د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دایمي هډې

04.02.2014 10:43    |   ننګیالی بڅرکی دامنیتی تړون په باب اندیښنې بې ځایه دي

دسرخبري : موږ په دې پوهیږوچي تاریخ خلک اوولسونه جوړه وي، که موږ په دغه خپله شاه وخواکی دنوروهیوادونو تاریخ ته وګورو.او بیا خپل تاریخ ته پاملرنه وکړو،په دې کی هیڅ شک نه سته چی پر هیوادونوباندی بیلا بیل نظامونه اوحکومتونه را غلي دي. دلته دپام وړ خبره داده چي دغه تحولات او تغیرات په ټولنو اوهیوادونوکی دچاه دخواراغلي دي؟ . پوښته ساده ده ځواب یې هم روښانه دی ، ځکه موږ دانقلابونواواوښتنوتاریخوته که پاملرنه وکړو؛ نودابه را ته جوته سي، چی خلک دتاریخ جوړونکي دي.اوتاریخ خلک جوړوي.خو په دې کي هم شک نه سته چی دتغیراتواوتحولاتودپاره هغه عیني اوذهني شرایط برابرول په کار دي چی خلکو ته دتغیراتواوتحولاتوانګیزه سي.دلته موږدتاریخی شرایطو اوفلسفي قوانینو څخه داسی نورفرعي علتونه هم ترلاسه کولای سو.لکه پرټولنه دبهرني هیوادونواغیزي،دپوهواوسیاست پوهان یالارښوونکواغیزي،هم دپام وړګڼل کیږي.چی دتاریخ په جوړولوکی ارزښت منددي په یوه ټولنه یا دنړۍ په ټولوهیوادونو کی دعمل اوتطبق وړدي. چی په لنډ ډول موږ دغه عوامل چي دټولنی په جوړیدوکی ونډه لري،که یې ونډه فرعي ده، یااصلي ده.خواغیزي یې دحساب وړدي.دغه دوه عملونه لکه : (بهرنی قوتونه اواشخاص ) . داهغه فرعي سببونه دی چی دانقلابونواو تغیراتو پروسه چټکه کوی یا یې ځنډوي کوي.


24.01.2014 10:07    |   سرلوڅ مرادزی د تړون په وړاندې د کرزي نا اعلان شوی جهاد

ولسمشر کرزی په ولسي جرګه کې د پروان د وکیل عبدالستار خواصي سره یوازې دومره توپير لري چې هغه د امریکایانو او لویدیځوالو په وړاندې ښکاره جهاد اعلانوي خو کرزی دا هر څه په پټه خوله او تر چپن لاندې، ترسره کوي!


16.01.2014 14:36    |   عبدالکریم رحیم امريکا سره دامنيتي تړون په سر اختلاف

د سولې ، دزمکې دتماميت او دافغانانو دعزت او ژوند مصؤنيت په باره کې د کرزي دريځ دملاتړ وړ دی ٠ترڅو چې دا تضمين نه وي امنيتي موافقه ليک دې نه امضا کيږي


26.12.2013 09:49    |   عبدالرحمن فرقاني امنيتي تړون.. ډاډ زېږوي که اندېښنې راپاروې!؟

که چېرې د ولسمشر کرزي د دريځ په هکله سم تبليغات وشي او په هکله يې د سولې عالي شوري د يوه نوي ميکانيزم او روښانه تصور پربنسټ د افغانستان د روڼ آندنو، موثرو شخصيتونو او مدني ټولنې په مرسته ټولو ته د منلو يو سم ميکانيزم وړاندې کړي، کيداي شي چې دا دريځ د افغانستان لپاره داسلامي او ملي اصولو په چوکاټ کې ديوې تل پاتې سولې پيغام راوړي


24.12.2013 08:56    |   صفي الله عمرخیل افغانستان دسټک او سندان په منځ کې

لیکنه دافغانستان او داوسنیو نازکو حالاتوپه اړه ده چې زیاتره محتوا ېې دکابل او واشنګټن په تړون ورټوله ده .


22.12.2013 11:36    |   سرلوڅ مرادزی د تړون ځنډ به، اختلافونه او کورنۍ جګړه راوپاروي!

ناکام دولت، بدنام ټيم، بي کفایته او سرسام ولسمشر د ولس په وړاندې د یوې خبرې د ځواب ویلو جوګه نه وي! د خپل بام واورې د نورو پر بامونو اچول، نور پړ او ګناګار ګڼل او ځان او خپل ټیم سپين چرګان راایستل، د یوې ستونزې دوا نه شي کېدای او نن پرې یو ساده زړی افغان هم نه تېروځي! افغانان باید په دې حساس پير کې هوښیار او بیدار اوسي او پرینږدي چې د هیواد ملي او سراسري ګټې د کرزي او د هغه د بدنام او فاسد ټيم د شخصي ګټو قرباني شي!


