د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د ايفل برج څنګه جوړ شو ؟ 19.06.2008 17:19
  دا( ٣٠٠)  متری لوړبرج دنړۍ د ډيرو په زړه پوری تخنيکې جوړښتونو څخه شميرل کيږی . ما پخپله دلومړې ځل لپاره دا برج د ١٩٨٠ کال په دوبې کی کله چی می دجيولوجستانو په نړيوال کانګرس کښی دافغانستان داستازې په توګه په پاريس کی ګډون کړی وو ، په ژوندی بڼه وليد او دومره ئی خوند راکړ چی سترګی می ورڅخه اړولاي نه شوی . اوس پدی ورځو کی چي د ټولې اروپا او امريکا نه زيا ت شمير ميشت افغانان د اوړی په رخصتيو ، تفريحی او توريستې پروګرامونو اويا دخيلو دوستانو په بلنه هلته تلونکې دی او ددی برج ننداره ئی هم خامخا دسفر دکلتوری پروګرام يوه غوښينه برخه ده . لدی امله غواړم خپلو هغو وطنوالو ته چی لاتراوسه د نوموړې برج په هکله دپام وړ معلومات نلری ، په لنډ ډول داړوندو سرچينو له مخی لکه ويکيپيديا ، دنمارکی ليکسيکون او ځينو خپلو ياداښتونو څخه يو څو ضروری کرښی وړاندی کړم . هيله ده دا لنډ معلومات به دبرج دتماشا کولوپروخت ورته ګټور تمام شی . هغه کسانو چی په هکله ئی لا دپخوانه پوره معلومات درلود ، هم به ورته د معلوماتو په تازه کولو کی بی ګټی نه وی  .
        د ايفل برج چی فرانسوی نوم ئی  La Tour Eiffel دی په پاريس کی دمهندسې يو ډير لوړ شهکار او په نړيواله کچه د فرانسې سمبول ګڼل کيږی چی د هغه د مهندس يعنی ګوستاو ايفل دنامه په وياړ نومول شويدی . دجوړيدو له وخته راهيسی  ئی څه باندی ٢٣٦٫٥ ميليونه تنه سيلانيان وليدلو ته راغلې چی داتعداد په نړۍ کی تر ټولو لوړ شمير دی . 
       برج دموقت وخت دپاره په ١٨٨٩ کی دپاريس نړوال نندارتون ته د ننوتلو دروازی په توګه جوړ شو او په نظر کی وه چی ٢٠ کاله وروسته به بيرته هغه نړول کيږی . خو شل کاله وروسته دهغه زمان سره برابر شو چی راډيويی خپرونې منځته راغلی او ددغه برج له سره ئی په خپريدو پيل کړی وو . همدغه کار دبرج د ژغورلو لامل وګرځيد او و نړولو ته ئی چارواکو زړه ښه نکړ . اوس ئی د راديويی نوی انتن سره يوځای چی پرسر ئی درول شويدی ، ټول جګوالۍ ٣٢٤ متروته رسيږی . 
برج ولې جوړ شو ؟
       دفرانسې انقلاب چی په ١٧٨٩ کال ترسره شو ، په ١٨٨٩ کال ئی سلمه کاليزه بايد په پرتمينو مراسمو سره لمانځل شوی وای . دولت تصميم ونيو ددی نيټې په وياړپه پاريس کی يو ستر نړيوال نندارتون پرانيزی . پدی خاطر ئی دوخت دپيژندل شوی مهندس ګوستاو ايفل نه غوښتنه وکړه ترڅو دنندارتون دبرم لا زياتولو په موخه پريولړ وړانديزونو باندی غور وکړی . هغه له ډيری ارزونې اوفکر وروسته دنندارتون د دروازي په توګه ديوه اوسپنيز دری سوه متری جګ برج وړانديز وکړ . د نندارتون دسمبال کميټی دا وړانديز ډير خوښ او غوره کړ او دپروژوی چارو دترسره کولو دپاره ئی دکانکور سيالې اعلان کړه . پدی کانکور کی هم پخپله د ګوستاو ايفل وړاندی شوو پروژوی - تخنيکې اسنادو لومړۍ جايزه وګټل چی له مخې ئی بايد دبرج په جوړولو لاس پوری شی . انجينر ايفل پدی کار سره ډيره خوښي څرګنده او وئی ويل : ٫٫ فرانسه به نو پسله دنړۍ لومړۍ هيواد وی چی ترټولو لوړ دری سوه متری برج به ولری ،، . ديادونې وړ ده چی تر دغه وخته پوری په امريکا کښی د واشنګټن يادګاری مانومنټ څلۍ د ١٦٩ مترو په لوړوالې دنړۍ تر ټولو لوړ جوړښت ګڼل کيدې . پدی توګه د ايفل برج د ١٨٨٩ څخه تر ١٩٣٠ پوری يعنی کله چی په نيويارک کی د کرايسلر برج جوړ شو ، د ٤١ کالو په موده دنړۍ دتر ټولو لوړ تخنيکی جوړښت په توګه منل شوی وو .       
