ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

22.02.2023 امریکا غږ

اروپا کې د پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی، زیاتره یې افغانان او سوریایان دي

په ۲۰۲۲ کال کې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د پناه غوښتنې د درخواستونو شمېر په تېرو اوو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

22.02.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

22.02.2023 امریکا غږ

شهباز شریف: ای اېم اېف سره به د اووه ارب ډالرو قرض پروګرام معاملات زر حل شي

اسلام اباد/ واشنګټن ــــ د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ویلي چي د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف سره به د ځنډ ښکار اووه اربه ډالرو د قرض پروګرام په اړه معاملات ډېر زر ترسره شي. د شورو- چارشنبې په ورځ د مرکزي کابينې غونډې ته خپله وېنا کې وزیراعظم شهباز شريف د کابينې په غړو او سرکاري افسرانو باندې د سادګۍ خپلولو او په دې سختو اقتصادي حالاتو کې د قربانۍ ورکولو غږ کړی دی. پاکستان دا وخت د سخت سياسي، اقتصادي بحران سره مخ دی او ای اېم اېف د پاکستان څخه غواړي چې د قرض تر لوظنامې وړاندې باید د دوستو هېوادونو څخه د فنډونو ترلاسه کولو تصديق وکړي. پاکستان دا مهال د بهرنۍ زر مبادلې د ذخيرې د بحران سره هم مخ دی او د زرمبادلې دا ذخيره د 3.1 اربه ډالره لاندې کچې ته غورځېدلې ده. د مرکزى کابينې د غونډې وروسته د کابینې د غړو سره په ګډ خبري کانفرانس کې وزیر اعظم شهباز شريف وويل چې د نړیوالې مالياتي ادارې ای اېم اېف سره د اووه اربه ډالره د قرض پروګرام په اړه خبرې اخري پړاو کې دي. شهباز شریف وويل د ای اېم اېف ټول شرطونه یې پوره کړي دي او په دغو خبرو کې ای اېم اېف د ځینو رعایتونو د ختمولو وینا کړې ده او ویلي یې دي چي غريبو خلکو ته دې دغه رعايتونه ورکړي. وزیراعظم له دې مخکې د مرکزي کابينې په غونډه کې د کابینې له غړو سره سره په سرکاري افسرانو باندې د سادګۍ خپلولو او د قرباني ورکولو غږ کړی وو. پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې سره د 7 اربه ډالره د ځنډ ښکار قرض پروګرام د بيا بحالۍ په خبرو لګیا دی او هيله ښودل کیږي چې دا خبرې به د روانې اوونۍ تر پایه بشپړې شي. د اقتصادي چارو کارپوهان هم خوشبين دي چې د ای اېم اېف سره به د مسولينو په کچه لوظنامه هم په دې روانه هفته کې تر سره شي. د وي او اې ډيوه سره خبرو کې د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر غلام صمد خان وايي پاکستان د ای اېم اېف زياتره غوښتنې له وړاندې عملي کړي دي. وایي حکومت د بجلۍ، ګېس او تېلو بېعې لوړې کړې دي او دا اوس قامي اسمبلۍ هم د 170 اربه روپیو وړوکی بجټ منظور کړی دی: "اوس د ای اېم اېف سره په خبرو کې په يو څېز پرمختګ نه کېږي او هغه د سود د شرحې زياتول دي. اي اېم اېف غواړي دا کچه د 17 نه 22 فیصده ته وخېژوي او په دې د دواړو ترمنځ خبرې روانې دي". د پاکستان د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار ویلي چي حکومت ته به په روانه هفته کې د چين د ترقياتي بېنک څخه 70 کروړه ډالره ترلاسه شي او دې سره به د هېواد د زر مبادلې ذخیرې تقويه شي کوم چې تر خطرناک حده لاندې غورځېدلې دي. ډار د شورو- چارشنبې په ورځ په ټويټر ویلي چي دا رقم به د پاکستان مرکزي بېنک ته ورسېږي. پاکستان دا وخت د سخت اقتصادي بحران، ستونزمن سياسي اړي ګړي او ددې سربېره د ترهګرۍ د راپورته کېدونکي ګواښ سره مخ دی. د هېواد د مرکزي بېنک سره د بهرنۍ کرنسۍ زېرمه 3.2 ارب ډالرو ته ښکته شوې چې د دوو هفتو د درامداتو اړتياوې هم نه شي پوره کولای. د پاکستان وزيراعظم وايي د پاکستان په تاریخ کې غريبې طبقې تل قرباني ورکړې ده او وايي کابينې پرېکړه کړې ده چې ټول حکومتي وفاقي وزیران، مشيران او د مملکت وزيران به مياشتني معاشونه او مرعات نه اخلي. د اقتصادي چارو کارپوه او خبريال مهتاب حېدر وي او اې ډيوه ته وايي وخت راغلی چې د حکومت په ګډون ټولې سرکاري ادارې سادګي خپله کړي. ښاغلی حیدر وايي که حکومت خپل لګښتونه کم کړي نو اندازه ده چې حکومت ته به د یو ټريلین روپیو بچت وشي خو زياتوي ګوري به چې وزیراعظم په دې څومره عمل کوي: "که د ای اېم اېف سره لوظنامه وشي نو دا به ډېر معاملات بحال کړي. اصل ستونزه دا ده چې روژه راروانه او حکومت ډاډ تر لاسه کول غواړي چې خوراکي توکي ډېر وي او مرکزي بېنک هم دې اړخ ته پام کړی دی، د ای اېم اېف سره ډیل وشي نو د درامداتو لاره به پرانستل شي او کاروباري هلې ځلې به بحال شي". پاکستان دا وخت د ای اېم اېف سره د غېرملکي فنډونو په سر د خبرو نه علاوه هڅه کوي چې د دوستو هېوادونو څخه هم د پېسو تر لاسه کولو باور واخلي او ای اېم اېف هم د پاکستان سره د لوظنامې وړاندې دا غوښتنه کوي چې د دوستو هېوادونو چين، سعودي عرب، متحده عربي اماراتو نه د اضافي فنډونو د اخیستو د تایید ډاډ دې ورکړي.

