د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زده کوونکى څنگه ځانمرگى شو؟

سميع يوسفزى 28.05.2008 14:40

سميع يوسفزى، بي بي سي اردو http://www.bbc.co.uk/urdu/pakistan/story/2008/05/080527_shakirullah_sen.shtml

د غټو غټو شنو سترگو والا قبايلي هلک شاکرالله د افغانستان د استخباراتي ادارې په څېړنيز مرکز کې د بې وسۍ او معصوميت يو عکس وړاندې کاوۀ.

هغه د خپل بند د کيسې د بيانولو پر مهال وويل چې د ٢٠٠٨ کال د مارچ د مياشتې په اتلسمه نېټه زه د ملي امنيت کارکوونکو د دوو افغاني ملگرو داکتر سخي گل او محمد په ملگرتيا د باروتو د يو ډک موټر سره د ترهگرۍ په تړاو شمالي وزيرستان څخه د خوست ښار ته له ننوتو سره سم ونيولم.

Shakirullah

د استخباراتي ادارې د چارواکو وېنا ده چې شاکرالله د مارچ په يويشتمه نېټه په افغانستان کې د نوي کال په مراسمو د ځانمرگي بريد لپاره افغانستان ته راوستل شوى و. د ده ملگرو سخي گل او محمد د دې خبرې اقرار کړى دى.

شاکرالله د جنوبي وزيرستان د جنډوله د سيمې دى. د ده پلار په خپل کلي کې ژوند کوي او خپل ځوى يې تېر کال د اسلامي زده کړو لپاره جنډوله سره نژدې د يو کلي په مدرسه کې داخل کړى و.

د شاکرالله د خپلې وېنا ترمخه، درې مياشتې وړاندې چې کله هغه قران شريف زده کړ نو د مدرسې د مسوول مولوي صادق دوست او په سيمه کې د طالبانو قوماندان مولوي نذيرالله ورته مبارکي ورکړه. هغه شاکرالله ته وويل چې د قران شريف له زده کړې وروسته که جهاد ته لاړ شي نو ډېر سعادت به يې نصيب شي.

شاکر په خپلو سترگو کې د بې وسۍ د اوښکو د ودرولو په کوښښ سره وويل چې بل سهار مولوي نذير بيا راغى او امر يې وکړ چې ځان چمتو کړه ته به افغانستان ته ځې. شاکرالله وايي ما ورته سوال وکړ چې ما پرېږدئ زه خپلې مور له ځم خو مولوي نذير وويل چې مور سره به بيا ووينې اوس ناوخته کېږي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې تا له تللو څخه انکار ولې ونکړ؟ شاکر د مخامخ ناست ملي امنيت د کارکوونکي سترگو ته وکاتۀ او وې ويل ((ما د انکار کولو او تښتېدلو قوت له لاسه ورکړى و. زما استاد ما ته د تللو امر وکړ او زه د عزيز الله نامي تن سره ميرانشاه ته لاړم)).

شاکرالله وايي چې ميرانشاه کې يې د اوږدو اوږدو ويښتو والا طالبانو سره شپه تېره کړه او بله ورځ سهار وختي مولوي عزيز الله هغه د پاکستان او افغانستان په پوله غلام خان سيمې ته يوړ او د هغه ځاى نه يې په يو موټر کې خوست ته ولېږۀ.

د خوست د موټرو په اډه کې ورته سخي گل ولاړ و، هغه خپلې خونې ته بوت، هلته يې شپه تېره کړه او سهار يې يو بل سړي سره ملگرى کړ چې هغه په خوست ښار کې د تبليغيانو مرکز ته بوتلو.

شاکرالله وايي چې د تبليغيانو په مرکز کې يې درې ورځې تېرې کړې. هلته ورسره تبليغيانو سره د خوراک څښاک کولو اجازه وه خو چا سره د خبرو کولو اجازه ورته نۀ وه. هلته دى درې ورځې تر نظارت لاندې و او هيچا سره يې خبرې ونکړې.

په څلورمه ورځ داکتر سخي گل دى په موټرسايکل باندې خپل کور ته بوتلو او شپه يې هلته تېره کړه. په پنځمه ورځ سهار داکتر سخي گل او محمد دى ځان سره ښار ته بوتلو.

شاکرالله وايي وروسته ورته معلومه شوه چې د موټر په اولني سيټ چې دۀ سره کومه خلطه پرته وه هغه د چاودېدونکو موادو نه ډکه وه. هغه وايي ((وروسته ماته امنيتي کسانو د تلويزيون په مخ هغه خلطه وښودله چې د اوړو په څېر سپينو شيانو نه ډکه وه)).

شاکرالله زياته کړه چې هغه نه کله چېرته نظامي ټرېننگ ته تلى دى او نه يې هغه مدرسه کې څوک په ټرېننگ ليدلي دي چې ده پکې سبق وايۀ. هغه دا هم ندي ليدلي چې گوندې د قران بل کوم زده کوونکى "جهاد" ته لېږل شوى وي.

شاکرالله وويل چې د هغۀ خوښې خلاف دلته راوستل شوى دى او که خوشې شي نو نېغ به د خپلې مور خوا ته ځي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې که خوشې شې د مدرسې د ملا او عزيز الله سره به څه کوې؟ شاکرالله وويل: هغه ډېر زورور خلک دي، زه هغوى سره هيڅ نشم کولاى.

د شاکرالله درې نور ورونه او يوه خور ده. مشر ورور يې په عربي اماراتو کې کار کوي، بل چې کمال الدين نومېږي د کراچۍ په سهراب گوټ کې مزدوري کوي او درېم په کلي کې د خپل مور او پلار سره اوسېږي. شاکر په ټولو ورورنو خويندو کې کشر دى، يواځې قران يې زده دى، نور هيڅ نشي لوستلى.

شاکر راته وويل چې د بند په وخت کې د افغانستان د استخباراتي کسانو لخوا نه وهل شوى او نه پرې بل زور زياتى شوى دى. د هغه خپله مور ډېره يادېږي. وايي چې کله په خوست کې و نو دوه ځل يې پلار ليدلو له راغى خو ورپرې نۀ ښودل شو.

د افغانستان د استخباراتو د يو لوړپوړي افسر سعيد انصاري وېنا ده چې په قبايلي سيمو کې د القاعده او طالبانو ترورستان د لسو او څوارلسو کالو ماشومان د ځانمرگي بريدونو لپاره تربيه کوي او افغانستان ته يې رالېږي.

سعيد انصاري زياته کړه چې ترورستان ډېر په اسانۍ کولاى شي دا ماشومان په مختلفو طريقو کنټرول او بيا يې د ريموټ کنټرول په واسطه والوځوي. هغه زياته کړه چې يو کال وړاندې هم يو ماشوم د خوست په والي ارسلا جمال د ځانمرگي بريد څخه وړاندې ونيول شو او بيا ولسمشر حامد کرزي معاف کړ.

شاکرالله به کله خوشې کېږي؟ افغان چارواکي وايي چې  د ده عمر کم دى محاکمه کېداى هم نشي خو بيا هم د خوشې کولو پرېکړه به يې په لوړ کچ کېږي.