د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا چا د کرکټ لوبغاړي تش جېب لېږلي وو؟

حبیب الله غمخور 04.06.2008 15:49



دکرکټ دلوبې اتلانو!  وياړ  په تاسو


ښاغلی کرزی  بايد  دخپل دولت  په نماينده گۍ له دغولوبغاړونه  عفوه اوبخښنه وغواړي

آفرين دي پرتاسو شي چي په وږی نس مودنړيوالو سياليو ميدان وگاټه !

زه دسپورت په هکله هيڅ ډول معلومات نلرم ځکه خودهغه په اړه له خبرو تېرېږم ،مگر له يوې خبري تېرېداي نشم هغه له همدغوافغان شاه زلمو سره دافغانستان دالپيک دکمېټې سپک اوناروابرخورد دی .
نن په ټوله نړۍ کښي افغانان  خوشحاله وه اوافغانستان  ته ئي دکرکټ دلوبغاړو دبيرته راستنېدو لارڅارل . دډله ايزورسنيودخبر له مخی سره له دې چي دکابل هيوايي ډگرته دامنيتي ستونزوله امله دامنيتي چارواکو لخواد زيات شمير افغانانودتگ سره مخالفت کېده ،بيا هم زيات شمېرافغانانواودکرکټ  دلوبغاړو دوستان اوعلا قمندان هوايي گر ته  دهغوي دهرکلي  لپاره تللي  وه اودخپلو ځوانو لوبغاړو چې  دجرسي ټاپو په نړيوالوسياليوکې  ئې دبريا ليتوب کټلى کپ خپل هېواد ته  له ځان سره راوړ ،دزياتو خوښيو اوخوشحاليو په څرگندولوسره هرکلۍ وکړ .
دايوه منلې خبره ده چي دهر هيواد خلک دخپلو هغو کسانوپه هکله زيات اندېښمن وي کوم چې په سپورتی ياهنری سياليو کي برخه اخلي ،په تېره چي داسيالی په نړيواله کچه و ي . له همدې امله کله چې دافغانستان دکرکټ لوبغاړو په پنځم دوېږن کي خپل وروستی سيال ته ماته ورکړه سمدلاسه په ډله ايزه رسنېودهغه جملې په انترنت پاڼوکي  دفرهنگی ټولنواوځانگړو کسانو دمبارکی  پيغامونه يوپه بل سې خپرېدل اوممکن دالړۍ نوره  هم اوږده شي . نن دجون دمياشتي دوهمه په راډيو اوتلويزيونوکي دافغانستان کرکټ  دبازيوداتلانو دراستنېدوپه اړوند ځانگړي پروگرامونه خپاره شول  ،چې په ليدو او اورېدوئي هر افغان خوشحالېده ،هغه دچاخبره په کالوکي نه ځاېده .
داخوښی هغه وخت له دولتی چارواکو اوپه ځانگړې توگه دالمپيک دملي کمېټي دمشرتابه څخه دگيلې اوخوابدی  اوکرکه بدله  شوه کله چي په بهر کي افغانانوداشنا تلوېزيون په مټ زموږ دځوان اوبريالي ژورناليست دبې بې سي راډيو همکارښاغلی پسرلی سره دمرکې په طرڅ کي واورېدل شوه چي ((دکرکټ  دلوبوځوانانوته په سفر کي دافغاني چارواکو له خواهيڅ ډول مادي امکانات نه وه برابرشوي. ښاغلي پسر لي وويل چې دغو افغانانوچي په نړيوالو سياليو کښي دلوبو لپاره راغلي وه په يوه بنگلدېشی رستورانت کي  چي دښارپه يوليري کنج کي واقع دي ډوډۍ خوړل ځکه هلته ډوډۍ ارزانه وه ،دوي يوخوراک په څو نفروخواړه ،تر ځو گزاره ئي پرې وشی  .))
دښاغلي پسرلی داخبري د کرکټ د فدراسيون مشر شهزاده مسعود هم په خپله وينا کې تائيد کړې ،کوم چي دلوبغاو دراستنېدواوپه نړيوالو سياليو کښي دهغوي داتلي په اوند ئې کولې ،هغه په خپلو خبروکي   د افغان لوبغاړو سختې اقتصادي ستونزو ته  اشاره وکړه او ویې ویل چې دا ویاړ افغانانو په تشه خېټه او ولږه لاس ته راوړی دی. نوموړي وویل چې: افغان لوبغاړو په خپل جېب خرڅ - چې د المپيک ملي شورا ورکړی ؤ - تر څلورو ورځو ګوزاره وکړه . او په پاتې لسو ورځو کې يې فقط د سهار په چای ګوزاره کوله. په يو يا دوه پونډو (۴ ډالر یا ۲۰۰ افغانۍ) به يې د کچالو چپس اخيستل او ټولو به پرې بسنه کوله. دهمدې المپيک ملي شورازموږ دغو ځوانانوته چې اوس ښاغلي کرزی هم پر ې وياړي دلسو ورځو سافرخرڅ  ۲۲۰ ډالره ورکړی و.
