د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

( سپوږمۍ ) لنډه کيسه دماشومانو لپاره

نورشاه نوراني 24.05.2008 17:16

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
هغه مهال پيوستون ډير وړوکی و ، ددوی او عرفان کورونه دسيند له غاړې سره نږدې وو ، هر مازديګر به کليوال او دکلي وروکوټي ماشومان دسيندغاړې ته دساعتيرۍ اوتفريح لپاره تلل ،پيوستون چې لا پلا ر اومور په ښوونځی کې نه وشامل کړی عرفان هم دده همزولی و ،دوی به اکثره وخت سره يو ځای مشغوليدل ، هر سهار به عرفان د پيوستون د کور په وره کې نارې وهلې پيوستون چې ډير خوب زن و،مور به يې په وچ زور له خوبه پاڅه ؤاوورته ويل به يې هله زويه ! پاڅه عرفان بيا نارې وهي چې پيوستونه ! راووځه مشغولی کوو پاڅه پاڅه پيوستون جانه ! هله چای وڅښه بيا به دباندې ووځي زه به عرفان ته ووايم چې يو څو شيبې انتظار وکړي) مور يې چې پيوستون ډير نازؤ، ځکه چې پر پنځو لور ګانو دپاس يې هم دا يو زوی و چې خدای ورکړی ؤ ډير زړه به يې پرې سوزيده کله به چې دپيوستون پلا ر په ښار کې خپل پلورنځی ته تله ،هر وخت به دپيوستون مور ورته ويل: چې بيرته راځې بيا خو لږ څه ميوه پيوستون ګل ته درسره راوړه ، پلا ربه يې هر وخت دواسکټ په جيبونو کې انار، مڼه ،کيله اوياژولې اچولې وې هر مازديګر به پيوستون هم د خپل پلارجان دراتګ لاره څارله ،دعرفان پلا رهم په يوه مطبوعاتي اداره کې کارکاو ، عرفان اوپيوستون دواړو داسې مينه سره درلوده ، چې هر وخت به دکلي دځينو دنګو کلا ګانو ديوالونوپه غارونو کې دچڼچاڼو په بچيانو (مرغزيو) پسې سرؤ هروخت به يې دمرغيو بچيان په لاسونو کې نيولي ؤ او ساعتيري به يې پرې کوله اويا به يې دخان لالا په باغ کې شنو مڼو په شکولو په لاس پورې کاؤ، خو کله به چې دوی دواړه دکلي کومي زړې بوډۍ اوياکوم بل کليوال وليدل بيا به يې د دوی ميندو اوپلرونو ته ويل ګورئ ستاسو زامن مونږ هره ورځ وينو چې ددنګو کلاګانو له غارونو څخه دمرغۍ بچي راباسي خدای مه کړه ماران به يې ټک وهي د مرغيو په بچيانو پسې خو ماران ډير ګرځي او ډير ماشومانو يې ټک وهلي اووژلي دي .ګوره ستاسو بچيان يوبل کارهم کوي هغه دخان لالا په باغ کې له ونو شنې مڼې شکوي چې دا له يوې خواډير ظلم دی او له بلې خوا دشنو مڼوخوړل روغتيا ته ډير تاوان رسوي . هغه خان لالا ډير اعصابي سړی دی، هسې نه چې دمڼو شکولو په وخت کې يې لاس په لاس ونيسي ډير بد به يې و وهي اوبيا به تا سو پرې خوابدي شئ خبره به دلويانو ترلانجې ورسيږي .کله به چې پيوستون اوعرفان خپل کورونو ته له ساعتيرۍ وروسته ولاړل ،عرفان خو ډير شوخ ؤ پلا ر به کله کله واهه ،خوپيوستون ته به چې کله پلارغوسه شو دمور اړخه ته به ورنږدې شو او مور به يې ورته وويل: سړيه ! ولې دومره پرې غوسه کيږي .