د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان جګړه د سپتمبر له یوولسمې څخه پخوا لا پلان شوې وه

محب 27.05.2008 14:27

له انګلیسي نه جرمني ته ژباړونکی:و:
پاتریک مارتین (۲۰۰۱ نومبر۲۰)، په نړیجال (انترنیت) کې د خپریدو ڼیټه ۲۲نومبر) ۲۰)
پښتو ژباړه: محب

 

د باخبره سرچینو له رپوټونو څخه چې د بریتانیا، فرانسې او هند په رسنیو کې خپاره شوي، جوتیږي چې د امریکا د حکومت استازیو افغانستان ته د همدې(۲۰۰۱ ـ ژباړونکی) کال په اوړي کې لا د جګړې ګواښ کړی و.
د دغو رپوټونو تر مخې په دې لړ کې ان په جولای کې اعلام شوې وه، چې د اړتیا په حال کې به « په افغانستان کې پوځي عملیات د واورې له ورېدو ترمخه، چې ترټولو ناوخته نیټه به یې د اکتوبر منځ وي، تر سره شي.» د بوش حکومت پر دغه د زړه سوي وړ او بې وزله شوي هیواد په رښتیا هم د اکتوبر پر اومه بمباري پیل کړه. د امریکا د متحدو ایالتونو د ځانګړیو عملیاتو د ټولګیو ځمکني بریدونه بیا د اکتوبر پر ۱۹ پیل شول.
ناڅاپي نه ده چې [دغه رپوټونه] او رسواکونې د امریکا په متحدو ایالتونو کې خپرې نه شوې، ځکه چې د نورو هیوادونو واکمن پاړکي( حاکمې طبقې) خپلې اقتصادي او سیاسي ګټې پالي. دغه ګټې د امریکا د واکمن پوړ له هڅو سره، چې غواړي د منځنۍ اسیا د نفتو شتمنې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي، یوشان نه دي او کله ناکله ان له هغو سره په مخامخ مخالفت کې دریږي.
امریکایي رسنیو [د خپل هیواد] واقعي اقتصادي او ستراتیژیکي ګټې د افغانستان پر خلاف د جګړې تر شا په هدفمنه توګه پټې کړې دي، څو داسې وښیي چې دغه ټوله جګړه ګنې د سپتمبر د یوولسمې د ترهګرو بریدونو په وړاندې د غبرګون په توګه یوازي په یوه شپه کې پلان شوې ده.
د امریکا د ټلویزیوني چینلونو او سترو ورځپاڼو مبصران د طالبانو پر حکومت [د امریکا] چټک پوځي بری د یوه ناڅاپي ښه مرغه چانس په توګه نمانځي. دوی د عامه افکارو پام له هغې ښکاره پایله اخیستنې څخه بلې خوا ته اړوي چې هر جدي څارونکی یې باید د تیرو دوه اونیو له پیښو څخه ترلاسه کړي او هغه دا چې: د امریکا د متحدو ایالتونو تر ملاتړ لاندې د پوځي ټولګیو چټک بری د امریکایي پوځیانو له خوا د هغه په خورا ځیر او غور سره د جوړ شوي پلان او چمتوالي څرګندویه دئ، چې د نړیوالې سوداګرۍ پر مرکز او پینټاګون [دفاع وزارت] باندې له بریدونو څخه ډېر پخوا باید ترې ګټه اخیستل شوی وای. د امریکا په رسمي اسطوره کې راغلي چې د څلورو سپرلۍ وړونکو الوتکو له تښتول کیدو او د څه ناڅه پینځه زره کسانو له وژل کیدو وروسته «اوس نور هیڅ شی د پخوا په شان نه دئ». د دغه تعبیر تر مخې په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو پوځي لاسوهنه له یوې میاشتې نه په لږ وخت کې په ډیره چټکه او فی البدیهه توګه چمتو شوه. د دفاع د وزیر مرستیال پاول ولفوویڅ د نومبر پر ۱۸ د یوې ټلویزیوني مرکې په ترڅ کې ان ادعا وکړه چې د دغه پوځي برید پلانولو یوازې درې اونۍ وخت وغوښت.
دا د افغانستان پرخلاف د جګړې په اړه د پینټاګون او سپینې ماڼۍ د پراخو درواغو یوازې یوه بیلګه ده. په حقیقت کې د متحدو ایالتونو پوځي لاسوهنه له نوموړو ترهګرو بریدونو څخه، چې د دغې لاسوهنې پلي کولو ته یې عملي پلمه په لاس ورکړه، په ټولو جزیاتو سره ډیره پخوا لا چمتو شوې وه. که چیرې تاریخ د سپتمبر له یوولسمې نیټې څخه ان ټوپ وهلی او د نوموړې ورځې پیښی هیڅکله هم نه وای رامنځته شوې، نو د امریکا متحدو ایالتونو به بیا هم په ډېر احتمال او تر ډېره ځایه له همدغه مهالوېش سره سم په افغانستان کې جګړه پیل کړې وای.
افغانستان او د نفتو ښکار:
د امریکا د متحدو ایالتونو واکمن پوړ لږترلږه له لسو کلونو راهیسې په منځنۍ اسیا کې یوه جګړه تر غور لاندې نیولې وه. ان پر ۱۹۹۱ کال د خلیج په جګړه کې د عراق له ماتې وروسته د «نیوزویک» په نامه د امریکا یوې خبري مجلې د «دښتې ډال عملیات؟» تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه. په هغې کې ویل شوي وو چې امریکایي پوځیان په قزاقستان کې یو پلان چمتو کوي چې د خپلې بیلګې له مخې په سعودی عربستان، کویت او عراق کې د «صحرا ډال عملیاتو» ته ورته والی لري.
په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد ړنګیدنې، منځنۍ اسیا ته د امریکا د اغیز د ورپراخیدو له پاره لاره پرانیسته او د نفتو او غازو د سترو زېرمو موندنو دغه اشتها لا پسې زیاته کړه. سره له دې چې د کسپین سمندرګي غاړه (باکو) ان له سلو کالو راهیسې د نفتو د راایستنې یو مرکز و، خو په شمال لویدیځ (قزاقستان) او د کسپین د کاسې د سویل لویدیځ (تورکمنستان) په شاوخوا کې نوې سترې زېرمې یوازې د تیرو لسو کلونو په ترڅ کې کشف شوې دي.
