د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

برېښنايي رسنۍ او دافغان میړني ولس هیلې ، تمې اواندیښنې

حبیب پیمان 24.05.2008 21:45

مخکې له هرڅه غواړم دا ووایم چې نه ادیب یم ،نه لیکوال اونه دسیاسی –ټولنیزو چارودکارپوه ادعا لرم، خودا حق لرم چې دافغانی ډله ييزو رسنیوپه باب خپل نظرڅرګندکړم۰ زموږسلګونه زره وطنوال کوم چې دزبرځواکونودڅرګندواوپټولاسوهنواوتیریوله امله پرافغان ولس رڼاورځ شپه ،په هیوادکې یې د جګړواورونه بل کړل، خپل تالې څټې اومزدوران یې پرهیوادواکمن کړل  اړشول ترڅو خپل کورکلی پریږدی اوپردیو ملکونوته کډه شې اوهلته په غربت کې ژوندته ادامه ورکړی ۰ ډیرویې هیڅ وخت  خپل هیواد اوخپل خلک نه دۍ هیرکړی اودهغې په هکله فکرکوی ،دهیوادپه پرمختګ اودخلکوپه سوکالۍ یې خوښیږی اوبدمرغې یې ځوروی ۰ په هیوادکې دحالاتو څخه دډله یزورسنیو منجمله ویب پاڼوله لارې  ځان  خبروې  ۰زه هم کله چې وخت پیدا کوم ویب پاڼو ته  مراجعه کوم چې  ددې پاڼودخبرونوپه برخه کې دخپل هیواد دحالاتوڅخه ځان خبرکړم  اوپوه شم چې درانه لیکوال مو یوه خپلواک اوپرمختللی افغانستان ته درسیدولارې چارې څرنګه په ګوته کوی ۰ له بده مرغه پدې پاڼواونورو رسنیوکې دخبرونو په برخه کې داسې څه نشته چې دیوه ځلانده راتلونکې زیری ورکړی یوازې دمرګ اوژوبلې ،ورانولواوسوزولو،بمباریو اوجګړو،ځان وژونکوبریدونواوسرپریکولو،اختتاف اوزندانی کولو،دخلکو دخوارۍ اوغریبۍ دردونکی وضعیت،اداری فساد، په پارلمان کې دشخړواوبې اعتمادۍ واکمنه فضا،دمخدره توکودکښت اودهغې قاچاق ، په سوله ییزو مظاهرودډزواواعدامونواوداسې نورو منفی خبرونوپرته نورڅه نه ترسترګوکیږی ۰ دویب پاڼو په نشرشویو مقالو اولیکنو کې دخبرونوپه شان هم وضعیت داندیښنې وړدۍ ۰ ډیرلږ برخه مقالې تنویرې اوجوړونکی محتوی لری ۰ په دې ډله مقالو کې لوستونکی کولای شی  دهیواددحالت رښتینی انځور اودروانې غمیزې څخه دوتلو روښانه لارې   ووینی ، لوستونکې ته دافغانیت اووطنپالنې روحیه ورکړی ۰ په دې لیکنو کې دافغان میړنې ولس هیلې ، تمې ،اندیښنې ،کړاوونه لیدل کیږی چې لوستونکی دداډول لیکنو په لیکوال کې دیوه رښتینې افغان ،وطنپاله ریالست روڼ اندی ،پروطن او خلکومین انسان اودیوه آزاد اوخپلواک افغانستان غوښتونکی څیره وینی دا ډله لیکوالان هغه څه پخپلو لیکنو کې راوړی چې افغانان سولې او ورورۍ ،تفاهم ،تیریدنې اوګډسوله ایزژوند  ته راوبولی ،هغوی ددې ټاټوبې اوسیدونکی دقوم ،ژبې ،رنګ اومذهب په نامه نه سره بیلوی ، هغوی دشمال اوجنوب، پښتانه اوغیرپښتانه خبرې نه کوی ۰ چې داډله لیکوال موددرناوی وړ دی ، په قلم یې برکت اوکوریې ودان ۰ ویاړ په داسې لیکوالانواودقلم په خاوندانو !

