ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ناټو مشر وايي، اوکراین نورو وسلو ته اړتیا لري

واشنګټن- د ناټو عمومي منشي ینز سټالټنبرګ اوکراین ته د نورو وسلو په ورکولو باندې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې باید دغه هېواد ته دې د ټانکونو او د نورو درنو وسلو د ورکولو ژمنې ژر پوره کړای شي. نوموړي دغه خبرې د نهې یا سې شنبې په ورځ په برسلز  کې د ناټو د دفاع وزیرانو او د امریکا تر مشرۍ لاندې د اوکراین د ایتلاف د دفاعي چارواکو په غونډه کې وکړې. سټالټنبرګ خبریالانو ته وویل، چې دا خبرې په یو مهم وخت کې شوي او متحدین به د سې شنبې په ورځ له اوکراین سره د بېړنیو مرستو پر اړتیا خبرې وکړي. هغه وویل، "راتلونکې اونۍ په اوکراین کې د خطرناکې جګړې یو کال پوره کېږي چې د اوکراین په وړاندې د روسانو بشپړ یرغل دی او مونږ هېڅ داسې نخښه نه وینو چې ولسمشر پوتین دې سولې ته کوم تیاری ونیسي. هغه څه چې مونږ وینو هغه برعکس دي. هغه نورې جګړې ته تیاری نیسي، د نویو عملیاتو او نویو بریدونو تیاری" سټالټنبرګ وویل،‌ اوکراین ته د متحدینو لخوا د جنګي الوتکو د ورکړې خبره اوس نه یواځې یوه مهمه خبره ده بلکه پرې خبرې روانې دي. هغه وویل، د پوځي مرستو په برخه کې نه یواځې په هغو سیستمونو خبرې کېږي چې اوکراین یې لا تر اوسه نه لري بلکه په هغو هم کېږي چې لري یې او باید څنګه هغسې کار وکړي چې باید و یې کړي.   د نهې یا سې شنبې د ورځې د غونډې په پیل کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د اوکراین د دفاع د تماس ډلې غونډې ته د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن وویل، "اوکراین بیړنۍ اړتیاوې لري تر څو د جګړې په ډګر ورسره په مهمو برخو کې مرسته وکړي." هغه په ټولو غږ وکړ چې خپلې مرستې دې زیاتې کړي. اسټن وویل، "کرملن تر اوسه هم دې ته په تمه دی چې مونږ به نور لاړ شو خو دا دی د یو کال له تېرېدو وروسته هم مونږ لکه د تل په څېر متحد یو او دا به له اوکراین سره مرسته وکړي چې د جګړې توله وساتي او په دې ستونزمنې لارې مخې ته ولاړ شي." د اوکراین د دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف په برسلز کې وو چې په دغو خبرو کې برخه واخلي او د خپلو پوځي اړتیاو په اړه خبرې وکړي. له غونډې مخکې هغه په یو ټویټ کې ویلي، چې د هغه په اجندا کې د نورو وسلو او مهماتو غوښتل، د اوکراین د فضا ساتنه، د اوکرایني سرتیرو روزنه او د لوجیسټیک او حفظ مراقبت ثابت ساتل دي.    

14.02.2023 ډیوه

د امریکې په مشېګن سټېټ یونېورسټۍ کې درې کسان په ډزو وژل شوي

د یونېورسټۍ د پولیس موقتي نایب مشر کرېس روزمېن خبریالانو  ته د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په ډزو زخمي شوي کسان هسپتال ته منتقل کړی شوي او حالت يې نازک دی