د امریکا د تیلو شرکتونو په دغو نویو سرچینو کې، چې د نفتو د راایستنې تمه پکې کیږي، د ځان له پاره په سلو کې د ۷۵ ونډې حقوق ډاډمن کړي دي. دغه راز د امریکا د حکومت چارواکي د کسپین کاسې او منځنۍ اسیا ته په ډیرې هیله منتیا سره د پارس خلیج په بې ثباته سیمه کې د نفتو په زيرمو پورې د [امریکا] د تړلتیا په وړاندې د یوه الترناتیف په سترګه ګوري. د تیلو د راایستنې د حقوقو د ترلاسه کولو په باب په تړونونو پسې ډیر ژر امریکایي پوځونه هم [سیمې ته ورسیدل]. پر۱۹۹۷کال د امریکا د متحدو ایالتونو د ځانګړو عملیاتو ټولګیو د قزاقستان له پوځ سره ګډ تمرینونه وکړل. یو کال وروسته له اوزبکستان سره هم ورته مانورونه ترسره شول. د هغو په ترڅ کې په تیره د هیواد د سویل په غرنیو سیمو کې، چې په ګاونډ کې یې قرغزستان، تاجیکیستان او د افغانستان شمال پروت دئ، د عملیاتو تمرینونه وشول. و
د منځنۍ اسیا د انرژۍ له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې تر ټولو مهمه ستونزه له دغې سیمې نه، چې له سمندرونو سره ګډه پوله نه لري، نړیوالو بازارونو ته د تیلو او غازو په رسونه کې نغښتې ده. د امریکا حکومت نه غوښتل د دې کار له پاره د روسیې د نللیکو (پایپلاینونو) له شبکې او یا هم د وچې له لنډې لارې څخه، چې د ایران له خاورې نه د پارس خلیج ته تیریږي، ګټه واخلي. د دې پر ځای د نفتو کنسرنونو او د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د وروستیو لسو کلونو په ترڅ کې
:د نللیکو یو لړ الترناتیف تګلوري په لاندې ډول تر څیړنې لاندې نیولي وو
د لویدیځ پر لور د اذربایجان، ګرجستان او تورکیې له لارې د مدیترانې سمندرګي ته، د ختیځ له لوري د قزاقستان او چین له خاورې نه ارام سمندر ته او بله لار چې روان کړکیچ ته په پام سره ځانګړی
ارزښت لري هغه سویلي لوری دئ چې له تورکمنستان، د افغانستان له لویدیځ او پاکستان څخه دهند سمندر ته تیریږي.و
ې[په دې ترڅ کې] د یونیکال په نامه د نفتو امریکایي کنسرن له فغانستان څخه د یوې نللیکې د غځولو له پاره هلې ځلې پیل او د طالبانو له حکومت سره یې جدي خبرې اترې تر سره کړې. خو له هغې وروسته چې په کینیا او تانزانیا کې د امریکا د متحدو ایالتونو پر سفارتونو د بمي بریدونو په پایله کې، چې مسوول یې اسامه بن لادن وګڼل شو، د امریکا او افغانستان تر منځ اړیکي خړ پړ شول، نو دغه خبرې هم پرته له کومې پایلې پرې شوې. په دې لړ کې د ۱۹۹۸ کال په اګست کې د کلینټن حکومت د افغانستان په ختیځ کې د بن لادن پر شکمنو پنډغالو د میزایل توغندیو بریدونه وکړل. له دې سره جوخت د امریکا حکومت له طالبانو څخه د بن لادن د ورسپارلو غوښتنه وکړه او پر دغه هیواد یې اقتصادي بندیزونه ولګول. په دې توګه د نللیکو په باب خبرې اترې لاپسې اوږدې شوي. و
د طالبانو د رانسکورولو هڅې: و
د ۱۹۹۹ کال په بهیر کې د امریکا متحدو ایالتونو پر افغانستان خپل فشار په پرله پسي توګه زیات کړ. د همدې کال د فبرورۍ پر درییمه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال کارل ی. ایندیرفورت او په همدې وزارت کې له ترهګرۍ سره د مبارزې د څانګې مشر مایکل شیهان د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال عبدالجلیل سره وکتل. هغوی نوموړي ته خبرداری ورکړ چې د امریکا متحد ایالتونه به د بن لادن د هر ډول راتلونکو ترهګرو بریدونو له امله د افغانستان حکومت حساب کتاب ته راکاږي. و
د «واشنګټن پوست» ( د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د ۳ نیټې) له یوه رپوټ څخه په ډاګه کیږي چې د کلینټن حکومت د پاکستان د هغه مهال له ولسمشر[لومړي وزیر،ژباړونکی] نواز شریف سره پر ۱۹۹۹ کال د ګډو پټو عملیاتو په اړه هوکړه کړې وه چې اسامه بن لادن به وژني. د دغې هوکړې تر مخې د امریکا متحدو ایالتونو باید د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې ترلاسه شوي څارګریز(استخباراتي) رپوټونه، هوایي ملاتړ او پیسې او پاکستان باید پر پښتو ژبه بلد ایجینټان چمتو کړي وای، چې د پاکستان سویل ته ورننوتي او دغه وژنه یې ترسره کړی وای. و
د «واشنګټن پوست» په وینا د هماغه کال په اکتوبر کې د پاکستان کوماندو عملیاتو ته چمتو وه. د هغه مهال د حکومت یوه چارواکي نوموړې ورځپاڼې ته ویلي وو، چې «پلان پر مخ روان و». د کلینټن همکاران د وژنې د دغه برید په انځورولو سره، چې د بري زیري یې ورکاوه، خورا په مستۍ کې وو. د هغوی له ډلې نه د یوه په وینا «دا لکه د کرسمس[جشن] داسې و». و
خو د ۱۹۹۹ د اکتوبر پر ۱۲ نواز شریف د جنرال پرویز مشرف له خوا د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې راوپرځول شو [او د پاکستان] نوي حکومت دغو پلان شويو پټو عملیاتو ته شا کړه. په دې توګه د کلینټن حکومت اړ و چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر یوه پریکړه لیک باندې زړه خوشاله کړي. په هغه کې یوازې غوښتنه شوې وه چې بن لادن دې «مسوولو ادارو» ته وړاندې کړی شي، خو د امریکا متحدو ایالتونو ته یې د سپارنې غوښتنه نه وه شوې. و
:مک فرلین او عبدالحق