يوزوی مو په څه خواريو په زيارتونو او تعويذونو موندلی دی ، داخو (د ورکې مېلې ګل دی ) نوکله چې داخبرې دپيوستون مور خپل خاوند ته وکړې دده غوسه به سړه شوه خو عرفان اوپيوستون دخپلوپلرونو او ميندو په نصحيتونو اووهلو باندې دومره چورت نه واهه خپلې ساعتيرۍ ته به يې د معمول په شان دوام ورکاو. عرفان يو ماسپيښين ناوخته دپيوستون دکور په وره کې نارې وهي راووځه پيوستونه ! چې دساحل غاړې ته ولاړ شو ،نن ډيره ښکلي ورځ ده زمونږ دکلي لارې کوڅي د وريدلي باران له امله ښکلي شويدي پيوستون راووت اودعرفان سره يې ترلمنې ونيول ،دسيندترغاړې په ډيرې چټکۍ سره ولاړل هلته ډيرو کليوالو ددوی په شان همزولي ماشومان دسيندغاړی ته د ساعتيرۍ لپاره راوستي وو د سيند يوه نيمه څپه دساحل ترغاړې راووښته عرفان اوپيوستون ورته په هوس کې شول ويې ويل : دازمونږ سيند هم عجيبه غوندې دی کله کله داسي شور وکړی لکه دخان لالا اس چې (وششنيږي ) اوشور وکړي دوی دواړو سره وويل راځه لږ کوزې خواته ولاړشو دلته ټول سپينږيري او ځوانان راغلي بيا به موميندو اوپلرونو ته ووايي چې دوی په يوازې توګه دسيندغاړې ته تللي ، دوی همداسې وکړل له کليوالو ډيرې کوزې خواته ولاړل هلته دساحل په غاړه کيناستل دوی دسيند اوبو ته ډير څک وو ګورې چې بېلا بيل کبان پکې اوړي را اوړي دوی په خندا خندا ترې خوند اخلي او ماشومه مينه پرې ماته وي ، عرفان چې ډير ځيرک ماشوم ؤ ګور ې چې دسپوږمۍ روڼ تصوير دسيند پرسينه پورته دی، عرفان پيوستون ته وويل: پام وکړه اې دلته فکر وکړه ! ته رانږدې شه هغه سپوږمۍ ګوره چې هغه بله ورځ موسره يادوله، چې هر ماسختن زما اوستا په سر ولاړ وي خو په رانيولو يې برلاسي شوي نه يو. نن ګوره سيند ته راکوزه شوي پيوستون ورته وويل :هو والله ومې ليده، دا دلته څه کوي څنګه راکوزه شوي ده داخو عجب کار وشو، ما دشپې لخو ا ډيره هڅه پسې کړې خو رانيوی مې نشوه ،عرفان ورته وخندل ښه ! چې داسې ده اوس څنګه کوو داخو چې ونيسو والله ډيرلوړ کار به مو کړی وی اوډيره نږ دي ده دلاس کاڼی هم پرې لګيږي. دسيند ژۍ ته ده څنګه کوو چل راښايه هله زرکوه! پيوستون ورته وويل: په دې کې چل نور څه وي زه ورپسې ورځم رانيسم يې عرفان ورته وويل: سيندبه دډوب کړي تاته مور اوپلا ر نه دي ويلي: چې ويالو ،سيندونو اوڅاه ګانوڅخه ځان ژغوره هسې نه ډوب دې کړې مړ به شي. پيوستون ورته وويل :نه دغه خوډيره نږدې ده زما لاس هم ورسيږي زه يې رانيسم ته ډران يې عرفان ورته وويل: چې داسې وي ته يې راونيسه زه خوداکار نشم کولای، پيوستون ورته وويل :ته يې ګوره زه غلی غلی ورځم ،پيوستون همداسې وکړل ورو ورودسپوږمۍ په تصوير پسې په اوبو کې ورروان شو، اوبو يې قدم په قدم ترسينې ورختې دسپوږمۍ تصوير ترې په سيندکې په منډه ؤ هغه وچې يوناڅاپه يې پښه په سيند کې په ژور ځای وربرابره شوه ، اوبه يې په سر واوښتي عرفان په چېغو چېغو دخپلې ماشومانه مينې له کبله دپيوستون نارې دکليوالو ترغوږونو ورورسولې