14.02.2023 ډیوه

په ترکیه کې د زلزلې په اتمه ورځ هم د ملبې لاندې ژوندي کسان موندل شوي

واشنګټن: په ترکیه کې د ژغورنې کارکونکو له خونړۍ زلزلې څخه نېږدې ۲۰۰ ساعته وروسته هم د ویجاړو شویو ودانیو لاندې ژوندي کسان موندلي دي. په دغو ژوندي موندل شویو کسانو کې یو په ادیمان ولایت او بل د زلزلې مرکز ته نېږدې په مرکزي کهرمانمارس کې له ویجاړو شویو ودانیو لاندې څخه راوېستل شوي. د ترکیې په ټي وي باندې د ژغورنې ددغو عملیاتو راپورونه خپرېدل خو پوهان خبرداری ورکوي چې د نورو ژوندیو کسانو د موندلو لپاره وخت په خلاصېدو دی ځکه له زلزلې وروسته د دومره وخت له تېرېدو سره د هغوی د ژوندي‌ پاتې کېدو چانس کمېږي. د ترکیې په سمنداګ او هېټې ولایتونو کې اوسېدونکي سرټکوي چې حکومت د ژوندیو کسانو د موندلو په برخه کې کافي‌ څه نه دي‌ کړي. د زلزې څخه یو ژغورل شوي‌ کس د امریکا غږ ترکي سرویس ته ویلي،‌ دغلته هر څه چې شوي هغه د ټولنې په هڅو د رضا کارو لخوا لخوا شوي نه د حکومت لخوا. هغه وویل، "مونږ یوه ښځه او د هغې ماشوم له ملبې لاندې څخه وژغورل. زمونږ په خپلو هڅو. په خپلو وسایلو. له ما سره ډېر ملګري وو.‌ دا د منلو وړ نه ده." یو بل وویل: "رضاکاران دلته شپه او ورځ کار کوي. دوی حتی خواړه نه خوري. دوی حتی دلته نه راځي چې اوبه وڅکي. د ترکیې د قدرتي‌ افتونو ادارې کارکونکي دلته یواځې د کتلو لپاره راغلل. هغوی وویل، دلته هېڅ هم نشته او بېرته ولاړل." ترکي چارواکو خبر ورکړی چې په دغې زورورې زلزله کې لږ تر لږه ۳۱۶۴۳ کسان مړه شوي دي. اخوا د ملګروملتونو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، چې د پولې هاغې غاړې ته په سوریه کې هم ۴۳۰۰ کسان مړه او تر ۷۶۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

14.02.2023 ډیوه

ریچارډ میلس: د افغان ماشومانو فزیکي او دماغي حالت زیمانمن شوی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازولۍ مرستیال وایي، په کم عمر کې د نجونو د واده او په درنو کارونو کې له ماشومانو څخه استفادې د افغان ماشومانو فزیکي او دماغي حالت زیانمن کړی دى.

14.02.2023 ازادي راډیو

شمالي وزیرستان: سي ټي ډي دعوه کړې چې د ټي ټي پي څلور وسله وال یې وژلي

د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیس ځواک سي ټي ډي دعوه کړې چې په شمالي وزیرستان کې د لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان وسله والو په سي ټي ډي بريد کړی او په ځوابي ډزو کې بيا څلور ترهګر وژل شوي دي.

14.02.2023 ډیوه

رضا رباني: حکومت دې اېوان ته په ترهګرۍ پاليسي، او پوځ دې د ټي ټي پي سره د خبرو احوال وړاندې کړي

د پاکستان د پارلیمان په ګډه غونډه کې د پيپلز ګوند سېنېټر رضا رباني ويلي، حکومت دې په اېوان کې د ترهګرۍ په اړه پاليسي بيان وړاندې کړي او د هغې وروسته دې د استخباراتي ادارې مشر او ډايريکټر جنرل ملټري اپرېشن دې اېوان ته راوغوښتل شي د تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په اړه تازه احوال دې وړاندې کړي.

14.02.2023 ډیوه

ملګرو ملتونو کارپوهان: غالب نظر دا دی چې د القاعده مشري سیف العدل ته سپارل شوې

د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي چې د دې نړیوال سازمان د غړیو هیوادونو تر منځ غالب ګمان دا دی چې د القاعده شبکې د مخکني مشر ایمن الظواهري تر وژل کیدو وروسته ددې شبکې مشري سیف العدل ته سپارل شوې.

14.02.2023 امریکا غږ

رینا امیري د قطر له چارواکو سره د افغان نجونو د زده کړو د 'تقویې او ملاتړ' په اړه غږېدلې

د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي رینا امیري د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې لوله الخاطر او شمېر نورو چارواکو سره د افغان ښځو د حقوقو په اړه خبرې کړي دي.

14.02.2023 امریکا غږ

پاکستان د آی ام آیف څخه د پور تر لاسه کولو لپاره ۱۷۰ ملیارده کلدارې مالیه لوړوي

وروسته تر هغه چې تیره اوونۍ د پاکستان د حکومت او د پیسو د نړیوال وجهي صندوق تر منځ د ۱.۱ ملیارد ډالر پور پر سر خبرې بې نتیجې پای ته ورسیدې، د پاکستان حکومت چې د نغدو پیسو د سخت کمښت سره مخ دی، پلان لري پخپل ولس ۱۷۰ ملیارده پاکستانۍ کلدارې مالیه لوړه کړي تر څو دغه پور تر لاسه کړي.

