د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ستر عيسوي دعوتگر څرنگه مسلمان شو

هدايت الله حميدي 15.06.2008 14:20

www.isslah.blogspot.com
د حق او باطل تر منځ جګړه ډيره وړاندې پيل شوې او تر څو چې دا خاورينه نړۍ وي نو دا جګړه به روانه وي. د تاريخ په اوږدو كې بيلابيلو مذهبونو، ډلو او فرقو هڅې كړې تر څو په هره وسيله چې وي د حق دين په وړاندې ودريږي.
كله چې د اسلام مبارك دين د عربو په ټاپو وزمه كې خپلې وږمې خورې كړې نو د شيطان لښكرو له هر لوري خپلې هڅې پيل كړې تر څو د دې الهي پلوشو د خوريدو مخنيوى وكړي.
يهودو كه څه هم په يوازې ځان د مسلمانانو سره د مخامخ كيدو توان نه درلود خو د نفاق او دوه مخۍ له لارې يې تل د اسلام د دښمنانو مرسته كوله او په خپله يې هم چې څه له وسه وو، ويې نه سپمول. مسيحي نړۍ هم د دې پر ځاى چې د حق دعوت منلى واى، په هماغه پيل كې د پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) سره د مناظرې لپاره د كشيشانو او علماوو يوه ډله مدينې ته واستوله.
له دې څخه وروسته د مسلمانانو او مسيحيانو تر منځ نظامي او عسكري ټكرونه پيل شول تر دې چې د حضرت عمر فاروق (رض) د خلافت په دور كې مسلمانانو هغوى ته ستره ماتې وركړه او د هغوى امپراطوري يې ور ړنګه كړله او په همدې توگه د بني اميه او بني عباس په دور كې هم تل مسلمانان پر دوى بر لاسي وو.
د عثماني لړۍ باتورو خليفه ګانو هم پدې لړ كې سستي ونه كړه او څو څو ځله د اروپا زړه ته ووننوتل تر دې چې سلطان محمد فاتح رحمة الله عليه د هغوى مركز قسطنطنيه فتح كړه او هغه يې د اسلامي خلافت برخه وګرځوله.
صليبي جګړې هم د همدغه لړى يوه بله كړى وه چې مسيحي نړى له مسلمانانو څخه د غچ اخيستلو په نيت راپورته شوه خو دا ځل هم د اسلامي نړۍ لوى اتل سلطان صلاح الدين ايوبي هغوى ته ماته وركړه او د مسلمانانو لومړنۍ قبله يې د هغوى له منگلو څخه وژغورله.
پدې اخ او ډب كې مسيحيان هم آرام كښينناستل او په آندلس كې يې اسلامي حكومت له منځه يووړ او د نړۍ تر ټولو ستر علمي مراكز لكه قرطبه، اشبيليه او طليطله يې ويجاړ كړل او د عقايدو د تفتيش د محاكمو په نامه يې په زرګونو مسلمانان په وحشيانه توګه شهيدان كړل.
پدې وروستيو كې د افغانستان د جهاد له بركته د كمونيستي نظام د له منځه تللو وروسته، مسيحيانو اسلام او مسلمانان خپل يوازيني دښمنان وګڼل او هڅه يې وكړه چې د هرې مناسبې موكې څخه ګټه واخلې تر څو اسلام او مسلمانان وځپي .په عراق او افغانستان باندې د صليبي لښكرو تيرى او په افريقا او آسيا كې د زرګونو تبشيري موسسو شتون او فعاليت د همدې پلان برخه ده. پدې توګه دوى غواړي دا الهي نور مړ كړي خو لدې نه ناخبره دي چې الله متم نوره ولو كره الكافرون.
موږ هره ورځ د انترنيت، تلويزون، راډيو، ورځپاڼو او نورو وسايلو له لارې وينو او اورو چې په حق پسې ستړې كسان يو پر بل پسې دغه الهې دين ته ننوزي او د دې سپيڅلي نور په وړانګو كې ژوند غوره كوي.
يوې بلې خبرې ته هم بايد اشاره وشي چې له بده مرغه كله نا كله اورو چې ځينې جاهل، ماده پرسته او په دنيا مينان بيا د ډير لږ څيز د لاس ته راوړلو لپاره دغه دين پريږدي او په تيارو كې ژوند غوره كوي، خو د يادونې وړ ده چې كوم كسان چې د اسلام دين مني، هغه د عقل، منطق، څيړنې او مطالعې له مخې وي، خو هغوى چې بيا د اسلام دين پريږدي يوازې د مادياتو د لاس ته راوړلو لپاره دا كار كوي چې ښكاره بيلګه يې مرتد عبدالرحمن دى.
په هر حال، يو له هغو بيشميره كسانو څخه چې د اسلام دين يې منلى، پخوانى ستر عيسوي مبلغ او داعي يوسف استيس دى چې اوس د اسلام د سترو داعيانو په كتار كې دى.