په ۲۰۰۰ کال کې د امریکا متحدو ایالتونو د طالبانو د راپرځولو په موخه خپلو هڅو او هلو ځلو ته دوام ورکړ. دا خبره له هغه رپوټ څخه په ډاګه کیږي چې د «وال سټریټ ژورنال» په نامه د امریکا یوې سترې ورځپاڼې د نومبر پر ۲ خپور کړ. نوموړی رپوټ د رابرټ مک فرلین[۲] له خوا، چې د ریګن د حکومت د ملي امنیت پخوانی سلاکار و، لیکل شوی و. د شیکاګو دوو شتمنو محتکرانو جوزف او جیمز ریچي[۳]، مک فرلین ګمارلی او له هغه نه یې غوښتي وو چې په پاکستان کې د افغان کډوالو په پنډغالیو کې د طالبانو پر خلاف د چریکي جنګیالیو په راجلبولو او سازمان ورکولو کې له دوی سره مرسته وکړي. له نوموړو سره د اړیکو مهم افغان کس د مجاهدینو یو پخوانی مشر([قوماندان]) عبدالحق و چې تیره میاشت پخپل ولایت کې د پاڅون په موخه له ناکامې هڅې نه وروسته د طالبانو له خوا ووژل شو. مک فرلین د ۲۰۰۰ کال په مني او ژمي کې له عبدالحق او نورو پخوانیو مجاهدینو سره څو ځلې وکتل. پردندې باندې د جورج بوش د حکومت له پیل کولو وروسته مک فرلین د جمهوریت غوښتونکي ګوند غړي، چې ده ورسره اړیکي درلودل، دې ته وهڅول چې د بهرنیو چارو د وزارت، پینټاګون او ان سپینې ماڼۍ له کارکوونکیو سره یو لړ غونډی او لیدنې کتنې وکړي. هغوی ټولو د طالبانو پر خلاف د پوځي عملیاتو له پلان او چمتووالي څخه ملاتړ څرګند کړ. و
جیمز ریچي له عبدالحق او پیتر ټامسن سره یوځای[د۲۰۰۱ کال] په اوړي کې، یانې د امریکا د متحدو ایالتونو له هوایي ګوزارونو څخه[ښایي د لیکوال موخه به په امریکا کې د سپتمبر د ۱۱ بریدونه وي؟ژباړونکی] لا ډېر مخکې تاجیکیستان ته سفر وکړ. ټامسن د بوش ـ پلار د حکومت پر مهال [په پاکستان کې] د افغان مخالفانو له پاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله. نوموړو په تاجیکیستان کې د شمالي ټلوالې له مشر احمدشاه مسعود سره وکتل. څرنګه چې شمالي ټلوالې د یوازني پوځي ځواک په توګه د پخوا په شان د طالبانو پرخلاف له ټینګاو او مقاومت څخه کار اخیست، نو اړینه وه چې راتلونکي او له پاکستان څخه ترسره کیدونکي بریدونه له دغې ټلوالې سره همغږي کړی شوي وای. و
د مک فرلین د څرګندونو تر مخې، په پای کې عبدالحق پریکړه وکړه چې « د اګست په منځ کې باید په افغانستان کې عملیات پیل شي. نوموړی [له هغه ځایه] د پاکستان د پیښور ښار ته بیرته راستون شو، چې وروستی تیاری ونیسي». په دې توکه د افغانستان پر خلاف د جګړې دغه پړاو د سپتمبر له ۱۱ څخه ډیر پخوا لا د بشپړ چمتووالي په حال کې و. و
امریکایي رسنۍ حالت داسې انځوروي چې ریچي ورونو [جوزف او جیمز] ګنې [دغه عملیات] پخپل مټ چمتو کول، ځکه چې له افغانستان سره یې یو ډول حسي تړاو درلود. خبره داسې وه چې د پنځوسمو [زیږدیزو] کلونو په ترڅ کې د نوموړو پلار په افغانستان کې د ودانولو چارو د انجینیر په توګه دنده ترسره کوله او له دې امله دوی هم د یو لنډ مهال له پاره هلته استوګنه درلوده. په هر حال، لږ تر لږه په یوه مقاله کې د نوموړو د هلو ځلو او د تیلو د نللیکو په اړه د خبرو اترو ترمنځ، چې هغه مهال له طالبانو سره ترسره شوې، په رښتیا د یوه تړاو د شتوالي اټکل کیږي. په ۱۹۹۸ کال کې جیمز ریچي افغانستان ته تللی و چې هلته له پرانیستل شويو څو کوچنيو شرکتونو څخه د ملاتړ په اړه له طالبانو سره خبرې اترې وکړي. له نوموړي سره په دې سفر کې د دېلتا آیل[۴] په نامه د سعودي عربستان د تیلو د کنسرن، چې غوښتل یې له یوه ارجنټایني شرکت سره په ګډه له افغانستان څخه د غازو نللیکه وغځوي، یو رسمي استازی هم ملګری و. و
:د سي آی اې پټه جګړه
مک فرلین له دغو خبرو څخه د بهرنۍ څارګرۍ د ادارې ( سي آی اې) په پته د سختو تورونو په بهیر کې پرده پورته کوي. [د تورونو په لړ کې ویل کیدل چې] دغې ادارې له عبدالحق سره «خیانت» وکړ، ځکه چې په افغانستان کې یې د هغه له عملیاتو څخه ملاتړ و نه کړ او نوموړی يې د طالبانو په لاسونو کې پریوتو ته پریښود، چې په پای کې طالبانو هغه له منځه یوړ. داسې ښکاري چې سي آی اې هم مک فرلین او هم عبدالحق ته د بیخي نه ډاډ وړ کسانو په سترګه کتل او له نوموړو نه جلا یې د افغانستان په نیم سویل کې، چې د اوسیدونکیو زیاته برخه یې پښتو ژبي دي، خپله پټه جګړه پر مخ بیوله. و
واشنګټن پوست د نومبر پر ۱۸ پخپل لومړي مخ کې یو رپوټ خپور کړ چې تر مخې یې، سي آی اې ان له ۱۹۹۷ کال راهیسي د افغانستان په سویل کې پوځي ډوله عملیات ترسره کوي. د مقالې لیکوال د همدې ورځپاڼې یو ژورنالیست، باب ووډوارډ، و چې د «واټرګیټ» د رسوایې له کبله یې نوم ګټلی دئ. نوموړی ډیر ځلې داسې مالومات خپروي چې د پوځ او څارګرۍ(استخباراتو) د سر سر کسانو له خوا بهر ته لار مومي. ووډوارډ په روانو پوځي عملیاتو کې، چې د ځانګړو فعالیتونو د ټولګي [۵] په نامه یوه پټه پوځي ډوله څانګه هم په کې ګډون لري، د سي آی اې د رول د جزیاتو یادونه کوي. د دغه ټولګي د ډلګیو جګړه ییز عملیات د سپتمبر پر ۲۷ پیل شول. په دغو عملیاتو کې پر پلیو ټولګیو برسیره د څار (کشف) له داسې الوتکو څخه هم ګټه واخیستل شوه چې پر توغندیو سمبال او له لیرې ځایه یې لارښوونه کیږي. و
ووډوارډ، رپوټ ورکوي چې د ځانګړو فعالیتونو ټولکی « له څو ډلو څخه جوړ شوی چې هره یې څه ناڅه شپږ تنه لري. دغه سړي پوځي یونیفورم نه اغوندي. نوموړی ټولګی څه ناڅه ۱۵۰ تنه جنګیالي، پیلوټان او کارپوهان لري. ټولګی د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ له تجربه لرونکیو او پخو متقاعدینو څخه جوړ شوی دئ. سي آی اې له ۱۸ میاشتو راهیسې د افغانستان په سویل کې له قومي مشرانو او جنګسالارانو سره پر کار بوخت دئ. د ځانګړو فعالیتونو د ټولګي ډلو په دغه سیمه کې، چې د طالبانو د اغیز تر ټولو مهم ځای ګڼل کیږي، د یوې پراخې نوې شبکې په جوړولو کې ګډون درلود». و