14.02.2023 امریکا غږ

د پي ایس اېل وړومبۍ سیالۍ کې لاهور قلندرز، ملتان سلطانز ته په یوه منډه ماتې ورکړه

د ملتان په کرکت سټیډیم کې پیل شوؤ د پاکستان سپرلیګ په کرکټ سیالیو کې د لاهور قلندرز لوبډلې ملتان سلطانز ته په یوه منډه ماتې ورکړې ده. د پي ایس اېل د اتم پړاو د پرانستې وړومبۍ سیالۍ کې ملتان سلطانز لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې 176منډې جوړې کړې وې چې جواب کې یې د ملتان سلطانز لوبډله د شپږو لوبغاړو د سوځېدو په تاوان په 175منډو جوړولو وتوانېده. د ملتان سلطانز له لوري کپتان محمد رضوان تر ټولو زیاتې 75 منډې جوړې کړې،شان مسعود35،ډیوډ ملر25 اؤ کیرون پولارډ له سوځېدو پرته 19 منډې جوړې کړې. د لاهور قلندرز کپتان شاهین شاه اپریدي،حارث روف،حسین طلعت اړ زمان خان یو،یو لوبغاړی وسوځولو. تر دې وړاندې دلاهور قلندرز لوبډله دملتان سلطانز په بلنه وړومبی بیټنګ ته را ووتله اؤ په ټاکلو 20 اوورونو کې یې دشپږو لوبغاړو په تاوان 175منډې جوړې کړې. د لاهور قلندرز فخرزمان تر ټولو زیاتو66 منډو جوړولو باندې بریالی شو، مرزا طاهر بیګ 32،حسین طلعت 20 اؤ شائي هوپ پرته له سوځېدو 19 منډې جوړې کړې. سکندر رضا هم له سوځېدو پرته د19منډو په جوړولو بریالی شو. د ملتان سلطانز له لوري احسان الله اسامه میر دوه،دوه،عقیل حسین او شاه نوازدهاني یو یو لوبغاړی وسوځولو.