شيخ يوسف څوك دى؟
شيخ يوسف استيس د امريكا د متحده ايالاتو د تگزاس د ايالت اوسيدونكى دې چې اوس د ورجينيا ايالت د الكساندريا په ښار كې اوسيږي. هغه ډير وخت سپينې اوږدې عربي جامې اغوندي او تل د اسلام د خپرولو هڅې كوي .
راځى د هغه د مسلمانيدو كيسه پخپله د ده له خولې څخه واورو:
زما نوم يوسف استيس دى، زه د امريكا د مسلمانانو د ديني اتحاديې (National Muslim Chaplain) مشري پر غاړه لرم چې په واشنگټن كې فعاليت كوي، د خپلې دندې په ترڅ كې د نړى گوټ ګوټ ته سفرونه كوم تر څو د حضرت عيسى عليه سلام هغه پيغام چې په قرآنكريم كې راغلى دى ټولې نړۍ ته ورسوم. همدارنگه موږ له نورو اديانو سره د خبرو لړۍ هم پر مخ بيايو. پدې توګه موږ خپل عقايد او افكار د هغو وسايلو له لارې چې په لاس كې يې لرو ټولو خلكو ته رسوو. زمونږ د كار ډيره برخه په دولتې او غير دولتې مؤسسو، پوځ، پوهنتونونو او زندانونو كې ده .
زمونږ لومړۍ موخه د الله بنده گانو ته د الله د پيغام رسول او عامو وګړو ته د هغې زده كول دي او دا چې خلكو ته څرګنده كړو چې مسلمانان څوك او حقيقي اسلام څه دى.سره لدې چې ورځ تر بلې د مسلمانانو شمير زياتيږي او اسلام ورو ورو د مسيحيت سره (چې د لارويانو د شمير له پلوه د نړى تر ټولو ستر دين دى) برابري كوي خو بيا هم ډير هغه خلك چې د مسلمانۍ دعوا كوي اسلام په پوره توګه نه پيژني او نه شي كولاى د اسلام صحيح انځور خلكو ته وړاندې كړي .
تير ژوند
زه د امريكا په زړه كې په يوه سپين پوستې ارتودوكس كورنۍ كې چې دين ته ډيره ملتزمه وه وزيدلم، زما نيكونه له هغو لومړنيو كسانو څخه دي چې دې ځاى ته يې مخه كړې ده او پدې سيمه كې يې د ډيرو مدرسو او كليساگانو بنست ايښى دى .موږ له ۱۹۴۹ څخه په تګزاس كې استوګن شوو چې هغه وخت ما د ښوونځې په لومړى دوره كې زده كړه كوله.
په دولس كلنۍ كې يې ماته د تعميد غسل راكړ او مخكې لدې چې د بلوغ پړاو ته ورسيږم ډيرې كليسا گانې او عبادت ځايونه مې وكتل تر څو د هغوى په عقايدو او نظرياتو پوه شم. د مثال په توګه د پروتستانو كليسا ته لاړم او د ناصريه، مسيح، رب او رب المسيح كليسا ګانې مې وكتلې او همداشان د كاتوليكو كليساګانو ته هم لاړم.
زما پلار چې په اويايمه لسيزه كې د كشيش په توگه ټاكل شوى وو، كليسا ته يې ډير خدمتونه كړي وو او د ډيرو مذهبي ښوونځيو مالي لگښت يې پر غاړه اخيستى وو.
زما مور او پلار د مسيحي دين د لويو دعوتگر او مبشرينو سره چې د تلويزونو په تبليغي برنامو كې به يې ګډون كولو پيژندل تر دې چې هغوى له اورال روبرتز سره ليده كاته وكړل او د تيولا د ښار د عبادتي برج په جوړولو كې يې هم برخه واخيستله. هغوى د جيمي سوګرات، تامي، جيم بيكر، جيري فول ويل او جان هاګي سخت ملاتړي وو. په همدې توګه زما مور او پلار به د مبشرينو د ويناوو او محاظرو ډول ډول كستونه په شفاخانو، د متقاعدينو په كورونو او د زړو خلكو په پالنځايونو كې ويشل.
زه د تګزاس ايالت اوسيدونكى وم او خپل ټول ژوند مې د مسيحيت د دعوت لپاره وقف كړى وو. د ژوند په تيرو پنځوسو كلونو كې ما دوه ځله واده كړى، د لومړني واده پايله مې طلاق وو، پنځه اولادونه او څلور لمسيان لرم. د ژوند ډيرې هسكې ټيتې راباندې تيرې شوې دي، كله به مې لاس ډير تنګ وو او كله به بيا ډير مالداره شوم. د امريكا ټول ايالتونه مې كتلي دي او ډيرو ملكونو ته مې سفرونه كړى دى چې د هغې له ډلې څخه فرانسه، آلمان، انګلستان، ايتاليا، سويدن، دنمارك، كانادا، مكسيكو، هلند، ايرلند، او استراليا دي. د شهزادګانو او ګدايانو، رهبرانو او برده ګانو د ناتسې ولاړې څخه برخمن شوى يم. د ډيرو قصرونو ميلمستياوې مې هم خوړلې دي او په ډيرو ملكونو كې مې د بيلابيلو كلوپونو انحصاري غړيتوب هم درلود. آن دا چې په زندانونو كې مې له زندانيانو سره هم ناسته ولاړه درلوده.