په دې توګه د امریکا د متحدو ایالتونو څارګرې ادارې د ۲۰۰۰ کال له پیله راهیسې د افغانستان پر حکومت بریدونه کول او دا داسې یو چلند دئ چې په نورو شرطونو کې د امریکا حکومت ښایي هغه ترهګري نومولې وای. په دې توګه دغه بریدونه له هغو بریدونو څخه چې د نړیوالې سوداګرۍ د نړیدو او پینټاګون د زیانمن کیدو سبب شول، له یوه کال نه هم پخوا ترسره کیدل. و
:د جګړې پلانونه بڼه مومي
له هغې وروسته چې جورج بوش په سپینه ماڼه کې پر دندې پیل وکړ، افغانستان د امریکا د سیاست پر منځ ټکي واوښت. اوس د دغه سیاست موخه کوم لنډ تنګ او محدود برید نه و، چې په ترڅ کې یې باید [یوازی] بن لادن وژل شوی او یا اسیر شوی وای، بلکې خبره په ټوله کې د طالبانو د رژیم پرخلاف د سمې پلان شوې پوځي لاسوهنې د چمتو کولو په باب وه. و
د جېنز نړیوال امنیت [۶] په نامه له بریتانیا څخه یوې خپریدونکې پوځي ستراتیژیکې مجلې، چې یوه څانګیزه (اختصاصي) مجله ده، د ۲۰۰۱ کال د مارچ پر ۱۵ رپوټ ورکړ چې د امریکا نوی حکومت له هند، ایران او روسیې سره یوځای «په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پرخلاف ګډه جبهه» جوړوي. هند پوځي سامان الې، سلاکاران او د څرخکي الوتکو تخنیکران د شمالي ټلوالې په واک کې ورکوي او همدارنګه هند او روسیه دواړه د خپلو عملیاتو له پاره په تاجیکستان او اوزبکستان کې له پوځي اډو نه ګټه اخلي. و
مجله زیاتوي: «د ترهکرۍ د مسالې په اړه د هند او امریکا د متحدو ایالتونو او دغه راز هند او روسیې ترمنځ د جوړو شویو ګډو کاري ډلو څو غونډې د طالبانو پر خلاف له دغه تاکتیکي او لوژیستیکي ځوابیه یرغل څخه پخوا ترسره شوې وې. په ډیلي کې د څارګریزو کړیو له خولې رپوټ ورکړل شوی چې هند، روسیه او ایران به د طالبانو پرخلاف د ځمکې له لارې جګړه پرمخ وړي، په داسې حال کې
چې واشنګټن به مالومات او لوژیستیکي مرسته د شمالي ټلوالې په واک کې ورکوي.» ې
سپینې ماڼۍ د می پر ۲۳ څرګنده کړه چې زلمی خلیلزاد د ملي امنیت د سلاکار په توګه نومول شوی دئ. نوموړی به د ځانګړي سلاکار او د پارس خلیج، سویل لویدیزې اسیا او نورو سیمه ییزو مسالو په اړه د موضوعګانو په برخه کې د مسوول څانګمشر په توګه د ولسمشر په چوپړ کې وي. خلیلزاد پخوا د ولسمشرانو ریګن او بوش ـ پلار پر مهال هم حکومتي دندې ترسره کړې وې. ده له دغو څوکیو څخه له ګوښه کیدو وروسته په یونیکال کې دنده ترلاسه کړه. و
د «اینډیا ریکټز» [۷] په نامه هندي مجلې د همدې کال د جون پر ۲۶ د طالبانو د حکومت پرخلاف د امریکا د متحدو ایالتونو، هند، روسیې او ایران د ګډ چلند په اړه نور جزیات په ډاګه کړل. مجلې لیکلي وو: « که چیرې پر طالبانو لګیدلي نوي سخت اقتصادي بندیزونه د افغانستان بنسټپال حکومت پر ګونډو نه کړي، نو هند او ایران به د طالبانو پرخلاف د یوه «محدود پوځي ګوزار» پر مهال د امریکا د
متحدو ایالتونو او روسیې تر څنګ ودریږي. و
د پوځي پلانونو په دغه پړاو کې په پام کې وه چې امریکا او روسیه به د اوزبکستان او تاجیکستان له لارې له شمالي ټلوالې سره مخامخ پوځي مرسته کوي چې د مزارشریف د ښار په لور د طالبانو جبهه پرشا وتمبوي. دغه سناریو سړي ته په څرګنده توګه د تیرو دوو اونیو پیښی ورپه زړه کوي. یوه درییم هیواد، چې نوم یې نه احیستل کیږي، شمالي ټلوالې ته د شوبلو(ټانک) ضد توغندي لیږدولي وو چې ان د جون په پیل کې ترې د طالبانو پرخلاف ګټه واخیستل شوه. و
مجله وړاندې لیکي: « د دیپلوماتانو له څرګندونو سره سم د طالبانو پرخلاف دغه چلند د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر ایګور ایوانوف او له هغې وروسته په واشنګټن کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر جسوانت سنګ سره د [امریکا] د بهرنیو چارو د وزیر کولن پاول له لیدنې کتنې وروسته خپل شو. دغه راز روسیې، هند او ایران هم پخپلو منځو کې یو لړ خبرې اترې سره کړي دي او په راتلونکې کې د ځینو نورو دیپلوماتیکو فعالیتونو تمه هم کیږي.».و
د اوسني پوځي چلند پرخلاف، په پخواني پلان کې [د طالبانو په وړاندې په عملیاتو کې] د اوزبکستان، تاجیکستان او ان پخپله روسیې له پوځي ټولکیو څخه ګټه اخیستنه په پام کې نیول شوې وه. د «اینډیاریکټز» له رپوټ سره سم د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جون په پیل کې د همګټو هیوادونو په غونډه کې، چې د پخواني شوروي اتحاد زیات شمیر جمهوریتونه په کې غړیتوب لري، څرګنده کړه چې د طالبانو پرخلاف یو پوځي ګوزار په مخکې دئ. [خو] د سپتمبر د ۱۱ نیټې پیښو پخپله د متحدو ایالتونو خپلواکې لاسوهنې ته، چې په کې له شوروي اتحاد نه د راپاتې جمهوریتونو پوځي ټولګیو مخامخ ګډون نه درلود، لاره هواره کړه. د دې کار په پایله کې اوس امریکا له کومې ننګونې پرته کولی شي ادعا وکړي چې په افغانستان کې راتلونکی نظم پخپله دیکتې کوي. و
د امریکا متحدو ایالتونو د سپتمبر له ۱۱ پخوا د جګړې ګواښ کاوه: و
