ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


آر اېس اېف: پاکستان کې په پوځ تنقید ته د جرم بڼه ورکول به د صحافت آزادۍ ته ستر ګواښ راولاړ کړي

د بې پولې خبریالانو نړیوال تنظیم (آر اېس اېف) پاکستان کې په پوځ د نیوکو عمل ته د جرم د بڼې ورکولو لپاره په مجوزه قانون سختې اندېښنې ښکاره کړي او دا مخې ته راوړل کیدونکی قانون یې د صحافت ازادۍ ته یو ستر ګواښ بللی دی. آر اېس اېف وایي د نوي وړاندیز کړل شوي قانون الفاظ بې کچه ګنجلک یا مبهم دي او د دې د تباهۍ ډکې اغېزې سږکال په کیدونکو عامو انتخاباتو کیدای شي. د خبریالانو نړیوال تنظیم د وزیراعظم شهباز شریف نه غوښتنه کړې ده چې په سمدستي توګه ددې مجوزه قانون مخه ونیسي. په تجویز کړل شوي قانون کې په پوځ تنقیدي تبصرې کوونکو لپاره د پینځو کالو د بند سزا تجویز کړل شوې ده او مطبوعات وایي چې مرکزي حکومت د دې ترمیمي قانوني مسودې پارلیمان ته د وړاندې کولو لپاره تیارۍ کوي. په پینل کوډ کې د ترمیم په مسوده کې یو نوی باب 500 ای تجویز کړل شوی دی چې د هغې له مخې به دعدلیې یا پوځ د ادارو او یا هم د دې ادارو د کوم غړي پرضد د سپکاوي یا رسوا کولو په خاطر ورکړل کیدونکی بیان ورکول او خپرول جرم وي او په دې جرم به د پینځو کالو د بند اؤ 10 لکو روپو جرمانې سزا وي. د بې پولې خبریالانو دسازمان دایشیا پیسیفک څانګې مشر ډینییل بسټرډ ویلي دا ترمیم به د فوجدارۍ په ضابطه هم عملي کیږي او د دې نوي باب یا مادې سره به پولیس هر یو تن پرته د وارنټ ښودلو نیولی شي . تنظیم وایي د نوي ترمیم له مخې که د پولیس لخوا یو نیول شوی شخص جیل ته ولیږل شي نو هم دعدالت نه بهر په شوي جوړجاړي د هغه تن د ضمانت یا خوشې کیدو نه انکار کیدای شي. ډینییل بسټرډ د وزیراعظم شهباز شریف نه غوښتنه کړې ده چې په سمدستي توګه ددې مجوزه ترمیم مخه ونیسي او ویلي یې دي چې که دا ترمیم چرې په یاده قانوني مسوده کې وشي نو له امله به یې هر زیاتې ستونزې سر راولاړ کړي. هغه وایي دې قانوني مسوده کې دموجود ابهام له امله پولیسو ته د صحافیانو پرضد تر حده زیات انتظامي اختیارات په لاس ورتلی شي حال دا چې دا قانون په واضحه ډول یوازې د مسلح ځواکونو په اړه دڅه رقم تنقیدي تبصرو دمخنیوي لپاره جوړ کړل شوی دی. دنوموړي په بیان کې ویل شوي دا قانوني ترمیم په یو داسې وخت کې مخې ته راوړل کیږي چې پاکستان کې په راتلونکو څو میاشتو کې د عامو ټاکنو هیله کیږي اؤ په داسې حال کې دا ترمیم دجمهوري عمل په وړاندې سخت خنډان راولاړولی شي. پاکستان کې دپوځ اؤ عدلیې بدنامولو په سر د بند اؤ جرمانې دا نوې قانوني مسوده وروسته له هغې تیاره کړل شوې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو دپوځ په کړنو سختې نیوکې شوي اؤ عدلیه هم دپوځ داثر لاندې ښودل شوې ده. دیاد ترمیم په اړه دانسټي ټيوټ فار ریسرچ ایډووکیسي اینډ ډویلپمنټ په نامه دغیر دولتي سازمان مشر محمد افتاب عالم بې پولې خبریالانو ته ویلي دي چې دا مجوزه ترمیم پاکستان کې د رایې په اظهار دنورو بندیزونو لګولو دمهم یوه برخه ښکاري. هغه ویلي ددې قانون دمنظوریدو له امله د رایې په څرګندولو اؤ دصحافت په ازادۍ بې کچه منفي اغېزې کیدای شي د پاکستان د ډاڼ ورځپاڼې ترمخه دا مسوده دقانون وزارت تیاره کړې ده چې ډیر زر به دکورنیو چارو د وزارت له لارې وزیراعظم اؤ مرکزي کابینې ته وړاندې کړل شي. د پاکستان پخواني وزیراعظم او دمسلم لیګ نواز ګوند مهم مشر شاهد خاقان عباسي هم ددې قانوني مسودې سره مخالفت ښودلی اؤ ډاڼ ورځپاڼې ته یې ویلي چې دداسې وحشیانه قانون سازۍ ملاتړ نه شي کیدای. په پاکستان کې دپوځ عدلیې بدنامولو پسر دبند اؤ جرمانې دا نوې قانوني مسوده وروسته له هغې تیاره کړل شوې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو دپوځ په کړنو سختې نیوکې شوي اؤ عدلیه هم دپوځ داثر لاندې ښودل شوې ده. په پوځ که وخت په وخت د ترهګرو اؤ تندلارو ډلو دپاللو تورونه دسوشل میډیا دلارې مخې ته راغلي دي نو هلته د لوړ پوړو پوځي چارواکو په پنګو اؤ جایدادونو کې داضافې رپورټونه تر سترګو شوي دي خو پوځ مدام دغسې تورونه رد کړي دي

