پښتون هنرمند محمد قوي خان په حق رسېدلی
د پاکستان د ټيلي ويژن ډرامو او فلمونو ياد پښتون هنرمند محمد قوي خان د 80 کالو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له امله په کېنېډا کې په حق رسېدلی دی.
افغانستان کې بېوزلي؛ اوچا: پر ښځينه کارکوونکو له بنديز وروسته د مرستو رسول اغېزمن شوي
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، ښځې په غیر دولتي مؤسسو کې له ۳۵ نه تر۴۰ سلنې پورې د کاري ځواک برخه تشکيلوي او هغوی په افغانستان کې د مرستې رسولو د عملیاتو یوه لازمه برخه ده. خو اوچا پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې، دوه میاشتې مخکې ښځې له دې کار څخه راګرځول شوې دي. اوچا د خدیجې په نوم په کابل کې د یوې ځوانې مرستندویه کارکونکې یادونه کړې چې هم راتلونکې ته ویره او هم هیله لري. دا یوازې خدیجه نهده بلکې د طالبانو دغې پرېکړې ډېری ښځې په تېره هغوی چې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې دي، له ورته حالت سره مخامخې کړي دي. د کونړ ولایت اوسېدونکې همرا صافۍ هم د خپل ژوند له بد وضعیت څخه شکایت کوي. هغې ازادي راډیو ته وویل، پر ښځو د کار کولو له بندیز سره زموږ ژوند اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دی. اغلې صافۍ وايي: "زموږ خویندې د کورونو مسؤلیت پر غاړه لري، مؤسساتو سره مو ژوند برابر و، ډېری ستونزې مو هوارې وې اوس چې فعالیتونه بند شوې دي، ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو سره مخ دي." د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي مرستیالې رافایلا یودیچي چې د افغانستان لپاره د دې ټولنې له ځانګړې استازي ټوماس نېکلاسن سره افغانستان ته په وروستي سفر کې ملګرې وه، تېره ورځ په یوه ټویټ کې وویل، په اوس وخت کې په افغانستان کې شل ملیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خوړو په برخه کې پر بشري مرستو متکي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامزالاکبروف تېره اونۍ وویل، افغانستان لا هم په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ هېواد دی. له دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو خیریه بنسټونو د افغانستان د بشري وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړی و او ویلي وو چې، د دې هېواد د نفوس څه باندې نیمایي یعنې ۲۸ میلیونه وګړي د لوږې له ګواښ سره مخ دي. په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو اندېښنې هغه مهال لا زیاتې شوې چې، یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو په افغانستان د طالبانو د حکومت لهخوا په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې خپل فعالیتونه بشپړ یا یې ځینې برخې وځنډولې.
کراچۍ: د طالبانو کونسل جنرل وايي اوس هم خواوشا 550 افغانان په زندانونو کې بندي دي
د پاکستان د سيند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو کونسل جنرل وايي، د کراچۍ د زندانونو څخه 137 افغانان خوشي شوي او بيرته خپل هېواد ته لېږل شوي دي خو اوس هم خواوشا 550 افغانان په جېلونو کې بندي دي.