د نړیوالې سوداګرۍ پر مرکز او پینټاګون له ترهګرو بریدونو ډیر لږ وروسته د بریتانیا په رسنیو کې دوه رپوټونه خپاره شول، چې تر مخې یې د امریکا حکومت د سپتمبر له یوولسمې نه ان څو میاشتې مخکې لا د افغانستان پر خلاف د یو لړ پوځي تابیاوو او تدبیرونو ګواښ کړی و. و
د بي بي سي خبریال جورج ارنی د سپتمبر پر ۱۸ رپوټ ورکړ چې د امریکا حکومتي چارواکیو د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر نیاز نایک د جولای په منځ کې د طالبانو پر حکومت د یوه پوځي ګوزار په اړه له پلانونو څخه خبر کړی و: و
د«دښاغلي نایک په وینا امریکایي چارواکیو ورته د اړیکو د یوې نړیوالې ډلې د پلان په باب، چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ (سرپرستۍ) لاندې یې په برلین کې سره کتلي وو، خبر ورکړی و. و» و
بي بي سي ته د ښاغلي نایک له وینا سره سم، د امریکا د متحدو ایالتونو استازیو د همدې کتنې په ترڅ کې څرګنده کړه چې، که بن لادن په لنډ وخت کې ور و نه سپارل شي، نو امریکا به له پوځي وسیلو څخه کارواخلي چې هم بن لادن او هم د طالبانو مشر ملا عمر ووژني او یا ونیسي. [۸] و
د ښاغلي نایک په وینا، د نوموړو ټوله موخه دا وه چې د طالبانو رژیم راوپرځوي او پر ځای یې یو منځلاری لنډ مهاله حکومت رامنځته کړي چې مشري به یې کیدای شي د پخواني پاچا ظاهرشاه په غاړه وي. ه
ا ښاغلی نایک ته دا هم ویل شوي وو چې واشنګټن به خپل عملیات په تاجیکستان کې له پوځي اډو نه ترسره کړي او امریکایي سلاکاران [په همدې موخه] پخوا لا هلته تللي دي. و
نوموړي ته دغه راز خبر ورکړل شوی و چې اوزبکستان به هم په دغو عملیاتو کې ونډه واخلي او همدارنګه (۱۷۰۰۰) روسي سرتیري هم [په هغو کې] ګډون ته چمتو دي. و
ښاغلي نایک ته دا خبره هم شوې وه چې پوځي عملیات به د اړتیا په حال کې په افغانستان د واورې تر ورېدو مخکې، چې ترټولو ناوخته نیټه به یې د اکتوبر منځ وي، تر سره شي». و
څلور ورځې وروسته، یانې د سپتمبر پر ۲۲ د بریتانیا سترې ورځپاڼې «ګارډین» همدغه سناریو تایید کړه. [د ګارډین په وینا] افغانستان ته ګوتڅنډنه د هغه څلور ورځني کنفرانس په اډانه کې وشوه، چې د جولای په منځ کې د برلین په یوه میلمستون کې د امریکا، روسیې، ایران او پاکستان د حکومتونو د لوړپوړو استازیو په ګډون جوړ شوی و. دا د یو لړ هغو نارسمي کنفرانسونو په بهیر کې، چې د «افغانستان په باب د لید موندنې (نظریابي)» [۹] تر نامه لاندې جوړېدل، درییمه کتنه وه. و
د دغې غوندې ګډون کوونکي پر نایک برسیره درې پاکستاني جنرالان، په ملګرو ملتو کې د ایران پخوانی سفیر سید رجایی خراسانی، د شمالي ټلوالې د بهرنیو چارو وزیر عبدالله عبدالله، د افغانستان له پاره د روسیې پخوانی ځانګړی استازی نیکولای کوزیروف [۱۰] او د روسيې ګڼ شمیر نور استازي او دغه راز درې امریکایان: په پاکستان کې د امریکا پخوانی سفیر ټام سیمنز، د سویلي اسیا په چارو کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کارل اینډرفورت او لي کالډرین وو، چې تر ۱۹۹۷ پورې یې د بهرنیو چارو په وزارت کې د پاکستان، افغانستان او بنګله دیش د څانګې مشري کوله. و
دغه غونډه د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د هغه مهالني او اوسني ځانګړي استازي فرانسیس ویندرل له خوا وربلل شوې وه. په رسمي توګه په کنفرانس کې باید د افغانستان [د لانجې] د سیاسي هواري د شونو (ممکنو) لارو چارو په باب خبرې اترې شوې وای، خو طالبانو په هغه کې له ګډون څخه ډډه وکړه. امریکایانو دغه راز څرګنده کړه چې د کلینټن پرځای د بوش په راتګ سره د افغانستان په باب د هغوی په سیاست کې څنګه بدلون رامنځته شوی او له هیڅ ډول ناسم پوهاوي(سوتفاهم) څخه پرته یې داسې وښودله چې د پوځي عملیاتو په باب هم غور کیږي.و
سره له دې چې د امریکا د حکومت دغه درېواړه پخواني چارواکي له استثنا پرته دا خبره ردوي چې ګنې هیڅ کوم د لیدلو وړ ګواښونه یې نه دي کړي، خو کالډرین «ګارډین» ته ویلي: «موږ[هلته] په دې اړه خبرې کولې چې متحد ایالتونه افغانستان ته داسې برګ او سخت په غوسه وو، چې د یوه پوځي چلند په باب یې هم فکر کاوه.»و
نایک پخپل وار د یوه امریکایي چارواکي د څرګندونې یادونه کوي چې ویلي يې وو، د بن لادن پر خلاف یوه کړنه بې له ځنډه تر لاس لاندې ده. [د نیاز نایک په وینا]: «دا ځل امریکایان بیخي ډاډه وو. نوموړو خورا زیات څارګریز مالومات راټول کړي او باوري وو چې دا پلا به هغه ترې خطا نه شي. دغه عملیات ښایي له هوا نه تر سره شي، یانې د جګړه ییزو چورلکو په مرسته. هغه به نه یوازې ښکاره وي، بلکې ښایي افغانستان ته له بیخي نږدې ځای څخه پر مخ یوړل شي».و به
ګارډین» خپله لیکنه داسې راټولوي: «لکه څنګه چې پرون د لوړپوړو دیپلوماتانو له سرچینو څخه »
خبر تر لاسه شو، د طالبانو له خوا د اسامه بن لادن د نه سپارلو په حال کې د [امریکا له خوا] د جګړې ګواښونه د پاکستان د حکومت له لارې د افغانستان حکومت ته رسول شوي وو. خو طالبانو دغې غوښتنې ته له غاړې ایښودنې څخه ډډه کړې ده. نوموړو ته د رسول شويو ګواښونو زغرده او تونده ژبه دا خبره شونې بریښوي، چې بن لادن دې لس ورځې مخکې په نیویارک کې د نړیوالې سوداګرۍ پر مرکز او [په واشنګټن کې] پر پینټاګون باندې بریدونه په هیڅ ډول هسې له شنه اسمانه (بې له څه نه) نه، بلکې د امریکا د متحدو ایالتونو د احتمالي ګواښونو په وړاندې د مخنیوونکي ګوزار په توګه ترسره کړي وي». و