14.02.2023 ډیوه

د آی اېم اېف د غوښتنې په اساس د پاکستان حکومت د ګیس نرخونه سېوا کړل

د پاکستان حکومت د نړیوالې مالیاتي ادارې آی اېم اېف د شرطونو پوره کولو په دوام د ګیس نرخونو کې هم د اضافې اعلان کړی چې له مخې یې د ګیس نرخونه د 16.6 نه نیولي تر124 فیصدي لوړ شوي دي. حکومت روښانه کړې ده چې کوم صارفین کورونو کې د میاشتې تر50 کیوبک میټره ګیس کاروي هغوی باندې به دا نوې اضافه نه لګول کیږي. د ګل/دوشنبې په ورځ پاکستاني رسنیو ویلي د نوې اضافې له مخې کومې کورنۍ چې د میاشتې تر100 کیوبک میټره ګیس کاروي هغوي باندې ددې نرخ کې 16.6فیصده اضافه پځای کړل شوې اؤ هغوی به اوس د100 کیوبک میټره ګیس نرخ د300 روپو په ځای 350 روپۍ ایم ایم بي ټي یو ورکوي. همدا شان د200 کیوبک میټره ګیس استعمالوونکو کورنیو صارفینو لپاره د ګیس نرخ کې 32 فیصد اضافه شوې او اوس د دغه مقدار ګیس کاروونکو لپاره د دې نرخ د 553 نه 730 روپۍ ایم ایم بي ټي یو ته لوړ کړل شوی دی. د ګیس نرخونو کې دا اضافه به دکورنیو او کاروباري صارفینو لپاره یو شان په ځای وي . د ګیس نرخونو کې د دې اضافې منظوري د خالي/شنبې په ورځ د خزانې د مرکزي وزیر اسحاق ډار په مشرۍ د اقتصادي رابطه کمیټۍ په ترسره شوې غونډه کې ورکړل شوې وه. په دې غونډه کې دا فیصله هم شوې وه چې حکومت د بجلۍ د پروژو لپاره کوم پورونه اخستي دي، د هغې د سود پیسې به ولس نه بودولی شي. غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د مالیاتي سرچارج یا مالیې د لارې به د بجلۍ صارفینو نه 76 اربه روپۍ راټولولی شي. اعلامیه زیاتوي چې د بجلۍ په بلونو به فنانس یا مالیاتي سرچارج سږکال د مارچ نه تر جون میاشتې پورې په ځای وي او دا پیسې به د بجلۍ د ویش د ټولو کارخانو له صارفینو اخستل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې وړاندې نه سرمایه کاران او کارخانه دار فریاد کوي چې د توانایۍ د لوړو بیعو له امله یې پیداواري توان اغېزمن شوی او د خپلو کارخانو په تړلو مجبوره شوي دي. پاکستان چې دا وخت د سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی غواړي چې آی اېم اېف سره کال 2019 کې د 6.5 بیلینه ډالرو د پور د ټاکل شوي پروګرام پاتې 1.1 بېلین ډالر هم د دغه نړیوالې مالیاتي ادارې نه ترلاسه کړي خو آی اېم اېف د دې پیسو ورکولو لپاره پاکستان ته سخت شرطونه ایښي دي. آی اېم اېف پاکستان نه غواړي چې د ټېکسونو لمنه دې پراخه کړي، یعنې د ټېکس ادا کوونکو شمېره دې زیاته کړي، د برامداتو مد ته دې په ټېکس کې رعایتونه نه ورکوي او د تېلو، بجلۍ او ګېس بېعې دې زیاتې کړي. په اقتصادي توګه د دیوالیه کېدو نه بچ کېدو دپاره اقتصادي ماهرین آی اېم اېف سره د پاکستان معاهده اهمه ګڼي، چې په نتیجه کې به یې پاکستان د غیر ملکي پورونو د بېرته ادا کولو جوګه شي او د ورلډ بېنک، سعودي عرب او چین په شان نور ملکونه به هم ورته قرض ورکړي.

