د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نرم او سخت خبر

05.06.2008 22:29

د (( نرم او سخت خبر)) په نامه يو نوى کتاب پښتو ته ژباړل شوى دى. ددغه کتاب ليکوالان بروس ډي ايټول، ډاګلس اې انډرسن، اندرايويوکو او ټامس اې پټرسن  او ژباړن يې ددغه بلاګ څښتن ( نذيراحمد سهار) دى. کتاب په سپين کاغذ او ښکلې پښتۍ و په کابل کې د ميوند خپرندويې ټولنې له خوا خپور شوى دى. کتاب ١٢١ مخونه لري. په دغه کتاب کې د ژورناليزم پر دوو نويو اصطلاحاتو((نرم خبر)) او (( سخت خبر)) بحثونه شوي ، چې په لوستلو ارزي. د کتاب د پښتۍ طرح او د کمپوز چارې پخپله ژباړن پرمخ وړې دي. د خبريالۍ په برخه کې تردې مخکې د سهارڅلور نور اثار هم خپاره شوي، چې وروستى هغه يې د رپوټ ليکنې ارونه کتاب دى، چې دانش خپرندويې ټولنې خپور کړى دى.