11.12.2013 21:04    |   گل احمد قرارداد امنيتي افغان امريكا

تحليل مختصر ازمسوده قرارداد همكاريهاي امنيتي ودفاعي ميان جمهوري اسلامي افغانستان وايالات متحده امريكا


07.12.2013 10:01    |   خالد افغان که کرزی د حکمتیارمشوره وومني دده په ګټه ده؟!

هوداپه پوره اطمئنان سره ویلای شو که کرزی د حکمتیارمشوره وومني دده په خیره ده چې پیاوړط لیکوال ورورمحمد کریم نورهم په بوره وضاحت سره دښاغلي حکمتیار نظریه تشریح کړي او کرزي ته یې پوره ډاډ ورکړي دامشوره منل به دکرزي تیرلنډ ماضي ترمیم کړي او دده داکاربه د ملی وحد ت سبب او مسلح مقاومت به ان شاء الله په بین الافغانی ډیالوګ قانع او چمتو شي


06.12.2013 12:46    |   محمد ظهور پوپلزی کرزی, امنیتی تړون او دتاریخ تکرار

لکه څرنګه چی ځینی تاریخ پوهان وایی: تاریخ تکراریږی، نه د پخوا په شان بلکه د هغه سره نژدی خو د هغه څخه په خطرناک او شدید ډول. پخوانی تجربه یو ځل بیا د تکراریدو په حال کی ده خو صرف لوبغاړی بدلی شوی، هغه وخت امیر شیرعلیخان، انګلستان او روسیه وه. دا ځل کرزی، امریکا او روسیه ده.


01.12.2013 12:14    |   ذبیح الله جبارخیل د امریکایانو راتګ او په اوس کې له هغوی سره امنتی هوکړه لیک

په سر کې د هیواد ټولو هغو توریالیو، میړنو او ویاړلو خلکو ته د څښتن تعالی څخه بر یاوې غواړم کومو چې هم د روس د فوځی یرغل په وخت کې له خپل اهل، مال او ژوند څخه تیر شوی ول او هم د امریکایانو او ورسره نورو کفری ممالکو د فوځی یر غل په وخت کې یی خپلې مصلحانه مبارزې ته دوام ورکړی، چې په اصل کې ددین رښتینی مدافعین او ددې خاورې رښتینی بچیان همدوی دی.


30.11.2013 11:32    |   ډوکتور سیداحمد ماموند دهیواد دتاریخ د تورو کړنو،په لاتوره بڼه تکرار

خلک په تیره بیا سیاستوال دنورو هیوادونو او تر هر څه د مخه دخپل هیواد دتاریخ څخه ډیر څه زده کوی او ددغو زده کړو په رڼا کې دبدو او ملی ضد کړنو څخه ځانونه ژغوري .خو له بده مرغه دوروستیو لسیزو یو شمیر افغان سیاستوالو دشخصي اوپردیو ګټو په خاطردخپلو خلکو او هیواد په وړاندې تورې کړني په زړورتیا سره په لا توره بڼه ترسره کړې اولایې تکراروي.په دې برخه کې به یوازې دیویشتمې پیړۍپه لومړۍ او دوهمه لسیزه کې دځینوتکراري تورو کړنولنډه یادونه وکړم.


27.11.2013 09:30    |   عبدالله افغان امنیتی تړون که سیاسی لوبه؟

پداسی حالاتو کی چی امریکایان غواړی ژرترژره امنیتی تړون لاسلیک شی او ولسمشر کرزی وایی چی نه اول به زما شرطونه منی او بیا به درسره تړون لاسلیک کړم، داسی یوڅه ښکاری چی ورته سیاسی لوبه ویلی شو.


26.11.2013 17:14    |   سرلوڅ مرادزی اوس باید دواړه لوري امنیتي تړون پلی کړي

اوس د امریکا وار دی چې تړون کې کړې ژمنې یو په یو پلې کړي. د بېلګې پتوګه په تړون کې د دوهمې مادې په لومړۍ فقره کې یادونه کیږي« دواړه لوري په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت، له تروریزم سره د مبارزې، د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت په تأمینولو کې د ونډې اخیستنې لپاره د نږدې همکاریو پیاوړتیا ته دوام ورکوي او د افغانستان توان لوړوي ترڅو د خپل ملي حاکمیت، امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي او د اساسي قانون پر بنسټ د ولاړ نظام پر وړاندې کورني او بهرني ګواښونه دفع کړي.د متحده ایالاتو ځواکونه په افغانستان کې محاربوي عملیات نه شي ترسره کولای، مګر دا چې دواړه لوري په بل ډول توافق وکړي.» دلته افغان لوری پورته ژمنو کې خپله ونډه هم د امریکا له مرستې او ملاتړه پرته په یوازې ځان نه شي پلی کولای. په دې توګه د امریکا همکاري او مرسته د افغانانو د بعدي ګام لپاره لومړي او اړینه ده. که څه هم د امنیتي تړون د بشپړ پلیتوب وخت له ۲۰۱۵ کاله پیلیږي، خو د زیاتو موادو پلیتوب يي باید له ننه پيل شي.


