ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کوهاټ:تانده ډیم کې دکشتۍ چپه کیدو له امله 25ماشومان ډوب شوي،د10ؤ مړي راویستل شوي

دکوهاټ په تانده ډیم یا بند کې دکشتۍ اوړیدو له امله دیوې سیمې ییزې دیني مدرسې 25 زده کوونکي ماشومان اوبو کې ډوب شوي چې پکې د10 ماشومانو مړي راویستل شوي اؤ اووه نور ژوندي راویستل شوي دي. دکوهاټ ضلعې دپولیسو ویاند ښاغلي ذیشان وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه نن داتوار په ورځ هغه مهال رامنځته شوې چې دکوهاټ دمیرباش خیل سیمې دیوې دیني مدرسې جامعه العربیه ترڅلویښتو پورې زده کوونکي ماشومان ددغه ډیم لیدنې ته ورغلي وؤ. هغه وایي دیادو ماشومانو نه 25کسان په ډیم کې دچکر وهلو په غرض په کشتۍ کې سواره شوي وؤ چې دغه کشتۍ د اوپو منځ کې نسکوره شوه اؤ 25 واړه ماشومان په اوبو کې ډوب شول. هغه ویلي په اوبو کې د ډوبو شوؤ ماشومانو عمرونه د اتوؤ نه نیولي تر څوارلسو کلونو دي. دپېښې په رامنځته کیدو سره دپولیسو اؤ مرستندویه ادارې 1122 ډلې په سمدستي ډول دکوهاټ پېښور نه تانده ډیم ته رسیدلي اؤ دمرستې فعالیتونه یې پیل کړي دي.  دپولیسو ویاند و وي او ای ډیوه ته ویلي دماشومانو راویستلو لپاره دپېښور نه هم دلامبوزنو کسانو ډله تانده ډیم ته رسول شوې ده اؤ هغوئ تر دې مهاله د10 ماشومانو مړي راویستلي اؤ 7نور یې دبې هوشۍ په حالت کې راویستلي دي. دپولیسو لوړ پوړي افسران ډي ایي جي دارعلي خټک اؤ ډي‌ پي او عبدالروف بابر قیصراني دمرستې ددې فعالیتونو پخپله دڅارنې لپاره سیمې ته رسیدلي دي اؤ دپولیسو ویاند ډیوه ته ویلي چې داوبو نه دبې هوشۍ په حالت کې راویستل شوي اووه ماشومانو دعلاج لپاره په سمدستي توګه هسپتال ته لیږل شوي دي. هغه وایي اته کسان لا اوس هم په اوبو کې ډوب دي اؤ دهغوئ د راویستلو لپاره عملیات دوام لري . په پېښه کې د مړو شوؤ ماشومانو پیژندګلو د ارشاد،عزیر،احمد،مجید،ابوبکر،ثمین،وقار،حارث،واحد،نوشاد په نومونو شوې ده

29.01.2023 ډیوه

پاکستان کې د کښتۍ ډوبېدو او بس چپه کېدو په پېښو کې ۵۱ کسان مړه شوي

په پاکستان کې د یکشنبې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغې نهمه) د یو بس اوښتو او یوې کښتۍ ډوبېدو په دوو جلا پېښو کې لږ تر لږه ۵۱ کسان مړه شوي دي.

29.01.2023 امریکا غږ

افغانستان کې د واورې ورېدو له امله د ځینو ولایتونو لارې بندې شوي

د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت وايي، د تیرې ورځې راپدېخوا د درندې واورې ورېدو له امله د افغانستان د یو شمېر ولایتونو لارې د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ بند شوې دي.

29.01.2023 امریکا غږ

د عربي متحده اماراتو سره د ۳ شل اوریزو لوبو لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان شو

د افغانستان کرکټ بورډ یکشنبه جنوري ۲۹ (سلواغې۹) د عربي متحده اماراتو سره د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ لپاره د ۲۲ لوبغاړو ابتدایي سکواډ اعلان کړی.