د برياليتوب راز
پدې عمر كې چې ما تر ټولو مهم څيز لاس ته راوړ،هغه د برياليتوب او نيكمرغۍ راز وو.دغه راز د لاندېنيو پوښتنو په سم ځوابولو كې نغښتى دى.
1. زه څوك يم؟
2. د ژوند هدف څه دى؟
3. آيا كوم خداى شته؟
4. څرنګه هغه ته رسيدلاى شو؟
5. ايا له مړينې څخه وروسته ژوندې كيدل ريښتيا دي؟
تر څو چې انسان دغو پوښتنو ته قانع كوونكي ځوابونه ورنه كړي، هوساينې او آرام ته نشي رسيدلاى. دغې هوساينې ته تر هغه رسيدل ناشوني دي چې انسان د ژوند په موخه باندې پوه شي او بيا دې موخې ته د رسيدو لپاره خپله ټوله هڅه وكاروي. دا هم بايد وويل شي چې تر هغه پورې دې حقايقو ته رسيدل ناشوني دي چې انسان خپل خالق ونه پيژني. انسان دا مني چې پخپله د خپل ځان، چاپيريال او نورو څيزونو خالق ندى او دا ټول د انسان له وس څخه پورته دي.نو بايد په يو ډير لوى خالق او رازق باندې ايمان ولري او د هغه په وجود باندې اعتراف وكړي. هغه پيدا كوونكى چې له هر اړخه پوره او كامل دى.ازلي او ابدي دى، نه له چا پيداشوى دى او نه چا ته اړ دى، بلكه د هستي ټول موجودات هغه پيدا كړي دي او هغوى ته روزي وركوي.دغه رب هيڅ هغه څيز ته چې د انسان په ذهن كې ګرځي ورته والى نلري.نو اوس دغه الله ته ځان سپارل او د هغه اوامر منل همغه څه دي چې اسلام ورته ويل كيږي او دا د ټولو پيامبرانو دين دى.
دا چې زه څنګه الله ته تسليم شوم او د اسلام په دين مې منګولې ولګولې كيسه يې په لاندې ډول ده.
زه د امريكا په متحده ايالاتو كې زيات خلك پيژنم چې د اسلام دين يې منلى دى. خو ډير كسان زما تجربې ته په بيله سترګه ګوري ځكه د عادي خلكو لپاره د پلرني دين پريښودل ساده خبره بريښي خو دا چې يوه مذهبي كورنۍ چې ټول غړي يې د مسيحيت د دريو بيلابيلو څانګو ( كاتوليك، پروتستان او ارتودوكس) ټينګ كشيشان وي، اسلام د خپل دين په توګه ومني، هر چا ته لږ نه، بلكه ډيره د حيرانتيا وړ ده.
فطرت ته بيرته ګرځيدل
زه شخصا (اسلام ته د داخليدلو ) كلمه مناسبه نه بولم او د هغې پر ځاى (اسلام ته بيرته راګرځيدل) خوښوم او دا فهم مې د اسلام د تعاليمو څخه اخيستى دى. په ځانګړې توګه چې پيامبر (ص) فرمايي: \"هر ماشوم په فطرت باندې(الله ته تسليم) دنيا ته راځي او دا د هغه مور او پلار دي چې هغوى مجوسي، عيسوي، يا يهودي كوي.\" لدې امله د اسلام منل همدې لومړني فطرت ته بيرته ورگرځيدل دي.د اسلام د حقانيت په هكله بايد يو څه ته اشاره وكړم چې يو شمير كسان د هر دليل په بنسټ چې وي تل خپل دين بدلوي او بل مني چې دا يوه عادي خبره ده، خو دا چې د نړى په ګوټ ګوټ كې د بيلابيلو اديانو د واعظانو، كشيشانو، ديني لويانو او مذهبې خلكو څخه ډلې ډلې خلك يوه ځانګړي دين ته ننوزي نو دا پخپله د هغې د حقانيت ثبوت دى.
د اديانو پراخه مطالعه
وروسته لدې ما د اديانو او مذاهبو په هكله په څيړنو پيل وكړ، د يهوديت، بوداييزم، هندوييسم، د امريكا د اوسيدونكو معتقدات او نور اديان مې مطالعه كړل خو اسلام هغه يوازينى دين وو چې ما د هغې په هكله څيړنه او مطالعه ونكړله، دا ځكه چې ما له اسلام څخه ډيره كركه لرله او د لويديځ ډير خلك همداسې دي. موږ ته ويل شوي وو چې مسلمانان په خداى ايمان نلري، هغوى د عربستان په ټاپو وزمه كې يو صندوق سپيڅلى گڼي او سربيره پردې په ورځ كې پنځه ځله ځمكه ښكلوي .
