د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طنز یو ادبي ژانر(ځېل) دی

محمود نظری 17.06.2008 18:25

ددې مطلب د روښانه کولو لپاره لومړی د ژانر تعریف ګورو
ژانر( ( Genre یو فرانسوي ویي (کلمه) ده چې مانا يې ده :ډول ، دسته
دا کلمه په شلمه پيړۍ کې د د ادبي متونو دډلبندی او دسته بندی لپاره وکارول شول او اوس د ډولونو د بیلولو لپاره کارول کیږی لکه
د نندارې ډول( حماسی/تغزلی/ دراماتیک) د واقعیت سره داړېکو ډول ( داستانی / غیر داستانی)، رنګ (کمیدی/ تراژیدی) د محتوا ماهیت( احساساتی/ تاریخی؟ماجرایی ) او داسې نور
سبک څه شی دی؟
هر لیکونکی د خپل اند ، پیغام ، عاطفی او تخیل د بیان لپاره یو ځانګړې لاره کاروي دا ځانګړ تیا دهغه لیکنه د نور وشاعرانو او لیکوالو له لیکنې څخه بیلوی نو د هر لیکونکی ځانګړ تیا ته د هغه لیکونکی سبک وایي
د تاریخ د هر پېړ ټولنیزو او سیاسي مسایل ، د خلکو د ژوند لاره او نور ګڼ شمیر عوامل د هغه پېړ په ادبي آثارو اغیزې کوی او په هغو کې خاصی ځانګړتیاوي را منځته کیږي نو د هرې دورې لیکوال دا ګډ اصولونه او لارې تعقیب وي چې د ې مشترک یووالی ته سبک یا مکتب وایي
په فارسی شعرونو کې سبکونه:
سبک خراسانی
عراقی سبک
هندی سبک
ګډ سبک
معاصر سبک
او په اروپا کې د نثر او نظم لپاره ډیر سبکونه شته لکه
کلاسیسیسم، رمانتیسم، رئالیسم، ناتورالیسم، ،سمبولیسم، سورئالیسم
.هیچ ادبی سبک ناببره منځ ته نه راځی او په بل سبک نه بدلیږی
طنز څه شی دی ؟
په ادبیاتو کې طنز دټولنې د اخلاقي خواریو ،عیبونو او فسادونو برملا کولو ته وایي چې په رمز ، کنایه اوناز ویل یا لیکل کیږي یا په بله وینا:
ویلای شو طنزد زورواکو او اعیانو باندی نیوکې دي چې هغوی په مسخرو له پېښو خبروي
طنزليکوونکي د ټولني هغه ناتارونو، ناورينونو، بدی ورځي ،غوسې او دردونه چې د رواني عقدو سبب ګرځي په ټوله هغه هنرمندي چې يې لري دتسلي کېدواو د احساساتو اوراپاریدو(طغيانونه) د اراميدو سبب کيږی طنز په دو ډلو ویښل شوی دی
- کلامي طنز: په دې ډول طنز کې ليکوونکی د خندالرونکو پېښو يا عباراتو له بې ځايه کولوڅخه طنز پنځوي کله کله هم بياد زړو کيسو او دنورو اثارو نه ګټه اخلي او د يو ادبي سبک په تقليد يا پېښو سره کلامي طنز پنځوی او په غير مستقمه ټوګه خپل هدف اوريدونکو ته رسوی او خپله بياځان نا ګاره اچوي، ليکوونکی بېله د ې چې د هغه موضوع په پلوی خبر ې و کړي د هغه ښه وايي حال دا چې د هغه موخه د هغه سپکول او بد ويل دي. چې دا ډول طنز اوس ډير رواج لری : لکه
دا لاندی ليکنه نوره بابولاله نه ده هغه طنز دی ځکه بابولاله هغو مخصوصو مسريو او سندرو ته وايي چې د واده په لومړۍ ورځ دڅاښت په وخت کې ناوی په منځ کې ناسته وي ښځې يې سر غوړوي .
مه ژاړه رشوت خوره وای وای بابولاله
د سهار چرګه بانګينه وای وای بابولاله
يوه لويه ناره وکه کله به رشوت له ملکه ځينه وای وای بابولاله
د هر سم او ناسم کار لپاره وای وای بابولاله
مسولين يې غواړي له يوه نه تر ميليونه وای وای بابولاله

۲-موقعیتي طنز:موقعیتي طنز د دوو پديدو تر مينځ تضاد يا اتفاقي بې تناسبی (له هغه نه چې معمول دي) ته وايي.

