د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لــيــدلـی خـوب ! لنډه کيسه

ظـفـرخان « اهتمام » 19.06.2008 01:54
دمرحوم احمد ظاهـراومرحوم استاد محمد حُسين سر آهنګ ارواهو ته ډالۍ !
چې د کيسې دليکلو په نـېـټـه يې قـبـرونه به بمونو الوزول شوی وو. !!
او د و ا ړه دغبر ګولي په ميا شت کې په حق رسېدلي دي
چې دسوچ لړۍ يې دې ځای ته ورسېدې دخولې نصواريې لا نه ؤ توکړي چې د نصوارو غمي داره کوتۍ يې له جيبه را وویستله لومړی يې خپله ژيړه زبېښلې څيره وکتله بيايې ديو وار نه لږ څه زيات نصواردکوتۍ دسرپوخ په څنډه وتوږل اودچپ لاس په ورغوي کې يې واچول دښي لاس دخچۍګوتې په څنډوهلویې دورغوی یوځای ته ټول کړل بېایې دخولې نصوارتوکړل اوسم دواره یې دلاس نصوارواچول اودتېرونصوارودانه دانه پاتې شوني يې دژبې اوشونډوپه ټوف ټوف سره لرې کړل او د ‌‌ذهن د تنېستې په تارو کې یو ځل بېا و ځغلېد ... د زړو اوسپنو یوه لویه ډیرۍ یوه نېمه کټاره،کپسونه دګول سېخونه او اوسپنېز څادرونه د شنولو خړوپه سره اورکې سوزیږي، اوسپنې او اور اخيستل؟ ... دا څنګه کېدای شي؟ او هو! داخوزماداوسېدوماڼـۍ ته نژدې دي هماغه لویې او ښکلې ماڼـۍ ته! دماڼـۍ ترشاپه ستراخورتړل شوي آسونه،مېښې،غواګانې،اونورمالونه ماړه ولاړدي اوخپلې لکۍ څنډي .دماڼـۍپه مخ کې داوبوستره ویاله لکه دهمېش په شان روانه بهېږي،دویالې له غاړې ترماڼـۍ په لويه باغیچه اودیره کې ګردچارپېره پلنګي کټـونه پراته دي،دکټونولپاسه وریښمینې رنګه توشکې اوبالختونه بل وهي،دماڼـۍدکوټودیوالونه تل اوچت دښکلومرمرېنوډبروپه ښکلاکې دقېمتي کاڼوپه نقشونولاښکلي دي.
کوټه، دیره او باغیچه له مېلمنوډک دي، مېلمانه ټول غښتلي ځوانان دي، نر او ښځې خوځوانان! ټول ښکلې بشرې، سرې سپینې څېرې، پاکې او زریني جامې لري د څیرو څخه یې د نور وړانګې بادېږي، هره خوا په زړه پورې ساتېرۍ چالا نې دي ټول مشغول دي، د ماڼـۍ او باغیچې په هرلور د خوشالیو، نندارو او خوراکونو هیڅ کمی نه لیدل کېږي د میلمنو شمیر د اټکل څخه وتلې خبره ده . دخپل او پردي لپاره توپیر ، تګ او راتګ مخنیوی نشته . په ټولو مېلمنو کې یوازې څوتنه پیژنم . او هو ... دوي ... دوي خومې همزولي دي، آن د زلمیتوب او ځوانۍ همزولي ... بیا! دوي خومړه شوي ؤ آن په ډیر سپین ږیریتوب کې، او ما خپله خاورو ته سپارلي ؤ دا څنګه کیدای شي؟ دوي خوهم ځوانان دي، ځوانان نوکران مې د مېلمنوپه خدمت اخته دي، زه ځوان مېلمه پال یم، پالنه یې کوم او په ځان ویاړم زماهم درناوی کېږي، ډیر درناوی . ګرځم را ګرځم او قدم و هم چې سترګې مې یوځل بېا د اور په لمبو ولګېدې ګورم لمبې لاپسې زیاتېدې نژدې د ی چې باغ او ماڼـۍ په سر واخلی وارختاشم، ډېر وارختا او د اور د مړه کېدو په هاند او هڅه ! زه مخکېې او نوکران راپسې د ویالې څخه سطلونه او منګي ډک کوو د سطلو او منګېو اوبه په سرووینو بدلې شي، چپه یې کړو لاس او لوښي نه سره کوي بېا یې ډک کړو بېا هم وینې وي هماغه سرې وینې، په اور یې وشېندو لکه پطرول د اور لمبې له غره سره برابرې کړي خاورې او شګې راواخلو سرې سپرغۍ او سکروټې شي خو لاسونه نه سوزوي چې په لمبو وشېندل شي د اور ډیرۍ لا پسې ستره کړي ډېر وارختا وارختا د منډی وهلو هڅې وکړم خو پښې مې کجلې وي او تلای نه شم بېاد چيغووهلو هڅه وکړم ... په زوره په لوړ آواز خو ستونی مروړل شوی وي او آوازنه