نن د افغانستان په سړو سيمو کې يوازې د نارينه محصلانو لپاره پوهنتونونه پيليږي
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت له اعلان سره سم نن د افغانستان په سړو سیمو کې د پوهنتونونو دروازې يوازې د نارينه د محصلانو پرمخ پرانیستل کېږي. د لوړو زدهکړو وزارت وياند حافظ ضياءالله هاشمي په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي: "د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو د رهبرۍ شورا د پرېکړې مطابق به ان شاالله د روان کال د کب په پنځلسمه د افغانستان سرد سیرو ولایتونو پوهنتونونه به انشاالله و تعالی شروع کېږي. ټول محصلین دې په همدې یاد شوي تاریخ باندې درسو ته ځانونه حاضر کړي." د لوړو زده کړو ویاند حافظ ضياءالله هاشمي په دغه ویډیویي پیغام کې چې پرون یې رسنیو ته استولی، که څه هم د ټولو محصلانو خبره کوي خو د محصلو نجونو برخلیک تر اوسه نهدی روښانه. دې وزارت تېره اوونۍ هم په یوه خبرپاڼه کې په سړو سیمو کې د پوهنتونونو د پرانيستلو په اړه د ښځینه محصلانو د برخلیک په اړه هیڅ څه نه وو ویلي. ازادي راډیو د دې راپور ترخپرېدو او هم له هغې مخکې هڅه وکړه، په دې اړه چې نجونې او ښځې به بېرته کله لوړو زدهکړو ته پرېښودل شي، د دې وزارت د چارواکو یا د طالبانو د نورو ویاندویانو نظر واخلي، خو هغوی زموږ پرلهپسې اړیکو ته ځواب ورنهکړ. د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت ویاند تېره اوونۍ ازادي راډیو ته یوازې دومره ویلي وو چې، تر بلې خبرتیا پورې نجونې د دې امر په منلو مکلفې دي. د طالبانو حکومت په تېره ډسمبر میاشت کې د پوهنتونونو دروازې تر بل امر پورې د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې. د طالبانو د دغې پرېکړې په وړاندې کورني او نړیوال سخت غبرګونونه ښکاره شول او د پوهنتونو یو شمېر استادانو هم د يادې پرېکړې په وړاندې د اعتراض په توګه استعفاوې وکړې. دغه وضعیت ډېری محصلانې له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي. یوه یې هم د پوهنتون محصله عاقله ده چې وایي، دا او ډېرې نورې محصلانې د طالبانو دغه اقدام ډېرې ناهیلې کړي دي. نوموړې وايي: "دې وخت کې مو خاصه امادګي نیوله، د خپل پوهنتون له درسي نصاب څخه به مو ځان خبراوه. کتابونه به امو اخیستل کتابچې به مو اخیستې. یو خاص امید مو درلود خو اوس متاسفانه هغه امید نهدی پاتې. ځکه چې نه پوهېږو ایا پوهنتون شروع کېږي، نه شروع کېږي." د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسن وایي، د طالبانو چارواکو هیڅ ژمنه نهده کړې چې د نوي تعلمي کال له پیلېدو سره به ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او ښځو پرمخ پرانیزي. نېکلاسن چې افغانستان ته د وروستي سفر په ترڅ کې یې په کابل او کندهار کې د طالبانو له یو شمېر جګپوړو چارواکو سره لیدنې کتنې ترسره کړي پرون یکشبنې په کابل کې وویل، ده د طالبانو د حکومت له وزیرانو سره په کتنو کې په دې اړه هیڅ کلکه ژمنه وانه ورېده. نوموړي زیاته کړه، د نجونو او هلکانو، ښځو او سړو د باکیفیته زدهکړو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانيستل اختیاري نهدي. نن په سړو سیمو کې د لوړو زدهکړو بهیر داسې مهال پیلیږي چې، د ښوونځیو د نوي تعلیمي کال پیلېدو ته شاوخوا دوه اوونۍ پاتې دي او طالبانو په دې اړه چې ایا د ټولو نجونو پرمخ به ښوونځي بېرته پرانیزي، هم تر اوسه کلکه ژمنه نهده کړې. طالبانو له څه باندې یونيم کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې هم له ښوونځیو راګرځولي چې، دې اقدام یې ډېرې نجونې خپلې راتلونکي ته ناهیلې کړي دي. د طالبانو لهخوا پر افغان نجونو او ښځو د زدهکړې او کار په برخو کې لګول شوي محدودیتونه د نړیوالې ټولنې لهخوا د طالبانو د سرپرست حکومت د نه پېژندلو مهم لاملونه بلل کېږي. که څه هم نړیوالو په دې برخه کې پر طالبانو ډېر فشار راويستی چې د نجونو او ښځو د زدهکړې او کار حقونو ته غاړه کېږدي خو طالبانو د نړیوالو فشارونو سره سره تر اوسه خپل دریځ نهدی بدل کړی. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازي مرستیال رامز الاکبروف هم تېره اوونۍ دا ومنله چې، تر اوسه هیڅ هڅونکې پرمختګونه نه ترسترګو کېږي چې نجونې به بېرته ښوونځیو ته ستنې شي. د طالبانو چارواکو په کراتو کراتو دا خبره کړې چې د شریعت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو د زدهکړې او کار مخالف نهدي، خو دا چې کله به دوی نجونې او ښځې بېرته زدهکړې او کارته پرېږدي، تر اوسه یې په دې اړه واضح څه نهدي ویلي.
