د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډیمکرا سۍ د ځوانانو اخلاق فاسد کړل

سیدرحمن فقیرزی 02.06.2008 17:49
هیواد ته د لویدېځې ډیموکراسۍ په را تګ سره هر څه په بله واوښتل او ورځ تر بلې د لوېدځوالو دوود او کلتور پکې وده وکړه اوزمو ږ پرسپیڅلې افغا نې کلتور باندې یې خپل شوم سیو رې وغړولې چې په پایله کې یې زموږ د ټو لنې ځوانان د بې لارې او بد مرغۍ لورې ته ور وکا ږل شول باید وویل شې جې د ډېموکراسۍ دغه نا وړه اغیز په هغو ولا یتو نوکې چې په پرتلیزه توکه د څه نا څه ښه امنیت لرونکې دي زیات تر سترګو کیږي چې د بېلګې په ډول به کابل اومزار را واخلو د هیواد په پلازمېنه[ کا بل] کې چې اوسمهال د هر یوزلمې او پېغلې کړو وړو ته څوک و ګورې نو د د سترګو په رپ کې کې به یې انګیرنه دا وې چې دلوېدځ کلتور مخ پر ودې او افغانې کلتور مخ پر ځوړ روان دی ځکه چې د کابل هر زلمې او هره پېغله په تنګو تنګو پتلو نونو کې ګرځې که څه هم ښا یې د ځېنو زلموټو به له دې امله پتلونونه پر ځان وې چې یاخو به یې دښوونځې او پوهنتون جامه وې او یاخو به په کوم دفتر کې بې له درېشۍ د دندې تر سره کول ورته ښه نه ښکارې ځکه چې او سمهال که کوم دفتر ته په شخصې جامو کې څوک ورشې نو د کار له ورکولو څخه به نټه ورته وکړې په کارځایونوکې پتلون تر کارې پوهې لوړ ګڼل کیږي خوکه بل لور ته ځیر شو نو وبه ګو رو چې زموږ کابلې خوندې له کوم استیدلال پرته تنګ پتلونونه اغوندې او په خو را سنګار سره د نارینه وو په وړاندې ښکته پورته کیږې چې د دوی دغه چاره نه یواځې له افغانې کلتور سره اړخ نه لګوې بلکې داسلام له سپېڅلې دین سره هم په ټکر کې ده اوسمهال په کابل کې سنګار یواځې د ښځینه وو کار نه دې نارینه وو په تیره بیا زلمیانو هم دغه کار ته زړه ښه کړې دی چې د نا رینه ووسنګار تونونو ته په ورتګ سره دځان د ښکلا لپاره په خپلو مخونو راز راز څیزونه تپې د لودېځې دېمکراسۍ یواځې دا لو مه نه ده چې ځوا نان په کې ښکیل شوې تر دې کر غیړنې هم شته چې د بیلکې په ډول به انټرنټ در مخته کړم نړیوال جال [ انټرنټ] که له یوې خوا هغه و سیله ده چې د پو هنتون په توګه ترې کار اخستل کیږې خوله بل پلوه بیا د بد مرغۍ کنده هم ده ځکه چې داسې ګورتځایونه [سایټونه] هم په کې شته دي چې کتونکو ته یې له بې لارې او بد مر غې پرته بل څه نه لري چې له بده مرغه زموږ ځینو ځوانانو د همدا ډول سا یټو نو لیدو ته مخه کړې ده او درسته ورځ دبربنډو فلمونو په لیدو بو خت وي دا په دا سې حال کې ده چې د بې بې سې د یوې سروې له مخې چې وړم کال یې ترسره کړې ده دنړۍ په کچه پا کستان او افغانستان هغه هیوادونه ښو دل شوې چۍ ډیر بربنډ ساټونه په کې کارول کیږي یواخې کابل نه دې چې د لوېدځ ددا ډول سوغاتونو ښکار شوی دی مزارشریف ښار ښایې په دا ډول چارو کې له کابله هم څوګامه وړاندې وې هلته خو لایو کال دمخه دلودېځوالو ښځو په دود فیشن شو جوړه شوه خو یواځې په دې توپیرچې هغوې تر نیمایې زیاتې لوڅې وې خو دوی دا ځل پټې وې که چیرې اوسنې دولت د ځوا نانو رغنده او سا لمې رو زنې ته پاملرنه ونه کړې نو ځوانان به په اخلاقې فساد اخته اود هیواد را تلونکې به له بد مر غیو ډکه وې دولت ته بویه چې د نیمه لوڅو خپرونو د بندولوپرځای دبشپړ بربنډو هغومخه ونیسې او د افغانې کلتور د ودې په لار کې کو ټلې ګامونه اوچت کړي باید یادونه وکړم چې زه د انټرنټ د کارولوپرضد نه یم ځکه انټرنټ د نن ورځې تر ټولو ستره مالوماتې سر چینه ده خو زه یې د سمې کارونې غوښتونکې یم او دغه راز د پاکوالې مخالف هم نه یم چې خداې مکړه د هغو ورونو او خویندو سپکاوې وکړم چې چې ښه او ستره جامې اغوندي خو پر مخ باندې دې د بیلابیلو څییزونو وهل او د داسې جامو اغوستل چې د نورودپام په وراوښتلو سره فساد ته لار هواره کړای شې پاکوالې او د اسلام دسپیڅلې دین یوه برخه نه بلکې شومه او او فساد ته ورکاږونکې کړنه بولم
او د لاندنۍ لنډۍ په لېکلو سره خپلې خبرې پایته رسوم
ځار دې تر دې کږې پکړۍ شم
تړلې تاده په خیال زه در سره ځمه