پورته کېږي ... اور وار په وار رانژدې کېږي باغیچه او ماڼـۍ یې په لمبو کې پټه شي په سترګومې تروږمۍ راشي سر راباندې وچورلي او په ځمکه راچپه شم کټوري ملنګ! چې خپل ليدلی خوب د سوچ په څېه کې دې ځای ته ورساؤ ذهن یې یو څه آرامتېاحس کړه او ایله یې د نصوارو توکولو ته چې خوله یې ورته د لاړو (توکاڼو) ډکه کړې وه پام شو، نصوار یې توکړل، څو پرله پسې هوکي یې و کړل او دځان په غونجولو،د لاس او اوږو په پورته کولویې خپله کيالي ماته کړه . په ګرد وهلو شونډو یې ترخه موسکاوځلېده ... ،
ده! خپل لیدلی خوب وروسته له هغه چې سهاروختي یې د «شهـُدای صالحین» د غره په غېږه کې ژورې سپېڅلې چینې ته تېر کړی ؤ خدایزده چې دایې اوس څووم ځل ؤ چې له ځان سره یې تیرکړ، بیا خپل تېرژوند ته وګرځید او سوچونوپسې واخیست که څه هم دده تېرژوند ډیر ساده تېر شوی ؤخودی پرې راضي او شکُرګـذارؤ. ده! دهدیرې په مینځ کې د یو ګټ خواته په کوچنۍ کوډله کې چې په چت یې سرلګیده ژوند کاوه . د کوټـې مخې ته د تیږوبارې سره کتارداوبو له پاره مټونه او چاټۍ ایښي وې شاوخوا د اوداسه لپاره خټینوکوزو او د اوبو څښلو منګوټیونېولې وه، د دروازې یواړخ ته د لرګي څخه توږل شوي کچکول او بل لورته برونزي ټومبل شوې پنجه له لرې ښکاریده، چې شاوخوايي د هوسیوپه اوږدو اوږدو ښکرو کې ځړول شوو رنګه تړانګوښکلې کړې وه . د کوډلې په غولي کې د پام وړداسې کوم شی نه ؤچې وګڼل شي، هسې خوهم د دوی هرڅه له سارا اوپه تیاره ؤ، تل به لنګرې تودیدې، دیکچې او خیراتونه به چالان ؤ. په نوروز کې، په وړه دها(عاشورا) په لویه دها(مولودشریف) د مړو په شپو، په کوچني او لوي اخترکې به دلته په زرګونو خلک راروان وو پریمانه نغدي، خام اوپاخه خیراتونه وېشل کیدل بل دا چې لویه هدیره وه هره ورځ به مړي ښخیدل، سارایې سوالګر او ملنګان به هم راتلل او هر هرچا به خپله برخه وړله،نو ځکه دی هم په خپله برخه،په خپل ژوند او قسمت راضي ؤ. هیواد د ډیرو کلونو راپدیخوا د جګړې په اور کې سوزېدلی ؤ او دهدیرې زیات مړي د مرمیوبلهاري وو خواوس جنګ دې! سپیره او شوم نوم خپل غوسه ناک وزرونه دلته هم رارسولي ؤ اومړي یې په قبروکې هم آرام نه پرېښودل، چې له دې حالت څخه کټوری ملنګ ډیر زورېده،دی! یوملنګ ؤده! لکه نورشتمن خپل شته، سرایونه او فابریکې ... او پیسې له لاسه نه وې ور کړې مګر جنګ د ده ژوند هم بې اغیزې نه و پریښی . د هدیرې لمن خوهسي هم د ملنګانو پوله اوپټـی شمیرل کېږي او ده خولاتر اوسه خپله دنده او کوډله نه وه پریښې، اوپه مرمیو دمړو شمېر خو هم اوس دبل هر وخت نه،ډیرزیات وو خوپدي هدیره کې نه چا مړي ښخول اونه څوک د خپلو مړو دُعا ته راتللی شول په سیمې توپک وال دلته دیونیم کال داهیسې میشته ؤ، خو اوس جنګ ډیر زوراخیستی و نورې نورې (!) ډلې هم راغلې وې، د کورنو خلک تښتېدلي و، سیمه شاړه اوبیدیاوه دلته راتلل اوس له \" کوه کاف\" څخه تېرېدل و ... (!) .په ښار، ګن میشتو او هغو سیمو کې چې خلک یي ځای پرځای و د جنګیالیو لپاره لاندي لوحې په زړه پورې او د پام وړوې :
\" د کورونو د شیانو رانیول او پلورل »
له یوې خواکه داراز لوحې دټوپکيانود اړتیاوو دپوره کولوسبب ګرځیدې خوله بل پلوه یې هغه جنګ زپلي خلک چې د رښتینې اړتیاله مخې یي د خپل کور سامان خرڅوؤ ډیرزورول،ځکه د کورشیان، د غلا د مال په نوم له نیمې څخه هم په ټیټه بیه خرڅېدل ...