         د برج يوی خواته په لنډ واټن کښی د سن رود غزيدلې او بل پلوته ئی په لږ غوندی ليری واټن کښی د
( اينوليد ) پنامه د زرين رنګ لرونکې ښکلې ګنبدی ماڼۍ ليدل کيږی چی د ناپلئون زړه وړونکې مقبره هم هلته پرته ده . 
          د برج د جوړولو چاری  :                  
         دبرج پرجوړولو باندی څه دپاسه دوه کاله ٣٠٠ تنو کارګرانو پخپله دانجينر ايفل تر نظارت لاندی کارکاوه چی ١٨٠٠٠ دپولادو فلزی ټوټی د ٢٫٥ دوه نيم ميليونو نټونو پواسطه سره وتړل شوی . د ١٨٨٩ کال دمارچ په ٢٦ ڼيټه د جوړولو کارونه پای ته ورسيده او ايفل څو تنه په فزيکی لحاظ قوی چارواکی راوبلل څو دلومړنيو کسانو په توګه د برج سرته د ١٧١٠ زينو په وهلو سره پورته وخيږی  .
        دبرج جوړښتې ځانګړتياو ی
       د برج د څلورو پايو بنسټونه د ٩ څخه تر ١٤ مترو په ژورتيا دننه په ځمکه کی ځای په ځای شوی چی د هري پايي بيخ ئی ٢٦ مربع متره ځای نيولې دی . په برج کی يوازی دفلزی کارول شوو برخو وزن ٧٣٠٠ ټنه او دټول برج بشپړ دروندوالۍ ١٠١٠٠ ټنو ته رسيږی . د پايو په بنسټ کی ډيری ستری بيتونې کتلې ځای پرځای شوی او پدی توګه ان د سختو توپانی بادونو پروخت لا دبرج اهتزاز د ١٥ سانتی مترو څخه نه زياتيږی . په اوړی کښی يعنی د ګرمۍ پرموسم دبرج هغه اړخ چی دلمر خواته څيرمه دی ، پولادي ټوټې ئی دتودوخی له کبله انبساط مومی او و مقابل پلو ته تر ١٢ سا نتی مترو پوری ميلان پيداکوی .
         دبرج بدنه دری مربع شکله پلاتفورمونه لری :
        الف - لومړۍ پلاتفورم چی ٥٧٫٦٣ متره لوړ او د صحن دمربع له يوه کنجه تر بله مقابله کنجه  پوری ٦٥ متره کيږي ، د لته درستورانو سالونونه ځای پرځای شويدی  .
        ب - په دوهم پلاتفورم کښی د (١١٥) مترو په لوړوالی او د ٣٠ مترو په وتر د هايدروليکی لفت دپاره داوبو ذخيره او په يوی ښيښی ګالری کی يو ښکلۍ رستوران جوړ شويدی .
        ج - دريم پلاتفورم ٢٧٦ متره لوړ او ١٦٫٥ متره وترلری . دلته د استرونومی ( ستوری پيژندنی ) او ميتيورولوژی ( هوا پيژندنې ) ابسرواتوريم ( رصد خانه يا څيړنځای ) او همدارنګه يو فزيکی کابين ځای پرځای شويدی .
         ددريم پلاتفورم پرسر په يوه ګنبدی ډوله ساختمان کښی پاندول نصب شوی چی دنوی تخنيک سره ئی دامهال روښنايی د ٨٠ کيلومتره واټن نه ليری دليدلو وړ ده . لدی نه پاس په ٣٠٠ متری ( اخيرنی څوکه ) کښی د ١٫٤ متره په پراخوالی يو وړه ميدانچه تر سترګو کيږی .