بوش، نفت او طالبان:و
د «بن لادن، منع رښتیا» [۱۱]په نوم یو کتاب، چې [د ۲۰۰۱کال] د نومبر پر ۱۵ په فرانسه کې خپور شو، د بوش د حکومت او طالبانو د رژیم ترمنځ د اړیکو په باب د لا زیاتو مالوماتو درلودونکی دئ. د کتاب لیکوونکي ژان شارل بریسا او ګیلام دسک نومیږي. بریسا د فرانسې د څارکرې ادارې (استخباراتو) یو پخوانی ایجنټ او د «ویویندي» په نامه د یوه فرانسوي کنسرن د ستراتیژیکي څانګې پخوانی مشر دئ، چې د بن لادن د القاعده شبکې په باب یې پخوا هم یو رپوټ لیکلی و. دسک، بیا یو ژورنالیست دئ چې د رسواکولو(افشاګریو) په برخه کې تخصص لري.و
د کتاب د لیکوونکو په وینا، د بوش حکومت دې ته چمتو و، چې له ترهګرۍ څخه د ملاتړ په اړه د طالبانو په وړاندې له خپلو ټولو تورونو سره سره د هغوی حکومت وزغمي، خو په دې شرط چې دغه حکومت د منځنۍ اسیا د تیلو له زیرمو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې همکارۍ ته تیار وي.و
د بریسا او دسک په اټکل د متحدو ایالتونو حکومت ان د اګست تر میاشتې لا طالبانو ته «په منځنۍ اسیا کې د ټینګښت(ثبات) د ضمانت» په سترګه کتل او داسې يې ګڼله چې نوموړي به «له منځنۍ اسیا نه د تیلو د نللیکي غځیدنه شونې کړي.» یوازې له هغې وروسته چې طالبانو دامریکا د متحدو ایالتونو شرطونه پرځای نه کړل، نو « د ډاډمنې انرژۍ د سمبالښت انګیزه د پوځي عملیاتو پر انګیزې بدله شوه.»و
دلته باید دا ټکی له پامه و نه غورځول شي چې نه د کلینټن او نه هم د بوش حکومت افغانستان په رسمي توګه هیڅکله د هغو دولتونو په نوملړ او لیست کې نه و راوستی، چې له ترهګرۍ څخه د ملاتړ تور پرې لګول کیږي، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت دا منله چې بن لادن د یوه میلمه په توګه د دوی په خاوره کې دئ. او دا ځکه چې داسې یوې ډلبندۍ (طبقه بندۍ) د امریکا د تیلو او ودانولو چارو شرکتونو ته مخکې تر مخکې دا کار ناشونی کاوه چې د منځنۍ اسیا د نفتو او غازو سرچینو ته د نللیکې د غځولو په باب له کابل سره یو تړون لاسلیک کړي. و
د بوش د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د ۲۰۰۱ کال په فبرورۍ کې، یانې د ولسمشرۍ پر څوکۍ د بوش د دندې له پیل کولو څخه ډیر لږ وروسته پیل شوې. [د همدې کال] په مارچ کې د طالبانو يوه استازي واشنګټن ته سفر وکړ چې له ځان سره یې، د ساري په توګه د یوې ګرانبیې افغاني غالۍ په ګډون، یو شمیر نور سوغاتونه هم د نوي مشر له پاره وړي وو. خو خبرې اترې هومره تودې او له صمیمیته ډکې نه وې. د بریسا په وینا: «د امریکا د متحدو ایالتونو استازیو یو ځل د خبرو اترو پر مهال طالبانو ته ویلي وو چې: یا به تاسو زموږ وړاندیز منئ، چې په هغه حال کې به درته د سرو زرو غالۍ وغوړوو او یا به مو د بمونو تر غالۍ لاندې پټ کړو.» و
بریسا او دسک لیکي: تر هغې چې د نللیکي په باب یوه هوکړه او جوړجاړی ناشونی نه بریښیده، سپینې ماڼۍ د بن لادن د فعالیتونو په باب نورې څیړنې او پلټنې ځنډولې. نوموړي زیاتوي چې د اف بي آی د مشر مرستیال جان او نیل، پخپلو چارو کې د همدغه شان خنډونو پرخلاف د احتجاج په توکه [د ۲۰۰۱ کال] په جولای کې خپله دنده پریښوده. او نیل، د یاد شوي کتاب له لیکوونکیو سره د مرکې په ترڅ کې څرګنده کړه چې: «د اسلامي ترهګرۍ په اړه د څیړنو په لاره کې تر ټولو ستر خنډ د امریکا د تیلو د کنسرنونو ګټې او له هغو سره په تړاو کې د سعودي عربستان رول و.» د یوه بې ساري تصادف له مخې او نیل له سي ای اې[؟] څخه له وتلو وروسته د نړیوالې سوداګرۍ مرکز د امنیتي چارو د مسوول په توګه له دندې سره هوکړه وکړه او د سپتمبر پر ۱۱ هملته له منځه لاړ.و
دواړه یاد شوي فرانسوي لیکوونکي په برلین کې د پټې لیدنې کتنې په اړه د نیاز نیک څرګندونې مني او زیاتوي چې هلته په دې باب ښايي ښکاره خبرې شوې وي، چې طالبان له قزاقستان[!] څخه د نللیکې په جوړیدنې کې باید ځکه اسانتیا رامنځته کړي، چې په بدل کې یې د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا او په نړیواله توګه په رسمیت وپیژندل شي. خو د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو فضا په زیاتیدونکې توګه خړه پړه کیده چې په پای کې [د ۲۰۰۱ کال] د اګست پر دویمه په اسلام اباد کې د طالبانو له استازیو سره د امریکا د یوې استازې کریستینا روکا، له وروستۍ کتنې څخه وروسته هغه بیخي په ټپه ودریدې. دوه میاستې وروسته کابل [په رښتیا هم] د امریکا د لومړنيو بمونو [ترغالۍ لاندې پټ کړی شو]. و
د لمسونې سیاست:و
د افغانستان پرخلاف جګړې ته د چمتووالي په باب پورته وړاندې شوی لنډیز او راټولونه موږ د سپتمبر ۱۱ نیټې ته رسوي. هغه ترهګر بریدونه، چې د نړیوالې سوداګرۍ مرکز یې ونړاوه او پینټاګون یې زیانمن کړ د علت او معلول د لړۍ یوه مهمه کړۍ وه چې پر افغانستان د امریکا د متحدو ایالتونو د یرغل سبب شوه. د امریکا حکومت دغه جګړه له ډیره وخته راهیسې پلان کړې وه، خو یوازې د سپتمبر د۱۱ ټکان د هغې د سیاسي پلې کونې له پاره ځمکه هواره کړه، او هغه داسې چې د هیواد په دننه کې یې عامه افکار کاڼه او ړانده کړل او واشنګټن ته یې له هیواده بهر د دوه زړیو ټلوالو ملګریو پرخلاف د زور (فشار) یوه مهمه وسیله پر لاس ورکړه. و