په دې سیمه کې خوکورونه، نه بلکې قبرونه ول، کورونه ډیر کم ؤ او هغه په لومړیو ورځوکې پای ته رسېدلي و، اوس واردقبرونو و، هود قبرونو! کټوری چې دهدیرې منجاورؤ، تل به هلته اودلته چوپ ناست ؤ اولیدل به یې چې دمړیستونوکټارې، اوسپنیز څادرونه، جنډې اوآن مرمرینې ډبرې او نور څنګه وړل کېږي،له ده څخه د چاسترګې نه سوزېدې اودی ډیر سپینږیری او کمزوری و، خوټوپکوال په زړه کې له ده نه شرمېدل . ده! به ډول ډول پیښې او کارونه لیدل اوزورېده به؛ نن ورځ یې یوه نوي پیښه ولیده. هونوې او یوه بله پیښه، هغه هم وسله والود خپل شرم دپټـولو له پاره وکړه پدی ورځ یې د دوه هنرمندانو قبرونه والوزول، دغوسندرغاړو په دې وچه کې لاڅه چې آن تر ډیرولرې لرې وچویې د خلکو په زړونوکې ځاې درلود! اودرنښت یې کیده،دادواړه پدې خاوره او وګړومین هنر مندان وو: یود کلاسیکې ستونزمنې موسیقې او د \" پیتاله\" مکتب ښه لاروي استادؤ دموسیقي هر هر څه یې علمي زده ؤ په دې لاره کې یې د ډیرونورو معنوي امتیازونو په لړکې څه د پاسه شل بیلا بیل مډالونه هم ګټلي ؤخود یواستاد په توګه یې په ډیر ې بې وسې کې ژوند تیر کړی ؤکه څه هم چې دی څوڅو ځلې دهندوستان په لویونامتوپوهنتونونو کې په ډیر وپیسو د استاد په حیث غوښتل شوې ؤ خوده! خپلې سپیرې کوڅې،خپل وګړي اوپه خپله خاوره کښې خاورې کیدل ترهرڅه غوره ګڼلي ؤ... ، دده دا ارمان ترسره شوې ؤاو د نن څخه څه دپاسه دوولس کاله وړاندې په همدې پلرنۍ هدیره کې خاوروته سپارل شوې ؤ.
بل قبر دیو تاندلبان هنر مندؤسره له دې چې هغه یوې مخورې کورنې پورې اړ درلوده او دموسیقې نړی ته یې دورتګ مخنیوی کیده خوپه ټینګ هوډاو مینې یې خپله لاره اواره کړه په ډیر لږ وخت کې زیات ښه او بریالې راڅرګندشو مګر ډیرژر دمینې بلهاري او چوپ کړای شو، دی دلومړنیو اماتورانوښه استازی ؤ د ده د چوپتیاڅه دپاسه څوارلس کاله کیدل چې آرامتیایې موندلې وه .
دې دواړو! د ژوندتر پایه خپل هنرعام ګرځولی وو، نه! د پیسود لاسته راوړلواوګټـلو لپاره، په دې وجه یې هم دخلکو په زړونو کې خاص ځاې درلود.کټوري دوی دواړه پېژندل ، په دها اونوروزوکې به په زرګونو کسانو ددوی په قبرونو دګلانوګیډۍ پاشلې دعا ګانې یې ورته کولې او نعتېه کیسټونه یې پرې غږول، ځینو به د کلانوله دې ډیرۍ څخه یویو ډکی له ځان سره دخپل راتلونکي دښه شګون لپاره وړل ...
دوی دواړه! پیژندل شوی کسان ؤ (؟؟)
کټوري چې اوس داهر څه لیدل ځوریده دی خپلې بې وسۍ هم زوراؤکله کله به یې اوښکو په سترګوکې کړی جوړې کړې خو غروربه یې دتوییدو اجازه نه ورکوله او په سترګوبه یې وخوړې خوله دې سره سم یې دخپل زړه وینې هم خوړلې ...؟ خودی به تل غلی او چرتي ؤ او داسې مالومېده چې خپل لیدلی خوب یې هم زور وي ځکه تل یې په شونډو ترخه موسکاوه، وسله والوته هم لکه د سترګواغزی ښکاریده ...
نن ماښام هم داسې ؤ، د شاوخوا څخه د توپونو دغړزاغبرګون په پاس غره کې انګوللې خوکټوری! خوشاله برېښېده او د نورو شپو په خلاف ډیر ژر ویده شو، نن شپه یې سپین سرې مېرمن ته پوستې د خوړو پاتې شونې هم نه ؤ ور کړي، هغه په دې هم خوشاله وه چې اولاد خونه لري که نه د هغوي په حال به هم کړېدله، هغه هم په تش نس ویده شوه خوډیره ژرلکه خوب لیدل!؟. په کوچنۍ کوډله کې دسینوخررس پورته کیده چې درنګ شیبه پس کوچنۍ کوډله د غبرګو ګریناټو په غړز ولړزېده، د دوه ملنګانو خوب یې د تل لپاره ابدي کړپه خوب اوویښه یې ددوۍ زورېدلوته د پای ټکی کېښود خو جنګ لاهماغسې روان ؤ .