موږ دا هم اوريدلي وو چې مسلمانان تروريستان دي، هغوى الوتكې تښتوي او د بتانو عبادت كوي.
د تحصيلي رشتې په توګه د موسيقي غوره كول
د وخت په تيريدلو سره مې د موسيقي له بيلا بيلو ډولونو سره مينه پيدا شوه په ځانګړې توګه د جوسبيك د موسيقۍ ډير ليواله وم. لكه څرنګه چې زموږ د كورنۍ ټول غړي متدين وو او موسيقي ېې خوښيدله نو ما په ډيره مينه سره د موسيقي په زده كړه پيل وكړ او له دوو كلونو وروسته د كشيش رتبې ته ورسيدلم. په ۱۹۶۰زيږديز كال كې مې د موسييقۍ د استديو د جوړولو كار پيل كړ چې په ۱۹۶۳ كې په لوريل او ماريلاند كې د موسيقۍ د څو استديوګانو خاوند شوم او هغوى مې د استيس د موسيقۍ د استديو په نوم ونومولې .
بې ځوابه پوښتنې
ما او پلار مې په تيرو ديرشو كلونو كې په سوداګرۍ كې د يادولو وړ پرمختګ وكړ پداسې توګه چې په تګزاس، اوكلاهاما او فلوريدا كې مو د پيانو او اورګن لوى نندارتونونه جوړ كړل او لدې لارې څخه مو ميليونونونه ډالر گټه لاس ته راوړله خو لدې سره سره زه هيڅكله هم سكون او نفسي هوساينې ته (چې حقيقت ته په رسيدو سره لاس ته راځي) ونه رسيدلم. ډيرو زياتو پوښتنو مې ذهن پريشانه كړى وو: زما پالونكي زه د څه لپاره پيدا كړى يم؟ هغه له ما څخه د كومو كارونو ترسره كول غواړي؟ اصلا زما پالونكى څوك دى؟ ولې په لومړنۍ ګناه ( original sign) باور لرو ؟ د آدم (ع) بچيان ولې مجبور دې چې د هغه د گناه پيټى يوسي او تر ابده پورې ملامت و اوسي..... ؟
خو له هر مسيحي عالم څخه چې دا سوالونه وپوښتې نو درته وبه ووايي چې ته بايد يوازې پدې څيزونو باندې ايمان ولرې او د حقيقت په هكله يې پوښتنه ونه كړې ځكه دا هيچا ته هم څرګند ندى.
تر ټولو مهمه مسئله د تثليت را ته ښكاري. د مسيحيت نړى د دې موضوع له حل څخه پاتې راغلې ده چې څنګه واحد خداى په درى ګونو برخو بدليدلاى شي. او دا چې قادر او واكمن خداى په هر څه قادر دى خو نه شي كولاى په مستقيمه توګه د بنده ګانو ګناه وبښي نو لاچاره د انسان په بڼه بدليږي او ځمكې ته را ښكته كيږي، د انسان په توگه ژوند كوي او وروسته لدې د ټولو انسانانو ګناه په خپله غاړه اخلي.
له مسلمان سره ليده كاته
د ۱۹۹۱ كال په پاى كې زما پلار له يوه مصري سوداګر سره تجارت پيل كړه او له ما څخه يې وغوښتل چې له هغه سره وګورم، لومړى مې په سترګو كې د مصر اهرامونه، د ابوالهول مجسمه او د نيل ښكلى او تاريخي سيند را تاو شول خو وروسته مې مور او پلار را ته وويل چې هغه مسلمان دى. دې خبرې زه حيران كړم او هغه څه مې چې د مسلمانانو په هكله اوريدلي وو خپل پلار ته بيان كړل او ورته ومې ويل چې هغوى ترهګردي ، هغوى الوتكې تښتوي، چاودنې كوي او... تر دې لا پورته په خداى ايمان نلري ، د ورځې پنځه ځله ځمكه ښكلوي، په دښته كې يوه صندوق سپيڅلى ګڼي....
ما نه غوښتل د يوه مسلمان سره ووينم خو پلار مې ډير ټينګار وكړ، بالاخره چې زه مجبور شوم او دا ليده كاته مې د څو شرطونو په ايښودلو سره ومنل.
د ملاقات وخت د يكشنبې په ورځ د لمانځه څخه وروسته وو. ما د تل په شان له لمانځه څخه وروسته انجيل په څنګ كې نيولى او صليب مې په غاړه كې پروت وو او ځانګړې خولۍ مې پر سر وه چې په هغه باندې ليكل شوي وؤ: \"مسيح پخپله خداى دى\" زما ښځه او دوه لوڼې هم راسره وې او موږ ټولو د لومړې ځل لپاره د يوه مسلمان سره د ليدو كاتو لپاره پوره تيارى نيولى وو.