پاکستان: پېمرا د عمران خان په ويناګانو خپرولو بنديز لګولی
په پاکستان کې د اليکټرانيکي مطبوعاتو يا ټي وي چېلنو د څار او انتظام ادارې [پېمرا] د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان په ويناګانو او خبري غونډو په ټي وي چېنلو خپرولو بنديز لګولی دی.
پاکستان له امریکا سره د ترهګرۍ په ضد مبارزې د خبرو کوربه دی
ټاکل شوې چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد مبارزې کې له متحدو ایالتونو سره د دوه-ورځنیو خبرو کوربه وي چې سبا دوشنبه مارچ شپږمه (کب۱۵) پیلېږي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
ریشي سونک: که په غیرقانوني لارې برطانیې ته راځئ، دلته نشئ پاته کېدلی
روئټرز - د برطانیي وزیراعظم ریشي سونک وایي هر هغه څوک چې په غیرقانوني طریقې سره هغه ملک ته رسیږي، د هغه ځایه به شړل کیږي. سونک دا خبره د مېل اخبار سره په یوه مرکه کې کړې ده چې د اتوار/یکشنبې په ورځ چاپ شوه. توقع کیږي چې په دې هفته کې د مهاجرینو په اړه یو نوی قانون هم برطانیې کې اعلان شي. د برطانیې په پارلېمان کې د سونک د ګوند ممبرانو په هغه فشار راوړی چې د یورپ نه د انګلش چېنل یا رودبار انګلستان د لارې غیرقانوني راتلونکو مهاجرو مسئلې ته دې یو حل پیدا کړي. ریشي سونک اوس پخپلو پنځو اهمو لومړیتوبونو کې، یو دا شامل کړی چې د مهاجرو د وړو کشتیو مخه ونیولی شي. د برطانیې وزیراعظم د مېل اخبار سره مرکه کې ویلي: "غلطي مه کوئ، که تاسو دلته په غیرقانوني طریقې راځئ، دلته به پاته کېدلی نشئ." د مېل ورځپاڼې د رپوټ په حواله، د دې مسئلې د حل دپاره یو نوی قانون به د نهې/سه شنبه په ورځ برطانیې کې مرتب شي. ویل کیږي چې صرف په تېر کال کې څه باندې پنځه څلوېښت زره (۴۵۰۰۰) کسان د نورو یورپي ملکونو نه د انګلش چېنل د لارې، په غیر قانوني توګه برطانیې ته تللي دي. تېر کال د برطانیې پخواني وزیراعظم بوریس جانسن په دې اتفاق کړی و چې په لسهاوو زره کډوال به بېرته د برطانیې نه د افریقې روانډا هېواد ته انتقالوي، او په دې کې اکثره یې هغه کسان و چې د افغانستان، شام، او یا نورو جنګ ځپلو ملکونو نه برطانیې ته ورغلي و. مګر دا منصوبه د قانوني چلېنجونو سره مخ شوه او وړاندې تر دې چې د دې کډوالو اولنی جهاز روانډا ته پرواز وکړي، د بشري حقونو يورپي عدالت یې مخه ونیوله او کډوال په برطانیه کې پاته شول. وروسته بیا د لندن هائی کورټ دا اقدام قانوني وګرځولو، مګر مخالفین هڅه کوي چې د دې فیصلې په خلاف اپیل وکړي. کله چې د سکای نیوز په پروګرام کې د حکومت د وزیر کرېس هېټن-هارېس نه وپوښتل شول چې برطانیې ته د غیرقانوني لارو نه راتلونکي کډوال به د پناه اخېستو د درخواستۍ نه منعه کړی شي، نو هغه وویل: "هو، زما باور همدا دی. که چيرته خلک دې ملک ته په غیرقانوني طریقې راشي، نو یا به واپس کړی شي او یا به د روانډا په شان ملکونو ته ولېږلی شي."
