ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ایران جمهور رئیس د اړیکو د پیاوړتیا لپاره چین ته ځي

ټاکل شوې د ایران اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د روانې اوونۍ په پیل کې چین ته په درې ورځني رسمي سفر ولاړ شي. د هغه سفر سه شنبه پیلیږي.

13.02.2023 امریکا غږ

پاکستان کې په 39 ضلعو او افغانستان سره په پوله پرتو سيمو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاین پېل شوی

پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ویلي، نن د 13 فرورۍ څخه تر 17 فرورۍ پورې د خېبرپښتونخوا د اووه ضلعو په ګډون د افغانستان سره په پوله پرتو سيمو کې د پولیو ضد څاڅکو کمپاين پېل شوی دی.

13.02.2023 ډیوه

رانا ثناالله: په راتلونکې کې د وسله والو سره د مذاکراتو امکان نشته

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د تحریک طالبان پاکستان د نوم اخستو پرته ویلي، "چې تېر کوم مذاکرات شوي هغه تجربه ناکامه پاتې شوې او کومې ښې نتیجې یې مخې ته نه دي راغلي ځکه په راتلونکې کې د دغه ډول مذاکراتو امکان نشته".

13.02.2023 ډیوه

د کندز کروندګر: د سبزيجاتو د ساتنې لپاره دې راته سړې خونې جوړې شي

د کندز یو شمېر ګروندګر د سبزیجاتو حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي، خو له اړوند چارواکو غوښتنه کوي چې د معياري سړې خونې دې ورته جوړې کړي. د یو شمېر ګروندګرو د معلوماتو له‌مخې، په ژمني حاصلاتو کې، تازه پیاز، پالک، ګازرې، شغلم، ګلپي، کاهو، کرم، سپینې او سرې مُلۍ شامل دي. څلوېښت کلن نورمحمد د کندز ښار اړوند د الچین په سیمه کې يې پر پنځه جریبه ځمکه ګازرې، شغلم، پیاز او پالک کرلې. هغه وايي: "سږ کال د ګازرو حاصلات ښه دي. اوس موږ یو من ګازرې په ۵۰ افغانۍ خرڅو. دولت باید د ګروندګرو د سبزیجاتو او مېوه جاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي. ترڅو موږ خپل محصولات تر ډېر وخت پورې وساتو او په ښه قیمت یې وپلورو." د الچین سیمه د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري او د شیرخان بندر ترانزیټي او سوداګریزه لاره هم پر همدې سیمه تېره شوې. دلته ګڼ شمېر ګروندګر په خپلو ګروندو کې د ګازرو، شلغمو او شنو پیازو په راټولو بوخت دي. له دوی څخه پنځوس کلن نجم الدین ازادي راډيو ته وويل: "د سبزیجاتو د پلورلو له لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوو. دولت باید له موږ سره د کیمیاوي سرې، د تخنیکي وسایلو او تخمونو په برخه کې مرسته وکړي. تراکتور د یو ساعت قولبې په بدل کې ۱۴۰۰ افغانۍ اخلي او ترڅنګ د کیمیاوي سرې نرخ هم لوړ شوی. که حاصلات څومره زیات هم شي، خو زموږ کړی لګښت نه پوره کوي." ذبیح الله چې د کندز ښار د عرضبیګي جومات ته څېرمه د ګازرو جوس او مربا پلورې وايي، سږ کال د ګازرو حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دي. نوموړی وايي: "ګازرې ډېره ښه سبزې ده، د انسان روغتیا ته هم ډېره ګټه رسوي. موږ دلته د ګازرو جوس او مربا جوړوو ځکه خلک د ګازرو جوس ډېر خوښوي. له ګازرو څخه خلک په قابلي پلو، ښوروا، سوپ او په نورو خوړو کې ګټه اخلي، ځکه ګازرې له ګټورو سبزیجاتو څخه ده." د کندز د کرنې ریاست د کرنیزو چارو مختصص عبدالبصیر فقیري ازادي راډیو ته وویل، سږ کال په دې ولایت کې کابو پر ۳۰۰ هکتاره ځمکه سبزیجات کرل شوي وو او له هغه ۹ زره او ۷۵ ټنه حاصلات لاسته راغلي. نوموړي وويل: "په کندز ولایت کې بېلابېل سبزیجات په ځانګړې ډول ګازرې ډېرې زیاتې کرل کېږي. له دې ولایت څخه ګازرې او نور سبزیجات د هېواد پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو ته هم وړل کېږي. ګازرې له ګټور سبزیجاتو څخه دي، چې د انسان سترګو او ټول وجود ته ډېره ګټه رسوي." کندز په شمال ختيځ زون کې د افغانستان یو مهم کرنیز ولایت ګڼل کېږي. د معلوماتو له‌مخې د دې ولایت ۸۰ سلنه وګړي پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او له همدې درکه د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.

13.02.2023 ازادي راډیو

د امریکا د پوځ په هوایي برید کې د الشباب ۱۲ وسله وال په سومالیې کې وژل شوي

د متحده ایالاتو پوځ یکشنبه فبروري ۱۲ (سلواغې۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سومالیې د فدرالي حکومت په غوښتنې یې د "ټولیزې ځان دفاع" لپاره په هوایي برید کې د الشباب د وسله والې ډلې ۱۲ غړي د سومالیې په مرکزي برخه کې وژلي دي.