كله چې شركت ته ننوتلم نو له پلار څخه مې وپوښتل:هغه مسلمان چيرته دى؟ هغه د يو كس په لوري چې مخامخ ورته ناست وو اشاره وكړه. زه د هغه په ليدو حيران شوم.دا يو مسلمان نشي كيدلاى.
ما د يوه قوي هيكله انسان د ليدو تمه كوله چې اوږدې جامې به يې په ځان كې وي، لوى پټكى پر سر او اوږده ږيره به يې د كميس تر لمنې پورې رسيږي، ګڼو وروځو به يې ټنډه پوښلې وي...... خو دې سړي ږيره نه درلودله، د سر ويښتان يې هم ډير نه وو، هغه خوش برخورده، آرام، مهربانه او مؤدب وو او ما ته يې په مينه لاس راكړ.زما باور نه كيدلو. ما د دې ډول چلند تمه نه كوله، زما په ذهن كې هغوى توند، تروريست، او بم ايښودونكي راگرځيدل.
د دې وضعيت په ليدو مې له ځان سره وويل: دا مهمه نده چې له هغه سره سوداګري وشي او كه نه، زما په آند خو دا سړى مرستې ته اړمن دى او بايد ژر تر ژره هغه له ګمراهۍ څخه وژغورم او د الله لوري ته يې راوبلم. ځكه مې له لنډې مقدمې څخه وروسته ترې وپوښتل:
د خبرو پيل
: آيا په الله باندې ايمان لرې؟
: هو
: ډير ښه. آيا په آدم او حوا باندې ايمان لرې؟
:هو
: ابراهيم عليه السلام څنګه؟ او دا چې هغه د خپل رب د خوښۍ لپاره د خپل زوى قربانۍ ته تيار شو؟
:هو
: موسى عليه السلام او د هغه معجزې څنګه؟
: هو
: د نورو پيامبرانو لكه داود، سليمان او يحيى ... په هكله مو نظر څه دى،آيا په هغوى هم ايمان لرى؟
:هو
دې خبرو زه حيران كړم خو له حيرانتيا پورته ډير خوشحاله شوم او له ځان سره مې وويل: څومره ښه! خبره تر هغه څه ډيره آسانه ده چې ما تمه درلودله. اوس نو وخت رارسيدلى چې مهمه او اساسي پوښتنه ترې وكړم.
:آيا په عيسىٰ عليه السلام ايمان لرى او دا چې هغه د الله له لوري راليږل شوى دى؟
: هو
دا ماته ډيره هيښونكې وه.ځكه تردې مهاله ما ګومان كولو چې مسلمانان د حضرت عيسى عليه السلام دښمنان دي البته موږ ته دا راښول شوي وو. له همدې امله مې هغوى ډير بد ګڼل خو اوس دا زما لپاره ډيره حيرانونكې وه چې مسلمانان په تورات او هم انجيل باندې ايمان لري .په عيسى عليه السلام باندې هم ايمان لري چې هغه د الله پيغمبر دى او پرته له پلار څخه په معجزانه توګه زيږيدلى دى او دا چې عيسى عليه السلام آسمان ته تللى دي.او په آخر زمانه كې به بيرته را ښكته كيږي او د دجال په وړاندې به د مسلمانانو رهبري كوي.
اوس نو عيسويت ته د هغه ننويستل دومره زيار ته اړتيا نلري او يوازې د تعميد غسل ته اړتيا ده او زه د دې كار لپاره وړ سړى يم. ما ډير خلك مسيحيت ته داخل كړي وو خو دا به زما لپاره ډيره لويه لاس ته راوړنه وي چې زه يو مسلمان، مسيحۍ كړم.نو ځكه مې ورته وويل: كه دې خوښه وي نو يو ځاى به سره چاى وڅښو، هغه هم موافقه وكړله. په گډه سره يوې نږدې قهوه خانې ته لاړو او زما د خوښې د موضوع(عقايد او اديان) په هكله مو سره خبرې وكړې.
ما ډيرڅه وويل او په ډيره تونده مې په اسلام باندې تيرى وكړ خو هغه زما ټولې خبرې په سړه سينه اوريدلې
ملګرتيا او اغيز:
وروسته لدې ليدو كاتو نه راضي شوم چې د هغه سره په سوداګرۍ كې بوخت شم. زه پوه شوم چې دا مسلمان په ښه توگه خبرو ته غوږ نيسي. آرام اوبا وقاره سړى دى، هيڅكله داسې پيښه نشوه چې هغه دې زما خبره پرې كړي، د هغه مېنې زما په زړه كې ځاى ونيو او له ځان سره مې سوچ وكړ چې هغه په لوړه كچه بالقوه وړتيا لري او كه لږ كوښښ پرې وكړم كيداى شي ښه مسيحى شي خو پدې نه پوهيدلم چې د الله اراده بل څه ده او زه به پخپله د دغه مسلمان ښكار ګرځم.