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
بنګله دېش کې د اور لګېدو له کبله د روهینګیا کډوالو ۲زره سرپناوې ویجاړې شوې
په بنګله دېش کې چارواکي وايي د روهینګیايي کډوالو په یو کمپ کې د اور لګېدو له کبله ۲۰۰۰ سرپناوې سوځېدلې او شاوخوا ۱۲۰۰۰ خلک بېځایه شوي دي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د ترهګرۍ ضد ګامونو په اړه، په اسلام آباد کې د پاکستان او امریکا مشترکه ناسته
واشنګټن - پاکستان سر د ګل/دوشنبې ورځې، د امریکا سره دوه ورځېنۍ ناسته جوړوي چې په کې به د ترهګرۍ اړوند مسئلو باندې خبرې وشي. د دې ناستې کوربه پخپله پاکستان دی اسلام آباد کې خارجه وزارت د اتوار/یکشنبې په ورځ ویلي چې د بحث موضوع "د ترهگرۍ مشترکې خطرې" دي چې دواړه ملکونه ورسره مخ دي. د امریکا له اړخه د مختلفو ادارو د استازو پلاوی، د خارجه وزارت د ترهګرۍ ضد څانګې د نګران مشر کرېسټوفر لنډبرګ په مشرۍ دې خبرو کې برخه اخلي. د پاکستان د خارجه وزارت په بیان کې راغلي: "دغه دوه ورځېنی بحث به دواړو اړخونو دپاره یو فرصت پیدا کړي چې د ترهګرۍ ضد برخه کې خپل نظریات تبادله او خپل تجربیان او غوره طریقه عمل شریک کړي." د امریکا د خارجه وزارت تېره هفته اعلان وکړ چې د اسلام آباد په دې ناسته کې به برخه اخېستونکي "د سرحدي امن ټینګولو او د ترهګرۍ د مالي نظام خلاف کاروایي په شان مهمو برخو کې د همکارۍ په اړه د پالیسیو پر بنیاد سټراټیجۍ جوړې کړي." د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ په ضد ګامونو باندې داسې وخت کې غونډه کېدونکې ده چې پاکستان په دې وروستیو کې د زیاتېدونکو بریدونو سره مخ شوی کوم چې ذمه وارۍ یې اکثره ټي ټي پي په غاړه اخلي. د هغه وخته چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو په کابل قبضه ولګوله، پاکستان کې بریدونه سېوا شوي دي. د اکثرو حملو ذمه واري کالعدم ډله تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په غاړه اخلي. په دې حملو کې سلګونه کسان وژلی شوي او زیاتره یې د پاکستان امنیتي ځواکونه و. پاکستاني چارواکي تور لګوي چې ټي ټي پي د دې حملو منصوبه بندي په افغانستان کې دننه خپلو پټنځایونو کې کوي. تېره میاشت د پاکستان یو جګپوړی امنیتي پلاوی کابل ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د مشرانو سره ملاقات کې، د ټي ټي پي په هکله د اسلام آباد "ژورې فکرمندۍ" شریکې کړې. پاکستان دعوه لري چې په افغانستان کې د ټي ټي پي د مشرانو د فعالیت او موجودیت په اړه یې "ناقابل تردید" شواهد هم افغان طالبانو ته وړاندې کړي او د هغو نه یې غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان خلاف دې عملي اقدام وکړي. طالبانو د دې ملاقات نه پس چې کوم سرکاري بیان جاري کړ، هغه کې یې ویلي چې دا دوه اړخیزه خبرې "امنیتي فکرمندیو" او "د وسله والو مخالفو ډلو د فعالیت" په اړه وې. مګر د طالبانو په بیان کې د ټي ټي پي ډلې ذکر ندی شوی او نور جزئیات هم ورنکړل شول. د امریکا د سولې انسټیټيوټ په یو وروستي رپوټ کې خپل ویلي چې: "افغان طالبان د ټي ټي پي ډېر نږدې ملاتړي پاته شوي او هغې ډلې ته یې پخپل اجازت پناه ګاه ورکړې ده... ځینې طالب جنګیالي هم د ټي ټي پي سره یوځای کیږي، او داسې رپوټونه هم شته چې [پاکستان کې] ځیني وروستۍ بمي بریدګر هم افغانان و." امریکا او نورو ملکونو افغانستان کې د واکمنو طالبانو نه غوښتي دي چې ترهګرو ډلو ته دې د خپلې خاورې نه د حملو کولو اجازت ورنکړي، او طالبانو هم څو څو ځله دا یقین ورکړی چې د افغانستان خاوره به د بل ملک په خلاف د استعمالېدو اجازت ورنکړي، مګر امریکا ویلي چې طالبانو د دوحې تړون خیال ندی ساتلی او په کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري پیدا کېدل او وژل کېدل یې یو مثال دی چې د طالبانو او القاعده مشرانو ترمنځ تعلقات پر خپل ځای پاته دي.