په دې لړ کې هم د امریکا په دننه کې له وګړیو او هم په بهر کې له لسګونو حکومتونو څخه له اخطار نه په ډکه ژبه وغوښتل شول چې د ترهګرۍ پرخلاف د جګړې په موخه پر افغانستان باندې [د امریکا] له پوځي برید څخه ملاتړ وکړي. د بوش حکومت پرته له دې چې په دې اړه تر ټولو کوچنی ثبوت وړاندې کړي، چې بن لادن او طالبان په رښتیا هم د نړیوالې سوداګرۍ پر مرکز باندې د بوګنوونکي برید مسوول وو او که نه، کابل په نښه کړ. نوموړي حکومت د سپتمبر د ۱۱ له پیښو څخه بیخي سمه ګټه واخیسته، څو په منځنۍ اسیا کې د امریکا د هغې ځواک غوښتنې تنده ماته کړي چې له ډیره وخته یې پلان کړې وه. و
دې ګڼنې او فرضیې ته هیڅ دلیل نه لیدل کیږي چې د سپتمبر د ۱۱نیټې پیښی ګنې هسې په ناڅاپي توګه رامنځته شوې. د افغانستان د جګړې ټول نور جزیات [پخوا لا] ټکي په ټکي پلان شوي وو. دا ناشونې ده چې د امریکا حکومت د پوځي عملیاتو له پاره د یوې وړ او مناسبې پلمې مساله هسې یوه تصادف ته پریږدي. و
د سپتمبر له ۱۱نه لږ وروسته په تیره د امریکا له متحدو ایالتونو څخه بهر بیلابیلو ورځپاڼو په دې اړه رپوټونه خپاره کړل چې د امریکا څارګرو ادارو د یو لړ پراخه ترهګرو بریدونو په باب کره او دقیق خبرداری ترلاسه کړی و. په دې تړاو ان له تښتول شویو الوتکو څخه د ګټې اخیستنې یادونه هم شوې وه. دا خبره بیخي شونې ده چې د امریکا د حکومت په لوړه کچه کې دې پریکړه شوې وي چې د دغسې یوه برید مخه و نه نیول شي، ځکه چې له هغه نه د افغانستان پرخلاف د جګړې له پاره د یوه غوره فرصت او موقع په توګه ګټه اخیستل کیدای شوه. په دې لړ کې به مسوولو کسانو ته ښایي د پیښیدونکي زیان اندازه نه وه مالومه. و
سړی څنګه کولی شي دغه روښانه واقعیت بل ډول تشریح کړي چې د اف بي آی د مشرتابه کسانو په داسې حال کې د زکریا موسوی په باب د څیړنو او څارنو مخه ونیوه، چې دغه په خټه مراکشی فرانسوی له دې امله د شک وړ ګرځیدلی و، چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د الوزونې په یوه ښوونځي کې یې غوښتل، پرته له دې چې د یوې الوتکې له چالانولو او راښکته کولو سره مینه وښیي، د هغې تاوول راتاوول زده کړي؟ و
د [امریکا] د مینیاپولیس په ښار کې د اف بي آی بهرنۍ څانګې د اګست په پاي کې موسوي ونیو او د اف بي آی له مرکزي دفتر څخه یې د لا زیاتو څیړنو، د ساري په توګه د نوموړي د کمپیوټر د هارډ ډیسک د پلټلو، د اجازې هیله وکړه. خو د اف بي آی مشرتابه دغه غوښتنه په دې دلیل رد کړه چې د موسوي د جنایي نیتونو په باب پوره نښې نښانې او شواهد په لاس کې نه شته. البته دا یوه حیرانوونکې پریکړه وه، ځکه چې دغه اداره د بشر له حقوقو سره معمولآ دومره سوړ او بې پروا چلند نه کوي. و
د دې خبرې مانا دا نه ده چې د امریکا حکومت دغه ترهګر بریدونه ګنې یو په یو په اګاهانه توګه پلان کړي او یا هم له هغو نه مخکې تر مخکې خبر و، او دا چې څه ناڅه پینځه زره کسان دې ووژل شي. خو له دې سره سره د سپتمبر د ۱۱ په باب رسمي اعلامیه تر خورا زیاتې اندازې د باور وړ نه ده. په هغې کې ویل شوي وو: لس ـ دولسو اسلامي بنسټپالوونکيو، چې له بن لادن سره اړیکي يې تر ډیره ځایه جوت وو، وکولی شول په درییو بیلابیلو لویو وچو کې یوه پراخه چلوټه او دسیسه جوړه او د امریکا د ځواک تر ټولو پیژندل شوی سمبول په نښه کړي، پرته له دې چې د امریکا هیڅ یوه څارګره اداره له هیڅ شي څخه هم خبره شي.[۱۲] . [۱۲
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ژباړونکي لمنلیکونه: و
[۱]
زړه مې و دغه ژباړه ښاغلیو زلمی هیوادمل، ډاکټر انورالحق احدي، اسماعیل یون او .... ته، چې په افغانستان کې د «سپتمبر په ټلواله» کې خوږه ونډه لري، وړاندې کړم. و
[۲]
Robert McFarlane
[۳]
Joseph and James Ritchie
[۴]
Delta Oil
[۵]
(Special Activities Division)
[۶]
(Jane\'s International Security)
[۷]
IndiaReacts
[۸]
له بي بي سي سره د نیاز نایک د مرکې ځیني مهم ټکي په لاندې ډول وو:و
On September 18th, 2001, the BBC revealed, that the War against The Taliban was long planned before September 11th: US ‘planned attack on Taleban’ – The wider objective was to oust the Taleban.
BBC’s George Arney reported: “..A former Pakistani diplomat has told the BBC that the US was planning military action against Osama Bin Laden and the Taleban even before last week’s attacks. Niaz Naik, a former Pakistani Foreign Secretary, was told by senior American officials in mid-July that military action against Afghanistan would go ahead by the middle of October. Bin Laden would have been “killed or captured”. George Arney reported on the same day, that American officials had told former Pakistani Foreign Secretary Niaz Naik in mid-July of plans for military action against the Taliban regime: “Mr. Naik said US officials told him of the plan at a UN-sponsored international contact group on Afghanistan which took place in Berlin. “Mr. Naik told the BBC that at the meeting the US representatives told him that unless Bin Laden was handed over swiftly America would take military action to kill or capture both Bin Laden and the Taliban leader, Mullah Omar.