په ګډه سره مو په كار پيل وكړ او حتى څو سفرونه مو هم سره وكړل، په سفر او هر بل مناسب وخت كې به مو د عقايدو او اديانو په هكله سره خبرې كولې او پدې ترڅ كې به مې د خپلو موعضو هغه جالب ټكي چې په تلويزون كې به نشر كيدل هغه ته بيانول . كله كله به مې هغه ته د مسيحيت دعوتي او تبليغي كستونه هم وركول تر څو هغه ته د ځينو موضوعاتو په هكله معلومات وركړم لكه: الله، د ژوند مانا، د انسان د پيدايښت موخه، پيامبران.... همدا راز هغه به هم وخت ناوخت له خپلو تجربو څخه را ته اورولې.
يو ګام وړاندې
يوه ورځ خبر شوم چې محمد غواړي د هغه كور څخه چې پكې اوسيده ووځي . له پلار ته څخه مې غوښتنه وكړه تر څو هغه زمونږ سره په كور كې ژوند وكړي پدې توګه به له يوه پلوه خپل كارونه په ګډه سره پر مخ بيايو او له بل پلوه كوم وخت چې زه په سفر باندې ځم نو هغه به زما په كور كې وي.
پلار مې موافقه وكړله او محمد زمونږ كور ته راغى او زمونږ سره يې ژوند پيل كړ .
ما به هم طبعا خپل مبشرين او كشيشان ملګري چې په مكسيكو او نورو نږدې سيمو كې په دعوت بوخت وو له ځان سره كور ته راوستل تر څو هغه له دين څخه واړوو.
يو بل چانس
زما يو كشيش ملګرى وو چې څو ګزه اوږد د لرګي صليب يې درلود، هغه به يې تل او اوږه باندې كشولو، كله به چې سړك ته ورسيد نو لاره به بنده شوه، كله به چې خلك له موټرونو څخه را كوز شول چې څه خبره ده نو ده به ورله د مسيحيت په هكله پاڼې او نشرېې ويشلې .يو وخت دغه كشيش د زړه په ناروغۍ اخته شو او په روغتون كې بستر وو .زه به په اونۍ كې څو ځله د هغه پوښتنې ته ورتلم.
له هغه سره د روغتون په خونه كې يو بل ناروغ هم وو.يوه ورځ هغه ته د پوښتنې په خاطر ورغلم. ما ورته وويل
: نوم دې څه دى
:تا ته مهم ندى.
: د كوم ځاى يې؟
: د مشتري د ستوري.
زه پوه شوم چې دا سړى د يوازيتوب څخه ډير ځوريدلى او دې ته اړ دى چې يوڅوك ورسره خبرې وكړي.
د الله د ذات په هكله مې ورسره خبرې وكړې او د يونس عليه السلام د كيسې يوه برخه مې چې په ( عهد قديم) كې راغلې ده ورته وويله چې څرنګه الله هغه د خپل قوم د هدايت لپاره راوليږه اما خپل قوم هغه تكذيب كړ....
د داستان نچوړ مې داسې ورته بيان كړ چې موږ هيڅكله له ستونزو څخه نشو تښتيدلاى او الله تل پر موږ باندې واكمن دى.
زما دخبرو له پاى ته رسيدلو وروسته هغه له ما څخه د خپل ناوړه چلند له امله بښنه وغوښله او ويې ويل چې په خراب روحي حالت كې دى او غواړي په ځينو څيزونو اعتراف وكړي. ما ورته وويل
: زما دنده د خلكو د اعترافونو اوريدل ندي او نه هم دلته كليسا ده.
: پوهيږم. زه پخپله هم يو كاتوليك كشيش يم.
زه هك پك شوم او له ځان سره مې وويل: څرنګه مې غوښتل يوه كشيش ته نصيحت وكړم!هغه دا هم وويل چې له دولسو كلونو راهيسې يې په جنوب، مركز، نيويارك او مكسيكو كې د دعوتګر او مبشر په توګه دنده ترسره كړې ده.
وروسته لدې چې هغه له روغتون څخه رخصت شو نو ما ورته وړانديز وكړ چې زمونږ سره په كور كې يو ځاى ژوند وكړي تر څو وكولاى شو له هر لوري محمد مسيحيت ته دعوت كړو او خپل دين ته يې راواړوو. هغه هم ومنله.
عجيب كتاب
د نوي كشيش سره مو د اسلام په هكله خبرې وكړې ، هغه د اسلام نه ډير معلومات درلودل او د لومړې ځل لپاره يې را ته وويل: كاتوليك كشيشان د اسلام په هكله ډير معلومات لري آن دا چې خپلې د دكترا رسالې د اسلام په هكله ليكي. وروسته لدې چې كور ته راغى نو هره ورځ وروسته له ډوډى څخه به سره كيناستلو او د اديانو او عقايدو په هكله به مو خبرې كولې.