14.02.2023 ډیوه

نیویارک کې یو ډرائیور "په قصدي توګه" خلک د ټرک لاندې کړي دي

واشنګټن  - د امریکا د نیویارک ښار پولیس وایي چې د ګل/دوشنبې په ورځ یو سړي په بروکلېن سیمه کې د یو-هال یو وړوکی ټرک په قصدي توګه په فټ پاتهـ باندې چلولی، څو تنه یې لاندې کړي، او په آخره کې پولیسو نیولی دی. یو-هال یوه انتقالاتي کمپنۍ ده چې خلک ورنه د کډې کولو او سامان انتقالولو دپاره ټرکونه په کرایه اخلي او پخپله یې چلوي. د نیویارک د پولیسو یو افسر ایسوشیټډپرس خبري ادارې ته ویلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه اته (۸) کسان ژوبل شوي او د دوو زخمیانو حالت ډېر نازک بلل شوی دی. د پېښې نه پس، پولیسو د بروکلېن سیمې په بېرېج محله کې د یاد ټرک شا ونیوله، او پنځه کلومټره لېرې، مخکې له دې چې ټرک د منهاټن سرنګ/ټنل ته ننوځي، پولیسو وکړی شول هغه ودروي او چلوونکی یې ګرفتاره کړي. د نیویارک ښار یو کونسل ممبر، جسټن برانن په ټوېټر ولیکل: "اوس وخت کې مونږ هېڅ نه پوهیږو چې د دې سبب څه و، مګر دا کومه حادثه نه وه." جسټن برانن یو ځایي ټي وي چېنل سره په مرکه کې زیاته کړې ده، د پېښې په موقع چې کله پولیس ټرک ته نږدې شول او غوښتل یې ډرائیور راکښته کړي، نو هغه وخت کې ډرائیور داسې څه وویل چې "زه غواړم مړ شم"، او بیا یې ټرک د بېرېج محلې په فټ پاتونو سیخ کړ. مطبوعات وایي چې پولیسو بم سکواډ هم ځای ته وربللی و او ټرک یې په دې ولټوو چې په کې کوم چاودېدونکي مواد یا بم نه وي، خو هېڅ داسې د شک وسایل په کې پیدا نشول. د ګل/دوشنبې ورځې تر مازدیګره پورې، پولیسو د ډرائیور نوم یا پېژندګلوي ښکاره کړې نه ده. مګر د نیویارک ټایمز اخبار د قانون د تنفیذ دوو جګپوړو چارواکو له قوله چې نوم یې خپل پټ ساتلی، ویلي چې د دې پېښې ډرائیور، وېنګ سور نومیږي. اېن بي سي چېنل ویلي چې هغه ۶۲ کلن سړی دی. روئټرز خبري ادارې په آزاده توګه ددې معلوماتو تصدیق ندی کړی.

