ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبان: سړې هوا افغانستان کې په دوو اونیو کې ۱۵۸ کسان مړه کړي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، د ژمي د سختې سړې هوا له کبله په تېرو دوو اونیو کې ۱۵۸ کسان مړه شوي دي.  

26.01.2023 امریکا غږ

په کیف د مسکو تازه بریدونه؛ اوکراین وايي د روسیې ۲۴ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې

په اوکراین کې مقامات وايي‌ چې نن پنجشنبه جنوري ۲۶ (سلواغه شپږمه) د روسیې د توغندیو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ اوکراینیان وژل شوي دي او پوځ یې وايي چې د روسیې ۲۴ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې.

26.01.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

26.01.2023 امریکا غږ

د ايران او پاکستان تر منځ د تفتان دروازه پس د کلونو، د تګ راتګ او کاروبار لپاره بېرته پرانېستل شوه

کوټه ـــــ د ايران او پاکستان تر منځ د تفتان سرحدي دروازه پس د څو کلونو، د عامو خلکو د تګ راتګ او د کاروبار لپاره پرانیستل شوه، دا دروازه د کرونا ناروغۍ له کبله بنده کړل شوې وه. د چارشنبې- شورو په ورځ پاکستاني او ايراني چارواکو په ګډه د تفتان دروازه پرانيستله او له دې سره سم د خلکو تګ راتګ او کاروبار ته اجازت ورکړل شو. له ايرن سره تجارت کوونکی تجار محمد حافظ وايي له دې سره به يو وار بيا تجارت وده وکړي: "د دروازې خلاصېدل د ایران او پاکستان په ګټه ده، دا پرېکړه د دواړو هیوادونو د کاروباریانو لپاره ښه ګام دی، د خلکو د تګ راتګ سره به کاروبار نور هم اسانه شي". بل لوري ته په کوټه کې د ايران قونصل جنرل حسن دروېش د چارشنبې- شورو په ورځ د ايران په کونسلګرۍ کې خبریالانو ته ويلي، دوی پاکستان ته د ايران له چاه بهار او د پاکستان له ګوادر بندر سره سره د سيپېک پروژې په اړه مثبت تجویزونه وړاندې کړي دي. ښاغلي حسن دروېش ويلي حکومت يې د پاکستان سره د بندرونو په شمول د رېل ګاډي له لارې هم تجارت يواځي فعالول نه بلکې په ښه توګه زياتول غواړي. په کوټه کې د ايراني کونسلګرۍ چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل چې حسن دروېش روان کال پر 18 جنورۍ د بلوچستان او ايران سرحدي پولې ته نژدې په پنجګور کې د نامعلومو وسلوالو په بريد کې د څلورو پاکستاني عسکرو د وژنې پېښه غندلې او ويلي يې چې "ځينې قوتونه د ايران او پاکستان تر منځ د اړيکو خرابه ولو هڅې کوي". هغه ويلي، "د داسې قوتونو د مخنيوي لپاره پکار دی چې دواړه ملکونه کوټلي ګامونه پورته کړي". دروېش زياته کړې حکومت يې پولې ته نیژدې پاکستاني سیمو ته په ورکوونکې بجلۍ کې سل ميګاواټه اضافه کولو سره به ټوله 204 ميګاواټه ته ورسيږي. په خبره يې له دې سره سره پاکستان ته د ګېس ورکولو لپاره ايران د خپلې برخې 1171 کیلوميټره پايپ اچولی خو وايي د پاکستان د برخې کار پاته دی چې تاوان يې دواړو ملکونو ته رسېږي. وايي د دواړو ملکونو تر منځ تجارت تر پینځه اربه ډالرو ته د رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کول ضروري دي. دروېش وند زياته کړط د کردۍ پېغلې مهسه اميني د وژنې د پېښې په لړ کې د ايران دښمن قوتونو لاس درلود او غوښتل يې چې له همدې لارې پر ایران د انرنېټ يا هايبريډ جنګ مسلط کړي خو وایي هغه کاميابه نه شوه.