[۹]
Brainstorming
[۱۰]
د افغانستان له پا ره د نیکولای کوزیروف په نامه د روسیې د کوم ځانګړي استازي یا سفیر په باب ما څه نه دي لوستلي او اوریدلي، خو اندری ولادیمیروویچ کوزیروف له ۱۹۹۰ تر ۱۹۹۶ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر تیر شوی دئ. و
[۱۱]
نوموړی کتاب د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي پخوانیو استادانو ښاغلیو ډاکټر محمد اجان مرزي او محمد شریف بهاند د «حقیقت ممنوع» تر سرلیک لاندې څو کاله مخکې پر دري ژباړلی، خو تر اوسه
لا د چاپ پر ګاڼه نه دئ پسول شوی. و
[۱۲]
د پوښتنې وړ ده چې سي آی اې، اف بي آی او امریکایي دیپلوماتانو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له یوولسمې نه ان څو میاشتې پخوا او په تیره په کینیا او تانزانیا کې د اسامه بن لادن په لارښوونه! له ترسره شویو بریدونو څخه څو میاشتې وروسته لا له پاکستاني چارواکیو او دغه راز له هندي، روسي او ان ایراني دیپلوماتانو! سره د بن لادن د له منځه وړلو په باب پلانونه جوړول، خو د هیڅ یوه هیواد هیڅ یوې استخباراتي ادارې هم د هغه اړیکي، له بیلابیلو ځایونو څخه د «اسلامي بنسټپالو» د راټولولو چاره او په نیویارک او واشنګټن کې د ترهګرو بریدونو پلانونه نه څارل؟
دومره یې پریږدئ چې تصویر یې د خوبونو جوړ کړي
د ملالۍ د وطن خوب ویني افغان ویده دئ
(رحمت شاه سائل)
د افغانستان نننی حالت د ځواب پر ځای تر ډیره ځایه یوه پوښتنه ده. دغه پوښتنه همدا نن ځواب ته اړتیا لري. د نن پوښتنو ته سبا د ځواب ورکولو دنده په راتلونکي پښت او نسل پورې اړه لري. خبره د هیواد د کړکیچ او ناورین په باب ده. هو، د کړکیچ زیږول یوه خبره، خو د هغه د هوارولو او له منځه وړلو مدیریت او منجمینټ بیخي بله خبره ده! و
د افغانستان دولت په هیواد کې د کړکیچ او ستونزو د غوڅوونکي او مدیر له دریځ نه اوس پخپله د هغو پر یوه اړخ، زیږوونکي او غځوونکي اوښتی دئ. دغه شان یو حالت، د تجربې تر مخې، د سیاسي تشې او خلا د رامنځته کیدو سبب ګرځي. اخوا ملګرو ملتونو هم له ایساف څخه ناتو ته د سولې او امنیت د سمبالولو د چارې په ورسپارولو سره خپل دریځ له یوه درییمګړي او منځګړي سازمان څخه د افغانستان د اوسني دولت او د هغه د بهرنیو ملاتړکوونکيو د مدافع کچې ته راټیټ کړی دئ. د امریکا متحدو ایالتونو خو پر افغانستان د پوځي برید له هماغه پیل څخه د یوه لوري (طرف) او مدعی دریځ خپل کړی او د زور له ښاخ او ښکر نه خبرې کوي. له دغسې ډب او څپڅپانده حالت نه وتلو اوس تر ډیره ځایه د افغانستان د خلکو له خوا د خپل برخلیک په باب پخپله د پریکړې کولو او له ګاونډیو هیوادونو او سیمه ییزو ځواکونو سره د خبراترو او ډیالوګ د مخشرط (پیش شرط) اړتیا رامنځته کړې ده. څرګنده ده چې د افغانستان د سولې، امنیت او ودې متن د هغه چم ګاونډ او سیمه ده، نه «لیری لویدیځ» او له سمندرونو څخه اخوا پروت بطن! په دې لړ کې اروپایي ټولنې لا تر اوسه دا باور او چانس له لاسه نه دئ ورکړی چې د افغانانو تر منځ د یوه درییمګړي ځواک په توګه رغنده رول ولوبوي. و
د ځینو څارونکیو په اند د هیواد اوسنی حالت داسې دئ چې امریکا، بریتانیا او افغاني پلویان یې په تیره د هیواد په ختیځ او سویل ختیځ کې تر ډیره ځایه پر جګړې اخته او له وسله وال او ملکي مقاومت سره مخامخ دي، خو روسیه، ایران، هند او افغاني پلویان یې بیا د هیواد په تیره مرکزي او شمالي ولایتونو کې پر سیاست او ټولنیز فعالیت بوخت دي. ګڼ شمیر څارونکي د دواړو اړخونو تر ټولو مهم ګډ ټکی د ککړو جیبونو او په ځینو حالاتو کې ان د ککړو لاسونو درلودل بولي. و
څنګ به خندا ترې د وطن بودرۍ جماله وکړي
چې یې دیوان د سرمایې په سر پراته پاتې دي
(رحمت شاه سائل)
یوه خورا مهمه او مطرح پوښتنه داده چې: د افغانستان د اوسني دولت له پاره د یوه بیلګه او ستراتیژیک متحد په توګه د امریکا متحدو ایالتونو او ورسره جوخت زموږ په هیواد کې د دولتي سکټور د کمزوري کولو په موخه د نوموړي هیواد، نړیوال بانک او یو شمیر نورو نړیوالو مرسته ورکونکیو ټولنو شرطونو او فشارونو ته په پام سره انسان څنګه کولی شي په افغانستان کې د یوې عادلانه او د سوسیال دیموکراسۍ پر ارونو(اصولو) د ولاړې ټولنې د جوړولو په باب د ښاغليو ډاکټر سپنتا، ډاکټر احدي او افغان ملت (افغانستان سوسیال دیموکرات ګوند) پر ژمنو او شعارونو باور وکړي؟ و
نیمه خندا هم چې پکې ګل شونډو له در نه کړه
وي به پسرلی خو چې ستا نه دئ زما هم نه دئ
(رحمت شاه سائل)
ځینې څارونکي بیا پوښتنه کوي چې: ایا افغانستان په رښتیا هم د ملي واکمنۍ درلودونکی دئ؟ د افغانستان دولت پخپل کورني او بهرني سیاست او همدارنګه پخپلو پریکړو او د هیواد د برخلیک
په ټاکلو کې څومره واک او ازادي لري؟ و
ایا افغانستان د داسې یوه دولتي نظام او ځواک درلودونکی دئ چې وکولی شي د کور دننه او بهر له خپلو ملي ګټو څخه دفاع وکړي؟ و
پخپل وطن کې جنګ را په سر دئ، هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم
پردی غوبل دئ، پردی اشر دئ، هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم
زما ګریوان یې ریښې ریښې کړو، زما وجود یې اندام اندام کړو
پردی ټوپک دئ، پردی سنګر دئ، هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم
کوڅه کوڅه مې د زړه په وینو، روزانه لامبي، زه ورته ګورم
ما په ما وژني، کافر هنر دئ، هلته هم زه مرم، دلته هم زه مرم
(رحمت شاه سائل)
چه ګل خرمن کنیم از ریشه های نقش پیشانی
عرق در مزرعه بیحاصل ما خنده می کارد 
(بیدل)