26.11.2013 17:13    |   انجنیر سیدمحمد روحاني ولې افغانانو خپل هیواد په غربیانو خرڅ کړ؟

غربیان نه غواړي افغانستان جوړ کړي ځکه چې که چیرته افغانستان په خپلو پښو ولاړ شو نو بیا غربي خاماران نشي کولان خپلو شخصي موخو ته لاسرسی پیدا کړي ځکه نو امریکا او اروپا غواړي چې افغانان باید د تل لپاره هم وږي وي، هم تږي وي او هم غلامان ترڅو هغوی وکولای شي افغانستان د خپل ځان لپاره تل پاتې مستمعره وساتي اوبس.


25.11.2013 12:40    |   نظرمحمد مطمئن حضرت صاحب لبیک، له هیواده ستا د هجرت او وتلو په تمه

زه هجرت کوم، په دوه درې ورځو کې له هيواد څخه ؤځم، کوم بل هيواد ته ځم، زه مجبوره يم چې هيواد پريږدم ( که خدای ج وکړي چې حضرت صبغت الله مجددي يې عملي کړي)، ځکه زما خبرې دلته څوک نه اوري او نه هم زما نصيحت ته څوک غوږ ږدي.


24.11.2013 14:08    |   عبدالقادرجیلانی لویه جرګه که لویه مسئله!

دایوڅرګند حقیقت دی، چې جرګه په افغانستان کې ډیر قدامت لري،او د افغان ولس ډیر تاریخي دود و رسم دی. جرګه خو دپخواوختونو يوه ستره درنده غونډه وه چې دډيرومسئلواوشخړو د هواريدلو لوى صلاحيت يې درلود، دتاریخ په اوږدو کې ډیرې مهمې جمهوري پريكړې دهمدې جرګو له لارې کیدلي، خو دوخت تيريدلو سره ددغه ډول جرګواهميت او درنښت کم شو او دلا كميدو په اړخ روان دى. داځكه چې دوخت تيريدلو سره دنيا كې ډير ستر بدلونونه راغلل او دنيا دماډرنيزم په لوري روانه ده. په اوسنې حالاتو كې ټولې پريكړې دماډرن فلټر جسټيس له لوري ترسره كيږي چې دجرګو څخه بهترګڼل كيږي، خو بياهم مونږ افغانان دجرګو ډير درناوى كوو، ځكه چې جرګه «افغان دود دی» او تل يې پرې خپلې ټولنیزې او سيمه ايزې ستونزې او جنجالونه حل كړيدي.


23.11.2013 14:24    |   عتیق الله د امنیتي تړون د ځنډولو خطرناکې پایلې

د امریکا د او افغانستان تر منخ د تړون د لاسلیکولو د ځنډ د منفي اغیزو په اړه یو څو کرښې


23.11.2013 14:23    |   خالد افغان دامنیتي تړون په اړه یوڅواړینې خبرې!

امریکایان به د د غه اډ و پرمټ دافغانستان له خاورې څخه د تجسس او جاسوسۍ یوه داسي اډه جوړه کړي چې د همسایه ملکونو لا لاسوهنو ته به لاره پرانیزي او په افغا نستان کې به یو نا اعلان شوي جګړه روانه وي.


21.11.2013 16:35    |   حاجي موسی جبارخیل کرزي د لوی جرګې افتخارات هم هزاراګانو ته وبښل!

جرګه لرغونی تاريخ لري، هر چيرته چې کومه ستونزه رامنځته شوې، مشران جرګه شوي او ستونزه يې د جرګې په پرېکړو سره پای ته رسولې، د لویو ستونزو څخه نيولې تر کوچنيو پورې هره ستونزمنه موضوع د جرګې په برکت پای ته رسېدلی، ولې دا بايد يادونه وکړم، چې په جرګه کې پروت برکت د هغه مخورو مشرانو د سالمۍ رهبرۍ او اصيل افغانيت نښې وې، چې هېڅکله يې په جرګو کې طرف نه دی نيول.


21.11.2013 15:47    |   خبري څانګه د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون بشپړ متن

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت (چې له دې وروسته د "افغانستان" په نوم) او د امریکا متحده ایالات (چې له دې وروسته د " متحدو ایالاتو "په نوم) په ګډه "دواړه لوري" او په انفرادي توګه "لوری" یادیږي؛ د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې (د ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه) په تائید چې د ۲۰۱۲ کال د مۍ په ۲ مه لاسلیک شوه، د همدې موافقتنامې پر مواردو په بیا ټینګار سره دواړه لوري ژمن دي چې د ګډو ګټو پر بنسټ اوږدمهاله ستراتیژیکې همکارۍ پیاوړې کړي، لکه: د سولې، امنیت او ثبات پراختیا؛ د دولتي ادارو پیاوړتیا؛ د افغانستان اوږدمهاله اقتصادي او اجتماعي انکشاف او د سیمه ییزو همکاریو هڅول؛ د ستراتیژیکو همکاریو په موافقتنامه کې د دې اصل په تائیدولو سره چې د دواړو لوریو ترمنځ همکاري د دوه اړخیز احترام او ګډو ګټو پر بنا باندې ولاړه ده؛