ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پوليس: سږ کال په پښتونخوا کې 196 ترهګر په پولیس مقابلو کې وژل شوي

د خېبرپښتونخوا پوليس ويلي، سږ کال په صوبه 196 ترهګر په پوليس مقابلو کې وژل شوي، او 118 پوليس هم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي او 117 ژوبل شوي دي.

24.12.2022 ډیوه

مولوي عبدالحمید: هیڅ حکومت خپل اتباع د ایران د حکومت په شان په ډزو نه ولي

په ایران کې د سني مذهبه مسلمانانو مشهور دیني عالم په حکومت غږ کړی چې خپل اتباع دې نه وهي او سر تیري دې هم بیرته خپلو اډو ته ستانه شي.

24.12.2022 امریکا غږ

عاصم منير: د پوځ توجه په امنيتي حالاتو ده او ترهګرۍ د مخنیوي عزم لري

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ويلي، "د پوځ توجه په امنیتي وضع ده او د ترهګرۍ د مخنيوي د عزم څرګندونه يې کړې ده". پوځي مشر پرون د جمعې په ورځ [23 دسمبر] د خېبرپښتونخوا د شمالي وزيرستان او تربېلې سفر کړی دی.

24.12.2022 ډیوه

د پنجاب وزيراعلا پروېز الهي بيرته په ځای کړی شوی

د پاکستان د پنجاب صوبې لاهور هايکورټ د ګورنر پنجاب بلیغ الرحمان امر معطله کړی او وزیراعلا پروېز الهي يې بیرته په ځای کړی او کابينه هم بحال شوې ده.

24.12.2022 ډیوه

د امریکا کانګرس اوکراین سره ۴۵ ملیارد ډالره تازه مرستې منظورې کړلې چې د پیټرایټ توغندي هم پکې شامل دي

د متحده ایالاتو د استاز مجلس جمعه ډسمبر ۲۳ (مرغومي۲) د اوکراین د ۴۵ ملیارد ډالرو نوې بسته منظوره کړه چې د پیټرایټ توغنديو لپاره لګښت هم پکې شامل دی.

24.12.2022 امریکا غږ

امریکا کې د زیات یخ اټکل: توفان او واورو لکونه خلک بې بجلۍ کړي او زرګونه پروازونه ځنډول شوي

واشنګټن ـــــ سختو بادونو، بارانونو او واورو د جمعې په ورځ په امریکا کې په لکونو خلک له بجلۍ محروم کړي، د الوتکو په زرګونو پروازونه ځنډول شوي او ګڼې لویې لارې د موټرو پر مخ بندې شوې دي، خو تر اوسه چاته د مرګ ژوبلې څه خبرې مخې ته نه دی راغلی. د امريکې صدر جو بايډن د جمعې په ورځ خلکو ته خبرداری ورکړ چې کېدای شي شدید توفان راشي او ټینګار یې وکړ چې خلک دې په خپلو سيمه کې د موسم په اړه اعلانونو او لارښوونو ته پاملرنه کوي. زورورو بادونو او درنو بارانونو د امریکې ځینې ایالتونه په داسې حال کې اغېزمن کړي چې په ملیونونو خلک د کرسمس لمانځلو لپاره یو او بل ځای ته سفر کوي او د دسمبر میاشت په دې هیواد کې یوه مصروف میاشت ګڼل کیږي. د امريکا د هوا پېژندنې د ملي ادارې د رپوټ له مخې، په ځينو ځايونو کې د تودوخې درجه د سنټي ګرېد په کچه تر منفي اته درجو کښته شوې ده او د ژمي په سخته یخنۍ کې بادونو او سختو بارانونو 240 میلینه امریکایان اغېزمن کړي چې د امریکې د ابادۍ 72 فیصده کېږي. د رپوټونو له مخې د جمعې په ورځ د امریکې په سوېلي او ختیځو ایالتونو کې شاوخوا یو نیم میلین خلک له بجلۍ بې برخې وو چې په سړه هوا کې د خلکو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده. د امریکې د موټرو اتحاد د جمعې په ورځ وویل چې په ځینو برخو کې د سړکونو حالت لا هم خطرناک دی او د نیویارک په ځینو سیمو کې د توفاني موسم له کبله د موټرو پر چلولو بندیز اعلان شوی دی. د شمالي او جنوبي ډېکوټا، اوکلوهوما، آیوا او ځینو نورو سیمو کې د ټرانسپورټ ادارو رپوټ ورکړی چې سړکونه په یخي پوښلي دي او د غبار له امله د لید وړتیا کمه ده، دوی له خلکو وغوښتل چې په کور دننه پاتې شي. بادونو او سختو بارانونو په ټوله امریکا کې تر 5000 زیات پروازونه هم ځنډولي دي. د Flight Aware  په نوم د پروازونو د خبرتیا وېبپاڼې د معلوماتو له مخې اکثر دغه پروازونه د نیویارک، سیاټل او شیکاګو په څېر نړیوالو هوايي ډګرونو کې منسوخ او یا هم ځنډول شوي دي.

24.12.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

23.12.2022 امریکا غږ

امریکا کې د سختو بادونو او بارانونو له کبله په زرګونو پروازونه لغو شوي

سختو بادونو، بارانونو او واورو د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۳ (مرغومي دوهمه) په متحده ایالاتو کې ګډوډي رامینځته کړې، په زرګونو الوتنې لغو شوې او لویې لارې د ترافیکو پرمخ بندې شوې دي.

23.12.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

23.12.2022 امریکا غږ

درې کلن محمد سمير چې دوه زړونه لري

د خيبرپښتونخوا د مردان سيمې اوسیدونکی درې کلن ماشوم محمد سمير دوه زړونه لري. هغه د دوو زړونو سره زیږیدلی. طبيبان وايي د پنځو کالو عمر پورې د هغه هيڅ ډول درملنه نشي کيدای او د تشخيص او معاينې وروسته به معلوميږي چې ايا يو انسان دوه زړونو سره ژوند تيرولی شي او که نه۔ شاهين افريدی- امريکا غږ

23.12.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

23.12.2022 امریکا غږ

فرانسوی زنځیره يي قاتل د نیپال له زندان نه خوشې شو 

فرانسوي زنځیریي قاتل چارلز صوبحراج د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۳ مه (مرغومي دوهمه) د امریکايي او کاناډايي سیلانیانو د وژلو په جرم د خپلې زیاتې سزا له تېرولو وروسته د نیپال له یو زندان څخه خوشې شو.

23.12.2022 امریکا غږ

د حایل اونیزه خپرونه

د افغانستان د تعلیمي نصاب له بدلولو څخه د طالبانو هدف څه دی؟ آیا په افغانستان کې موجود تعلیمي نصاب اسلامي ندی؟ د افغان خبریال او لیکوال سنجر سهیل او د افغانستان د ملي پرمختیا د بهیر د رئیس قاري امید صافي ترمنځ مناظره ددې اونۍ په حایل خپرونه کې وګورئ.

23.12.2022 امریکا غږ

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

23.12.2022 امریکا غږ

پاریس کې د کردانو په یو کلتوري مرکز باندې ډزو کې درې تنه وژل شوي

څارنوالانو او عیني شاهدانو د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۳مه (مرغومي دوهمه) وویل چې یو ۶۹ کلن سړي د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د کردانو په یو کلتوري مرکز او د ویښتانو جوړولو په یو صالون ډزې کړي، درې کسان یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي. 

23.12.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more