-                  خو برعکس زیاتره لیکنې نه داچې ګټورې نه دی بلکه دمخدره توکواوزهرې کیمیاوی ترکیباتوپه شان لوستونکې اغیزمن کوی، مسموموی اودمنفی بافۍ،کینې اونفرت ،سکتاریسم اوفاشیسم ،پردۍ پالنې روحیه پکې را پیدا اوپخپل ځان اوخپل ولس یې اعتمادله منځه وړی ۰    

  دا ډول لیکنې چې دپردیودموخواواهدافودپلې کیدو لپاره زمینه مساعدوی په هغې کې زموږتاریخ تحریف ،ملې اتلان سپک  ،دادګڼ شمیره وروڼوقومونو ټاټوبی په پښتون اوغیرپښتون ویشل کیږی ،قومی تربګرنیواودښمنیو  اودافغانی ناورین څخه دوتلو دلارو چارو دلټولوپرځای غیرضروی اولمسونکومسالو ته لمن وهل کیږی اودافغانستان بحرانی وضعیت لا ژوروی ۰

-                  په پاڼوکې دخپرو شویو لیکنوڅخه لوستونکې قضاوت کولای شی چې دویب پاڼوسمبالونکی څه غواړی اودنشراتو موخه یې څه ده؟   چې غواړم پخپله دې  لومړۍ لیکنه کې رڼا پرې واچوم چې بیله شکه زما نظرپه سلوکې سل دمنلووړنه دۍ  ۰هغه درانه لیکوال او لوستونکی چې زما دلیکنې سره مخالف وی  کولای شی  مستقیما یا دخپلو لیکنوله لارې خپل نظریات زما سره شریک اویوې دوستانه مشاجرې اومباحثې ته لاره پرانیزی اوهغه  دوستان  چې دهغې سره همغږی وی  هغه لا نور هم غنی کړی۰       لومړې – هغه ډله پاڼې اولیکوال چې دولاړواوبوپه څیر حرکت نه کوی ،په نړۍ اوافغانستان کې راغلی تغییرات اوبدلونونه نه وینی لاتراوسه دافغانی ټولنې دناورین دپیل په لومړیوکلونو (دلمریز کال پنځوسموکلونو) کې ژوندکوی۰ ددوی اکثریت چې په نوموړوکلونوکې له هیوادڅخه وتلی اوپه لویدیځ کې یې استوګنه غوره کړی دافغانستان دحالاتودپوهیدو منبع یې لویدیځې رسنۍ دی چې هغه ټولې دلویدیځو هیوادونوپه ملی اوحیاتې ګټوڅرخیږی۰ دا ډله کسان ځانونه دهیوادیوازینې خدمتګاران شمیری اودا دلیل راوړی چې دهیوادپه بحرانی  کلونو کې په هیوادکې نه وواوهغه ناخوالې چې پدې موده کې په هیوادکې تیرې شوې اوروانې دی دوی پکې ګډون نه درلوداویا نلری له همدې امله دوی دافغانستان داوسنی ځورونکی وضعیت اودمیلیونوخلکودوژنواومعلولیت اودهیوادپه ورانۍ کې هیڅ مسؤلیت نلری ، هیڅ تیروتنې اوغلطۍ یې  نه دی کړی ، بنآ دوی دهیوادرښتینی خدمتګاران اوددرناوۍ وړ دی۰  خو دوی پردې نه پوهیږی څوک چې کارکوی بیله شکه تیروتنې هم کوی اویوازې مړه کبان غلطۍ اوتیروتنی نه کوی ۰اوداخبره ددې مانا هم نلری چې چا څرګندخیانتونه اوجنایتونه کړی اودپردیوپه جوپړکې ولاړوویا ولاړدی وبخښل شی ۰  دا شمیر لیکوالان دهیواددوروستیو دیرشوکلونوفعال لوبغاړی اوپه سیاست کې مطرح ډلې بیله استثنی دمشرتابه نه نیولې تر عادی غړوپورې وطن اوخلکوته خاین ګڼی اودتبلیغاتو اولیکنواصلې موضوع یې همدا مساله تشکیلوی   ۰                                دوهم – هغه ډله پاڼې اولیکنې چې غواړی دوروستیو دریو لسیزوهغه مشران چې یا په واک کې وو ،یا ځواکمن شخصیتونه بلل کیدل ،دځواک او نامه خاوندان وو او ددې فانی دنیا څخه یې سترګې پټې کړی یا وژل شوې  راژوندې اوملی اتلان ترې جوړکړی  پداسې حال کې چې دوې دافغانی ناتاردعاملینو څخه اصلې عاملین دی چې په ځانګړې توګه حفیظ اله امین ،ببرک کارمل ،نجیب اله ،عبدالعلی مزاری اواحمدشاه مسعودډیریادیږی ۰                                                                     دریم – هغه پاڼې اولیکوالان چې ځانونه افغانستانیان بولی اودافغانستان دنامه پرځای دخراسان دنامه دبدلون لیوال دې دلیکنو اوخپرونو اصلی ټکی یی زموږدهیواد دنامه بدلول تشکیلوی  ۰ټولنه په پښتون اوغیرپښتون ، هیوادپه شمال اوجنوب ویشی ،قومی دښمنیو اوملې بې اتفاقیو ته لمن وهی اوپدې توګه دیوموټې اومتحدافغانستان ددښمنانوپه چوپړ کې دریږی ۰