14.02.2023 ډیوه

پاکستان کرکټ بورډ:د پي ایس اېل راتلونکې سیالۍ به د پېښور سټیدیم کې کیږي

د پاکستان کرکټ بورډ د منیجمنټ کمیټۍ مشر نجم سیټي اعلان کړی دی چې راتلونکي کال کې به د پي ایس اېل کرکټ لوبو سیالۍ په پېښور کې کیږي. د پېښور ارباب نياز سټيديم کې د کال 2006م نه راپدېخوا د کرکټ نړيوالې سيالۍ نه دي شوي. ځايي خلک او لوبغاړي وايي دوی غواړي چې د نړۍ وتلي لوبغاړي د پېښور د کرکټ په ميدان کې يو ځل بيا وويني. ملتان کې د پاکستان سپر لیګ سیالیو د پرانستې دستورې ته خپله وینا کې د کرکټ بورډ مشر ویلي د دوبۍ نه چې د سپر لیګ سیالیو کوم سفر پیل کړی شوی و، هغه تر ملتانه راورسیدو او راتلونکي کال کې به د پي ایس اېل سیالۍ د پېښور په کرکټ سټیدیم کې کیږي. هغه ویلي پي ایس اېل د کرکټ ملي لوبډلې ته ستر ستر لوبغاړي ورکړي دي او په راتلونکي کې به هم ورته ستر لوبغاړي ورکوي. په پېښور کې د سپورټي‌ چارو خبریال عمران علي د کرکټ بورډ د مشر نجم سیټي لخوا پېښور کې د پي ایس اېل د راتلونکو سیالیو اعلان یو غوره زیری بولي او وایي قابو 17کاله پېښور د کرکټ د نړیوالو سیالیو نه محروم پاتې شوی دی. هغه وایي دې کې شک نشته چې په تېره او نزدې موده کې د خیبر پښتونخوا د امن وضعه ډیره ښه نه ده پاتې شوې خو وایي په دې موده کې بیا په پنجاب او سیند کې د ترهګرۍ ګڼ شمیر بریدونه شوي دي. "که د پنجاب او سیند صوبو امنیتي وضعې په دغو صوبو کې په سپورټي چارو بدې اغېزې نه دي کړي نو بیا یوازې پېښور ولې د نړیوالو لوبو نه محروم ساتل شوی دی؟دلته هم حکومت د کراچۍ،لاهور او ملتان په څېر د کرکټ قامي او نړیولې سیالۍ راجوړولی شي" ښاغلی عمران علي وایي دا ډیره دخوشحالۍ خبره ده چې په مودو وروسته پېښور ته د کرکټ دسیالیو زیری ورکړل شوی دی خو وایي دا په حالاتو منحصره ده چې راتلونکي کال کې به د کرکټ بورډ انتظامیه همدا وي که بدله به وي، او ایا که بدله وي نو بیا به نوې انتظامیه هم پېښور کې د کرکټ سیالیو ته زړه ښه کړی شي؟ د نوموړي په وینا که چرته صوبه کې د امنیت وضعه نوره هم خرابیږي نو زیات امکان شته چې تر راتلونکو څو کلونو دلته د کرکټ نړیوالې او قامي سیالۍ ونه شي. د پېښور ارباب نياز سټيديم کې په کال 1984 کې وړومبۍ يوه ورځنۍ د کرکټ سيالي د هند او پاکستان ترمنځ شوې وه او وروستۍ سيالي هم کال2006م کې هم د دې دواړو هيوادونو د لوبډلو ترمينځ شوې وه چې د هغې وروسته په دې ميدان کې نړيوالې سيالۍ نه دي شوي. په کال2018م کې د هغه وخت وزيراعظم عمران خان د پېښور په ارباب نیاز کرکټ سټيډيم کې د يو اعشاريه اووه بيليونه روپو په لګښت د بيا رغونې د کارونو پرانسته کړې وه. د پېښور په دې نړيوال ميدان د نړۍ دبيلا بيلو لوبډلو ترمنځ اوولس سيالۍ شوي چې پکې هند په يو ورځني ميچ کې د تر ټولو زياتو منډو جوړولو ريکارډ لري. په دې ميدان تر ټولو غوره بالر د پاکستان پخوانی لوبغاړی شعېب اختر پاتې شوى چې د بنګله ديش کرکټ ټيم په ضد يو ورځنۍ سيالۍ کې يې شپږ لوبغاړي اوټ کړي وو.

14.02.2023 ډیوه

په یو بل باندې د افغان طالبانو برالا تنقیدونه - دا ګنګوسې قوي شوي چې طالبان پخپل منځ کې سره تقسیم شوي دي