 اوس تاسو قضاوت وکړی چې په لندن کي ډالر دفونډ په مقابل کي کوم ارزښت لري  اوله بلې خواکه هلته نرخونه په نظر کي ونيسی ، دبېلگې په توگه  په جرسي کې د یو بوتل اوبو بیه یوپونډ (۲ ډالره) ده.
زموږ ولس حق لري ددوي په بريالتوب افتخاروکړی ،مگر پد پوه نشوم  چي دالپيک دکمېټې مشرتابه دوي ته په کومو سترگو کتل ؟ اياښاغلي انور جګدلک له دوي څخه نه شرمېده چي دا ځوانان ئي  په تش جېب دڅوارلس ورځو لپاره نړيوالو سياليوته لېږلې وه ؟
وامي ورېده چې ښاغلي کرزی  اودپارلمان  مشرتابه هم  دا برى د افغانستان لپاره ستر وياړ وباله . خودځان لپاره ئې بايد شرم وبولی چي نړيوالو سياليو ته افغان زلمی په تشولاسو لېږي . دغه ډول مسايل چي په حقيقت کي دافغانستان نړيوال اعتبار  اودافغانانوملي غرورته گواښ  وي  دپارلمان په غونو بايدکي وڅېړل شي ،چې متاسفانه داکار نه کيږی  .
ايادافغانستان دعزت اوياړ لپاره دادشرم خبره نده چي بهرته دسياليو لپاره ئي  لېږل شوی ځوانان  په ۲۴ ساعته کي يوځل په اروپا کي  په وچه  ډوډۍ اوچايوگېډه ډکوي؟  ددې لپاره چي خوب  ئي يوسی ځکه په لوږ ه خوب نسي کېداي په ټوله ورځ بيا يوپاکټ چپس رانيسی اوپه ټولو ئي  په گډه خوری  .
دامنو چې دافغانستان شپږ ميليونه بې گناه وگړې مودوښو خوړلو ته اړيسته  خودادشرم اوننگ خبره ده چې نړيوالو سيالوته هم زموږ ځوانان  په تش جيب لېږی تر څو هغوي هلته هم له اقتصادي اوروانی ستونزوڅخه په امان کي پاته نه وي  .
آفرين دي پر دوي اوددوي پر مور اوپلار وی چي داسي شاه زلمی ئې روزلې  چې په وږې گېډه په عيشونو او نوشونو کي له غرقو سيالانوسره سيالي کوی اوهغوي ته ماته ورکوي  .
ايا داانصاف  او افغانيت دی چې ددوي سيالان  په لکسو هوټلوکي ژوندکوي ،په لکسو رستورانتو کي  ډوډۍ خوري  اودژوند هرډول شرايط ورته برابر دي ،مگر زموږ وياړلي لوبغاړي  بيا په ورځ کي  يوه ځل خواړه خوری؟ داپداسي حال کي چي ددولتي لوړپوړوچارواکودهريوه ديوې ورځې  مصرف له دولتي بودجې نه تر ۱۰۰۰ډالره اوچت دی . که دالمپيک  کمېټې ښاغلو مشژانونه غوښتل چي دبهرنيانولخوا مرسته شوی پيسې دوي ته ورکړی ،بهتره داوه  چي له افغانانو څخه ئي  مرسته غوښتې واي .پدې پوره باورلرم  چي افغانان دا شهامت اوغيرت لري چې خپل ځوان دسيال سره سيال کړی .دافغانانو لپاره داپه هيڅ ډول دمنلو وړنده بلکي دادشرم اوعار خبره ده چي بهرته لېږل شوی ځوانان ئي  شپې او ورځی په وږی نس تيري کړی اوسترگی ئي دنوروپه دسترخوان کوي . زه اوس پردې تبصره نه کوم چي په ټوله نړئ کښي هغوته چي په سپورټی سياليو اوبازيو کښي مصرف دي بهترينه غذااودژوند پوره شرايط برابروي .
که انصاف اوعدالت وي دالمپيک له کمېټي نه بايد جدي پوښتنه اوبازخواست وشی اوددې کارعاملينوته قانونی  جزاورکړه شي . اړينه ده چي نور دالپيک دکمېټې رياست  له تنظيمی انحصار نه خلا ص ،او دادنده يوه مسلکي اوخواخوږي شخص ته وسپارل شي.
ولسمشرښاغلی کرزی  بايد  دخپل دولت  په نماينده گۍ له دغو لوبغاړونه  عفه اوبخښنه وغواړي اوپه راتلونکي کښي زموږ  ځوانان بهرته دسپورتي ،فرهنگي ،هنری  سياليوکي دگډون لپاره په تش جيب  اوخالي لاس ونه لېږي . پاي