29.01.2023 امریکا غږ

خلیلزاد: د نجونو په زده کړو د طالبانو د حکومت بندیز جاهلانه دی او موقتي نه دی

د افغان سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینو کې د نجونو د ګډون مخنیوي ته په غبرګون کې ویلي چې له یادې پرېکړې څرګندیږي چې د هغوی لخوا د نجونو پر زده کړو ممنوعیت لنډ مهاله نه دی.

29.01.2023 امریکا غږ

د اسرائیل – فلسطین تر منځ تر ټولو ناوړه تشدد پر مهال سیمې ته د بلنکین سفر

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین داسې مهال راتلونکې اوونۍ مصر، اسرائیل او لویدیځې غاړې ته ولاړ شي چې د فلسطین او اسرائیل تر منځ د تشدد بې سارې پیښې شوي.

29.01.2023 امریکا غږ

ایران وایي په یوې نظامي اډې د ډرون الوتکو برید یې شنډ کړی

په ایران کې مطبوعاتو ویلي چې د دې هیواد د اصفهان په مرکزي ښار کې د بې پیلوټه الوتکو د "ناکام" برید له کبله غټه چاودنه شوې.

29.01.2023 امریکا غږ

شهباز شریف په زرداري دعمران خان تورونه غندلي ،بلاول وایي د دوي کورنۍ ته یې خطرې سېوا کړي

دپخواني وزیراعظم عمران خان ددې تورونو نه وروسته چې ګنې دهیواد پخواني صدر اؤ دپیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري دده پسر ترهګرې ډلې ته پیسې ورکړې دي،دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف دعمران خان تورونه په سخته غندلي اؤ وایي په ښاغلي زداري لګول شوي تورونه بې مسولیته اؤ خطرناک دي. دپیپلز ګوند چیرمین اؤ دهیواد خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري هم وایي دعمران خان لخوا دده په پلار دلګول شوؤ بې اساسه تورونو نه وروسته ده ته ،پلار اؤ ګوند ته یې دترهګرو ډلو لخوا پېښې خطرې نورې سیوا شوي دي . عمران خان تیره ورځ په پخواني صدر اؤ خپل سیاسي مخالف اصف علي زداري تور لګولی ؤ چې دده پسر یې یوې ترهګرې ډلې سره سودا کړې ده اؤ پیسې یې ورکړې دي. دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف دعمران خان دې تورونو ته خپل غبرګون کې په ټویټر لیکلي دخپلو سیاسي مخالفینو پرضد سازشونه کول،تورونه لګول اؤ دهغوئ پرضد زهر خورول دعمران خان عادت دی. هغه دعمران خان دا تور غیر ذمه دارانه اؤ خطرناک بللی دی اؤ ویلي یې دي قام ددې نه ښه خبر دی چې عمران نیازي دنفرت نه ډک سیاست کوي. دپیپلز ګوند مشر اؤ دهیواد خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري  هم په ټویټر خپل یو بیان کې ویلي دي چې تر دې وړاندې ترهګرو ډلو ده ده اؤ دده ګوند په نوم یاد کړی اؤ ګواښونه یې ورته کړي دي اؤ اوس دعمران خان له لوري دده په پلار اؤ دهیواد په پخواني صدر تورونه ولګولی شول. بلاول بوټو زرداري ویلي ددې تورونو نه وروسته ده،دده پلار اؤ کورنۍ ته پېښې خطرې نورې سیوا شوي دي اؤ دتاریخ په نظر کې نیولو سره دوي دې تورونو ته په بې کچه سنجیدګۍ سره ګوري. بلاول بوټو زیاته کړې ده چې دوئ دعمران خان لخوا دلګول شوؤ تورونو په قانوني اړخونو هم غور کوي ځکه چې په تېرو وختونو کې هم هغه ویلي وؤ چې دده پلار یې په نخښه نیولی دی. دښاغلي بلاول په بیان کې ویل شوي چې دعمران خان اؤ دهغه دملګرو دا تاریخ پاتې شوی چې دوي دترهګرو خواخوږي اؤ مرستیالان دي اؤ کله چې هغوئ‌ په واک کې هم وؤ نو ترهګر یې پرېښودي اؤ دجمهوریت استازي یې نیولي وؤ. خارجه وزیر په عمران خان تور لګولی چې پخپله واکمنۍ کې یې خیبر پښتونخوا صوبه ترهګرو ته سپارلې وه اؤ وایي د دوي ګوند نن هم ترهګرو ته پنګې ورکوي. عمران خان یا تحریک انصاف ګوند لا نیغ په نیغه د شهباز شریف اؤ بلاول بوټو دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودل خو په ټویټر پخپله رسمي پاڼه دتحریک انصاف خیبر پښتونخوا څانګې دخپل ایتلافي اؤ دهیواد دکورنیو دچارو دپخواني وزیر شیخ رشید یو ویډیو کلیپ خپور کړی په کوم کې چې هغه تور لګوي چې اصف علي زداري یوه ترهګره ډله دعمران خان وژلو ته ګمارلې ده.