واشنګټن  - په افغانستان کې د واکمنو طالبانو څو تنو جګپوړو چارواکو په دې وروستیو کې د عامو خلکو مخې ته یو بل باندې برالا تنقید کول پیل کړي، چې دې سره هغه افواهات هم بېرته تېز شوي چې ګني طالبان د جېنکو تعلیم ته د اجازت ورکولو یا نه ورکولو په سر، پخپل منځ کې په اختلافي ډلو وېشل شوي دي. د الفاظو جګړه تېره د خالي/شنبې په ورځ پیل شوه کله چې د طالبانو داخله وزیر سراج الدین حقاني، د طالبانو په مشرتابه باندې سخت لفظي ګوزارونه وکړل او هغوی یې د واک اختیار په "منحصر کولو" تورن کړل. مګر د کوم ځانګړي شخص نوم یې وانخېست. حقاني چې په خپل پلرني ولایت، خوست کې یې د مذهبي علماو یوې دستورې ته وینا کوله، وویل: " نن ځانونه دومره حقداره بولو چې خپله رایه او خپل فکر دومره راباندي حاکم شوی چې د ټول نظام ننګول، هدف کول، بدنومي کول، منحصر کول مو په مزاج کې په یو ابتکار او اساس بدل شوی دی." حقاني پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې نور،"دا حالات د برداشت نه دي." د طالبانو د حکومت داخله وزیر دا هم وویل چې د دوی حکومت باید د هغو پالیسیو یا تګلارو نه ځان لېرې کړي کوم چې د "[حاکم] نظام او خلکو" ترمنځ فاصلې پیدا کوي او دې نه "د اسلام د بدنامولو" دپاره نور کسان ناوړه ګټه پورته کوي. داسې ښکارېده چې د سراج الدین حقاني د خبرو مطلب، د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده و کوم چې طالبان ورته "امیرالمؤمنین" وایي. د هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ په اګسټ کې په افغانستان باندې قبضه ولګوله، د طالبانو مشرتابه د جېنکو تعلیم او په اکثرو ادارو کې د ښځو کار کول منعه ګرځولي دي. د ملا هبت الله څو تنه نږدې ملګري، د هغه د احکاماتو ملاتړ کوي. په واشنګټن کې د نوې امریکا په څیړنیز مرکز کې د نړیوالو مطالعاتو د څانګې مرستیال پیټر برګن د وي او اې افغانستان سروس ته ویلي، د حقاني د څرګندونو څخه داسې معلومیږي چې هغه د طالبانو په ټولو صفوفو کې د رهبرۍ ادعا کوي. ښاغلي برګن زیاته کړې ده: "هغه د ټولو طالبانو د رهبر په توګه ځان معرفي کوي. دا چې حقانیان تل د طالبانو قوي نظامي برخه دي او دا چې د کورنیو چارو او استخباراتي ادارو کنټرول د سراج په لاس کې دی، هغه په ښه موقف کې دی چې د کندهاري طالبانو رهبري چیلنج کړي". د طالبانو د حکومت ترجمان ذبیح الله مجاهد د اتوار/یکشنبې په ورځ، بغیر د دې چې د سراج الدین حقاني نوم واخلي، د هغه په جواب کې تندې خبرې وکړې. ذبیح الله مجاهد کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې، چې د طالبانو سرکاري ټي وي هم خپره کړله، وویل: "که څوک په امیر، یو مسؤل، رئیس، وزیر او یو مرستیال نیوکه لري، غوره ده او اسلامي اخلاق هم دا ایجابوي د هغه حرمت وساتل شي او عزت یې محفوظ وساتل شي. په محرمه او مصؤنه توګه ورته نزدې شي او بل څوک یې وانه وري او خپل انتقاد ورته ورسوي." بل اړخ ته د طالبانو د عدلیې نایب وزیر عبدالغني فایق هم چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې احتیاط دې وکړي او د نظام د تقسیم سبب دې نه ګرځي. فایق چې کابل کې د وکیلانو د فراغت په یوه دستوره کې غږېده، وویل: "هغه که چارواکی وي او که مامور وي، که هرڅوک وي، چې د وزارت یا امارت په چوکاټ کې وي او د امارت په ضد حرکت وکړي، د برداشت وړ ندی." یو شمېر بهرنیو سفارتکارانو چې د سراج الدین حقاني سره ملاقاتونه کړي دي، وایي چې هغه د طالبانو د هغو مشرانو په ډله کې دی چې، غواړي جېنکو ته دې د تعلیم اجازت ورکړی شي. حقاني په خوست ولایت کې خپل تقریر کې دا هم وویل چې، "د اولس په زخمو باندې ملهم لګول، پټۍ لګول، اولس ته هوسایي جوړول مې غرض دی." حقاني زیاته کړه چې که داسې وشي، نو د دوی نظام به برقراره پاته شي. د سراج الدین حقاني نوم، د امریکا په تور لېست کې دی او ورباندې انعام هم ټاکل شوی، ځکه د امریکایي شهریانو د وژلو دپاره سازشونو کې یې لاس درلودلی دی. د هغه د لاس لاندې ډلې چې د حقاني شبکې په نامه پېژندل کیږي، په تېرو شلو کلونو کې د امریکایي او نېټو قواوو په ضد لویې خونړۍ حملې کړي دي. نړېواله ورورولي اوس د طالبانو انتظامیه، د یو قانوني حکومت په توګه نه تسلیموي، او سبب یې د دې ډلې په لاس د ښځو د حقونو، او نورو بشري حقونو خلاف ورزي ښيي. وي او اې د یو پخواني افغان چارواکي، طارق فرهادي څخه د طالبانو ترمنځ پر یو بل باندې د برالا لفظي ګوزارونو په اړه پوښتنې وکړې چې په جواب کې یې ښاغلي فرهادي ولیکل: "هغه څه چې واضحه دي، دا دي چې افغانستان کې جېنکو ته د سکولونو د بیا پرانېستلو او ښځو ته د کار حق ورکولو دپاره، په کار ده چې د طالبانو له منځه یو اصلاحي تحریک سره قوت پیدا کړي." د فرهادي په وینا، بغیر د دې چې خپله د طالبانو له منځه داسې یو قوت راپورته شي، بل هېڅ څوک دې کار ته وړاندې کېدلی نشي. طالب مشرانو له ډېرې مودې راهیسي دا رپوټونه رډ کړي او د مغربي مېډیا پروپګېنډا یې بللې چې ګني د دوی ترمنځ داخلي تقسیمات پیدا شوي دي. د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده ځان په کندهار کې ایسار کړی، مطبوعاتو ته نه راڅرګندیږي، او د خارجي نمایندګانو سره یې د ملاقانونو نه هم ډډه کړې ده. دې رپوټ کې ځینې برخې د افغان سروس د رپوټ نه اخېستل شوي دي. 