-                  څلورم – هغه ډله  ویب پاڼې اولیکوال  چې ټولوپدیدو اوپیښو ته دایدیولوژیکی باورونوله دریځه ګوری یوه ډله یې دافغانی ټولنې روح اوروان ،دودونه ،مقدسات اومذهبی ځانګړتیاوې دټولنې دپرمختګ خنډ ګڼی اودمذهبې بنسټپالنې په نامه دهغو سره مبارزه اوجګړه یوازنې لاره ګڼی اوچمتودی چې دلویدیځ دهرډول لاسوهنو پرمټ دا کارترسره کړی اودهغوې دوسله والې مداخلې ،دهغوی پواسطه دافغانستان دکلیو اوکورونود بمباریو، دافغانانووژنو اوزندانی کولوته لبیک ووایی۰ بله ډله یې برعکس غواړی چې ټولې دولتې چارې اوتګلارې داسلام اومذهب ترسیورې لاندې حل کړی هرمثبت تغییراوبدلون ته داسلام ضد حرکت نوم ورکړی ،داسلام اوجهاد په نامه دمتمدن ژوند دلارویانو اومبارزینوپرضد ودریږی هغوی هم خپلو موخوته درسیدو په خاطرد اسلامی نړې دمذهبې تندلارو مرستې اومعاونت ته لبیک وایی ۰ دوی  دجهاددزمانې مشران اوځواکمنې څیرې رښتینی مسلمانان اومادرزادمومنان ګڼی اوچمتو نه دی چې دهغوی نه بخښونکې تیروتنې ووینی بلکه هغوی ته د تلپاتو لارښونکوپه سترګه ګوری چې  دژوند ترپایه دهیوادپه اداره کې دسترګووړونډه ولری ۰                                                          هغه څه چې پورته مې ورته اشاره وکړه هغه به ګران لوستونکی دمقدمې په توګه ومنی خو زما ددې لومړنۍ لیکنې اصلی موضوع وروستۍ هغه جنجالی انترنیتی لیکنې دی چې دانترنیټ په جال ( تور ) کې زموږ دهیواد ددوو پیژندل شوو لیکوالو ښاغلو (  خلیل اله معروفی ، اکادمیسین غلام دستګیر پنجشیری ) اودهغوی دپلویانو ترمنځ ترسترګو کیږی ۰  دا دواړه درانه لیکوال ښاغلی معروفی چې دافغان – جرمن اوښاغلی پنجشیری د آریایی ویب پاڼو دایمی قلمی همکاران دی او ډیر دا ګڼی چې دوی دواړه ددې پاڼو دسمبالونکې ډلې څخه هم دی دا چې دوی ددې پاڼو سره  څرنګه اړیکې لری پرهغې کوم کارنلرم اوهغه ددوی شخصی کاردی ۰ خو یوه خبره چې دیادولو وړ بریښی هغه دا چې ددې دواړو لیکوالود لیکنو زیاتره