دا ډول طنز په داستانو او لطيفو په ورته قالب کې ډير رواج لري او ژور تاثير شندي چې ډير خلاقانه او هنرمندانه په نظر راځي او کله هم ويوونکي اړ باسی چوپ شی لږ سوچ وکړی تر څو موضوع په مغزو کې حلاجی او بيا پر وخاندی. چې دا خندا لزوماً د خوشالۍ خندا نه ده.
طنز هغه اثر ته ویل کیږی په هر فورم کې چې وی چې ټول اثر يې طنزی لحن ولري او ټوله نثر او نظم يې طنزي خوند ولری ژبه يې سوچه او پاکه وی
په طنز کې باید (ایرونی ) یانی رټنه وي لکه یوډیر خراب شی ته یو ښه نوم ورکول یا یو غټ شی ته وړ نوم ورکول دی لکه لوی ابلس د غلوپاچا....
او هم باید( پارودی) ادبی پیښې ولری یانی یوه وتلی کیسه یا شعر په کمیدی بڼه واړوی لکه د قتل عامه وزارت ....
اوبل دا چې مبالغه یا (مودبانه درواغ) هر څومره چې غټ وي ولري
په یو شعر یا داستان کې یو خندا لرونکي جملې استعمال ته طنز نه ویل کیږی هغه په شعر کې طنز ی توکی دی
زموږ په ادبیاتو کې تر اوسه مستقل طنزونه ډیر لږ دی . او دا باید هم ومنی هره خندا لرونکی لیکنه طنز نه دی شاید طنز خندا ولری ځکه خندا په طنز کې وسیله ده و هدف ته د رسیدو لپاره
ډیر ځله کیدای شی وسیله تغیر او ضعیف وی یا ان ژړا يې وسیله شی
طنزونه له ټولو نورو ادبی ژانرونو نه بیل ادبی ژانر دی کیداشی د داستان ، ټوکې ، شعر، خبر، مرکی... په قالب کې راشی که هغه د طنزدا بیان شوی ځانکړ تیاوی ولری هغه بیا طنز دی.
طنز خپلی ځانګړتیاوی لري.
طنز خپل ځانګړی فورم لری چې مخکی وویل شو، خپل هدف لري، د بیان لاره لري،
طنز شاید په داستان ته ورته ژانر کې بیان شی خو دا ضرورو نه ده چې په طنز کې اوج په منځ کې وی شایدپه اخیر کی وی غوټه،تلوسه ونلری یا طنز د غزل په قالب کې دغزل قافیه و نه لري
د موضوع له مخي طنز ویشل شوی دی د طنز موضوع مالومه ده د طنز تعریف ته وګور ی هغه اصلاح ده
که د غزل موضوع ته وګوری هغه باید عشقی او رزمی وی خو طنز که د غزل په قالب کی وي نور هغه غزل نه هغه طنز دی یوازی د لیکنی د قالب یا نژدې والی نه شوای ویلای چې طنز ژانر نه دی که د کېک په کاسه کې پودین تیار کړو نو هغه کېک نه دی بلکه پودین دی ځکه د پودین مواد د کېک له موادو نه توپير لري
طنزی نظم شاید بدیعي صنایع او انځورونه ونه لري نو هغه ته شعر نه شوای ویلای ،طنز کیدای شی د یو داستان نه ډیر وړ وی دتعریف په اساس هغه ته داستان نه شوای ویلای ډیر طنزونه اوس په ډیر ه لنډه او کوټلي لیکنه کې لیکل کیږي .
دکابل پوهنتون د ژورناليزم دپوهنځي په رسمي کتابونو کې يې طنز د ژورناليستيکو ژانرونو نه يو ژانر ګڼلى دى
طنز په ټوله نړۍ کې یو منل شوی ادبی ژانر منل شوی دی یوازی په دی وروستیو کې یوی ناجوړی شخصی ایرانی ویب پاڼې هغه مستقل ژانر بللی دی چې له بده مرغه زیم یې تر موږ راورسید.
پوهاندډاکټر مجاور احمد زیار طنز ژانر(ځېل ) ګڼي او لیکی: دا دطنزوهغه کوډګری اوجادوګری ده چې نور ادبی ژانرونه(ځېلونه) يې په ټول ښکلاییز، ننداریز او سندریز پرداز او راکښون سره سیالي نه شی کولای.

ډاکټر جاوید لیکي:طنزبا سبک وسیاق و ویژه اش ژانری از انواع ادبي است.
ډاکټر محمد اکرم عثمان لیکی:طنز در ادبیات دری پیشنه ای دراز دارد هم زبانان نکته یاب و سخن پرور ما چه در ګسترده افغانستان فعلی وچه در محدوده های قدیم ان این ژانر هنری را در نظم ونثر به نیکويي پرورده اند
او بل ځای لیکی:درادبیات کلاسیک طنز به قسم اثر مستقل ادبی به مفهوم اصلاح ګرانه بسیار نادراست انچه هست رګه های از ګفتار حکایات طنزالود که در کنار هجو زندګی ورشد کرده است
جلال نورانی لیکی:طنز به عنوان یک ژانر مستقل ادبی -ژونالیستک در میان جامعه فرهنګی ومطبوعات افغانستان مدیون شادروان پروفیسور دکتور عبدالرحیم نوین وشادروان استاد علی اصغر بشیر هروی است
اخځلیکونه:
۱-نظری ،محمود.دطنز ځانګړ تیا له نورو لیکونو .طنزونه ویب پاڼه
۲-نظری محمود.طنز څه ډول لیکل کیږی .طنزونه ویب پاڼه
۳-نظری ،محمود.د طنز په هکله څوخبری. طنزونه ویب پاڼه
۴-نظری، محمود.د طنز ډولونه .طنزونه ویب پاڼه
۵-نظری ،محمود.د طنز جوړښت .طنزونه ویب پاڼه
۶-نظری ، عبدالواحد.کله وار د ابا کله وار... د طنز ټولګه
۷-نظری، محمود. انسانی سرکس. د طنز ټولګه
۸-نظری، محمود. خدا روزی اش کنه ... د طنز ټولګه