13.02.2023 امریکا غږ

د تخار د معترضو ښځو مشره پريسا مبارز او ورور يې د طالبانو له زندان خوشې شوي دي

د ښځینه فعالانو او د ملګرو ملتونو د خاص استازي ریچارډ بېنيټ تر ټینګار وروسته د راپورونو له‌مخې طالب چارواکو د تخار د معترضو ښځو مشره پریسا مبارز خوشې کړې ده. د افغانستان د مقتدرو ښځو د خوځښت مشرې مونسې مبارز هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د پریسا مبارز د خوشې کېدو خبره تایید کړه. نوموړې وويل: "پریسا مبارز د تخار د ښځو د خوځښت مشره او ورور یې د طالبانو د ملېشو له‌خوا چې څلورمې حوزې اړوند وو نیول شوي وو او حوزه کې یې د دې لپاره چې د ټليفون کوډ نه و ورکړی وهلي وو. بیا یې استخباراتو ته انتقال کړي وو. یوه شپه یې بندیان کړي وو بیا د پریسا مور، د هغې له مشر ورور او نورو سپین ږیرو په منځګړیتوب د طالبانو استخباراتو ته تللي وو او د ضمانت په ورکولو او د هغو فشارونو په خاطر چې نړیوالو بنسټونو او څېرو وارد کړي وو پریسا مبارز او ورور یې خوشې کړل خو ترې تعهد یې اخیستی چې نور به مبارزاتي کارونه نه کوي." پر خواله رسنیو پریسا مبارز ته منصوب یو عکس هم خپور شوی چې په‌کې د هغې سر په پټۍ تړل شوی او لاس کې یې هم د ستنې لګولو کنول لګېدلی. دا عکس لا په خپلواکه توګه چا نه‌دی تایید کړی خو لږ تر لږه یوې پاڼې ادعا کړې چې پریسا مبارز د طالبانو له‌خوا وهل شوې او اوس په کور کې تر درملنې لاندې ده. د پریسا مبارز د خوشې کولو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ اعلامیه ورکړې وه او د هغې په سمدستي او له قید او شرط پرته خوشې کېدو باندې یې ټینګار کړی وو. د بشري حقونو د څار سازمان او ګڼو نورو ښځینه فعالانو هم پر طالبانو غږ کړی و، چې پریسا مبارز خوشې کړي. د فعالانو د بندیانولو مسله یوازې په همدې یوې قضیې نه ختمیږي. ریچارډ بېنيټ یکشنبه ناوخته ویلي، سره له دې چې طالبانو پریسا مبارز او د هغې د ورور بېرته خوشې کړي خو د ښځو د حقونو بله فعاله نرګس سادات یې په کابل کې نېولې ده. بېنيټ ویلي چې طالبان باید سمدستي اغلې سادات خوشې کړي. د راپورونو له‌مخې د مقتدرو ښځو د خوځښت یوه غړې نرګس سادات د شنبې په ورځ د کابل په پل سرخ سیمه کې نیول شوې ده. مونسه مبارز چې د نرګس سادات له قضیې خبره ده وايي، ځکه د هغې د نیول کېدو قضیه پټه ساتل شوې وه چې طالبانو یې له کورنۍ سره د هغې د خوشې کولو ژمنه کړې وه. اغلې مبارز وايي: "هیڅ معلومات نه‌شته. حوزې ته چې ورځي وایي استخباراتو ته یې وړې ده. څلوېښتم ریاست ته ورځي وایي نويیم ریاست ته یې وړې ده. نو په همدې ترتیب کورنۍ یې ورپسې ګرځي خو مطمینه یم چې نرګس سادات په توقیف کې ده او د طالبانو تر شکنجې لاندې ده." روان وضعیت د ملګرو ملتونو سازمان اندېښمن کړی دی. د دغه سازمان مرستندویه پلاوي یوناما ویلي، په وروستیو څو اوونیو کې افغان مدني فعالان او ژورنالېستان په خپلسره توګه نیول کېږي. یوناما یکشنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې له طالب چارواکو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي. د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي ټینګار کړی چې افغانان حق لري خپل نظرونه له ویرې پرته څرګند کړي. طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل. دوی په خپله شاوخوا یو نیم کلنه دوره کې تر دې دمه لسګونه افغان معترضې ښځې او فعالان بندیان کړي دي. که څه هم له دې ډلې ګڼې بېرته خلاصې شوي خو د تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل په څېر فعالانې چې ډېر وخت یې بند کې تېر کړل تر خوشې کېدو وروسته رسنیو سره په مرکو کې د طالبانو له ځورونکو اقداماتو او بدو شکنجو شکایت وکړ. طالبانو ډېر کم د معترضو ښځو د نیولو په اړه له رسنیو سره خبرې کړي او د هغوی د ځورونو خبرې یې رد کړي دي. طالبانو په بیا واکمنېدو سره د نجونو متوسطې او لېسې له څه باندې پنځه سوو ورځو راهیسې تړلي دي. تېر ډسمبر یې د نجونو پوهنتونونه وتړل او ورپسې یې په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

13.02.2023 ازادي راډیو

دوستم: د منځنۍ اسیا هیوادونه دې د افغانستان د پخواني پوځ هلیکوپترې د مقاومت جبهې ته ورکړي

د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم د منځنۍ اسیا له هېوادونو غوښتي چې د افغان د پخوانیو وسله والو ځواکونو الوتکې چې له دوی سره دي د مقاومت د جبهې ځواکونو ته ورکړي.