22.02.2023 ډیوه

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

22.02.2023 امریکا غږ

شارمهد ته د اعدام سزا په غبرګون کې جرمني د ایران دوه دپلوماتان شړي

له هغه وروسته چې د ایران محکمې د یو ایراني الاصله جرمن تبعه جمشید شارمهد ته د مرګ سزا واوروله، په غبرګون کې یې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دوه ایراني دپلوماتان شړي. 

22.02.2023 امریکا غږ

سپريم کورټ د عمران خان د سايفر د پلټنو خواستونه رد کړي دي

د پاکستان د سپريم کورټ جج قاضي فايز عيسا د هغه سايفر د پلټنو په اړوند خواستونه رد کړي د کوم چې پخواني وزیراعظم عمران خان دعوه کړې وه چې د بهرني سايفر د لارې د هغه حکومت لرې کړی شوی وو.

22.02.2023 ډیوه

فلسطيني چارواکي وايي اسرایلي ځواکونو ۱۰ فلسطینیان وژلي

فلسطيني چارواکو وویل د شورو، چهارشنبې، په ورځ په وژل شویو کسانو کې درې تنه د مسلح ډلو غړي وو. یو ۷۲ کلن سړی او دوه نور کسان چې عمرونه يې په شل کلنۍ کې وو. دا نه ده معلومه چې ایا دغه کسان هم د څه تنظیم غړي وو او که نا؟

22.02.2023 ډیوه

هلمند کې طالبانو رسنۍ د خپلو چارواکو او عامو خلکو له ویډیو او عکسونو جوړولو منع کړې

واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د خبریالانو تنظیمونه وايي، په هلمند کې د طالبانو چارواکو د ویډیو رپوټونو پر جوړلو بندیز لګولی او له خبریالانو یې غوښتي چې هلته د دوی د چارواکو عکسونه او ویډیو جوړ نه کړي. د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ تنظیم یا «نی»، د خبریالانو مرکز او د خبریالانو د ملي اتحاد په ګډون د افغانستان د رسنیو ملاتړو ادارو په جلا جلا بیانونو کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور له وزارته غوښتي چې په هلمند کې د خپلو چارواکو د پرېکړې وضاحت وکړي. دغه تنظیمونه وایي په ولایت کې د طالبانو چارواکو خبريالانو ته امر کړی، چې له دې وروسته نه د دوی له چارواکو سره ويډيو مرکې کولاى شي، نه یې عکسونه اخيستلاى شي او نه د عامو خلکو ویډیو مرکې کولاى شي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د نهې- سه شنبې په ورځ په خپل بیان کې دا بندیز غیرقانوني او د رسنیو د لا کمزوري کولو سبب ګڼلی دی. تنظیم غوښتنه کړې: "پر دې پرېکړه دې ژر تر ژره بیا کتنه وشي او د رسنیو او خبریالانو ټول قانوني حقونه دې پر ځای کړل شي". د «نی» تنظیم مشر ظریف کریمي په هلمند کې د ویډیو او تصویرونو د برخې خبریالانو ته ویل شوي، چې د چارواکو عکسونه دې نه اخلي او د دوی په اړه دې ویډیویي رپوټونه نه جوړوي. کریمي د نهې- سه شنبې په ورځ ازادي رېډیو ته ویلي په رسنیو باندې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو بندیزونه او فشارونه د اندېښنې وړ بللي دي، هغه وایي: "موږ باوري کېږو چې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې شدید خطرونه شته او که اقدام ونه شي، کېدای شي دا خطر نور هم زیات شي او ورو- ورو د ټولو رسنیو خواته وغزيږي." خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي په دې اړه معلومات نه لري. قانع وي او اې ته وویل چې وزارت یې په دې اړه پلټنه کوي: "موږ څېړنه کوو چې معلومه شي ایا دا د ولایتي ادارې پریکړه ده که نه، البته دا زموږ د وزارت پریکړه نه ده". هلمند هغه ځای دی چې پکې د نړۍ زیاته برخه اپیم یا تاریاک کرل کېږي، که څه هم طالبانو اعلان کړی وو چې د تاریاکو کرل به بندوي، خو پر ټولنیزو رسنیو ځینو کسانو شک ښکاره کړی چې کېدای شي طالبانو په دې وجه له رسنۍ له ویډیو رپوټونو او عکسونو منع کړې وي چې د تاریاکو کروندې یې ښکاره نه شي. د 2021م کال په اګست کې چې طالبان دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي نه یواځې په سلګونو رسنۍ بندې شوې دي، بلکې اکثره یې له ډېرو فشارونو سره مخ دي او په سلګونو نارینه او ښځینه خبریالان یا هم له هېواده وتلو ته مجبور شوي یا بېکاره شوي دي. طالبانو د 90 په لسیزه کې په افغانستان کې په خپله لومړۍ واکمني کې هم نه یواځې د ویډیو او عکسونو پر جوړولو بندیز لګولی وو، بلکې موسیقي یې هم په سختۍ سره منع کړې وه او د موسیقۍ اورېدونکو ته یې سزاوې ورکولې.

22.02.2023 ډیوه

دوو ایراني سفارتکارانو ته جرمني نه د وتلو امر شوی

د جرمني خارجه وزیرې اېنیلنا بېير بېک د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې په ایران غږ کوي چې د شار مهد د مرګ سزا ختمه کړي او هغه ته د قانون سره سم د اپيل منصافه حق ورکړی شي

22.02.2023 ډیوه

د ایي ایس ایي د مشر په ګډون د پاکستان لوړپوړی پلاوی کابل ته تللی، د تورخم دروازه لا هم بنده ده

پاکستان ويلي پلاوی به یې په افغانستان کې د عبوري حکومت د چارواکو سره ويني په امنیتي او ترهګرۍ ضد مبارزه به ورسره بحث کوي. او په افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي، کتنه شوې اودواړو خواو په ګڼو موضوعاتو خبرې کړي دي.

22.02.2023 ډیوه

امنیتي‌اندېښنې: د پاکستان د دفاع وزیر او استخباراتو مشر کابل ته تللي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په مشرۍ لوړپوړي پاکستاني پلاوي د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې نن چهارشنبه کابل ته راغلی او له لوړپوړو طالب چارواکو سره یې کتلي دي.

22.02.2023 امریکا غږ

د نیویارک قاضي: د یوولسم ستمبر د پېښې اغېزمن خلک د افغانستان بېنک د شتمنۍ حق نه لري