29.01.2023 ډیوه

کابل:طالبانو دکانکور ازموینه کې دنجونو په ګډون بندیز ولګولو

په افغانستان واکمنو طالبانو تر نامعلومې مودې پورې په خصوصي پوهنتونونو کې نجونو ته د داخلې په ازموینو کې د ګډون داجازې نه ورکولو امر کړی دی. د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي د شنبې په ورځ امریکا غږ ته ومنله چې دوی د ټول هیواد په کچه خصوصي افغان پوهنتونونو ته یو لیک استولی چې د راتلونکي پسرلي سمستر لپاره دې  دکانکور ازموینو کې د ښځینه زده کوونکو د ګډون مخه ونیسي. د داخلې ازموینې به د فبروري په پای کې ترسره شي. په لیک کې خبرداری ورکړل شوی هغه پوهنتونونه چې دا فرمان پلي نه کړي له قانوني چلند سره به مخ شي. اګست ۲۰۲۱م کې په حکومت له قبضې کولو وروسته طالبانو د ښځو پر حقونو او ازادۍ پراخ محدودیتونه لګولي، هغوی یې په ډېرو برخو کې له کارونو ویستلي او  پارکونو، جیمونو او عامه حمامونو له تګ یې منعې کړي دي. ددې ترڅنګ طالبانو  انجونې له شپږم ټولګي ور په اخوا ثانوي ښوونځیو ته د تللو څخه منعې کړې دي. تېره میاشت ستخت دریځه طالب واکمنانو په ناڅاپي ډول پوهنتونونه د ښځینه محصلینو پر مخ تړلي وو، او ښځې یې په ملي او نړیوالو غیر دولتي موسسو کې له کار کولو منعې کړې وې. دطالبانو لخوا په ښځو لګیدلو دې وروستيو بندیزونو په نړیواله کچه دطالبانو پرضد غصه راپارولې او په سمدستي توګه ددې بندیزونو دلرې کولو غوښتنې زور نیولی دی. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مشر مارتین ګریفیتس دتېرې اوونۍ په پیل کې د افغانستان پلازمینې کابل ته سفر کړی ؤ ترڅو طالبان وهڅوي چې په ښځینه مرستندویه کارکوونکو لګیدلي بندیز لیرې کړي . هغه پخپل دغه سفر کې خبرداری ورکړی ؤ  چې دابندیزونه  په جګړه ځپلي هیواد کې د اوږدې وچکالۍ په ترڅ کې بشري پروګرامونه کمزوري کوي. تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته تللې وه او د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره یې د ښځو او نجونو د حقونو په اړوند لیدنې کړې وې. د بشري حقونو د اندېښنو او  ښځو سره د طالبانو دناوړه  چلند له امله تر اوسه دنړۍ یو هیواد هم دطالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی. اؤ څېړونکي وایي په ښځو دطالبانو لخوا ورځ تر بلې دلګول کیدونکو بندیزونو یو مقصد دا هم دی ترڅو له دې لارې طالبان دنړۍ هیوادونه دیته مجبور کړي چې د دوي حکومت په رسمیت ومني

29.01.2023 ډیوه

امنیتي ځواکونه وایي شمالي وزیرستان اؤ ډيره غازي خان کې یې دعملیاتو په مهال درې ترهګر وژلي دي