26.01.2023 ډیوه

د کلونو پس په ميانمار کې د اپيمو کښت بيا سېوا شوی

واشنګټن - د ملګرو ملتونو د تازه معلوماتو تر مخه د نزدې لسو کالو د کمي وروستو د ميانمار کروندګر يو ځل بيا د اپيمو کر ته اوړېدلي ځکه يو پله د اپيمو بيې په بره تللې او بل خوا د اقتصاد د کېناستلو په وجه روزګارونه نه موندل کيږي. د ملګرو ملتونو د نشيي توکو او جرمونو د مخنيوي ادارې يو اين او ډي سي د زيارت- پنجشنبې په ورځ رپورټ خور کړی چې پکې ويل شوي د کال 2002م نه را په دې خوا د کښت پيداوار ځکه هم زيات شوی چې وسله والو ډلو پکې نوې سرمايه کاري کړې کومې چې دا پيداوار اخلي او بپا ترې هيروين اوباسي او په بهر هېوادونو کې يې خرڅوي. په سيمه کې د ميتامفيټامين په پيدا کوونکو هېوادونو کې ميانمار د نړۍ په کچه دويم نمبر دی. افغانستان د نړۍ په کچه د اپيمو او هيروينو پيدا کوونکو هېوادونو کې په وړومبي نمبر دی چې په شرق او سوېلي شرقي سيمه کې يې د امدن د ټولو لويه ذريعه ده. د يو اين او ډي سي د رپورټ تر مخه تېر کال په افغانستان کې 233,000 ايکړه ځمکه په اپيمو کرل شوې وه. د رپورټ تر مخه د کال 2022 سروې ښيي چې ميانمار د کال 2021 په مقابله کې تېر کال 33% زيات پيداوار کړی او په نزدې 41,100 ايکړه زمکه د اپيمو کښت شوی. دا د کال 2013 نه وروستو د اپيمو د ټولو غټ پيداوار دی او په ياد کال کې دا فصل په نزدې 57,800 ايکړه ځمکه کرل شوی وو. د يو اين او ډي سي د سويلي ختيځ ايشيا نماينده جيريمي ډاګلس ويلي د کښت زياتوالی د پوځي کودتا نه وروستو شوی کومه چې په کال 2021کې شوې وه او د سوبه يې اقتصاد کېناستلی. د پوځي حکومت په مخاليفينو د زور زياتي په وجه غربي هېوادونو په ميانمار بندیزونه لګولي او ډېره بهرنۍ سرمايه کاري د ملک نه وتلې ده. ډګلس وايي “د اپيمو کښت د مودو راهسې د خلکو د روزګار يواځينۍ وسيله ده. د ډېرو خلکو سره بله لار نشته چې ځان وساتي او اخر به هم د اپيمو کښت ته لاس اچوي. روزګارونه په ينګون، منډالی او لا په نورو ځايونو کې نشته. خلک بيرته کليوالو سيمو ته تللي او کر کرونده يې شروع کړې”. د نړيوال بينک د وينا مطابق د ميانمار اقتصاد په کال 2021 کې 18% کم شوی او د غربت کچه د کال 2020 نه دوه چنده سېوا شوې چې نزدې 40% خلک د غربت د کرښې نه ښکته تللي. د بينک خپله سروی وايي خلک په ښارونو کې د کار د نيشتوالي د لاسه کليوالو علاقو ته او زميدارۍ ته ستانه شوي.

26.01.2023 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

26.01.2023 امریکا غږ

د پاکستانۍ کلدارو بیساري لویدل؛ یو ډالر په ۲۵۵ کلدارو تبادله کېږي 

په پاکستان کې د اسعارو د تبادلې په ازادو بازارونو کې نن پنجشنبه جنوري ۲۶ (سلواغه شپږمه)یو ډالر په شاوخوا ۲۵۵ کلدارو تبادله کېده. 

26.01.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

26.01.2023 امریکا غږ

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

26.01.2023 امریکا غږ

ملګري ‌ملتونه: له افغانستان وروسته میانمار د مخدره موادو دویم تولیدونکی هېواد دی 

ملګرو ملتونه وايي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د نشه يي موادو د تولید له پلوه لومړی مقام لري خو په میانمار کې هم د پوځ له واکمن کېدو وروسته تېر کال د کوکنار کښت یوه په درې زیات شوی او خراب اقتصادي وضعیت خلک اړ کړي چې د مخدره موادو کاروبار ته مخه کړي.