واشنګټن ــــ د امریکې یو قاضي په خپله پرېکړه کې ویلي چې د 2001م کال د یوولسم ستمبر د پېښې اغېزمنې کورنۍ حق نه لري چې د افغانستان بېنک 3.5 اربه ډالر شتمنۍ تر لاسه کړي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي د دې فیصلې تود هرکلی کړی دی. د نیویارک د منهېټن ښار قاضي جورج ډېنیل د نهې- سه شنبې په ورځ وویل، دی د امریکې "د اییني پابندیو" په بنیاد طالبان د افغانستان قانوني حکومت نه ګڼي او دا پیسې د افغانستان بېنک شتمني ده. د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې قاضي ډېنیل ویلي، که د یوولسم ستمبر اغېزمنو کورنیو ته د دې شتمنۍ د کنګل کولو اجازه ورکړي د دې معنا به دا وي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت قانوني جواز لري. قاضي وایي دا چې د صدر جوبایډن حکومت د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی نو د امریکې عدالتونه هم دا توان نه لري چې داسې یوې پرېکړې ته ورسېږي: "مدعي قاضیان د مخکینیو پرېکړو په بنیاد حق لري چې پیسې را غونډې کړې او ټولې زموږ د هېواد په تاریخ کې د تر ټولو ناوړه ترهګر برید لپاره وساتي، خو دوی د افغانستان بېنک پیسې نه شي را ګرځولای". طالبانو تر اوسه د امریکایي قاضي پرېکړې ته څه جواب نه دی ویلی، خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق یې تود هرکلی کړی او پر ټویټر یې لیکلي دي: "موږ د امریکې د ضلعي عدالت د پرېکړې تود هرکلی کوو او په ریښتیا د دې انصاف او د قانوني ټیم د بشپړ ملاتړ او نه ستړي کېدونکو هڅو ستاینه کوو. د ترهګرۍ ټول متاثرین د انصاف او تاوان حق لري خو له اصل مجرمانو څخه". امریکایي قاضي په خپله د 30 پاڼو فیصله کې ویلي، چې د یوولسم ستمبر د پېښې تاوان باید طالبان ورکړي، نه دا چې د افغانستان مخکینی اسلامي جمهوري حکومت یا افغان ولس یې ورکړي. د رویټرز په وینا د قاضي جورج ډېنیل پرېکړه د هغو څلورو مدعي ډلو ماتې ده چې د نیویارک په فیډرل ریزرو بېنک کې د افغانستان بېنک د کنګل شوې اووه اربه ډالرو شتمني د څه برخې دعوه یې کوله. له دغو څلور ډلو څخه د یوې ډلې وکیل لي وولوسکي د قاضي جورج ډېنیل پرېکړه ناسمه بللې او ویلي یې دي چې د فیصلې خلاف به بل عدالت ته اپیل یا خواست کوي. وکیل وولوسکي ویلي: "دا پرېکړه د یوولسم ستمبر د پېښې تر لس زره زیات اغېزمن کسان له دې حقه محرومه کوي چې له طالبانو خپل تاوان واخلي". د عدالتي معلوماتو له مخې د مدعیانو یوه بله ډله هم پلان لري چې د قاضي ډېنیل د پرېکړې خلاف اپیل وکړي. دغو مدعي ډلو د القاعده په ګډون پر ډېرو ممکنه ذمه وارو د یوولسم ستمبر د بریدونو تور پورې کړی وو، خو کله چې هغوی عدالت ته حاضر نه شول نو پرېکړه د دوی په حق کې وشوه. دوی طالبان هم ځکه د هغې پېښې ذمه وار ګڼي چې په هغه پېښه کې د لاس لرونکې القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې وه. د نیویارک فیډرل ریزرو بېنک د افغانستان بېنک شاوخوا اووه اربه ډالر شتمني د 2021م کال د اګست پر 15مه په هغه ورځ کنګل کړې چې طالبان په دویم ځل پر کابل واکمن شول. بیا د تېر کال په فرورۍ کې صدر جوبایډن وویل چې د دې شتمنۍ نیمایي به د یوولسم ستمبر د پېښې اغېزمنو کورنیو ته وساتل شي او نیمې به یې له افغان ولس سره د بشري مرستو لپاره د سویټزرلېنډ یو ټرسټ ته واستول شي.

22.02.2023 ډیوه

سيند اسمبلۍ قرارداد منظور کړی، سيندهي، پښتو، پنجابي او بلوچي دې قامي ژبې وګرځول شي

د پاکستان د سيند صوبې په اسمبلۍ کې متفقه قرارداد منظور کړی شوی او غوښتنه شوې چې په صوبو کې ويونکې ژبې سيندهي، پښتو، پنجابي او بلوچي دې قامي ژبې وګرځول شي.

22.02.2023 ډیوه

ازادي راډيويي مجله؛ افغانستان کې ولې د مطالعې دود کم دی؟

له غزني د پوستين جوړېدو صنعت په ورکېدو دی، پر بنګړيوالو راپور درته وړاندې کوو، افغانستان کې ولې د کتاب لوست دود کم دی، په دې اړه مو استاد نجيب منلی راغږولی دی. ګيله‌من وزير سره د خبرو ترڅنګ شعر او يو شمېر نور مطالب مو هم همدې خپرونه کې را اخيستي دي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

22.02.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more