ویسټ: تمه نه لرم افغانې نجونې راتلونکی تعلیمي کال ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس ویسټ وايي، تمه نه لري چې په افغانستان کې به راتلونکی تعلیمي کال نجونې وکولای شي ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي.
پولیس د عمران خان د ګرفتاره کولو دپاره د هغه کور ته ورغلي، خو عمران خان هلته نه و
اسلام آباد - د توشه خانې په مقدمه کې د تحریک انصاف د چیرمین عمران خان د ګرفتارې وارنټ عملې کولو لپاره، د اسلام اباد پولیس لاهور کې د عمران خان کور ته ورغلي، خو عمران خان یې نه دی موندلی او د ګرفتارۍ نوټس یې د ګوند مشرانو ته ورسپارلی دی. د پولیس ایس پی طاهر حسین میډیا سره خبرو کي وویل چی هغه یوازې د ګرفتارۍ نوټس سره راغلی وو. د اسلام اباد پولیس د دې څخه وړاندې په ټویټر یو بیان کې ویلي وو چې د عدالت له حکم سره سم د اسلام اباد د پولیسو یوه ډله د عمران خان د نیولو لپاره لاهور ته رسېدلې او د هغو کسانو پر ضد به قانوني چلند وشي چې د محکمې د حکمونو په عملي کولو کې خنډ ګرځي. د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان او د ګوند نورو مشرانو د دوې د نیولو پر دغه هڅو سخت عکس العمل ښودلې. د زمان پارک مخې ته په لوی شمیر د عمران خان پلویان هم راغونډ شوي وو. عمران خان د توشه خان مقدمه د وولس مخې ته د اوریدو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي: "زما د توشه خانې مقدمه دې د ولس مخې ته، پر ټیلې ویژن واورول شي." عمران خان زیاته کړه چې ځان ته یې خطره ده خو بل اړخ ته هره یوه نه بله ورځ عدالتونو ته بلل کیږي. عمران خان زیاته کړه د ځان د خطرې په اړه سپریم کورټ ته به لیک لیږي. د تحریک انصاف یو بل مشر فواد چوهدرې د مطبوعاتو سره خبرو کې وويل چې حکومت غواړي په داسې کولو سره د امن او نظم لويه ستونزه پيدا کړي چې يوازېنی مقصد يې په هیواد کې دومره فسادونه راپارول دي چې ټاکنې وځنډول شي. بل لوري ته د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په فيصل اباد کې ميډيا سره په خبرو کې وویل، که د عمران خان د ګرفتاره کولو اراده یې وه، نو څوک هم خنډ نشو جوړیدای. داخله وزیر زیاته کړې چې، "د عمران خان د وژنې هيڅ معامله نشته، عمران خان عدالت ته حاضريدو او سزا د مخنيوي لپاره بهانه جوړوي." د اسلام آباد آئي جي اکبر ناصر د یو شخصې ټیلې ویژن سره خبرو کې ویلي وو عمران خان ته د عدالت حکمونه رسیدلي دي چې په کې د هغوی د نيولو او پيش کولو حکم ورکړی شوی دی. اوس به دغه رپوټ عدالت ته وړاندې کړی شي. د تحریک انصاف د مشر عمران خان پر ضد دا وخت د هیواد په بیلابیلو برخو کې ۷۴ مقدمې درج دې. کال ۲۰۲۲ د اګست په میاشت کې د ایتلافې ګوندونو مشرانو د بهرنیو هیوادنو څخه ترلاسه شوو نخښو تفصیلات الیکشن کمیشن کې نه وړاندې کولو په تور د عمران خان پر ضد د توشه خانه مقدمه درج کړې شوې وه. الیکشن کمیشن په دې اړه د پلټونو ورستو د کال ۲۰۲۲ په اکتوبر کې عمران خان د پنځه کاله د پاره نا اهل وګرځولو او د تحریک انصاف د چیرمین پر ضد د قانونې کاروايۍ دپاره یی دغه مقدمه ځایي عدالت ته و لیږله. د اسلام اباد ځايي عدالت د فرورۍ په ۲۸مه نیټه توشه خانه مقدمه کې د تحریک انصاف د مشر عمران خان د ګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړی وو.
