ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امنيت شورا طالبانو ته: د ښځو او نجونو په وړاندې ظالمانه اقدامات ژر تر ژره لغو کړئ

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ښځو او نجونو په وړاندي د طالبانو وروستي محدوديتونه 'ظالمانه' بللي او له هغوى څخه يې غوښتي چې دغه اقدامات ژر تر ژره لغوه کړي٠

14.01.2023 امریکا غږ

جمهوري غوښتونکي د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو وتل پلټي

د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکو چې دا ځل پدې مجلس کې اکثریت هم دي، په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د راوتلو په هکله پلټنې پیل کړي.

14.01.2023 امریکا غږ

کراچۍ: نيوزي لېنډ د پاکستان نه د کرکټ درېو سياليو سيريز ګټلی

د پاکستان او نيوزي لېنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ په کراچۍ کې د درېو يو ورځنو سیاليو وروستۍ سيالي نیوزي لېنډ ګټلې او سيريز يې په خپل نوم کړی دی.

14.01.2023 ډیوه

ایران وایي سعودي عربستان سره د اړیکو عادي کیدو ته چمتو دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هیله ښودلې چې ښایي د سعودي عربستان سره دپلوماتیکې اړیکې د خبرو اترو له لارې بیرته ژوندۍ شي.

14.01.2023 امریکا غږ

بلوچستان: وکيلانو د مولانا هدايت الرحمان د ګرفتارۍ خلاف احتجاج کې د عدالتونو نه بايکاټ اعلان کړی

د بلوچستان د وکيلانو تنظيم بلوچستان بار کونسل د ګوادر د حق غوښتنې تحريک مشر مولانا هدايت الرحمان نيونه غېر قانوني عمل بللی او ويلي يې دي چې د ګوادر له ضلعي د عدالت څخه د مولانا نيول د عدالت سپکاوی دی.

14.01.2023 ډیوه

امریکا کې بوړ بوړکیو ۹ تنه وژلي

د متحده ایالاتو په جنوب لویدیځو ایالتونو کې چارواکي وایي د بوړ بوړکیو له کبله لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي.

14.01.2023 امریکا غږ

د افغانستان او اسټرالیا د کرکټ لوبو لغوه کېدل؛ ایا سپورټ او سیاست سره جلا دي؟

د لوبو له میدانه' په خپرونه کې به واورئ چې اسټرالیا نه غواړي له افغانستان سره په مارچ میاشت کې ۳ یو ورځنۍ لوبې وکړي. د اسټرالیا په بیګ بیش سیالیو کې د افغان لوبغاړو د نه ګډون پرېکړه او عواقب یې. د سپورټ او سیاست په جلا والي د یو شمېر خلکو ټینګار، ایا اوس سپورټ او سیاست سره جلا دي؟ د ګڼو افغان لوبغاړو په ګډون د نړۍ د بېلابېلو سوداګریزو کرکټ لیګونو پیل. افغان کرکټ بورډ باید د کرکټ راتلونکي لپاره څه وکړي؟ د فوټبال، ټینس او هاکي نړیوالې او سوداګریزې سیالۍ. په خپرونه کې نور مطالب هم شته چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

14.01.2023 ازادي راډیو

 پېښور کې په پولیس حمله کې دوه پولیس وژل شوي، ټي ټي پي د حملې ذمه واري منلې 

د خېبرپښتونخوا پوليس ترمخه پېښور کې په سر بند پوليسو ترهګر بريد شوی، د ترهګرو سره په نښته کې ډي اېس پي پولیس افسر او يو سپاهي وژل شوي دي.

14.01.2023 ډیوه

په ازبکستان کې د 20 ماشومانو مرګونه د هند د ټوخي دوای سره تړل کېږي

ډبلیو اېچ او وویل په ازبکستان کې د هندي دوا کیمیاوي تجزیه شوي او پکې ډایتلین ګلایکول او اېتلین نومې کیمیاوي مادې اجزا موندل شوي دي. د رپورټ ترمخه ایتلین ګلایکول یا اېتلین د انساني بدن دپاره د زهرجنې مادي په توګه کار کوي چې په خوړلو ترې انسان مړ کېدلی هم شي

14.01.2023 ډیوه

د ایران خارجه وزیر امید څرګند کړی چې سعودي عرب سره به د ایران تعلقات بحال شي

په کال 2016 کې په سعودي عرب کې د شیعه عالم نمر النمر د اعدامېدلو وروسته په ایران احتجاجونه راوپارېدل، مظاهره چیانو په تهران کې د سعودي عرب په سفارتخانه او په مشهد ښار کې د سعودي عرب په کونسلګرۍ حملې وکړې او د دې وروسته سعودي عرب ایران سره سفارتي تعلقات قطع کړل

14.01.2023 ډیوه

روس وايي د اوکراین سولېدار ښار یې نيولی

په اوکراین کې د جنګ په اړه د برطانيې د فاع وزارت په خپلو معلوماتو کې وویل چې روسي صنعت د جنګ ضرورتونو پوره کولو دپاره د قیدیانو نه کار اخیستل شروع کړي دي او د نومبر په میاشت کې د روس د ټېنکونو جوړولو کارنې اعلان کړی یو د اړونده محکمو سره د خبرو وروسته به 250 قیدیان په کار وګماري

13.01.2023 ډیوه

اوکراین وايي روس د سولېدار ښار نه دی نیولی، په ښار جنګ دوام لري

په اوکراین کې د جنګ په اړه د برطانيې د فاع وزارت په خپلو معلوماتو کې وویل چې روسي صنعت د جنګ ضرورتونو پوره کولو دپاره د قیدیانو نه کار اخیستل شروع کړي دي او د نومبر په میاشت کې د روس د ټېنکونو جوړولو کارنې اعلان کړی یو د اړونده محکمو سره د خبرو وروسته به 250 قیدیان په کار وګماري

13.01.2023 ډیوه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د افغانانو د کورنیو یوځای کول د متحده ایالاتو لومړیتوب دی 

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې داهېواد ژمن دی چې له هغو امریکايي اتباعو او افغانانو سره چې په امریکا کې مېشت دي مرسته وکړي چې د خپلو کورنیو له هغه شمیر غړو سره یو ځای شي چې لا هم په افغانستان کې ژوند کوي.

13.01.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

13.01.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

13.01.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more