

لمړی دې خپله سي وي په انګریزۍ ولیکه ځکه د مؤسسې مشر به هرومرو کوم شین سترګی وي.

د اړیکو پته یا Contact Address به د سي وي پر ککرۍ په لاندې ډول ولیکې:

د اړیکو شمیره یا

 Contact No:

 $(420)-22222222222222222222

فعلی استوګنه یا Current Address:
باغ بابر یا باغ زنانه او یا هم د ملي بسونو تمځی.

هغه عبارات چې باید د خپلې پیژندګلوۍ څخه یې د مخه ولیکې او په هغه کې باید ستا ټولې موخې او مطلب راشي او د دې مؤسسې له لارې یې سرته ورسوې چې د پردو په ژبه ورته Career Objective وايي نو په لاندې ډول یې ولیکه :

زه غواړم د یوه داسې افغان په حیث ستاسو سره په دې مؤسسه کې شامل شم چې تر څو وکولای شم په هیواد کې د ښځو د حقوقو په برخه کې یو ملي مبارز پاتی شم.د یوې داسې دیموکراسۍ لپاره به هڅې کوم چې امریکا یې په ګرد پسې هم ونه رسیږي او نه غواړم چې ستاسو سره د اسلامي شعایرو سره په ټکر خبرو باندې سروخوږوم ځکه زه په هیواد کې د بیان د آزادۍ کلک پلوي یم.

دکورسونو په برخه کې به لاندې کورسونه هم ولیکې (دا خبر دې زما او ستا سره وي که دې لوستي هم نه وي نو ورته ویې لیکه)

۱:منجمنت مې په روشن سي ټي ټاور (Roshan City Tower) كې د دريو كالو لپاره لوستی او د ښځینه او نارینه موډونو په برخه کې چسپ کوبایي سند لرم.

۲:د ډیموکراسۍ او ښځینه حقوقو په برخه کې مې یوکال روزنیز کورس په (سر لوڅ او پتلون واغونده مؤسسه ) کې لوستی.

د کاري تجربې په برخه کې به لاندې کرښې ولیکې:

۱:د خاک باد د موسیقۍ له ډلې سره مې یو کال د تبلې په برخه کې کار کړی.

۲:له سوله ساتي نړیوال ځواک سره مې یو کال د ژباړن په حیث کار کړی.

۳.د مینې د تار په ځغلولو کې د خپل بلاغت له پړاوه تر دې دمه کاري تجربه لرم.

د ژبو د زده کړې  برخه به په دې ډول ولیکې:

پښتو مې مورنۍ ژبه ده

ژبې                 لوستل               لیکل                        غږیدل

۱:انګلیسي                                   روانه                    ډیر عالي                                  روانه

۲:دري                                        بد نه دي                 ښه هم نه دي                                ښه

۳:پښتو                                   نشم کولای.      ګوتی مې نه پرې ګرځي         کله یې چې لولم نو انګلیسي مې خولې ته راځي

 

د ذوقونو او یا Hobbies په برخه کې به لاندې خوندورې کرښې ولیکې:

۱:سندرې مې ډیرې خوښیږي په تیره بیا د مایکل جیکسن سندرې خو مې ټولې په یادو کړې .

۲:له پیغلو نجونو سره Chatting د مينې د تار د ځغلولو یواځینۍ لار بولم او مینه ورسره لرم.

۳:غیږلوبه می له نرانو سره ډیره کړې له دې وروسته غواړم چې خپل زور له نجونو سره وازمویم.

۴:سیاست مې خوښیږي خو د بوش کاکا سیاست ته خټې کوم.

د نورو مهارتونو او یا د دوی په ژبه د Other Skills په برخه کې به لاندې مهارتونه ورته ولیکې:
۱:بوټونه رنګولی شم.

۲: سپي لمبولی شم.

۳:د لوښو لرګیو مینځل خو مې نصوار هم نه دي.

۴:په نڅا کې بد نه یم او ټټر درته وهلی شم.

۵:په پیانو مې ګوتې ګرځي.

۶:په یوه داسې اداره کې د کار کولو وړتیا لرم چې هلته د کار د ډیر فشا رله امله په لمانځه کولو بندیز وي.

د مرجع او یا د دوی په ژبه د Reference په برخه کې به په لاندې ډول خپلې مرجعګانې ولیکې:

۱:فلانکی  (اکېلا) په ملګرو ملتو کې باغبان باشي

تیلیفون شمیره:

 -(420) 333333333333333333333333333

بریښنا لیک پته: afghan_akila@love.pyar.mina

۲:بیستانکی (جیکسن) د بې وسلې کولو په پروګرام یا DDR كي د پوچکو مرمیو مشر

تیلیفون شمیره:

÷(420) 44444444444444444444444

بریښنا لیک پته:

 afghan_jeksan@DDR.Topak.Barcha.Taslim

 

د زړه ککرۍ!

دا وو هغه غوښن معلومات چې ستا لپاره مې د څڼیورو لوټونو د ګټلو لپاره په شپیته دقیقې کم یوه ساعت کې ولیکل هیله ده چې کار پیداکړې او ګوره هیر دې نشی چې که کار دې پیداکړ نو په یوه مسکين زنګ (Miss Call) باندې خو مې ونازوه.