افغانستان کې يو شمېر مېرمنو د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ له خپل وخت مخکې ونمانځله
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دوهم ځل لپاره، د مارچ له اتمې نمانځنه. افغان معترضې مېرمنې ادعا لري، چې د طالبانو حکومت دوی له خپلو اساسي حقونو محرومې کړي، خو د دوی په خبره د نابرابرۍ او بې عدالتۍ په وړاندې به له خپلې مبارزې لاس په سر نهشي. یوه له دغو مېرمنو، چې د یکشنبې د ورځې په سهار یې په کابل کې د مارچ د اتمې نېټې د ښځو د پيوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د نمانځنې په یوې غونډه کې کې برخه اخیستي وه او نهغواړي نوم یې راپور کې خپور شي وایي: "د مارچ د اتمې نېټې له نمانځلو زمونږ موخه دا ده، چې نړیوالو ته خپل غږ ورسوو، چې موږ ښځې هېرې نهکړئ او دغه شان موږ به د هر هغه محدودیت په وړاندې چې د طالبانو د حکومت لهخوا پر ښځو لګول کېږي مبارزه وکړو." د دغو معترضو مېرمنو له ډلې یو بله یې وایي، چې د طالبانو د حکومت لهخوا پر ښځو او نجونو د لګېدلو بندیزونو په وړاندې به چوپه خوله پاتې نهشي. دا مېرمن چې هم نهغواړي نوم يې خپور شي، زیاتوي: "زما موخه په دې غونډه کې له ګډون نه دا ده څو وښیم، چې زه په هیڅ صورت محدودیت نه منم، او چوپتیا نه غوره کوم، بلکې تر پخوا هم لا غښتلې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوم." وموغوښتل د دغو معترضو مېرمنو د ادعاو او څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت ویاندویان هم وپوښتنو خو ذبیحالله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي په دې اړه د راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نهکړې. د مارچ د اتمې نېټې د نماځنې دا مراسم د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې لهخوا جوړ شوې وو. د دغه شبکې مشرې ترنم سعیدي ازادي راډیو ته وویل، دوی په داسې حال کې د مارچ د اتمې مراسم نمانځي، چې په خبره یې نړیوالې ټولنې هیرې کړې دي. اغلې سعیدي وویل: "نن هم د افغانستان ښځه د بې عدالتۍ سره مخ ده، نن هم د افغانستان ښځې نږدې دو کاله کېږي چې له خپل ټولو حقونو څخه محرومې دي او له بده مرغه چې نړی په داسې حال کې د مارچ اتمه نمانځي چې افغانستان یې بالکل هیر کړی دی." مسوولینو د غونډې د ګډونوالو د شمېر په اړه څه نهدي ویلي، خو په کومو تصویرونو کې چې ازادي راډیو ته یې رالېږلي، شمېر یې پنځلسو ته نږدې ښکاري. په افغانستان کې په تېر جمهوري نظام کې د مارچ اتمه هر کال د پراخو پرګرامونو په جوړېدلو سره نمانځل کېده، خو د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې په تېرو دوو کلونو کې دا ورځ په ښکاره ډول نهده نمانځل شوې. د یادونې ده چې، طالبانو په افغانستان کې په بیاځلي واکمنېدو سره په ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي. له شپږم ټولګي پورته زدهکړې یې پرې بندې کړي، له پوهنتونو یې راګرځولې، په ډېری دولتي او ټولو نا دولتي بنسټونو کې یې په کار کولو هم بندیز لګولی. دغه شان نورو عامه ځایونو لکه ورزشي کلبونو، ښاري ښځینه حمامونو او پارکونو ته د تګ اجازه هم نهلري. حجاب یې پرې اجباري کړی او ورته یې ویلي، چې له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر هم نهشي کولی. که څه هم د طالبانو دا پرېکړې پر کور دننه او بهر له پراخو غبرګونوو سره مخ شوي خو دغو غبرګونونو دوی د پرېکړو بېرته اخیستلو ته نهدي اړ کړي.