برخه راپارونکو اولمسونکو مسالو ته ځانګړې شویده چې منطقا ددوې دلیکنو سره زیاتره بې پرې اووطن دوست لوستونکی حساسیتونه لری او اوسنې جنجال اوددوی په پته په مستعارو او نامعلومونومونو ، اویا ددوی په نامه په نوموړو پاڼو کې نشرشوی مطلبونه یې منطقی پایله ده څرنګه چې وایی  ((څه چې کرې هغه به ریبې )) دښاغلو پنجشیری اومعروفی په هکله پوره صدق هم کوی ۰  هغه شی چې زه وهڅولم دالیکنه په ځینوپاڼوکې خپره کړم دښاغلی معروفی په نامه په آریایی پاڼه کې دیوې لیکنې خپرول وو چې محتوی یې دښاغلی پنجشیرې څخه پر بخښنې څرخیږی ۰ وروسته ښاغلی معروفې دتوضیحی اواحتجاجیه لیکنې پواسطه دا موضوع رداوآریایی پاڼې ته یې دنشر لپاره ورواستوله خو هغوی نه یوازې هغه خپره نکړه بلکه هغه لیکنه چې دښاغلی معروفی په نامه کوم مجهول الهویه لیکوال  آریایی ته استولې اوښاغلی معروفې دا ګومان هم کوی  چې ممکن لیکنه دښاغلی پنجشیری وی لیرې   نکړله،  چې دآریایی دپاڼې دمسؤل اویا مسؤلینو دا ډول چلند نه داچې دژورنالستیکې نورمونواوقواعدو سره سر نه خوری ، دمنلووړاو معقول کارنه دۍ بلکه دتاسف وړچلندپرته بل څه ورته ویلای نشو ۰                                                                                      ضمنآ دا هم دیادولو وړده چې دافغان – جرمن په پاڼه کې هم ورته لیکنه شته چې دښاغلی پنجشیرې له نامه څخه دنظریاتوپه برخه کې خپره شوې چې ښاغلی پنجشیری پخپله یوه لیکنه کې هغه خپله لیکنه نه ګڼی اولاتراوسه دافغان – جرمن په پاڼه کې موجوده ده ۰    دآریای پاڼې سمبالونکوته لازمه وه چې دښاغلی معروفی اجتجاجیه لیکنه یې خپره اودهغې په نامه لیکنه یې بیله ځنډه دپاڼې څخه لیرې اوددې کار له امله یې بخښنه هم غوښتې وای  چې ددې کارپه نه کولو سره یې نه یوازې ژورنالستیک نورمونه ترپښو لاندې کړل بلکه د ښاغلی معروفی په نامه دلیکنې دخپرولو په کارکې یې دلاس لرلو ګومانونه لا پیاوړې کړل  چې دفتنې اوتوطیې پرته بل څه نه دی۰