         ددی هرم شکله لوړ برج وټولو برخوته درسيدو په موخه زينې شته اوهمدارنګه لفتونه کار کوی . د هوا او رطوبت دناوړه اغيزوڅخه دفلزی برخی دخوندي کول پخاطر په هرو پنځو کالو کی يو ځل بشپړ برج رنګمالې کيږی چی په ټوليز ډول له (٥٠ ) ټنو څخه زياتو غوړينو رنګی موادو ته اړتيالری . 
         لکه څنګه چی مو ياده کړه د انجينر ايفل سره دلومړی قرداد له مخی ټاکل شوی وه دنندارتون له تړلو وروسته به شل کاله وروسته برج بيرته نړول کيږی . په ١٨٨٧ کال کله چی دبرج جوړولو کار پيل شوی وو ، ٣٠٠ نفرو وتلو ليکوالانو او نقاشانو ددی کار پرضد د اعتراض ږغونه پورته کړل ، دائی يوه بی هنره پريکړه وبلل او برج ئی په ډيرو سپکو نومونو ياد کړ . خو په ١٨٨٩ کال د برج تر جوړيدو وروسته ، برج په ډير لنډ وخت کی دپام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړه . يوازی په لومړی شپږو مياشتو کی له دوو ميليونو څخه زياتو کسانو د برج نه ليدنه وکړه چی له کبله ئی دهمدغه کال تر پايه پر برج باندی دټولو لګولو شوو پيسو ( ٧٫٨ ميليونه فرانکه ) له جملې نه ٧٥% بيرته جبران او پلاس راغلې .
         په ١٩٠٣ کال کی جنرال فيريه چی د بيسيم تلګراف په چارو کښی يو مخکښ ماهر وو ، دبرج نه ئی دخپلو تجربو په چارو کی کار اخيستل پيل کړه او ورسره سم نوموړۍ جوړښت يوازی دنظامی کارو دپاره ځانګړۍ شو . په ١٩٢١ کال ددی برج دلاری لومړنۍ مستقيمه راديويی خپرونه پيل شوه چی همدارنګه ( د ايفل برج راديو ) پنامه ياديدله . دامهال د برج څخه چی دپاريس ښاروالې ملکيت دی د تلويزيونی خپرونو دپاره هم کار اخلی .
         دبرج دلومړنۍ پلاتفورم تر بالکون لاندی په ټولو څلورو خواوو کښی د ٧٢ نفرو هغو فرانسوی پوهانو ، انجينرانو او د اړوندو چارو دماهرانو نومونه حک شويدی ، کومو چی د برج ډيزاينولو او جوړولو په چارو کی ګوستاو ايفل ته مشوری ورکړی او يا ئی په يوه يابل ډول پدی چارو کی مرسته ورسره کړې ده .
         په ١٩٤٠ کال د دوهم نړيوال جنګ پرمهال کله چی دفرانسی هيواد دهټلر ځواکونو لاندی کړ ، دبرج پر سر دجرمنې بيرغ ورپول شو او پخپله هټلر هم د پاريس کتلو ته راغې خو دبرج سرته په ختلو ونه توانيده ځکه چی دبرج لفتونه لا مخکى  دفرانسويانو لخوا له کاره لويدلې وه او دجنګی بوختياوو له مخی جرمنيانو هم دهغوی دبيا ترميم فرصت پلاس رانه وړ . په ١٩٤٤ کال کله چی جرمنيان دماتې خوړلو په درشل کی وه او د دښمن قوتو نو د پاريس په لورپرمختګ کاوه  ، هټلر خپل ټاکلې جنرال ګورنر ( والې ) ته امر وکړڅو د ايفل برج او د پاريس ټول تاريخې مهم ځايونه وران او تخريب کړی ، له نيکه مرغه هغه لدی امر نه سر وغړاوه او دپاريس ښکلې ناوی همداسی سينګار پاته شوه چی داګړی دبشری تمدن يوه ارزښت لرونکې شتمنې ده .
      - تاسی ته د خوښۍ نه ډک سفر او زړه وړونکی تماشاوی غواړم .