26.01.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

26.01.2023 امریکا غږ

هند د جمهوریت ورځې په رسم ګذشت کې خپل نظامي ځواک وښود

هند د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۶ (سلواغې شپږمه) د جمهوریت د ورځې کلني جشن پر مهال په نوي ډیلي کې د جنګي جیټ الوتکو او ټانکونو نندارې ته په وړاندې کولو خپل پوځي ځواک وښود.

26.01.2023 امریکا غږ

امریکا کې پناه غوښتونکی پخوانی افغان سرتیری له زندانه خوشې شو

یو پخوانی افغان سرتیری چې په متحده ایالاتو کې د پناه اخیستو په تمه له مکسیکو څخه امریکا ته د اوښتو پر مهال نیول شوی و، له څو میاشتو زندان تیرولو وروسته د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغې پنځمه) آزاد شو.

26.01.2023 امریکا غږ

حنا کهر:د هنداو پاکستان پر پولو تاوتریخوالی او د خلکو وینې توهیدل د سیمې په ګټه نه دي

د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې حنا رباني کهر ویلي د هندوستان سره په اوسني وخت کې څه پټې خبرې نه دي روانې خو که چرې هند د پاکستان د غوښتنو تر مخه خبرې کوي نو پاکستان یې ورسره کولی شي. دهغې وینا ده چې د هند لخوا د یو شمیر پارونکو ګامونو له امله دغه هیواد سره دپاکستان اړیکې خرابې شوې دي اؤ وایي د هندوستان او پاکستان پر پولو تاوتریخوالی او د خلکو وینې توهیدل د سیمې په ګټه نه دي. د پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیالې وزیرې دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر خپل پاکستانی سیال بلاول بوټو زرداري ته د شانګهايي د همکارۍ سازمان غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده خو د پاکستان له اړخه د بهرنیو چارو د وزیر په یاده غونډه کې د ګډون کولو یا نه کولو په اړه تر اوسه څه پریکړه نه ده شوې. څیړونکي وایي دې سفر څخه هیلې کیدای شي چې د دواړو ګاونډې هیوادونو تر مینځ دتاوتریخوالي د مینځه وړلو د پاره خبرې بیرته پیل شي. د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې حنا ربانې کهر سینیټ کې د پوښتنو په ځواب کې وویل، پاکستان لېواله دی چې خپلې ختیځې او لویدیځې پولې یې پرامنه پاتې شي. هغې وویل د روان حکومت په واکمنۍ کې د هندوستان سره پر پولو د ډزو پیښو کې کمی راغلی او پاکستان غواړي چې د سولې سفر ته دوام ورکړي.  اغلې کهر وویل پاکستان کې دنوي حکومت له  راتګ وروسته هند سره څه پټې خبرې نه دې شوي. "دا وخت هم څه پټې خبرې یا سوداګرې نه کیږي. خو زه دا ویل غواړم که چرې یوه داسې موقعه راشي چې هندوستان د پاکستان د غوښتنو تر مخه خبرې کوي نو پاکستان خبرې کولی شې خو که چرې بل اړخ ته یو داسې حکومت وي چې وزیراعظم یې وایي چې جوهرې وسله یې د دیوالي د پاره نه ده ساتلې نو بیا څه کیدای شي"  د پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیالې وزیرې دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ته د شانګهایي د همکارۍ سازمان (ایس سې او) غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې چې ټاکل شوې د مئ په میاشت کې په هند کې ترسره شي. پاکستان او هند له ۲۰۱۷ کال راهیسې د شانګهایي د همکارۍ سازمان (ایس سی او) دایمي غړي دي او سږ کال به هند د شانګهايي د همکارۍ سازمان د غونډې کوربه وي.  