-                  دا خبره هم دیادولو وړده چې دښاغلی معروفې ځینې لیکنې اوپه احتجاجیه ډوله لیکنه کې داسې نمونې ډیرې دی چې په هغې کې دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوندپخوانیوټولو غړو ته سپکاوی شوې دۍ چې په هغې کې ښاغلی پنجشیرې  هم شاملیږی چې هغې ته د(( افغانستان دخلکو دښمن اوقاتل )) ویل شوی دی او داحکم اوددې په شان نورحکمونه یې پداسې الفاظواوقاطعیت سره کړی دۍ چې هغه دافغانستان دخلک دموکراتیک ګونددلسګونوزرو غړو دتحقیقاتو مستنطق اویا قاضی وی چې دهغې ټولې دوسیې دده سره وی اود ((خلکو دوژلو اونورو خیانتونواوجنایتونو)) ټول شواهداواعترافونه پکې موجودوی               ده مکررآ پخپلو مقالواولیکنوکې دا،خ ،د ، ګ ټول غړی دمشر نه نیولې ترکشره پورې ،دوزیر نه نیولې تر کاتبه  ،دريیس نه نیولې ترکارګره،دجنرال نه نیولې تر سرتیرې ،دښځې نه نیولې ترنارینه  دعمومی منشی څخه نیولې بیا تر عادې غړې پورې ، خلاصتا د( الف څخه تر ی ) پورې ټول خاینین ، جنایت کاران ،قاتلین اوداسې نورنومولی دی  چې نه  منطق داسې حکم کوی اونه عملآ داسې کیدای شی  چې دیوه دوه سوه زریز سازمان ټول غړې بیله استثنی قاتلین اوجنایتکاران وی ۰                                                                                                                                                                                                                                                            ددې ټولو خبرو سره سره باید ووایم چې زما هدف  دښاغلی معروفی اویا ښاغلی پنجشیری څخه دفاع  نه ده ، داځکه چې زه په ډیرو مواردوکې دهغوی دڅرګندونواونظریاتو سره نه داچې موافق نه یم بلکه جدا ورسره مخالف هم یم خو هغه څه چې دآریایی سمبالونکودښاغلی معروفې دوروستۍ لیکنې په اړوند وکړل اودهغې دغوښتنې سره سم یې دده په نامه  خپره شوې لیکنه له پاڼې څخه لیرې نکړله شدیدا محکوموم اودټولو رسنیو دسمبالونکو څخه هیله ده چې هغه لیکنې چې راپارونکې اولمسونکې وی ، ملې یوالې ته زیان ورسوی ، دقلم عفت پکې له پامه غورځول شوی وی اوځانګړو څیرو ، سیاستوالو اوقومونوته پکې سپکاوی شوی وی دخپرولو څخه ډډه وکړی ۰اولیکوال هم دلیکوالۍ اصول اوقواعدمراعات کړی اوپردې وپوهیږی چې په لیکنوکې دبازار اوکوڅې خبرې لیکوالی ،حکمت اوپوهه نه ده ،لیکوالی ښکنځلې ،سپکې سپورې ، تورونه او پیغورونه نه دی ، لیکوال باید الهام ورکونکی اولورې ورکونکی وی ،لیکوال حیاتی مسالې وڅیړی ،دټولنې ستونزې اوکړاوونه بیان کړی دهغې دحل لارې چارې په ګوته کړی نه داچې راپارونکی ، لمسونکی اوبې مفهومه اوغیرضروری موضوعات دخپلې لیکنې هدف وګرزوی ، لیکوال ته نه ښایی چې دکرکې ،نفرت اوغچ اخیستلو پیغام ورکونکی وی ۰اوبالا خره لیکوال اوډله يیزې رسنۍ ته نه ښایی چې دتوطيه کونکواوفتنه اچونکو په   شان چلندو کړی ۰ما خپله دالیکنه یوشمیر ویب پاڼو  اوپه هغه جمله کې دآریایی او افغان – جرمن پاڼو ته  دخپرولو لپاره ولیږله هیله چې هغه خپره کړی ۰ 

-                  پای