د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکرکټ دملي لوبډلې دبريا له امله دلمن دادبې او کلتورې مهالنۍ خپرونې دمبارکۍ پيغام

بلال شينوارى 01.06.2008 18:28

که افغانان دجګړې په ډګر کې برياليتوب تر لاسه کولاې شي نو په نورو ډګرونو کې هم تر چا کم نه دي او دا دې اوس خو يې ټولو ته ثابته هم کړه.ښه دې چې دا دجګړې دبرې پرځاې دسپورت په ډګر کې برې دى او هغه هم په داسې يوه لوبه(کرکټ) کې چې افغانان ورسره له داڅو مخکې کالو راهيسې او تر ډيره دکډوالۍ په دوران کې بلد شويدي.جګړو ډير ځپلي يواوس وخت رارسيدلې چې همداسې بري خپل ټاټوبي ته راوړو.او دهغه چا په سترګو کې يې اغزي کړو چې موږ ته کاږه ګوري ،دلمن ادبي اوکلتورې مهالنۍ خپرونې ادارې  دبريتانيا په جرسي ټاپو کې دکرکټ سيالۍ په ډيره ليوالتيا څارلې چې دافغانانو دبري زيرې يې درسنيو له لارې ترلاسه کړ.دابرې دې ټولو افغانانو په ځانګړې توګه هغو ته چې دافغان لوبډلې دبري لپاره يې خپل پروردګار ته ددوعا لاسونه لپه کړي مبارک وي او پرداسې افغان شاه زلمو دې افرين وي چې لاپرې دجګړې دباروتو لوګې خور دې خو دخپل وران ويجاړ وطن دسرلوړۍ لپاره خولې تويوي.له افغان دولت نه په ټينګه غوښتنه کووچې دبې ځايه لګښتونو پرځاې دې پردې شاه زلمو لګښت وکړي او  ورته دې دلوبو لپاره په کور دننه اسانتياوې برابرې کړي.له افغان لوبډلې او دهغه له روزونکو هم غواړو چې پردې بري بسنه ونکړي اود هغه مزل لنډولو ته چې ددوې پروړاندې پروت دې ښه په نره مټې راونغاړي.دافغانستان دکرکټ او ټولوملي لوبډلو دنوروبرياو په هيله.
                                                                          دلمن دادبي او کلتوري مهالنۍ خپرونې اداره