زما پلار به د (ملك جايمز انجيل ) له ځان سره راووړ.ما به (مراجعه ) راسره راووړ. ميرمنې مې بل انجيل درلود او جالبه خو لا دا چې كاتوليك كشيش به كاتوليكه نسخه له ځان سره راوړله چې زمونږ له اناجيلو سره يې څرګند توپير درلود او اووه جزوې يې زياتې وي همدا ډول پروتستانت نور انجيلونه لري.
موږ د دې پر ځاى چې محمد پدې قانع كړو چې اسلام پريږدي ډير وخت به مو پدې تيريده چې كومه نسخه د انجيل سمه ده او هر يوه به د خپل انجيل د صحت ادعا كوله او نور انجيلونه به يې تحريف شوي ګڼل.
يو شپه مو د تل په شان په شان د انجيل د نسخو په اړه بحث او خبرې كولې چې زما ذهن ته يوه پوښتنه راغله او له محمد څخه مې وپوښتل: د دغو څوارلس سوو كلونو په موده كې چې د قرآن له نزول څخه تير شوي دي تاسې د قرآن كريم څو بيلابيلې نسخې لرى؟
محمد په آرامۍ سره ځواب راكړ:قران يوازې يو قرآن دې او تر اوسه يو كوچنى بدلون هم ندى پكې راغلى.بلكه همغه وخت چې نازليده د پيغمبر په سلګونو صحابه وو حفظ كولو او په بيلا بيلو ملكونو كې نشر شو او په زرګونو مسلمانانو په بيلابيلو ملكونو كې پرته له كوچنى تيروتنې څخه په ياد كړ او په تواتر سره ( د ميليونونو انسانانو په زړونو كې حفظ او په ميلياردو نسخو كې ليكل شوى) موږ ته رسيدلى دى.
زه د دې خبرې په اوريدو ډير حيران شوم ځكه آن په هغه ژبه چې انجيل پرې نازل شوى اوس هيڅوك پوهيږي او د انجيل اصلي نسخې هم وركې شوې دي خو قرآن په همدې ساده گي او آسانۍ سره دوى ته رارسيدلى دى او اوس هم په ميليونونو وګړي پرته له كومې ستونزې څخه په عربې ژبه خبرې كوي .

 

پرته له موسيقى څخه لمونځ
يوه ورځ كاتوليك كشيش له محمد څخه وغوښتل چې هغه له ځان سره جومات ته بوزي تر څو د هغوى د عبادت څرنګوالى وګوري. كله چې بيرته راوګرځيدل نو ما له كشيش څخه د مسلمانانو د عبادت او مذهبي شعايرو په هكله پوښتنه وكړه.هغه وويل: مسلمانان مې وليدل چې د خپل خداى په حضور كې يې لمونځ وكړ او بيرته له جومات څخه ووتل.
ما ورته وويل: د موسيقي د اوريدلو پرته له جومات څخه ووتل؟
هغه په ځواب راكړ : هو همداسې پرته له كومې موسيقۍ څخه يې لمونځ وكړ.
كشيش په نوې جامه كې
څو ورځې وروسته بيا كشيش له محمد څخه وغوښتل چې هغه جومات ته له ځان سره بوزي. خو دا ځل له جومات څخه ژر را ونه گرځيدل او موږ تر ډيره هغوې ته منتظر. هغوى نيمه شپه كور ته راورسيدل او د دروازې زنګ يې ووهلو، ما كله چې دروازه خلاصه كړه نو له محمد سره يو ځاى چې كوم شخص ولاړ وو ما ونه پيژندلو، هغه سپينې جامې اغوستې وې او خولى يې پر سر وه . كله چې ورته ځير شوم چې هماغه كشيش وو خو اوس په بله جامه كې راغلى وو.
په حيرانتيا سره مې ورته وويل: ښاغلى كشيش! ته مسلمان شوى يې ؟
: الحمد لله چې په اسلام مشرف شوم
دا څه راوشول؟
يو كشيش مسلمان شوى وو .نور نو بايد څه شوي واى؟ زه په زينو كې پورته شوم او دوهم پوړ ته لاړم تر څو له ځان سره سوچ وكړم.آيا هغه په ريښتيا سره نيكه لار موندلې وه؟ كه چېرې داسې وي نو زه به ډير بدبخته وم چې له ميلمه څخه ورسته پاتې يم. پدې سوچونو كې ډوب وم چې ښځه مې كوټې ته راغلله، ما ورته د كشيش د مسلمانيدو په اړه خبرې وكړې او خپل سوچونه مې د هغې په اړه ورسره شريك كړل. په ناباورۍ سره مې له هغې څخه واوريدل چې له ډير وړاندې څخه يې تصميم نيولى چې اسلام ومني، ځكه چې هغه حق دين دى.
زه اوس پوره هك پك پاته وم. دا څه راوشول؟ زه بايد څه وكړم. په همدې ذهني ستړيا كې چې خوب مې يې له سترګو نه وړى وو د محمد خونې ته ورغلم او هغه مې له خوبه راويښ كړ. له هغه څخه مې وغوښتل چې بيرون ته راسره لاړ شي تر څو سره خبرې وكړو. موږ ټوله شپه قدم وهلو او خبرې مباحثه مو كوله.