د پاکستان له اړخه په دغه غونډه کې د بهرنیو چارو د وزیر د ګډون کولو یا نه کولو په اړه تر اوسه څه باقاعده بیان مخې ته نه دی راغلی خو که چرې بلاول بوټو دغه بلنه ومني، دا به له دولسو کلونو وروسته هند ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير لومړى سفر وي. تر دې مخکې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر په کال ۲۰۱۱ کې هند ته سفر کړی و. د څیړونکو وینا ده د شانګهایي د همکارۍ په سازمان کې د ګډون لپاره غړو هېوادونو ته بلنه ورکول د کوربه هېواد ذمه واري وي نو ځکه پاکستان ته پکې د ګډون بلنه ورکول څه غير معمولي خبره نه ده. البته د اسلام اباد د اسلامې پوهنتون د نړیوالو چارو پروفیسر منظور اپریدی وې او ای ډیوه سره خبرو کې وایي د دغه سفر څخه هیلې کیدای شې چې د دواړو ګاونډې هیوادونو تر مینځ تاوتریخوالې ختمولو د پاره خبرې او رابطې بیرته پیل شي. هغه وایي که هند ته دبلاول بوټو سفر وشي نو دا به نورو ګټورو خبرو ته لاره جوړه کړي ولې چې  په سیاست او د هیوادونو تر مینځ اړیکو کې یو ټکی هم وروستی نه وي.  د څیړونکو دا هم وینا ده چې د شانګهایي همکارۍ سازمان اصلي لوبغاړي لکه چین او روس هم غواړي چې د ګاونډي هیوادونو تر مینځ تاوترخوالي کې کمی راشی او دغه سیمه ییزه غونډه د دوئ د دښمنۍ له امله اغیزمنه نه شي . څو ورځې وړاندې متحده عرب اماراتو ته د خپل سفر په مهال د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف العربیه ټي وي ته په یوه مرکه کې ویلي وو چې هند او پاکستان باید خپلې ټولې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي او د کشمیر د لانجمنې سیمې په ګډون پر نورو ټولو مسایلو خبرې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس هم د جنورۍ په ۲۴ مه د خبرې غونډې په مهال د هند او پاکستان ترمنځ د مثبتو اړیکو ملاتړ کړې و. د پاکستان او هندوستان اړیکې د اوږدې مړدې راهسې د تاوتریخوالي ښکار دي او داړه هیوادونه پر یو بل د دوې په هیوادونو کې د لاس وهنې تورونه لګوي خو دا تاوتریخوالی هغه وخت نور هم زیات شو کله چې د کال ۲۰۱۹ په فرورۍ کې د هند د واک لاندې دکشمیر په پلواما سیمه کې دهندي پوځیانو پر کاروان ځانمرګي برید وشو چې شاوخوا ۴۰ هندي پوځیان پکې ووژل شول. له دغه برید وروسته هند تور لګولی ؤ چې دا برید پاکستان کې میشت تندلارو کړی دی اؤ بیا یې د پاکستان بالاکوټ سیمې ته نزدې هواېې برید هم وکړو او دعوه یې وکړه چې سرجیګل سټراییک کې یې د ترهګرو پټځایونه په نخښه کړي دي. تر دغې برید یوه ورځ وروسته د پاکستان هوايي ځواک د ځوابي عملیاتو په ترڅ کې د هند د هوايي ځواک یوه الوتکه وویشتله او پایلوټ یې ورله ونیولو چې وروسته هندوستان ته بیرته وسپارل شو.  د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري په دې وروستیو کې د هند وزیراعظم نریندر مودې د ګجرات قصاب بللی و چې د هند د بي جی پي له اړخه پرې سخت عکس العمل مخې ته راغی ؤ او هند په رسمي توګه دغه څرګندونې په کلکه غندلې وې.

26.01.2023 ډیوه

افغانستان کې د پاسپورت متقاضیان: 'تور بازار کې یو پاسپورت تر ۴۰۰۰ ډالرو' خرڅېږي

د طالبانو د پاسپورټ د عمومي ریاست له خوا د پاسپورټونود ویشلو د بهیر د بندیدو سره سم د پاسپورټ غوښتوونکو تور بازار ته مخه کړې او د زیاتو پیسو په بدل کې پاسپورټونه ترلاسه کوي.

26.01.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more