د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان کې له ترهگرو سره تړونونه او د پردې تر شا پټه لوبه

زلمى شينوارى 22.05.2008 01:16

اوس ثابته شوه چې په پاکستان کې د حکومت بدلون، يا د يو او بل ګوند په واک کې راتلل هيڅ مانا نلري، ځکه د صدراعظم او ولسمشر په څوکۍ چې هر څوک ناست وي کوي به هغه څه چې د دغه هېواد خپلواکه استخباراتي ادارې يې غواړي. دغه ادارې په سيمه کې د ترهگرو پياوړتيا غواړي تر څو پښتانه او افغانان د ترهګرۍ په چارو کې دومره ککړ کړي چې اخر هم نړيوال قوتونه دې ته اړ شي چې د کېمياوي وسلو په استعمال يې دا څه نا څه شته نسل هم له منځه يوسي او د هغې انګرېزي امپراتورۍ پخوانى ارمان پوره شي چې د خېټې نه يې پاکستان زېږېدلى و.

د دې نظر د پخوالي لپاره د ثبوت او دليل په توګه د هغو تړونونو او معاهدو حواله ورکوم چې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د ترهګرو سره په بېلا بېل کچ کېږي. دغه تړونونه په ښکاره خو د دې لپاره کېږي چې په سيمه کې امنيت راشي خو د پردې تر شا يې هدف دا دى چې ترهګر نور هم پياوړي او منظم کړاى شي، نورې وسلې او پېسې په لاس کې ورکړاى شي، دا فکر ورته ورکړاى شي چې د پاکستان حکومت، پوځ او استخباراتي ادارې د ترهګرو په وړاندې ډېرې کمزورې دي او په دې ډول بالاخر په نږدې راتلونکي کې ترهګر په دې وتوانوي چې د لرې پښتونخوا په مرکز پېښور او نورو ښارونو حملې وکړي او د خپل واک د لاندې يې راولي. که چېرې د پاکستان حکومت دا تړونونه د دې لپاره کولاى چې په سيمه کې امنيت راشي نو دا خبره په دوو دليلونو بې بنسټه ده: لومړى دا چې دغه ترهګر او جهادي قوتونه په خپله د پاکستان د استخباراتي ادارو لخوا تنظيم شوي او تقويه شوي دي او دا هيڅ امکان نلري چې د هغوى له همکارۍ او خوښې پرته فعاليت وکړي. دوهم دا چې په وزيرستان کې يو کال وړاندې د دواړو خواوو ترمنځ يو امن تړون شوى و کوم چې د ناکامۍ مخ ليدلى دى.

لږې ورځې وړاندې د امريکا يوې بې پيلوټه الوتکې د باجوړ ايجنسۍ په ډمه ډوله کلي کې د ترهګرو يوه غونډه په نښه کړه او څو مهم جنګيالي يې له منځه يوړل. اوس تاسې دې دوه مخۍ ته وګورئ چې يو ځل د ترهګرو وياند مولوي عمر په خپله رسنيو ته تليفونونه وکړل او ويې ويل چې دا بريد د پاکستان د حکومت او ترورستانو ترمنځ د خبرو اترو د خرابولو لپاره شوى دى نو ځکه دوى دا د امريکا يوه توطيه ګڼي او د پاکستان د حکومت سره خپل امن تړون ته دوام ورکوي. خو څو ورځې وروسته د لرې پښتونخوا په مردان کې يو ځانمرګي بريد شاوخوا څوارلس تنه ووژل او د ترهګرو همدې وياند يې پړه په غاړه واخيسته او ويې ويل چې دا د ډمه ډولې د بريد ځواب دى.

د دې نه دا خبره ښکاره په ثبوت رسېږي چې د ترهګرو مشرتابه او ويندويان په خپل واک او اختيار کې ندي نو ځکه په هغه څه نشي ودرېدلى چې وايي يې. کله کله خو داسې نامعقولې خبرې هم وکړي چې په هدف او مقصد يې نالوستي ماشومان هم شکمن شي.

د پردې تر شا د دې هر څه هدفونه ډېر کېدلاى شي ځکه چې په پاکستان کې پوځ ځانله يو سلطنت دى، استخباراتي ادارې خپلې تګلارې لري او بيا د دې دواړو ترمنځ نور هم ډېر مملکتونه شته. ګومان کېږي چې ځينې ادارې په دې توګه د خلکو لخوا منتخب شوى حکومت او ترهګر دومره نژدې راولي او دومره يې خواږه کوي چې پروېز مشرف ته د دې حکومت د ختمولو دليل او بهانه په لاس ورشي. هغه کولاى شي چې يو ځل بيا په پاکستان کې بيړنى حالت اعلان کړي، پارليمان مات او اساسي قانون معطل کړي او نړۍ ته ووايي چې منتخب حکومت چونکې د ترهګرو سره ډېره دوستي شروع کړې وه نو ځکه يې نور پاتې کېدل د نړۍ امن ته خطره وه.

د پاکستان د استخباراتي شبکو يو غټ هدف په افغانستان کې بې ثباتۍ او بې امنۍ ته وده ورکول دي. د دې کار لپاره هم د پښتنو په سيمو کې د ترهګرو پياوړتيا ضروري ده نو ځکه پاکستان هر ځل کوښښ کوي چې ترهګرو ته کوم ډول غټ زيان ونه رسېږي. که کله يې کوم قوماندان ونيول شي نو د هغې لپاره هم يو سفير وتښتول شي او هغه قوماندان بېرته په عزت او درناوي سره د تازه وسلو او مهماتو په ملګرتيا د هلمند او کندهار په لور ولېږل شي.

خو يوه خبره بايد دلته په واضحو ټکو کې سپينه شي. د طبيعت قانون دا دى چې د بدۍ انجام تل بد وي. تر يوې مودې به پاکستان وتوانېږي چې افغانستان بې ثباته وساتي خو د دې کار انجام په خپله د پاکستان له منځه تلل دي. يو لوړپوړي امريکايي چارواکي په خپل تازه بيان کې ويلي (مونږ کوښښ کوو چې پاکستان د ورپېښو خطرو نه بچ کړو). دغه خطرې چې پاکستان ته ورپېښې دي، په راتلونکي کې د اسلام او دين په نامه جوړ شوي دې جعلي او بې بنسټه هېواد د ورکېدو لور ته اشارې ندي نو څه دي؟