14.02.2023 ډیوه

آر اېس اېف: پاکستان کې په پوځ تنقید ته د جرم بڼه ورکول به د صحافت آزادۍ ته ستر ګواښ راولاړ کړي

د بې پولې خبریالانو نړیوال تنظیم (آر اېس اېف) پاکستان کې په پوځ د نیوکو عمل ته د جرم د بڼې ورکولو لپاره په مجوزه قانون سختې اندېښنې ښکاره کړي او دا مخې ته راوړل کیدونکی قانون یې د صحافت ازادۍ ته یو ستر ګواښ بللی دی. آر اېس اېف وایي د نوي وړاندیز کړل شوي قانون الفاظ بې کچه ګنجلک یا مبهم دي او د دې د تباهۍ ډکې اغېزې سږکال په کیدونکو عامو انتخاباتو کیدای شي. د خبریالانو نړیوال تنظیم د وزیراعظم شهباز شریف نه غوښتنه کړې ده چې په سمدستي توګه ددې مجوزه قانون مخه ونیسي. په تجویز کړل شوي قانون کې په پوځ تنقیدي تبصرې کوونکو لپاره د پینځو کالو د بند سزا تجویز کړل شوې ده او مطبوعات وایي چې مرکزي حکومت د دې ترمیمي قانوني مسودې پارلیمان ته د وړاندې کولو لپاره تیارۍ کوي. په پینل کوډ کې د ترمیم په مسوده کې یو نوی باب 500 ای تجویز کړل شوی دی چې د هغې له مخې به دعدلیې یا پوځ د ادارو او یا هم د دې ادارو د کوم غړي پرضد د سپکاوي یا رسوا کولو په خاطر ورکړل کیدونکی بیان ورکول او خپرول جرم وي او په دې جرم به د پینځو کالو د بند اؤ 10 لکو روپو جرمانې سزا وي. د بې پولې خبریالانو دسازمان دایشیا پیسیفک څانګې مشر ډینییل بسټرډ ویلي دا ترمیم به د فوجدارۍ په ضابطه هم عملي کیږي او د دې نوي باب یا مادې سره به پولیس هر یو تن پرته د وارنټ ښودلو نیولی شي . تنظیم وایي د نوي ترمیم له مخې که د پولیس لخوا یو نیول شوی شخص جیل ته ولیږل شي نو هم دعدالت نه بهر په شوي جوړجاړي د هغه تن د ضمانت یا خوشې کیدو نه انکار کیدای شي. ډینییل بسټرډ د وزیراعظم شهباز شریف نه غوښتنه کړې ده چې په سمدستي توګه ددې مجوزه ترمیم مخه ونیسي او ویلي یې دي چې که دا ترمیم چرې په یاده قانوني مسوده کې وشي نو له امله به یې هر زیاتې ستونزې سر راولاړ کړي. هغه وایي دې قانوني مسوده کې دموجود ابهام له امله پولیسو ته د صحافیانو پرضد تر حده زیات انتظامي اختیارات په لاس ورتلی شي حال دا چې دا قانون په واضحه ډول یوازې د مسلح ځواکونو په اړه دڅه رقم تنقیدي تبصرو دمخنیوي لپاره جوړ کړل شوی دی. دنوموړي په بیان کې ویل شوي دا قانوني ترمیم په یو داسې وخت کې مخې ته راوړل کیږي چې پاکستان کې په راتلونکو څو میاشتو کې د عامو ټاکنو هیله کیږي اؤ په داسې حال کې دا ترمیم دجمهوري عمل په وړاندې سخت خنډان راولاړولی شي. پاکستان کې دپوځ اؤ عدلیې بدنامولو په سر د بند اؤ جرمانې دا نوې قانوني مسوده وروسته له هغې تیاره کړل شوې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو دپوځ په کړنو سختې نیوکې شوي اؤ عدلیه هم دپوځ داثر لاندې ښودل شوې ده. دیاد ترمیم په اړه دانسټي ټيوټ فار ریسرچ ایډووکیسي اینډ ډویلپمنټ په نامه دغیر دولتي سازمان مشر محمد افتاب عالم بې پولې خبریالانو ته ویلي دي چې دا مجوزه ترمیم پاکستان کې د رایې په اظهار دنورو بندیزونو لګولو دمهم یوه برخه ښکاري. هغه ویلي ددې قانون دمنظوریدو له امله د رایې په څرګندولو اؤ دصحافت په ازادۍ بې کچه منفي اغېزې کیدای شي د پاکستان د ډاڼ ورځپاڼې ترمخه دا مسوده دقانون وزارت تیاره کړې ده چې ډیر زر به دکورنیو چارو د وزارت له لارې وزیراعظم اؤ مرکزي کابینې ته وړاندې کړل شي. د پاکستان پخواني وزیراعظم او دمسلم لیګ نواز ګوند مهم مشر شاهد خاقان عباسي هم ددې قانوني مسودې سره مخالفت ښودلی اؤ ډاڼ ورځپاڼې ته یې ویلي چې دداسې وحشیانه قانون سازۍ ملاتړ نه شي کیدای. په پاکستان کې دپوځ عدلیې بدنامولو پسر دبند اؤ جرمانې دا نوې قانوني مسوده وروسته له هغې تیاره کړل شوې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو دپوځ په کړنو سختې نیوکې شوي اؤ عدلیه هم دپوځ داثر لاندې ښودل شوې ده. په پوځ که وخت په وخت د ترهګرو اؤ تندلارو ډلو دپاللو تورونه دسوشل میډیا دلارې مخې ته راغلي دي نو هلته د لوړ پوړو پوځي چارواکو په پنګو اؤ جایدادونو کې داضافې رپورټونه تر سترګو شوي دي خو پوځ مدام دغسې تورونه رد کړي دي