د مسلمانانو د سهار د لمانځه وخت رارسيدلى وو او حق ته زما د رسيدو نيټه هم نږدې شوې وه. د سهار تر لمانځه پورې مو سره خبرې او مناقشه كوله، ټول شبهات او پوښتنې مې چې درلودې په سپينه مې ورته واورولې. وروسته زما يقين راغى چې اسلام د ځمكې پر سر يوازينى حق دين دى او د دې وخت را رسيدلى چې زه هم خپله دنده تر سره كړم او نور ځان لدې حق څخه بې برخې نكړم.

 

عجيبې شيبې
ډيرې عجيبې شيبې وې. پاملرنه وكړئ! زما په شان يو نشيط دعوتگر چې خپل ژوند يې د مسيحيت د تبليغ لپاره وقف كړى وو مسيحيت پريږدي او د تل لپاره هغه دين مني چې تر ټولو زياته كركه يې ترې درلوده.هو د اسلام دين!هغه دين چې د هغې پر ضد د غربي رسنيو تبليغاتو د نړيوالو غوږونه كاڼه كړل او د مسيحي دعوتگرو د شپو او ورځو دعاګانې د حكومتونو د پيسو تر څنګ د هغې پر خلاف كار كوي.
اي الله ! ما ته لارښونه وكړه.
د كور تر شا باغچې ته لاړم او تندى مې د مسلمانانو د قبلې په لوري په خاورو كيښود او د اوښكو څخه په ډكو سترګو مې په عاجزى زاريو سره له خداى نه وغوښتل چې ما ته حق دين را وښيي. څو شيبې وروسته مې سر راپورته كړ، نه مې پرښتې وليدې چې له آسمان څخه راښكته شي، نه مې كوم نور وليد، نه مې څه غږ واوريد، او نه مې هم سپينې كوترې ليدو ته راغلې، خو په خپل ځان كې مې يو عجيب شانته بدلون احساس كړ. له خپل تير تياره ژوند څخه چې په كفر، شرك او ناروا كارونو كې مې تير كړى وو پښيمانه شوم او په نيكمرغه راتلونكې او د اسلام په روښنايۍ باندې چې د لمر له وړانګو څخه توده او له رڼا څخه يې روښانه وه مطمئن شوم.
زه شاهدي وركوم!
خپلې خونې ته لاړم ، غسل مې وكړ او سپين رنګه جامې مې واغوستلې ځكه غوښتل مې نوى او تازه ژوند پيل كړم.
د سهار يولس بجې وې چې د دوو شاهدانو په وړاندې چې يو يې مخكيني مسيحي مبلغ ( پلار پيتر جاكوب ) وو او بل يې مصري متعهد مسلمان ( محمد عبدالرحمن مصرى ) وو ما شهادتين مې وويل:
اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد عبده و رسوله
زه شاهدې وركوم چې پرته له الله څخه بل هيڅ برحقه معبود نشته او شاهدي وركوم چې محمد د هغه بنده او رسول دى
څو شيبې وروسته زما ښځې هم ايمان راووړ،خو پدې توپير چې هغې د دريو مسلمانانو په وړاندې د توحيد كلمه وويله چې دريم يې زه وم.
پلار مې تر اوسه هم محتاط وو او دې خبرې ته يې د شك په سترګه كتل .او څو مياشتې وروسته هغه هم ايمان راووړ او زمونږ سره به جومات ته تللو.
زمونږ ماشومان
هغوى مو د نصرانيانو له مدرسو څخه را وويستل او د مسلمانانو په ښونځيو كې مو شامل كړل.د څو كلونو په اوږدو كې يې د قرآنكريم ډيره برخه حفظ كړه او د اسلام سپيڅلې ښوونې يې زده كړې.
ميره مې زموږ د كور وروستۍ غړې وه چې اعتراف يې وكړ چې عيسى عليه السلام د خداى زوى نشي كيدلاى بلكه دا د الله پيغمبر دى او د اسلام دين يې ومنلو.
دا يوازې موږ نه وو.
دا يوازې موږ نه وو چې اسلام مو ومنلو بلكې ډير زيات مسيحي كشيشان پيژنم چې د څيړنې او مطالعې وروسته يې د اسلام دين منلى دى.
تاسې كولاى شى د اسلام او مسيحيت په اړه د معلوماتو د ترلاسه كولو او همدا راز زمونږ سره د اړيكې نيولو لپاره لاندې سايتونه وګورى. ستاسې ورور يوسف استيس د امريكا د متحده ايالاتو د مسلمانانو د ديني اتحاديو مشر
www.IslamTomorrow.com www.ShareIslam.com
www.GodAllah.com www.ProphetofIslam.com
www.IslamCode.com www.IslamAlways.com
www.IslamNewsRoom.com www.ChatIslam.com
www.WatchIslam.com www.HearIslam.com