خبرتيا: يوه نجلۍ د سيرت ستورې شوه
26.05.2008 17:39د کابل مېشتو خبريالانو او رسنيو د پام وړ،
ټاکل شوې ده چې جمعيت اصلاح (و انکشاف اجتماعى افغانستان) او د اتصالات مخابراتي کمپنۍ په ګډه سره د کابل پوهنتونونو تر ټولو وتلي سيرتپوهه زده کوونکي ونمانځي.
د 'سيرت ستوري' د شاوخوا ٣٠٠ محصلينو له منځه د يوې ازموينې په ترڅ کې غوره شوي دي.
د سيرت د ستورو د نمانځنې او جايزو د وېش پرتمينه غونډه د چهار شنبې پر ورځ جوړېدونکي ده.
په جايزو کې پنځه کمپيوټرونه، پنځه بايسکلونه او ځينې نور توکي دي. د يادونې وړ ده چې پاتې ټولو هغو کسانو ته چې د سيرت په ازموينه کې يې ګډون کړى وو هم وړې جايزې ورکول کېږي.
د سيرت لومړۍ ستورې د کابل پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي يوه محصله غوره شوې چې ښيي زموږ خويندې د مطالعې او ديانت په برخه کې تر نارينه وو مخکې دي.
د سيرت د ستورو نمانځغونډه په لاندې پته او نېټه جوړېږي:
ځاى: د کابل د طبي پوهنتون اډيتوريم
ورځ: چهار شنبه
نېټه: د جوزا اتمه
وخت: د ماسپښين دوه بجې
د نورو معلوماتو لپاره پر دغو شمېرو تماس نيوى شئ:
0799394015, 0708198598
ايمېل: info.assrd@gmail.com