دپاکستان امنیتي ځواکونه وایي دخېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه وزیرستان اؤ دپنجاب په ډیره غازي خان سیمو کې یې په دوؤ بیلابیلو کاررایو کې درې ترهګر وژلي دي. دپاکستان دپوځ مطبوعاتي دخالي په ماسخوتن خپل یو بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو دشمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې دخفیه اطلاع په اساس عملیات کړي اؤ یو ترهګر یې وژلی دی. پوځ پخپل بیان کې د وژل شوي ترهګر پېژندګلو نه ده په ډاګه کړې خو ویلي یې دي چې هغه په امنیتي ځواکونو اؤ عامو وګړو بریدونو کې ککړ ؤ. په عین حال کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو ویلي دپنجاب په ډیره غازي خان سیمه کې یې دترهګرۍ یوه هڅه شنډه کړې ده اؤ دوه ترهګر یې وژلي دي. دسي ټي ډي پولیسو دیو بیان له مخې د ډیره غازي خان په جهنګي سیمه کې ترهګرو غوښتل په یوه امنیتي پوسته برید وکړي خو کله چې پولیس دهغوي په نیولو پسې ورغلل نو ترهګرو سره یې نښته وشوه اؤ دپولیسو په ډزو کې دوه ترهګر ووژلی شول اؤ دوه نور وتښتېدل. پولیس وایي وژل شوي ترهګر په لاهور،اسلام اباد،راولپنډۍ اؤ خېبر پښتونخوا کې دترهګرۍ په یو شمیر پېښو کې ککړ وؤ اؤ دمقابلې په مهال دهغوئ د ولکي نه پولیسو ته لاسي بمونه،کلاشنکوفې اؤ تمانچې هم په لاس ورغلي دي. په پاکستان کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیس زیاتره وخت په عملیاتو کې دترهګرو د وژلو دعوې کوي خو څېړونکي اکثره ددغو دعوؤ په حقیقت پوښتنې شکونه کوي اؤ وایي چې زیاتره دا پولیس هغو وژنو ته هم دپولیس مقابلې یا عملیاتو نوم ورکوي،چې دعدالت تر شا یې کوي. په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو برخو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا کې په پولیسو د وسله والو بریدونه چټک شوي دي اؤ په دې بریدونو کې په لسګونو پولیس وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي . تېرکال په 18م دسمبر دخېبر پښتونخوا په بنو سیمه کې یو شمیر ترهګرو دترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو دمرکز دننه پولیس قابو کړي وؤ اؤ دهغوئ نه یې وسلې اخستې وې. د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف په هغه وخت ويلي وو په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز کې د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګر وژل شوي، اووه تسليم شوي او درې نیول شوي دي. له دغه برید راپدیخوا هم خېبر پښتونخوا صوبه کې په پولیسو ګڼ شمیر مرګوني بریدونه شوي چې پکې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو وسله والې ډلې پغاړه اخستې ده. دخېبر پښتونخوا صوبې دپولیسو مشر معظم جاه انصاري وایي ښایي ترهګرو ته په افغانستان کې دامریکې اؤ ناټو نه پاتې شوې عصري وسلې په لاس ورغلې دي اؤ هغوئ په دغو جدیدو وسلو پولیس په نخښه کوي. تېره اوونۍ ښاغلي معظم جاه انصاري رسنیو ته ویلي وؤ دترهګرو دمقابلې لپاره دپښتونخوا پولیسو ته هم عصري وسلې اؤ نور سامانونه ورکړل کیږي. خېبرپښتونخوا پوليس ترمخه ، تېر کال په 2022 کې په صوبه کې 196 ترهګر په پوليس مقابلو کې وژل شوي، او 118 پوليس هم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي او 117 ژوبل شوي وو. د خېبرپښتونخوا پوليس اډيشنل انسپکټر جنرل محمد علي باباخېل په 23م دسمبر مطبوعاتو سره د پولیس عملیاتو شمېرې شريکې کړې وې او ويلي يې وو، د صوبې څلور جنوبي ضلعې، شمالي او جنوبي وزيرستان، لکي مروت او بنو د ترهګرۍ ښکار پاتې شوي او زياتې پېښې پکې شوې وې. د پولیس شمېرو ترمخه تېر کال په صوبه کې سي ټي ډي 806 ترهګر نيولي چې پکې د 90 ترهګرو په سرونو قيمتونه هم مقرر وو.