14.02.2023 ډیوه

د آی اېم اېف د غوښتنې په اساس د پاکستان حکومت د ګیس نرخونه سېوا کړل

د پاکستان حکومت د نړیوالې مالیاتي ادارې آی اېم اېف د شرطونو پوره کولو په دوام د ګیس نرخونو کې هم د اضافې اعلان کړی چې له مخې یې د ګیس نرخونه د 16.6 نه نیولي تر124 فیصدي لوړ شوي دي. حکومت روښانه کړې ده چې کوم صارفین کورونو کې د میاشتې تر50 کیوبک میټره ګیس کاروي هغوی باندې به دا نوې اضافه نه لګول کیږي. د ګل/دوشنبې په ورځ پاکستاني رسنیو ویلي د نوې اضافې له مخې کومې کورنۍ چې د میاشتې تر100 کیوبک میټره ګیس کاروي هغوي باندې ددې نرخ کې 16.6فیصده اضافه پځای کړل شوې اؤ هغوی به اوس د100 کیوبک میټره ګیس نرخ د300 روپو په ځای 350 روپۍ ایم ایم بي ټي یو ورکوي. همدا شان د200 کیوبک میټره ګیس استعمالوونکو کورنیو صارفینو لپاره د ګیس نرخ کې 32 فیصد اضافه شوې او اوس د دغه مقدار ګیس کاروونکو لپاره د دې نرخ د 553 نه 730 روپۍ ایم ایم بي ټي یو ته لوړ کړل شوی دی. د ګیس نرخونو کې دا اضافه به دکورنیو او کاروباري صارفینو لپاره یو شان په ځای وي . د ګیس نرخونو کې د دې اضافې منظوري د خالي/شنبې په ورځ د خزانې د مرکزي وزیر اسحاق ډار په مشرۍ د اقتصادي رابطه کمیټۍ په ترسره شوې غونډه کې ورکړل شوې وه. په دې غونډه کې دا فیصله هم شوې وه چې حکومت د بجلۍ د پروژو لپاره کوم پورونه اخستي دي، د هغې د سود پیسې به ولس نه بودولی شي. غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د مالیاتي سرچارج یا مالیې د لارې به د بجلۍ صارفینو نه 76 اربه روپۍ راټولولی شي. اعلامیه زیاتوي چې د بجلۍ په بلونو به فنانس یا مالیاتي سرچارج سږکال د مارچ نه تر جون میاشتې پورې په ځای وي او دا پیسې به د بجلۍ د ویش د ټولو کارخانو له صارفینو اخستل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې وړاندې نه سرمایه کاران او کارخانه دار فریاد کوي چې د توانایۍ د لوړو بیعو له امله یې پیداواري توان اغېزمن شوی او د خپلو کارخانو په تړلو مجبوره شوي دي. پاکستان چې دا وخت د سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی غواړي چې آی اېم اېف سره کال 2019 کې د 6.5 بیلینه ډالرو د پور د ټاکل شوي پروګرام پاتې 1.1 بېلین ډالر هم د دغه نړیوالې مالیاتي ادارې نه ترلاسه کړي خو آی اېم اېف د دې پیسو ورکولو لپاره پاکستان ته سخت شرطونه ایښي دي. آی اېم اېف پاکستان نه غواړي چې د ټېکسونو لمنه دې پراخه کړي، یعنې د ټېکس ادا کوونکو شمېره دې زیاته کړي، د برامداتو مد ته دې په ټېکس کې رعایتونه نه ورکوي او د تېلو، بجلۍ او ګېس بېعې دې زیاتې کړي. په اقتصادي توګه د دیوالیه کېدو نه بچ کېدو دپاره اقتصادي ماهرین آی اېم اېف سره د پاکستان معاهده اهمه ګڼي، چې په نتیجه کې به یې پاکستان د غیر ملکي پورونو د بېرته ادا کولو جوګه شي او د ورلډ بېنک، سعودي عرب او چین په شان نور ملکونه به هم ورته قرض ورکړي.