14.02.2023 ډیوه

واشنګټن د بجینګ هغه دعوه رد کړه چې ګني امریکا د چین فضا ته بالونونه لېږلي و

واشنګټن  - امریکا د ګل/دوشنبې په ورځ د بجینګ هغه دعوه چې ګني امریکاییانو تېر کال د چین فضا ته د لس ځله زیات د لوړې ارتفاع بالونونه یا غبارې لېږلې وې، په کلکه ردې کړې. دا دعوې او غبرګونونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې څه باندې یوه هفته وړاندې، امریکا د خپلو ختیځو سواحلو په فضا کې د چین یو بالون/غباره وویشته او په سر یې د واشنګټن او بجېنګ ترمنځ ناندرې راولاړې شوې. په وایټ هاوس کې د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي، اېم اېس اېن بي سي ټي وي سره په یوه مرکه کې وویل: "حقیقت نلري، دا کار نه کوو. بالکل حقیقت نلري. مونږ د چین دپاسه بالونونه نه چلوو." امریکا او چین دواړه جاسوسي سټلایټونه لري، مګر د چین د خارجه وزارت ترجمان وانګ وېنبن په امریکا تور لګولی چې د چین فضا ته یې بالونونه لېږلي دي، مګر نور جزئیات یې ندي ورکړي چې هغو بالونونو باندې بیا څه وشول او یا هغو بالونونو د امریکا حکومت سره څه تعلق درلود. چین دا منلې ده چې د دوی یو بالون اته ورځې د امریکا په فضا کې چلېده، او بیا د فرورۍ په ۴مه نېټه د امریکایي جټ جهازونو لخوا ساوټ کارولېنا ریاست ته نږدې اوبو سره وویشتل شو. چین اوس هم دعوه لري چې هغه د موسمیاتو د تحقیق یو بالون و او ګني د خپلې لارې منحرف شوی و. مګر امریکا وایي د راغورځول شوي بالون ټوټې یې موندلي او دا معلوميږي چې د دوه یا درې بسونو په اندازه لوی، د جاسوسۍ یو نفیس بالون و. د هغه نه پس، امریکا د جمعې د ورځې نه بیا د اتوار/یکشنبې تر ورځې پورې درې نور فضایي مشینونه د الاسکا ریاست، د کېنېډا هېواد او د کېنېډا او امریکا د سرحد په سر فضایي حدودو کې ویشتلې او راغورځولي دي. امریکا تر اوسه د دغو وروستیو درېیو فضایي ماشینونو په اړه څه ندي ویلي چې د کوم ملک سره یې تعلق ساته. امریکا د ګل/دوشنبې په ورځ دا هم وویل چې د منځني ختيځ په فضا کې یې هم چینایي بالونونه لیدلي دي، مګر د امریکا د ائیرفورس مشر یو جنرال ویلي چې په منځني ختیځ کې هغه چینایي بالونونه د کومې فکرمندۍ سبب نه و.

13.02.2023 ډیوه

د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې ۱۱۷ راډیوګانې تړل شوي

د فبرورۍ ۱۳ (سلواغې ۲۴) په نړۍ کې د راډیو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته د ډیرو راډیوګانو نشرات بند شوي دي.

13.02.2023 امریکا غږ

افغان خبریالانو تر یوې اندازې د بریتانیا د حکومت په ضد قضیه ګټلې 

افغان خبریالانو تر یوې اندازې د بریتانیا د حکومت په ضد قضیه ګټلې 

13.02.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

13.02.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

13.02.2023 امریکا غږ

کنزاس ایالت د امریکايي فوټبال اتلولي وګټله

د امریکایې فوټبال په پایلوبه یا سوپربول کې، د یکشنبې په ورځ فبروری ۱۲ (سلواغې ۲۳) کنزاس چیفز لوبډلې د فلاډلفیا ایګلز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

13.02.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

13.02.2023 امریکا غږ

چارواکي وايي په ترکي او شام کې زلزلې دلاسه د مړو کسانو شمېره د ۲۹۰۰۰  نه زیاته شوې

د بېړني امداد دپاره د متحده قومونو د ادارې مشر مارټن ګرېفېتس د اتوار، يکشنبې، په ورځ د شام د زلزله ځپلو سیمو دوره وکړه او ويې وېل چې د شام په شمال مغرب کې د زلزلې نه متاثر شویو خلکو ته پاتې راغلې دي او دغه خلک محسوس کوي چې نظرانداز کړی شوي دي

13.02.2023 ډیوه

رپورټ: په انټرنېټ د نړۍ تر ټولو زیاتې پابندۍ د هند انتظام لاندې کشمیر کې لګول شوې وې

په کال ۲۰۲۲ کې د انټرنېټ د سېنسرشپ په اړه د سرف شارک ادارې رپورټ تېره ماشت شایع شوی وايي تېر کال په ۳۲ ملکونو کې په انټرنېټ ۱۱۲ ځله قدغنونه لګول شوي وو. د رپورټ ترمخه دغه قدغنونه زیاتره د احتجاجونو په مهال لګول شوي وو

13.02.2023 ډیوه

استرالیا زرګونه پناه غوښتونکو ته دایمي ‌اقامه ورکوي

د استرالیا د مهاجرت وزات وايي زرګونه هغه کډوال چې د موقتو ویزو په اساس په استرالیا کې مېشت دي، له نن فبرورۍ ۱۳ (سلواغه۲۴) څخه وروسته به د دایمې اقامې د ترلاسه کولو وړ شي.

13.02.2023 امریکا غږ

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

13.02.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

13.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more