29.01.2023 ډیوه

کالیفورنیا کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي، څلور نور ټپیان دي - پولیس

د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا ایالت پولیسو د شنبې په ورځ جنوري ۲۸ (سلواغې اتمه) ددې ایالت په لاس انجلس کې په یو لړ ډزو کې د درې کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. 

28.01.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

28.01.2023 امریکا غږ

روسیه: د لوهانسک پر یو روغتون د اوکراین په راکټي برید کې ۱۴ کسان وژل شوي

د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ جنوري ۲۸ (سلواغې اتمه) اوکرایني ځواکونه د شرقي لوهانسک په سیمه کې پر یو روغتون په برید تورن کړل چې له امله یې ۱۴ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

28.01.2023 امریکا غږ

سویډن له خپلو خلکو غوښتي چې د قران شریف له سوځېدو وروسته په ترکیه کې له ګڼې ګوڼې ډډه وکړي

  واشنګټن – د سویډن د بهرنیو چارو وزارت د شنبې یا خالي په ورځ په ترکیه کې له مېشتو سویډنیانو څخه غوښتي چې په سټاکهوم کې تېره اونۍ د یوه لېرې ښي اړخي سیاستوال لخوا د قران شریف د سوځولو پر سر راپارېدلو لاریونونو او ګڼې ګوڼې څخه دې ځان لېرې وساتي. ترکیې همدارنګه وروسته له هاغې چې د سخت دریځه ښې اړخي سیاسي ګوند د رهبر رسمس پولادن لخوا په سټاکهوم کې د ترکیې له سفارت څخه د باندې یو جلد قران شریف وسوځول شو، له ناټو سره د سویډن او فنلېنډ د یوځای کېدو د غوښتنلیکونو پر سر خبرې هم ځنډولي. د پولادن له دې کار سره په ترکیه او ګڼو نورو اسلامي هېوادونو کې لاریونونه راوپارېدل. د بهرنیو چارو وزارت په خپله پاڼه بهر مېشتو سویډنیانو ته لیکلي، "په ترکیه کې له مېشتو سویډنیانو څخه غوښتل کېږي چې د پېښو په اړه دې ځان خبر وساتي او له لویو غونډو او لاریونونو څخه دې ځآن لېرې وساتي." دوی زیاته کړې چې "په انقره کې د سویډن د سفارت او په استانبول کې د کونسلګرۍ مخې ته ښايي په راتلونکو ورځو کې هم لاریونونه دوام وکړی." د پولادن له احتجاج وروسته د سویډن لومړي وزیر الف کرېسټرسن وویل، چې دی د بیان د ازادۍ ملاتړ کوي. د سویډن لومړي وزیر د قران شریف سوځول غندلي دي: کرېسټرسن په ټویټر باندې لیکلي، "خو هغه څه چې قانوني‌ دي ضرور نه ده چې مناسب وي. د کتابونو سوځول چې اکثرو خلکو ته سپیڅلي دي د درناوي خلاف کار دی." سویډن او فېنلېنډ تېر کال په اوکراین باندې د روس له یرغل وروسته له ناټو سره د یوځای کېدو وړاندیز کړی. خو سویډن د ناټو د ټولو ۳۰ غړو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري.‌ ترکیې ویلي، سویډن باید په ځانګړي توګه د دوی‌ په وینا د ترهګرو چې هغه د کردستان ترهګرو ډله بولي او دوی پرې د ۲۰۱۶ کال د کودتا تور پورې کوي څرګند دریځ غوره کړي او له هغې وروسته به بیا دوی په ناټو کې ددغو دوو هېوادونو د غړیتوب ملاتړ وکړي.

28.01.2023 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

28.01.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more