14.02.2023 ډیوه

نیویارک کې یو ډرائیور "په قصدي توګه" خلک د ټرک لاندې کړي دي

واشنګټن  - د امریکا د نیویارک ښار پولیس وایي چې د ګل/دوشنبې په ورځ یو سړي په بروکلېن سیمه کې د یو-هال یو وړوکی ټرک په قصدي توګه په فټ پاتهـ باندې چلولی، څو تنه یې لاندې کړي، او په آخره کې پولیسو نیولی دی. یو-هال یوه انتقالاتي کمپنۍ ده چې خلک ورنه د کډې کولو او سامان انتقالولو دپاره ټرکونه په کرایه اخلي او پخپله یې چلوي. د نیویارک د پولیسو یو افسر ایسوشیټډپرس خبري ادارې ته ویلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه اته (۸) کسان ژوبل شوي او د دوو زخمیانو حالت ډېر نازک بلل شوی دی. د پېښې نه پس، پولیسو د بروکلېن سیمې په بېرېج محله کې د یاد ټرک شا ونیوله، او پنځه کلومټره لېرې، مخکې له دې چې ټرک د منهاټن سرنګ/ټنل ته ننوځي، پولیسو وکړی شول هغه ودروي او چلوونکی یې ګرفتاره کړي. د نیویارک ښار یو کونسل ممبر، جسټن برانن په ټوېټر ولیکل: "اوس وخت کې مونږ هېڅ نه پوهیږو چې د دې سبب څه و، مګر دا کومه حادثه نه وه." جسټن برانن یو ځایي ټي وي چېنل سره په مرکه کې زیاته کړې ده، د پېښې په موقع چې کله پولیس ټرک ته نږدې شول او غوښتل یې ډرائیور راکښته کړي، نو هغه وخت کې ډرائیور داسې څه وویل چې "زه غواړم مړ شم"، او بیا یې ټرک د بېرېج محلې په فټ پاتونو سیخ کړ. مطبوعات وایي چې پولیسو بم سکواډ هم ځای ته وربللی و او ټرک یې په دې ولټوو چې په کې کوم چاودېدونکي مواد یا بم نه وي، خو هېڅ داسې د شک وسایل په کې پیدا نشول. د ګل/دوشنبې ورځې تر مازدیګره پورې، پولیسو د ډرائیور نوم یا پېژندګلوي ښکاره کړې نه ده. مګر د نیویارک ټایمز اخبار د قانون د تنفیذ دوو جګپوړو چارواکو له قوله چې نوم یې خپل پټ ساتلی، ویلي چې د دې پېښې ډرائیور، وېنګ سور نومیږي. اېن بي سي چېنل ویلي چې هغه ۶۲ کلن سړی دی. روئټرز خبري ادارې په آزاده توګه ددې معلوماتو تصدیق ندی کړی.

14.02.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more