12.02.2023 امریکا غږ

غیر معیاري ودانۍ؛ ترکیې د ۱۳۰ کسانو د نیولو امر کړی  

د ترکیې دعدلیې وزارت د ۱۳۰ کسانو د نیولو حکم کړی دی، ګمان کېږي دا کسان د هغو غیر معیاري ودانیو په جوړلو کې دخیل وو چې د تېرې دوشنبې د ورځې په زلزلې کې نړېدلې دي.

12.02.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

12.02.2023 امریکا غږ

کابل کې د ایران سفیر: افغانستان د ایران بهرني سیاست کې خاص ځای لري 

په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي وايي چې د افغانستان او ایران روابط ډېر لرغوني دي او په سیاسي حدودو پورې محدود نه دي. 

12.02.2023 امریکا غږ

عرب مشرانو خبرداری ورکړ چې د اسرائیل اقدامات به خطه کې تناوونه سېوا کړي

واشنګټن (رائټرز)  - د عربي او اسلامي ملکونو لسګونو مشرانو او جګپوړو چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په بیت المقدس او مقبوضه لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو اقدامات، ممکن په خطه کې تناوونه سېوا کړي. دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی شوی چې دې وروستیو کې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ په تشدد کې اضافه راغلې ده. په هغې غونډه کې چې د مصر په سرښار قاهره کې جوړه شوې وه او کوربه یې عرب لیګ تنظیم و، د مصر صدر عبدالفتاح السیسي، د اردن پاچا دویم ملک عبدالله، د فلسطیني انتظامیې صدر محمود عباس او ګڼ شمېر خارجه وزیرانو او جګپوړو چارواکو برخه اخیستې وه. د مشرانو او چارواکو په کچه دا ناسته په داسې و وخت کې جوړه شوه چې په بیت المقدس او ترڅنګ یې په مقبوضه سیمو کې د تشدد خونړۍ پېښې رامنځته شوي او په تېرو کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی. سږ کال تر اوسه په دې پېښو کې، د اسوشیټډ پرس خبري ادارې د شمار ترمخه، پنځه څلوېښت (۴۵) فلسطینیان وژل شوي او فلسطینیانو بیا لس تنه اسرائیلیان وژلي دي. د قاهرې په غونډه کې برخه والو په بیت المقدس او مقبوضه وېسټ بنک یا لویدیځه غاړه کې د اسرائیل "یو اړخیز اقدامات" وغندل چې هغو کې د یهودیانو له اړخه د فلسطینیانو د کورونو ویجاړول او په مقبوضه سیمه کې خپل ځان ته د نویو کورونو جوړول هم شامل دي. په ناسته کې برخې اخیستونکو، بیت المقدس کې د مسجد الاقصی ځای ته چې مسلمانانو او یهودیانو دواړو ته سپېڅلی دی، د اسرائیلي چارواکو ورتګ هم غندلی دی. دې اظهاراتو ته تر اوسه د اسرائیل حکومت څه غبرګون ندی ښودلی. د مصر صدر عبدالفتاح السیسي چې ملک یې تر ټولو عربي ملکونو وړاندې د اسرائیل سره سفارتکاري تعلقات قایم کړي دي، په نړېوالې برادرۍ غږ وکړ چې د اسرائیل او فلسطینیانو په منځ کې دې د دوو ریاستونو د جوړېدو منصوبه عملي کړي او د امن پروسې د بیا پيل کېدو دپاره دې یو عملي ماحول رامنځته کړي. اسرائیل کې اوس د بنیامین نتینیاهو په مشرۍ یو سختدریځه ښي اړخی ائتلافي حکومت چلیږي او په دې ائتلاف کې داسې سیاستمداران هم شامل دي چې د فلسطینیانو د خود اختیارۍ خلاف دي.

12.02.2023 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

12.02.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

12.02.2023 امریکا غږ

اقتصادي او سیاسي ستونزو په افغانستان کې راډيوګانې ځپلې دي 

نور الله ستانکزی ۱۵ کاله مخکې په خپل ولایت لوګر کې د «زینت» په نوم یو اف ام راډیو چاینل پرانیست. په راډیو کې به تر ډېره فرهنګي او تعلیمي خپرونې وې، مګر په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د «زینت» برخلیک هم نا څرګند ښکاري. 

12.02.2023 امریکا غږ

افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي فشارونو لاندې د یو رېډیو سټېشن غمجنه قصه

افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي فشارونو لاندې د یو رېډیو سټېشن غمجنه قصه

12.02.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more